د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جمعیت اصلاح که د اشغال له پای څخه وروسته پړاو سرخوږي؟

عادل عادل
13.06.2011

السلام علیکم

تاسو ټولو ته به معلومه وي چې پخوانیو مرکزیانو د ګران افغانستان د اشغال سره جوخت د اصلاح په نوم یو تنظیم تاسیس او د کابل په لاسپوڅې اداره کې راجستر او په کار پیل وکړ.

د مال او ځواک له لحاظه قوي او نامرده دښمن چې هیڅ انساني عقل یې، بې له ټینګې اسلامي عقیدې څخه، په وړاندې د درېدو سوچ نشو کولای، د یرغل په غېږ کې نوموړي زږېدلي تنظیم ته موقع په لاس ورکړه چې د بیان د ازادی نه په استفادې سره په کور ناست پخواني مجاهدین،له جهاد نه ستړي اشخاص، د مجاهدینو او شهیدانو زامن، زده کوونکي، زده کړیالان او په موسساتو او دولتي ادارو کې کارکونکي پر ځان په داسې توګه راټول کړي چې د ورپېښ تحمیلي فرض عین جهاد په اړه به د خپل نفس او شیطان سره په دروني جګړه بوخت وو، د دوی په جلبولو سره وتوانېدل هغوی ته ددې احساس ورکړي چې کم تر کمه یې د اصلاح او دعوت په چلولو کې د الهي مسوولیت له درانه بار څخه څه ناڅه ځانونه سپک کړي وي، پدې توګه یې که له یوې خوا اصلاح تنظیم د ناهیلو اشخاصو لپاره د دعوت ممبر وګرزېد خو په عین وخت کې یې د جهاد تودو سنګرونو ته د ورماتو مخ په زیاتیدونکو مکتبي ځوانانو او ستړو مجاهدینو مخه ډب کړه.

دا به کېدای شي د وحشي اشغال په پیل کې ښه ابتکار او د بقا لپاره سالم مصلحت وو، خو دا چې د وخت په تېریدو سره د عقیدې خاوندانو ثابته کړه چې د ورته وحشي او په وژونکې ټکنالوجی سمبال دښمن سره مقابله هم شونې څه چې د الله ج په نصرت سره ګټونکې هم ده، نو پکار وه چې د یرغل په لمن کې د اصلاح په نوم نوي زږېدلي تنظیم هم خپله اصلاحي پالیسي د مقاومت سره په موازي جهت کې تر بیا کتنې لاندې نیولې وای.

دا چې د نوموړي تنظیم اصلي بڼه، اهداف او غیر مریی ریښې لکه څنګه چې یې عام غړي فکر کوي، یوازې تر فردي او ټولنیزې اصلاح او دعوت پورې منحصر نه دي، بلکه تر ننه یې په ټول توان، مکر او درواغجنو اسلامي توجیهاتو سره د شنډې تپل شوې ډیموکراسی له اصولو او غوښتنو سره سمه غاړه وړې ، داسې غاړه وړل چې د دیموکراسی له راټوکېدلي اداري او مافیایي فساد څخه هم په ګټه اخستو کې بې ونډې او منزه نه دي پاتې شوي.

د درې لسیزو کړکیچونو او ناخوالو په تېرېدو سره ښایي چې نوي منځ ته راغلي سیاسي او مذهبي تنظیمونه د پخوانیو د ناکامو تجربو، تېروتنو او ملت په وړاندې جفا او ناوړه کړو وړو او سیاسي معامله ګری څخه په عبرت، د ولس په زخمي او ناسور ټپونو رغوونکې پټی کښېږدي، نه دا چې د نوي جېنرېشن/ نسل په بڼه د پېژندل شوو خاینو ډلګیو راتلونکې بقا او په سیاسي واک کې پراخه ونډه تضمین کړي.

د ګران هېواد د اشغال په تېرو لسو کلونو کې تر سلهاوو ډېرو سیاسي تنظیمونو په نوې بڼه سره په فعالیت پیل وکړ، خو دا چې ځنې یې له اولې ورځې څخه یا خو پېژندل شوې څېرې دي، یا خو یې تېر کړه وړه د ولس او تاریخ په وړاندې تر لمر ښکاره دي، او یا خو یې د پردیو سره رابطه او له ولس سره بې کچې واټن له شک او شبهې نه وتلی حقیقت دی، او تر ټولو مهمه هم دا چې ډېرو یې خپله راتلونکې یوازې د اشغال پر مټو تړلې ده، یو هم ددې لیکنې د بحث وړ او د راتلونکې بین الافغاني سرخوږی جوګه نه شو ګڼلای.

د نوموړي تنظیم موسسین د اشغال نه وړاندې په دې اند وو چې د شراو فساد په وړاندې د طالبانو په نوم اړین ولسي ظهور او پرمختګ، د کورنیو تنظیمي جګړو نوې بڼه او ادامه وه، همدا سبب وو چې د ګران هېواد اشغال ته یې هم سترګې ټیټې کړې، او د تېرو په اصطلاح بین الافغاني جګړو د ادامې په نوم یې ځانونه داسې وغولول چې ګواکي بهرنیان د داخلي بین الافغاني جنګ جګړو په ادامه کې د یوه طرف په وړاندې د بل سره مله شوي دي، ځکه خو تر ننه پورې هم روانې تپل شوې غمیزې ته د وحشي او ناروا اشغال پر ځای د فتنې نوم ورکوي.

.......... ادامه لري


محمود سعيد
14.06.2011

سلامونه!
عادل صیب ښه موضوع مو راپورته کړه. له دې ډلې څخه ځینې ملګري پیژنم چې خپل تمرکز ېې یوازې د ترکيې د عدالت ګوند پر بریا او په فلسطین او شاوخوا سیمو کې پیښو ته ځانګړی کړی دی. له دې سره دا کسان له ټولنې څخه ګوښه والی غوره کوي او یوازې له هغو کسانو سره اړیکې ټینګول غواړي چې د دوی هر څه په پټو سترګو ومني. ډیری مشران ېې له خپلو کورنیو سره په دوبۍ او نورو عربي هیوادونو کې آرامه ژوندونه لري او دلته کله ناکله راځي. دوی تر ډیره په مذهبي فروعاتو پسې ګرځي او لکه څنګه چې تاسې یادونه کړې ده له فرض عین چارو څخه فکر اړول غواړي. په دې هیله چې د اصلاح کوم غړی د دوی په اړه راپورته شوو پوښتنو ته ځواب ورکړي.


أبوخليل قدوسي
19.06.2011

عادل صاحب
السلام علیکم لاندي لېنک لطفاً ولولئ مننه

http://www.facebook.com/alquddusi#!/photo.php?fbid=235660436448675&set=a.198464436834942.60698.100000141623488&type=1&theater

سلمان فارسي رضي الله عنه ډېر ښه ويلي :

أبي الإسلام لا أب لي سواه ************ إذا افتخروا بقيس أوتميم


عادل عادل
19.06.2011

السلام علیکم

قدرمن قدوسي صاحب، متاسفانه چې زه تر اوسه فیس بوک ته لاسرسی نلرم، همدارنګه د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه په وینا مې هم سر خلاص نشو، دا چې حتما به زما د لیکنې سره تړاو لري، نو که یو څه توضېح راکړی منندوی به مو وم :)


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

عادل عادل صاحب ستاسو دلوستلو په موخه مي خپله ليکنه دلته هم راوړه هیله من يم چي په مینه به يې ولولې او عادلانه تبصره به ورباندي وکړې ستاسو نطر ته په بشپړ احترام او درناوي سره .

جمعيت اصلاح دفرهنګي او اخلاقي يرغلونو په وړاندي په وسله وال مقاومت سربېره دمسلمانو متعهدو ځوانانو يو بل دعوتي او فرهنګي ځواکمن مورچل دی چي دهغوی مبارزې اوهڅي دبشپړي ستایني وړدی ،

جمعیت دیرغلګر په شتون کي دهېواد په دننه کي دکار له سختو شرايطو او هراړخېزي محاصرې سره سره دهېواد ځوانان په يوه اسلامي نظم کي راغونډوي، دهغوی روزنه کوي، دتعلیم او تربيې په ډګر کي يې ستره خلاء ډکه کړي دهېواد په بېلابېلو سیمو کي خپله فرهنګي او روزنېزه مبارزه په بري سره پرمخ بيايي ، مونږ ته په کارده که يې ملانه تړو یاید سپک ورک پسي ونه وايو ،

د يوه مسلمان په صفت بايد په ډاګه ووايم چي دهغوی په اسلامي مبارزه پسي به يواځي هغه کړۍ بد رد وايی چي هغوی يې دخپل سياسي موجوديت لپاره ګواښ ګڼي.

جمعیت اصلاح دټولني له مخلصو او مجاهدو زلميانو څخه جوړه ده او هغوی له بشپړ اسلامي وېښتابه او سياسي زېرکتوب خخه برخمن دي چي ديوه مسلمان په صفت زما په فکر نه خو غولېدلي دي اونه به کله هم وعولېږي

لکه هغوی چي ټولي اسلامي ډلي او دمقاومت افراد خپل وروڼه ګڼي پکار دادی چي هغوی يې هم خپل وروڼه وګڼي ، دهغوی هڅي او مبارزه دمسلحانه جهاد بشپړوونکي او وسله وال مقاومت دهغوی دمبارزې بشپړوونکي دي ، پدې معنا چي يو دبل مکملات او له يوبل سره تړلي لازم او ملزوم دي یاداچي ديوې سکې دوه مخونه دي .

دالیکته مي ځکه وکړه چي ځېني کړۍ دجمعیت اصلاح دوروڼو په هکله بې انصافه لیکني کوي زه که څه هم له جمعیت اصلاح سره هېڅ ډول منسوبیت اوسياسي اړيکي نلرم خو له هر پېژندل شوي معلوم الحال مسلمان څخه دفاع او ننګه زما اودهر مؤمن دیني فریضه ده .

دجمعیت اصلاح منسوبین او مسؤولین ټول دسابقه جهادي تنظیمونو دحزب اسلامي په شمول مخلص او متعهد افراد دي چي دپاک او سپېځلي احساس له مخي او دنوي نسل دروزلو په موخه په يوه نوي اسلامي نظم کي سره راغونډ شوي او دخپلي ټولني او اسلام په چوپړ کي بوخت دي .

داوروڼه که نن بېرته خپلو سابقه ډلوته ستانه شي نه يوازي ډېر تود هرکلی به يې وشي بلکه په ډېرو غټو پوستونو به وګمارل شي او ستر مسؤليتونه به ورته وسپارل شي نو بيا ولي په يوه مستقل اسلامي نظم کي ورته دهغوی شتون دګاللو وړنه دی .

که څوک تله دانصاف په لاس کي درکړي
خپل ټوټو او دبل اس به برابر کړې

که ځېنو ډلوته ته ديرغلګر په سیوري او یا دهغوی په کوربه هېوادونو امرېکا او اروپاکي ددفترونو په پرانستلو کي کومه ستونزه نوي نو جمعیت اصلاح ولي پدې ملامتوي چي په خپله خاوره کي اسلام او ټولني ته چوپړ وهي او يا په کابل کي خپل فعاليتونه پرمخ پیايي .

زه هر مسلمان ورور او ډلي ته داوايم چي نور مذهبي انحصار طلبي او تنظېمي فاشېزم ته دپای ټکی کېږدي هرمسلمان دي خپل وزرور وګڼي داسلامي معیارونو له مخي او داسلام په روڼه هېنداره کي دي هرچاته وګوري اونور دي دله دې ډول تنګ نظریو څخه لاسونه واخلي دادوخت او حالاتو غوښتنه ده ، اوبه دي نه خړوي ، دمسلماني ټولني دمسلمانو وګړو ترمېنځ دي دکرکي اونفرت تخمونه نه شېندي .

هغه څوک چي ددښمن له مکرونو څخه خبر او اسلام ته هوډمن وي هغه به کله هم دخپل مسلمان ورور چي په ښو صفاتو يې پېژني کمه ونه غواړي او نه به پسي سپکه ژبه وکاروي ځکه خو په کار ده چي هرمسلمان بل مسلمان خپل ورور وګڼي دهغه بری خپل بری او دهغه ماتي خپله ماتي وګڼي .

په عین وخت کي دجمعيت اصلاح له وروڼو څخه په ټېنګه هېله کوم چي دمنتقدینو روغي نېوکي په پراخه ټنډه ومني ، په پام کي يې ونیسي، دخپلو مشورتي مجلسونو دبحث موضوع يې وګرزوي او دجمعیت اصلاح داصلاح لپاره ورڅخه ګټه واخلي .

هرچا چي دنورو سالم تنقیدونه په پام کي ندي نېولي او هغه يې بابېزه اچولي بالاخره تجريد شوي او دټولني عامو وګړو څه چي خپلو ملګرو هم بالاخره ورته شاکړي او په ناکامي يې پایته رسېدلي دي .

زه له سياسي ليکنو څخه تل ډډه کوم خو کله چي حق راته جوته شي او پوه شم چي که حق نه وايم داسلامي امت وحدت ته زيان رسېږي او دستر جرم مرتکب کېږم بيا داخپل حق ګڼم چي دخپلي پوهني او داسلامي لارښوونو په رڼا کي خپل نظر څرګند کړم.


محمود سعيد
20.06.2011

عادل صیب یو ځای کې لیکلي وو:
ستا د فیسبوک د پیژنپال له مخې وایم چې دا کیسه به ستاسې په سیمه کې تیره شوي وي.
او اوس بیا وايي چې زه تر اوسه فیسبوک ته لاسرسی نه لرم!!!؟


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

[quote:547addc036]لکه هغوی چي ټولي اسلامي ډلي او دمقاومت افراد خپل وروڼه ګڼي پکار دادی چي هغوی يې هم خپل وروڼه وګڼي ، دهغوی هڅي او مبارزه دمسلحانه جهاد بشپړوونکي او وسله وال مقاومت دهغوی دمبارزې بشپړوونکي دي ، پدې معنا چي يو دبل مکملات او له يوبل سره تړلي لازم او ملزوم دي یاداچي ديوې سکې دوه مخونه دي . [/quote:547addc036]

دا ستاسو نیک نیت او حسن ظن دی، که داسې وای، چې نه دي، نو ما به د خدای ج په دربار کې د شکرانې لمونځونه کړي وو.

که خدای کول زه به د خپلې لیکنې په ادامه کې مدلل او مستند شواهد وړاندې کوم، زما د لیکنې هدف دا دی چې جمعیت اصلاح د هغو ځوانانو له رویه ونه پېژنو چې د دوی د دعوت په نتېجه کې ملتزم پاته شوي دي.

د دوی پېژندنه د دوی د مشرانواو موسسینو د فکر، عقیدې، قول او عمل له مخې پکار ده، که فرض کړی تاسو په پښتو ژبه او کلتور کې له روسیې څخه دکتورا راوړی، نو ایا دا به سمه وي چې ستاسو د پښتني پوهې او خوی له مخې روسانو ته معیاري پښتانه ووایم؟

اصلاح تنظیم د .... المغفورله امر صاحب ..... د همفکره لارویانو نوې بڼه ده چې غواړي د پښتنو په منځ کې ریښې وځغلوي او خپله راتلونکې تضمین او ځانونه مطرح کړي.

زه به کوښښ کوم چې ستاسو د توصیو په رڼا کې خپله لیکنه په داسې انداز کې وغځوم چې له افترا، تهمتونو او تخریب څخه منزه او د هر خپلواک سرشار مسلمان افغان لپاره د منلو وړ وي.


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

[quote:5b33ae0cfa]عادل صیب یو ځای کې لیکلي وو:
ستا د فیسبوک د پیژنپال له مخې وایم چې دا کیسه به ستاسې په سیمه کې تیره شوي وي.
او اوس بیا وايي چې زه تر اوسه فیسبوک ته لاسرسی نه لرم!!!؟[/quote:5b33ae0cfa]

محترم سعید وروره :)

که زه تاسو ته درواغجن برېښېدلی وم نو بیا خو ولاکه ستا په سنت سلام هم ارزم، پاته خو دا شوه چې زما لیکنې به لولې او یا به یې منې؟

وروره څه موده مخکې تاسو په خپل لاسلیک کې د فیس-بوک یو لینک ټومبلی وو، د لینک وروستی ټکی د هغه ولایت نوم وو چې په غالب ګومان مې تاسو ورته منسوب بللي واست، ښاغلي حامد یا نورو ګډونوالو وروڼو که لیدلی او یا یې هم په یاد وي، نو خامخا به دلته شاهدي ووایي تر څو مو په دې اړه سپین زړه راسپین شي :)


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

عادل صاحب
يوځل بيا السلام عليکم

الحمد لله چي داسلام حلقه ډېره پراخه ده او په اسلامي شریعت کي ديوچا په هکله حکم دهغه دڅرګندونو او عملي کړنلاري له مخي کېږي .

ديوه تږي لپاره دا مهمه نده چي اوبه له چینې خخه راوړل شوي دي ، یاله څاه څخه او که دکارېز يا باران اوبه دي او که دماشین په ذریعه تصفیه شوي دي خو چي صفا وي او دهغه تنده ماته کړي دا ورته ارزښت لري .

ته باور وکړه چي له جمعیت اصلاح او دهغې له کارونو اوفعالیتونو سره هېڅ ډول لېري او یا نژدې تماس اومنسوبیت نلرم

ددې ډلي خدمات ماته او هربې طرفه مسلمان ته دشریعت له نظره قابل تحسین دي نور يې اصول اوفروع څېړل څه ګټه نلري خو کله چي مو دهغوی په ګفتار او کردار کي داسي څه ترسترګو شول چي داسلام له روح سره څرګند ټکرلري بيا به زه اوته اونورلیدونکي داسلام له دیدګاه خخه بله پرېکړه کوو .

ابراهیم علیه السلام داذر په کور کي پالل شوی موسی علیه السلام دفرعون په قصر کي ستر شوی ابولهب او ابوجهل قریش دي په کعبه کي پیداشوی نه خو اصل هماغو ته تاوان اونه همدغو ته ګټه ورسوله .

مخکي لدې چي تاسو يې اصول وڅېړﺉ ښه به داوي چي دهغوی دکړنو اوويناوو انتظار وکړو هغوی که همدا ډول رښتوني اوبرحقه فرهنګي او دعوتي مبارزه چي يوټیوب او دهېواد مرکز او ولايتونه يې غوره شاهدان دی پر مخ بېوله نو زه سل په سلو کي ډاډ درکوم چي هغوی مطرح دي مستقبل يې ان شاء الله تضمین دی او هېڅ ډول هڅي يې مخه نشي ډب کولای .

که تاسو ياکوم نور لوستونکي دهغوی په عملي کارونو او يا څرګندونو داسلامي پوهني له مخي شرعي نېوکي لري راسره شریکي يې کړﺉ اوهم يې اصلاح انلاین ته واستوﺉ ترڅو يې هغوی یاخو اصلاح کړي او يا يې هم ځواب ووايي .

اصول يې په ساده ټکو کي زه درښیم افغانان دي ، مسلمانان دي، دسابقه جهادی تنظیمونو متعهد اوروزل شوي منسوبين اوغړي دي او اوس دجمعیت اصلاح په نظم کي رايوځای شوي او دعوتي برحقه مبارزه ښه په زغرده پرمخ بیایي .

نه خو له بهر څخه راغلي چي زه اوته او دهېواد مسلمان وګړي يې نه پېژني او نه يې کومه نوي دپروتستانت او کاثولیک دعوتي پروژه پرانستبلي ده .

اسلام ديوچا په ظاهر حکم کوي او دزړونو مالک الله تعالی دی وحی منقطع ده ترڅو صادق اومنافق راوپېژني .

نور دي الله تعالی په نېکو هڅو کي برکت واچوه .اوقلم دداسي ليکنوته مسخرشه چي دمسلمانانو په وېښتابه او پیوستون کي رول ولوبوي


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

په فیسبوک کي عادل صاحب ضرور خپله پاڼه خلاصه کړه ترڅو هلته هم ملګري پاته شو نن سبا هلته ډېره ستونزمنه مبارزه روانه ده او ډېر غوره کار ورڅخه اخېستل کېږي مونږبه دي هرکلی وکړو

http://www.facebook.com/?ref=home#!/


pupal
20.06.2011

مکرم قدوسې صاحب سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه
دا چې تاسې تراوسه د جمعیت اصلاح دپټو اوښکاره اهدافو څخه ناخبر یاست او دفاع یې کوئ، زه علت ستاسې لاندې اقتباس شوې جمله بولم:
[quote:45bb7dbeef]ته باور وکړه چي له جمعیت اصلاح او دهغې له کارونو اوفعالیتونو سره هېڅ ډول لېري او یا نژدې تماس اومنسوبیت نلرم [/quote:45bb7dbeef]

هیله ده عادل صیب دې لړۍ ته ادامه ورکړي.
زه دقدوسي صیب برعکس دجمعیت اصلاح او دهغې دفعالیتونو سره هم لیرې او هم په نژدې تماس کې پاتې شوی یم، نو ځکه خو دعادل صیب خبرې تاییدوم او څه به درته دروغ وایم قدوسي صیب! خدای خو مې په زړه عالم دی، کرزی راته د اسلام پرضد دومره تخریبکار نه معلومیږي لکه څومره چې دجمعیت اصلاح تنظیم راته داسلام داصیل فهم دښمن ښکاري.
هو دجمعیت اصلاح ځینې مشران به ښه خلک وي او په زړه کې صفا نیت ولري، او په ښه نیت به دا کارونه کوي، خو هغه مفکوره چې دوی یې دځوان نسل په مغز کې ورپیچکاري کوي ډیـــــــــــــــــره خطرناکه ده او هرڅوک پرې په آسانه پوهیدلې هم نشي.


نوروز خان
20.06.2011

[quote:0b29281d3d]یا نورو ګډونوالو وروڼو که لیدلی او یا یې هم په یاد وي، نو خامخا به دلته شاهدي ووایي تر څو مو په دې اړه سپین زړه راسپین شي[/quote:0b29281d3d]
عادل ورور شاهدي غوښتې زه به یوازې دومره شاهدي ووایم چې دمحمود سعید ورور ایمیل ادرس په لاندې ډول دی
saeed_wardak@yahoo.com
نوبعیده نه ده چې دفیسبوک پیژندپال یې هم وردګی :lol: :lol: وي ، محمود سعید وروره خپه نشي دوردګو دچک دشهادت مدرسه زما معنوي مور یعني دزده کړو زانګو ده نوځکه مې له وردګو سره ګپ خلاص دی


محمود سعيد
20.06.2011

ښه او پر ځای دلیل او کره ثبوت!
مننه عادل صیب او نوروز خان صیب!


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

پوپل صاحب
وعلیکم السلام !

دلته په ټول افغان کي زه ليکني ډېري پدې نکوم چي دلته ځېني کسان يو بل تکتیک کاروي هغه داچي يو يو ورور ګڼ شمېر اکاونټونه لري او دخپلي خبري که بهرني ملاتړ پیدا نکړي پخپله له بله اکاونټه دخپل نظر په تاييد کي داسي څه وليکي چي خصم وځپي .

دعادل صاحب او يا پوپل صاحب ليکنی ته پرون يوه بل ورور متوجه کړم چي تاسو خو دا ليکنه دعادل صاحب دليکني په مقابل کی نده کړی ؟ ماورته ووېل چی زه خو دهغه به ليکنه هېڅ خبر نه يم بیا يې لېنک راته راکړچی کله می دعادل صاحب ليکنه ولوستله بيا می خبله هغه ليکنه چی په فیسبوک کی ليکلي وه دلته له تاسو سره شريکه کړه .

خو بهر حال که پوپل صاحب مستقل شخصیت وي نو زه هغه ته داوايم چي ښه به دا وای چي د ادعاء په ځای دي دجمعیت اصلاح دپټي او يا ښکاره څېرې دوه خطرناک مستند مثالونه یاد کړي وای لیکنه به دي مقنعه او ډاډ پښونکي وه .

مثال دي هم ډېر کمزوری دی ځکه چي کرزی خو نه افغانستان ته خطر دی اونه ګټه هغه صرف يو لوګو دی چي يرغلګر امرېکایان يې کاروي.

اوهغوی چي کله هم وغواړي دالوګو په ډېره اساني سره بدلولای شی او دا رول يو خرکار هم لوبولای شي .

خوجمعيت اصلاح يو فکري او فرهنګي غورځنګ دی که مثبتي کړني ولري لکه چي زه يې انګېرم ټولنه بدلولای شی او که الله تعالی مکړه منفي رول لوبوي نو هم رول يې ډېر اغېزمن دی .


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

[quote:9bf2fc1e4e]خوجمعيت اصلاح يو فکري او فرهنګي غورځنګ دی که مثبتي کړني ولري لکه چي زه يې انګېرم ټولنه بدلولای شی او که الله تعالی مکړه منفي رول لوبوي نو هم رول يې ډېر اغېزمن دی .[/quote:9bf2fc1e4e]

محترم قدوسي صاحب

کومه انګیرنه چې تاسو یې د جمعیت اصلاح له ظاهري بڼې څخه لری، همدا د هر عام او د ملي اسلامي وحدت د ارمانجنو افغانانو هیله او انګیرنه ده.

[quote:9bf2fc1e4e]دجمعیت اصلاح منسوبین او مسؤولین ټول دسابقه جهادي تنظیمونو دحزب اسلامي په شمول مخلص او متعهد افراد دي چي دپاک او سپېځلي احساس له مخي او دنوي نسل دروزلو په موخه په يوه نوي اسلامي نظم کي سره راغونډ شوي او دخپلي ټولني او اسلام په چوپړ کي بوخت دي . [/quote:9bf2fc1e4e]

ستاسو نه مننه چې زما د تسل او قناعت لپاره مو د .... حزب اسلامي .... نوم یاد کړی ..... ایا ستاسو په یاد نه دي چې د تېر جهاد په لومړیو کلونو کې د حزب اسلامي هغه ابتکار چې له مخې یې ځوان نسل ته د هجرت او جهاد په زانګو کې له تنطیمي تعصباتو نه خالي، سوچه ملي اسلامي روزنه ورکول کېده او مفیده نتېجه یې هم د حزب اسلامي پورې مربوطو ټولو تعلیمي مراکزو او مدرسو کې محسوسه وه، د همدې مرکزیانو په لاس ولوټل شو، ځوانان یې تر عین شعار لاندې اغوا او د امرصیب تر اثر لاندې په تعصب ککړ کړل او دا دی نن یې کاروان د لېبرال ډوله عقیدې په لرلو سره د اشغال او نصب کړل شوې دیموکراسی پر مټ د ..... انما نحن مصلحون !!! .... په شعار سره زمونږ په ټولنه کې د نفوذ تر کچې رسولی دی .

د اصلاح د تنظیم په اړه دلته په ټول افغان کې ډېر اوږده او کافي بحثونه شوي، هغه وخت هم، سره لدې چې سکوت راته ګناه ښکارېده، د بل ښاغلي ګډونوال له خوا بحث ته لار هواره شوه...... تاسو یې په لاندې لینک کې کتلای شی:-

http://tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5248&highlight=%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA+%D8%A7%D8%B5%D9%84%D8%A7%D8%AD+%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86&sid=5e4a18ab2d050bfeac850fc71ffa2cd9


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

عادل صاحب په ډېره مېنه درته يوځل بيا
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

والله چي دنه پېژندګلوي په نړۍ کي ډېره مينه درسره لرم خوپدې ليکنو دي خوابدی شوم ځکه چي ديوه مسلمان په صفت مي تعصب درباندي پېرزو ندی .

هغه ليکني خو ډېري اوږدې وې تر ډېره ځايه مي ستاسو دراکړل شوي لېنک ليکني ولوستلې کوم داسي څه مي پکي ونه موندل چي قناعت راکړي اونه په تشو ادعاګانو او بې ثبوته اوتو بوتو باور کولای شم.

يوازينی شی چي مي پدې ټولو ليکنو کي وموند هغه دتعصب بوی وو او نور هېڅ نه دې ليکنو مي نوره هم پدې عقیده ټېنګه کړه چي دجمعیت اصلاح وروڼه دحق دلاري لارویان دي ځکه چي چا يې مخالفت کړی هغوی کوم داسي مستند دليل وړاندي نکړای شو چي يوه بې پرې قضاوت کوونکي ته قناعت ورکړي.

چاچي په جمعيت اضلاح پسي سپک ورک ويلي هغوی ټول لکه چي له لیکنو يې جوته کېږي ديوه ځانګړي مکتب فکر پیروان دي چي له هماغه ځايه يې دکرکي وایرس اخېستی دی او يا خو يو شخص دی چي په بېلابېلو نومونو يې اوږدې ليکني کړي دي ځان يې بشپړ ستومانه کړی دی او زما په ګومان يې خپل نېک عملونه سوځولي دي.

اوداحقیقت هغه چاته څرګندېږي چي کوم سياسي او يا تنظیمي غاړوندی په غاړه کي ونلري اوداټولي ليکني په دقیقه توګه ولولي او بيا قضاوت وکړي .

يوازینی کس چي قضاوت يې بې پرې او علمي وو هغه زمونږ ګران ورور ځوان تکړه او بېباکه عالم وهاج ساپی وو الله تعالی دي يې په علم او پوهنه ټوله ټولنه رڼا کړي . که څه هم په ځېنو ځايونو کي زه له هغه سره دهغه دتند خو پاک احساس له وجهي دنظر توافق نلرم خو په مجموع کي مي الله تعالی ګواه دی چي ډېر خوښ دی او دا ډېر وخت کېږي چي رانه مروردی .

دهغه قضاوت ځکه بې پرې وي چي هغه ځما غوندي کوم سياسي یا تنطیمي مهار په پوزه کي نه پرېږدي .

زه پدې باور يم که مونږ اوتاسي دتعصب له دایرې څخه ووزو او بې پرې دهمدې مسلمانو وروڼو فعاليتونه تر ذره بین لاندي ونيسو که يې ملګرتيا ونکړو بد رد به کله هم ورپسي ونه وايو .

نور دي عادل صاحب په ليکنو اولوستلونه ستومانه کوم او پدې هکله دليکنو لوستل او ځوابول يې دځان اوتاسو لپاره دوخت ضیاع ګڼم البته په هره کچه له همدې وروڼو څخه دفاع کول لا تراوسه هم خپله فریضه ګڼم .

دهېواد په دننه اوبهر کي ځوان کول دېته هڅول خپل ايماني مسؤلیت ګڼم چي ددې په ځای چي په غربي کلبونو کي بنګړي په لاس عبدة الشياطین ورڅخه جوړ شي او دجسم په مختلفو برخو دشيطانانو انځورونه نقش کړي په همدغه پاک اسلامي نظم کي دمنسلک کېدلو توصيه کوم .

البته دا زه هروخت وايم چي له نېمګړتياوو څخه پاک يواځي دالله تعالی ذات دی، بندګان، دهغوی اقوال او اعمال هرو مرو نېمګړتياوي لري خو دنېمګړتياوو درملنه په تعصب نه بلکه په تواصي بالحق والصبر سره کېدای شي .

الله تعالی دي زمونږ ټولو نېمګړتياوي اصلاح کړي .

نوردرمضان مبارکه مياشت په رارسېدو ده راځئ دا نېکمرغه موسم دورورولي او پیوستون ټېنګولو او نېکو کارونو ته وقف کړو او خپل نېک عملونه پدې بې مورده تعصبونو او هغه هم له پاکو او سپېځلو مسلمانو وروڼو سره ضایع نکړو .

اسلام په وحدت او دمسلمانانو په پيوستون سخت ټېنګار کوي او په دې لړ کي ډېر څه وړاندي کولای شم خو په يوه ګوته ټایپنګ کوم دايوحدیث مبارک به ستاسو لوستلو ته وړاندي کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپله وروستۍ خطبه کي مسلمانانو ته داسي وصيت کړی دی :

[color=cyan:c72e0454e9]عن ابن عباس رضي الله عنهما: أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم خطب يومَ النَّحْرِ فقال:

- (يا أيها الناس، أيُّ يومٍ هذا؟
- قالوا: يومٌ حرام
- قال: فأيُّ بلد هذا؟
- قالوا: بلدٌ حرام
- قال: فأيُّ شهر هذا؟
- قالوا: شهر حرام
- قال: (فإنًّ دماءكم وأموالكم وأعراضكم عليكم حرامٌ كَحُرمة يومكم هذا، في بلدكم هذا في شهركم هذا إلى يومِ تَلْقَوْنَ ربّكم ، فأعادها مِراراً، ثم رفع رأسه فقال:
اللهم هل بَلَّغتُ ؟ اللهم هل بَلّغت ؟، فَلْيُبَلِّغ الشاهدُ الغائب. لا ترجعوا بعدي كُفاراً يضربُ بعضكم رقاب بعض رواه البخاري[/color:c72e0454e9]

[color=darkred:c72e0454e9]عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنهما روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دلوی اختر په ورځ مسلمانانو ته پخپله اوږده وينا کي وفرمايل :

اې مسلمانانو داکومه ورځ ده ؟
هغوی په ځواب کي ورته وويل : داهغه ورځ ده چي جګړه کول پکي حرامه ګرزول شوي ده
بيا يې وپوښتل : داکوم ښار یا کلی دی؟
هغوی ورته وويل داهغه ښار دی چي جګړه کول پکي حرامه ګرزول شوي ده.
بيا يې وپوښتل: داکومه مياشت ده؟
هغوی ورته وويل : داهغه مياشت ده چي جګړه کول پکي حرامه ګرزول شوي ده.
بيا يې وفرمايل : بېشکه چي ستاسو ويني، شتمنۍ او عزتونه يو په بل دمرګ ترورځي پوري داسي حرام دي لکه څرنګه چي پدې ورځ او پدې ښارکي په تېره بيا پدې مياشت کي جګړه کول حرامه ګرزول شوي ده
.
اودا وينا يې څوځلي غبرګه کړه او بيآ يې وفرمايل : اوس ديې نوحاضرين غايبینو ته ورسوي، اوس ديې نوحاضرين غايبینو ته ورسوي،اوس ديې نوحاضرين غايبینو ته ورسوي

ګورﺉ ځما له مړيني وروسته کافران مه ګرزﺉ چي يو دبل مرۍ غوڅوﺉ (داحدیث امام بخاري نقل کړی دی) .[/color:c72e0454e9]

اياله دې حدیث نه وروسته به مونږ ته ددې جواز وي چي دسياسي او تنظیمي منسوبيت په اساس پخپلو مسلمانو وروڼو پسي چاړې راواخلو؟

هره ليکنه چي له هغې څخه دنفاق او تعصب بوی راولاړېږي که هغه دمسلمانو ډلو ترمېنځ وي او که دتوکمونو ترمېنځ وي چي اسلام يې نه خوښوي دهغې ړنګول او له مېنځه وړل دهرمسلمان مسؤلیت دی .

زه په فیسبوک کي پخپله پاڼه کي داسي چاته کله هم ځای نه ورکوم چي هغه په طالبانو وروڼو، دحزب اسلامي اودجمعیت اصلاح په وروڼو او يا په معلوم الحاله مسلمانانو او يا داسلامي امت په علماوو پسي او يا په توکمونو پسي ناوړه توري کاروي لیکنه يې ړنګوم او ملګرتيا يې ختموم په دعا کي مو ياد ساتئ په مخه مو ښه السلام عليکم[color=#444444:c72e0454e9][/color:c72e0454e9]


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

محترم قدوسي صاحب

ستاسو خبرې په ما ډېرې ښې لګي، تاسو ته له خدایه توفیق غواړم چې د اصلاح تنظیم په اړه زما د تنګ نظر غوټې راخلاصې کړی.

زما څو پوښتنو ته به عندالله و عندالرسول ځواب وایی؟

ایا اسلامي دعوت د نورو دیني اساساتو لکه عبادات، جهاد، معاملات ..... و غیره په شان ښکاره شرعي اصول او تګلاره لري کنه اصلي غایې ته چې د خدای داحکامو نشر دی، له هرې لارې څخه رسېدل مقصود دي؟

که مشخص اصول او محمدي (صلی الله علیه و سلم) تګلاره لري، نو ایا ویلی شی چې جمعیت اصلاح د کومو شرعي لاسوندونو په فرمایش د اشغال تر شرایطو لاندې افغانستان فرمایشي اساسي قانون ومانه؟

که فرض کړی زه او تاسو د کرزي صاحب اساسي قانون ومنو، نو ایا پر مااو تا لازمه نه ده چې د یاد اساسي قانون مخالفینو، ماتوونکو او نه منونکو ته اخلاقا او عقیدتا یاغي او باغي ووایو؟

که د مصلحت په بنا او ددې لپاره چې د خدای دین ضایع نه شي، او مسلمانان په خطر کې ونه لویژي، ...... دواړه وکړو .... هم اساسي قانون ومنو، هم د یاغي باغي په اړه چوپتیا غوره کړو، او په څنګ ددې ټولو کې مسلمانانو ته ښه ډېر خدمت هم وکړو، نو د اسلامي شریعت په رڼا کې به زمونږ حیثیت څه وي؟

که دعوت چلول د شخصي سلیقې او مصلحت سره سم د هر چا د خپلې خوښې کار وي نو په ولا چې زه به هره ورځ د پېښور یوې نه یوې سینما ته په دې نیت تلم چې د یوه فاسق سېټ اشغال او د راتلو مخه یې ډب کړم :)

کېدای شي د یوې میاشتې په اوږدو کې د ډېرو سینماتلونکو لارې د جومات خوا ته کږې!! (اصلاح!) کړم، خو خبره دا ده چې زه د هغې لحظې نه چې د سینما په سېټ کښېنم، شرعي حیثیت مې د هماغه فاسق دی چې ما یې د ثواب په نیت سیمنا ته مخه ډب کړې ده.

زما په قاصر فکر خو اسلامي دعوت، د اَنفاقو او عُباراتو او پټو او مرموزو لارو چارو څخه بري او سرشاره شفافه، ښکاره او راسخه لار ده چې اسلام زمونږ مخې ته ایښې او د اسلام د ظهور نه تر دې دمه زمونږ د خوږ نبی صلی الله علیه وسلم په نقش قدم سره صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو، علماوو کرامو او اسلامي دعاتو، بې له دې چې د بلاکیفه نتایجو پروا یې وساتي، تګ پرې کړی !!

د عربي مصر فارمولې به کېدای شي، خدای خبر کوم اجتهاد له مخې، د مصري ټولنې د غوښتنو او عقایدو ځوابګوی وي، خو زمونږ مسلمانو افغانانو لپاره داسې نسخه ده چې جانبي عوارض یې تر اوسه هم زمونږ د حال (عقیدې او کلتور) سره له نېکه مرغه او یا د مترقي مدني په اصطلاح متمدنو ټولنو په خیال ساتلو سره، له بده مرغه! ووایم، ډډه نه لګوي.

ستاسو د حوصلې نه ډکې تفصیلي ځوابي او مقنع لیکنې په هیله


أبوخليل قدوسي
20.06.2011

عادل صاحب پوښتني دي اوږد او څېړل شوی ځواب غواړي نن سبا ډېر مصروف يم کورته له سفر څخه په روانېدو يم نو وخت درنه غواړم ماخو خداپاماني درنه اخېستي وه خو پوښتني دي بې ځوابه نشم پرېښودلای خو چي په ځواب مي يې ستومانه کړې بيابه يې هرو مرو منې ان شاء الله


pupal
21.06.2011

عادل صیب دا دمصلحت خبره دې ډیره کره کړې.
دلته هغه د پتنګ صیب خبره رایاده شي، چې دا مصلحت دې په سر ووهم که په پښو؟؟
دا د اصلاحیانو څه رقم مصلحت دی چې د طالبانو په وخت کې یې دمصلحت په خاطر پګړۍ نه په سروله او نه ږیرې پریښودلو ته چمتو وو چې دواړو نبوي سنت هم دي، خو نن همدا اصلاحیان د مصلحت په خاطر ږیري خریلو ته هم تیار دي د امریکایانو د زنې لاندې کارکولو ته هم د مصلحت ترعنوان لاندې غاړه ږدي او هر څه د مصلحت په خاطر کولای شي.
هیله ده قدوسي صیب ځواب راکړي،
ترهغې به زه قدوسي صیب ته نور دلايل چمتو کړم لکه څنګه چې یې رانه غوښتنه هم کړې.


pupal
22.06.2011

یوازینۍ ښیګڼه چې په قدوسي صیب کې زما خوښه ده او زه یې هر وخت د خدایه غواړم ، هغه دا چې قدوسي صیب د مسلمانانو د اتحاد، یووالي، او اتفاق ډیر تږی دی، همدې سپیڅلې تندې نن قدوسي صیب دې ته وادار کړی چې تاسې ګورئ چې په جمعیت اصلاح کې د منفي نقطو اوریدلو او منلو ته هم تیار نه دی.الله تعالی دې وکړي چې د قدوسي صیب په شان مبارکه تنده زمونږ زړونه هم مالامال شي.

خو هره سپیڅلې تنده چې په انسان باندې دومره غالبه شي چې د خړوبولو لپاره د ولاړو او روانو، پاکو او ناپاکو، رڼو او سپینو اوبو توپیر ورته ګران شي، نو هغه تنده خپله سپیڅلتیا د لاسه ورکوي.

په هر حال قدوسي صیب ښه کوي چې جمیعت اصلاح یو رښتونی اصلاحي تنظیم ګڼي، او دا ځکه چې (ظنوا المؤمنين خيرا ما لم ير شره)، نو قدوسي صیب لکه چې خپله وايي چې نوموړي د جمعیت اصلاح سره یې هیڅ تماس نه دی درلودلی نو همدا موقف ورته ښه دی چې باید په اړه یې بد ګومان ونکړي.

خو دلته د قدوسي صیب د خبرو داسې معلوميږي چې نوموړي غواړي چې د جمعیت اصلاح کارمندان او مشران پخپلو خولو اقرار او اعتراف وکړي چې زمونږ ښکاره اهداف دا دي او پټ مو دا دي، نو که داسې وي بیا خو به هیڅکله هغه دلیل چي قدوسي صیب یې غواړي څوک وړاندې نه شي کړای.

البته زه دومره کولای شم چې د خپلو سترګو ځینې لیدلي او کتلي له تاسې سره شریک کړم.

راځم اصلي مطلب ته، خبره نه اوږدم، زه د جمعیت اصلاح په اړه څو سوالونه او څو نیوکې لرم:

۱ـــ اوله دا چې تراوسه پورې ددې تنظیم مالي سرچینې ګونګې او مبهمې دي، او هیڅوک نه پوهیږي چې ددوی مالي مدرک له کومه کیږي. کله چې دا پوښتنه ځواب شوه پاتې نورې پوښتنې ځوابول ډیر اسانه دي. اوس چې د جمعیت اصلاح مالي مصادر زما لپاره ګونګ او نامعلوم دي نو زه یې اهدافو ته هم د شک په سترګه ګورم.

۲ـــ په جمعیت اصلاح باندې بله دا ملاحظه لرم چې دوی مسلح جهاد ته هیڅ قایل نه دي، د مرکزي شوری د اعضاوو څخه نیولي بیرته د همدې شوری تر اعضاوو پورې هیڅوک به داسې پیدا نکړې چي د تورې د جهاد پلوي وي. زه قدوسي صیب ته چلنج ورکوم چې داسې اصلاحي دې پیدا کړي چې هم دی پخپله او هم یې اصلاحیان خپل کس بولی او بیا همدا کس لږ تر لږه د روان مسلح جهاد شفوي طرفداري وکړي.که پیدا یې کړ نو بیا یي زه پړ او قدوسي صیب حق په جانب.

قدوسي صیب د مسلمانانو د یو موټي کیدلو آرزومند دی، خو هرکله چې جمعیت اصلاح د روان جهاد سره د مخالفت په پوله ولاړ دي نو په اوس وخت کې به هغه کوم مشترک ټکی وي چې ما او جمعیت اصلاح وشو کړای ورباندې راټول شو او د قدوسي صیب د زړه آرزو پوره شي؟؟؟ زه خو په اوسني حالت کې د جهاد طرفداري یا مخالفت یوازینی هغه څیز بولم چې دوه مسلمانان سره نږدې کولای او لیرې کولای شي. دوی که لږ ترلږه د روان مقدس جهاد په اړه سکوت اختیار کړی وای بیا هم د قدوسي صیب د آرزو د پوره کیدو چانس زیات وو، اوس خو جمعیت اصلاح ماسره په اساساتو کې اختلاف لري او زما جهاد ته په سپکه سترګه ګوري نو اوس به د قدوسي صیب دا آرزو څنګه پوره شي چې دواړه یو موټی شو؟؟

هغه یو متل دي چې وايي، د کافر.... چې غاپې نه لکۍ خو شخه نیسه. زه د جمعیت اصلاح څخه نه غواړم چې ماسره دې اوږه په اوږه په سنګر کې وجنګیږي، خو علی الاقل دومره د ګیلې حق خو لرم چې ووایم زما د پښو د وهلو هڅه مه کوه، زما په اغزنه لار کې نور اغزي مه شینده، زما پښو ته کاڼي ته مه غورځوه، که زما حمایت نه شې کولای د دښمن ملاتړ خو مې مه کوه، د هغوی ښه خو مه وایه، زما د بدنامولو هڅه خو مه کوه، زما د قربانۍ په اړه خو خلکو ته په زړه کې شکونه مه اچوه، زما د مقاومت په اړه خو په عامه اذهانو کې سوالونه مه راپورته کوه، زما پرضد خو تخریب مه کوه، که د تورې جنګ نه شې کولای داسې خو مه وایه چې اوس د تورې وخت نه دی...
نو اوس دې قدوسي صیب ووایي چې د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق په وړاندې زه خنډ یم او که جمعیت اصلاح؟؟

دا پورتني دوه اساسي ملاحظې مې د جمعیت اصلاح په اړه لرلي. ځینې نورې فرعي نیوکې هم پرې لرم چې په لاندې ډول دي:

۱ـــ دوی په مستقیم ډول د غرب تقلید او پیروۍ ته څوک نه وربلي، خو دداسي طریقې څخه کار اخلي چي ځوان نسل د غرب د مادي کلتور هیښوونکي پرمختګ ته ګوته په غاښ پاتي کړي چي په نتیجه کې ځوانان پخپله د هغوی تقلید او پیروۍ ته مخه کوي. او ددې خبرې په معنی هغه څوک پوهیږي چې لږ ترلږه یې د جمعیت اصلاح په اصلاحي کاروان کې یو کال لګولی وي.

۲ـــ یو بل شی چې ما په جمعیت اصلاح کې ملاحظه کړی هغه دا دی چې دوی د جهادي فکر والا، ښه استعدادلرونکي کس، او د کار سړي د مغز هغه برخه ټکوي چې ورڅخه ددین او هیواد د دفاع جذبه راټوکیږي.دې هدف ته د سیدو لپاره ډیر تکتیکونه کاروي د مثال په توګه داسې کس ته لومړی د هرکلي غیږ پرانیزي، کله چي یې د ځان سره ملګری کړي بیا یې په داخل کي د کونج ته کولو کوښښ شروع کړي او په یو رقم یي په خپل استعداد او وړتیاوو باندي بې باوره کوي او د کمترۍ په احساس یي مبتلا کوي، چي بالآخره هغه پاکه ولوله یې وژل کیږي د کومې څخه چې یې دین او هیواد ته د ګټې رسیدلو تمه کیږي.

۳ـــ هر ګوند، ډله، تنظیم، تحریک یو خاص او ځانګړی فکري سیوری لري، ته باور وکړه چې هر هغه څوک چې ددې ډلې صف ته ورننوځي د زړه نه یې د اشغال کرکه وځي، د کرزي د ادارې سره یې خواخوږي پیدا کیږي، او په ځوانانو کې د بداخلاقۍ هوس زیاتیږي، قدوسي صیب! که غواړې زما د خبرې درواغ او رښتیا معلوم کړې هیله ده ترهغه زما د خبرې تردید ونکړئ ترڅو مو ددوی حلقات د نږدې نه وي لیدلي. ته باور وکړه چې د جمعیت اصلاح په دننه کې په داسې زرګري توګه د افکارو د تغیر زمینه سازي شوې چې که ددوی سره درې ورځې تیرې کړې په څلورمه ورځ به دې ښایسته نجلۍ ته بل رقم زړه تخنیږي، او په ځان کې به د جنسي رغبت پر لور یو مثبت تحول وویني، زه مبالغه نه کوم او نه افراط کوم، د بل چا نه خبر نه یم خو که عادل صیب د جمعیت اصلاح والاوو سره وخت تیر کړي وي هغه ته به معلومه وي چې زما خبره تر کومه صحیح ده او تر کومه غلطه ده.

ددې ځینو شیانو اصلي علتونو پیدا کول ګران کار دی، خو ددې وروستۍ خبرې یو علت چې ما په جمعیت اصلاح کې ملاحظه کړی هغه دا دی چې دوی په اکثرو مکتبونو او پوهنتونو کې د دعوي حلقو په نامه په لسګونو حلقې لري چې د هرې حلقې د اعضاوو شمیر تر لسو زیات نه وي او په هفته کې یو ځل د یو مشر تر اشراف لاندې راټولیږي، نو ددې حلقو جوړښت داسې شوی (دروغ نه وایم پخپله مي لیدلي) چې د هرې حلقې په تشکیل یې یو پیمخی او ښایسته هلک داخل کړای شوی ترڅو د حلقې سره د متباقي ځوانانو دلچسپي او رغبت زیات شي. زما د یو ملګري په قول یې دا پالیسي یې د یهودانو څخه الهام اخلي لکه یهودان چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړولو لپاره د ښځو څخه کار اخلي جمعیت اصلاح د دعوت د ښه سنبالښت په خاطر داسې هلکان استخداموي چې د ځوانانو مدعویینو زړونه پرې څه ناڅه اوبه څښي.اوس به نو قدوسي صیب په داسې ماحول کې ته څنګه خپل دعوي مسئولیت سرته ورسوې؟

قدوسي صیب به بیا وايي چي دا تش افواهات دي دلیل وړاندې کړه، زه به یي په ځواب کي ووایم چي تش افواهات به هغه وخت وو چي ما د یو او بل څخه په نقل قول خبره کوله، اوس خو زه چي څه وایم دا هرڅه مې د همدي تنظیم سره د نږدې او لیري تماس په پایله کي لیدلي او خپل اخذ مې دی او د دي تنظیم د لوړې، منځنۍ، او ټیټې کچې منسوبینو سره د ناستې پاستې محصول او نتیجه ګیري ده نو افواهات په څه شوه؟؟؟.

او بله دا چې د هرې خبرې لپاره دلیل وړاندې کول ډیر مشکل کار دی ځکه چې مقابل جانب هم دومره ساده نه دی چې داسې کار وکړي یا داسې خبره په ښکاره وکړي چې تاته دلیل برابر کړي، خو که څوک لږ ځیرک وي او د هوښیارۍ نه کار واخلي هغه دا هر څه درک کولای شي.

دلته په فورم کې یو وخت چا یوه ټوکه لیکلې وه چي وايي یو سړي په یو دوکان کې د بندي دروازې تر شا د دوکان نه بهر یو چا ته غږ وکړ چي: ای فلانیه څنګه یې؟، هغه سړی ورغی او ورته ویي ویل: څه دې ویل بې وقوفه!، دوکان والا وویل: ولي ما څه ویلي چي داسې غوسه یې؟، هغه وویل: نه پوهیږم خو خوله دې ډیره د نه سړي په شان خوځیدله.

نو قدوسي صیب زه هم نور نه پوهیږم چې د جمعیت اصلاح پټې موخې او اهداف به څه وي خو ما هم چي یې غونډې، سیمنارونه، حلقې، د قیام اللیل مناسبات، د اخترونو لمانځنغونډې، رحلې او شخصي ناستې لیدلي او ددوی خولو ته مې کتلي ډیرې بې خونده ښوري، او هغه تنده ورباندي نه ماتیږي د کومي احساس چې خلکو ته په اصلاح انلاین ډاټ کام کې کیږي.

خو هر ځیرک انسان چې د دوی سره وخت تیر کړي دا درک کولای شي چي ایا ددوی د قول او عمل کرښې په موازي استقامت او د مشترک جهت پر لور روانې دي او که ددواړو په مسیر کې دوه قایمې زاویې تفاوت موجود دی.

دا هغه خبرې دي چې قدوسي صیب به یې پوچ اتهامات بولي خو سم او ناسم به یې هغه چاته ښه ورمعلوم وي چې د جمعیت اصلاح په چوکاټ کې یې د دعوت (؟)مسئولیت سرته رسولای وي او د جمعیت اصلاح په عامو او خاصو غونډو او محافلو کې یې ګډون کړی وي او د هغوی کړنې او فعالیتونه یې د خریدار په سترګه ملاحظه کړي وي.

یو بل مثال:

په ګران افغانستان باندې د امریکايي اشغال اولني کلونه وو او په همدې شپو کې د جمعیت اصلاح ساحوي بخش د قیام اللیل تابیا کړې وه، زما په شان ډیر نور په دې تمه ورغلل چې د افغانستان د ټولنیزې اصلاح او پرمختیا ټولنه به نن د خپلې هغې ادعا چې ګنې دوی په ژبه جهاد کوي، ژوندۍ بیلګه وړاندې کوي، امریکايي مظالم به وغندي، او د خپلو مجاهدینو وروڼو څخه به په ژبه او قلم دفاع وکړي. خو زمونږ هیڅ اټکل سم ونه خوت، د روژې مبارکه میاشت وه د روژه ماتي نه مخکې یې راته د صبر فضایل بیان کړل، بیا مو د کامرو په پرک او پړوک کې روژه ماته کړه، بیا د تراویحو نه وروسته د تقوی په فضایلو یو لیکچر راکول شو، او بیا د خوب وخت شو د لږ خوب نه وروسته قیام اللیل ته راپاڅول شوو، خو کله چې په وترو کې د دعا وخت شو ما ویل اوس خو به خامخا د افغانستان مجاهدینو ته خاصه دعا کیږي، خو ته باور وکړه چې دومره سطحي پرې تیر شو چې د مجاهدینو د فتحې او کامیابۍ موضوع یې بیخي بې اهمیته کړه.

اوس به قدوسي صیب دې ته هم څه بهانه وتراشي خو خبره دومره ساده هم نه ده، دا چې ولې دوی د هیواد په داسې سختو حالاتو کې زمونږ اصلي قضایا دومره سره کوچنۍ کوي او د بې تفاوتۍ په نظر ورته ګوري د لاندې کیسې د لوستلو نه وروسته به ښه واضحه شي:

یوه ورځ د یو ملګري سره په ګډه د پاکستان دولتي تلویزوني چاینل د خبرونو په ننداره بوخت وم، دا هغه وخت وه چې په پاکستان کې د قاضي القضات د ګوښه کولو پر ضد لاریونونو زور اخیستی وو او حکومت په ټول ملک کې د بیړني حالت اعلان هم کړی وو. کله چې د تلویزون په پردې د خبرونو وخت راغی، نو د ټولو خبرونو په سر کې یې اولنی خبر دا نشر کړ، چې په افغانستان کې د خارجي قواوو په کاروان حمله وشوه او دومره شمیر خارجیان پکې ووژل شولتر دې وروسته یې بیا د پاکستان د داخلي اړودوړ په اړه خبر نشر کړ. زما تر څنګ ناست ملګري مې راته وویل دا وګوره څومره غټ حرامیان دي (هغه په همدې الفاظو وویل) چې اول یې د افغانستان په باره کې خبر خپور کړ ترڅو خلکو ته په لاشعور کې دا انطباع ورکړل شي چې د پاکستان په داخل کې خو داسې کومه مهمه پیښه نشته چې په دې وارزي چې د خبرونو په سر کې راوړل شي نو ځکه په افغانستان کې د ناټو پر کاروان د حملې پیښه ترټولو مهمه پیښه ده او د خبرو دسر ځای یې ونیو.نو په دې توګه به یې د ډیرو خلکو په زړونو او ذهنونو کې د حکومت پر ضد تودو احساساتو باندې یخې اوبه تويېکړي وي خو په ځان به هم نه وي پوهیدلی چې داحساساتو د سوړوالي لامل یې څه شی وو؟؟

دا کیسه مې په دې پورې وکړه چې د جمعیت اصلاح ذکر شوې قیام اللیل، غونډې، تهجد پارټي، افطار پارټي، او.... هم نن ورځ افغان ځوان نسل ته همداسې یوه انطباع ورکوي، چې نن ورځ خو په افغانستان کې اشغال کومه مهمه مسئله نه ده، نو ځکه باید د یو مسلمان داعي د اولویتونو په سر کې د کرزي په اداره کې لوی مقام ترلاسه کول ستر اولویت وي!!!!

نو اوس چې څوک د قدوسي صیب په شان جمعیت اصلاح ته په اوچت عنوان قایل وي او د جمعیت اصلاح ګوند د افغانستان د مسلمان ولس د هیلو او ارمانونو مستجیب بولي، او د جمعیت اصلاح مسیر او مصیر د افغانستان د اوسني غمجن حالت څخه د خلاصون یوازینی چانس او فرصت ګڼينو داسې خلک چې د هیواد په روانو سختو شرایطو کې د جمعیت اصلاح دا ډول فعالیتونو ته ګوري چې د افغانانو اصلي قضایاوو ته سطحي نظر کیږي، کورونه مو راورانیږي ودونه مو بمباردیږي ښځې ماشومان سپین ږيري لوی او واړه مو شهیدانیږي، خو د جمعیت اصلاحقصوی غایه د مکاتبو ترمنځ د سیرت مسابقې، په کابل کې د ایف ایم راډیو، د قافلې ژوند او اصلاح په نامه اونیزې، د کرزي په اداره کې لوړو دولتي څوکیو د لاسته راوړلو کوښښ، په روژه کې افطار پارټي او تهجد پارټي جوړول، د ځوان او پیغلې ترمنځ د حلالې نکاح لاره ګودر پیدا کول،او داسې نور ناڅیز کارونه وي، نو پخپله یې د امریکايي اشغال سره د دښمنۍ احساس ذوب کیږي او پر ځای یې د کرزي د مزدورې ادارې د مرستې هیله او ارمان په زړه کې راټوکیږي، ځکه که داسې نه وای او د اشغال سره مبارزه د هر مسلمان افغان او د دعوت علمبردار لومړنی مسئولیت وای، نو بیاولې جمعیت اصلاح وانکشاف اجتماعي افغانستان د خپل کاري لومړیتوب په سر کې ځای نه ورکاوو، چې تر هر چا څخه ددعوت د لارې په لوړو ژورو او کږلیچونو ښه بلد هم دي؟؟

نو قدوسي صیب د جمعیت اصلاح پیژندل ډیر ژور ابعاد لري، دوی هغه اصلاحیان نه دي چې ته یې د اصلاح انلاین په پاڼه کې وینې او یا یې په یوټیوب کې د ویډیوګانو څخه پیژنې، دوی ډیره خطرناکه مبارزه روانه کړې، ځکه خو زه وایم چې د حزبیانو نه جمعیت اصلاح ډیر خطرناک دي ځکه چې حزب قدرت غواړي او هدف یې هرچاته معلوم دی په پټه او ښکاره دواړو د قدرت د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، خو د چا په مغزوینځنه کار نلري، خو که د جمعیت اصلاح داسې مکار سیاست روان کړی چې د شپون صیب خبره د خره به ورته تبه شي، او اکثره ځوانان یې بې لارې کړل.

او همداسې شوې هم ده، قدوسي صیب به خبر وي یا نه، خو ما د ډیرو خلکو نه د جهاد سره د مخالفت دلیل دا اوریدلی چې ولې یې جمعیت اصلاح نه کوي؟

مونږ ډیر ښه ښه استعدادونه درلودل، ډیره تکړه شخصیتونه مو درلودل، د ډیرو ښو مفکورو ځوانان مو درلودل، چې د روان مقاومت سره یو ځای کیدل به یې د اشغالګرو پرضد یو ملا ماتوونکی ګوزار وه، خو همدا جمعیت اصلاح وه چې د مقاومت د لیکو او ددې ځوانانو ترمنځ حایل واقع شوه، نه پخپله دا استعدادونه د اشغالګرو پرضد استعمال کړل او نه یې دې ته پریښودل چې د مقاومت لیکي پرې قوي شي او د جهادي صف په معنوي پیاوړتیا کې ترې کار واخیستل شي.

نو اوس به زه قدوسي صیبته نور په کومو دلایلو قناعت ورکړم، خو حضرت عمر رضي الله عنه ښه ویلي چې خلک په معامله او راکړه ورکړه کې پیژندل کیږي، نو که زما خبرې بیاهم نه مني ښه به دا وي چې قدوسي صیب پخپله ددوی سره معامله وکړي او لږ ترلږه یو کال ورسره تیر کړي بیا به پوه شي چې ګپ از کدام قرار است؟.

د خبرې د اوږدېدلو بخښنه غواړم..........


أبوخليل قدوسي
22.06.2011

پوپل صاحب ډېره اوږده ليکنه مو کړي وه او له ښه احساسه ډکه وه په تعصب بناء يې ځکه نه ګڼم چي ستاسو په ويناوخت مو پکي تېر کړی دی ګیلې اونېوکي به مو هم کېدای شي تر يوه حده په ځای وي زه له همدې ځایه دجمعیت وروڼوته ستاسو دالیکنه Forward کوم هیله من يم چي هغوی به يې په جدي توګه په پام کي ونیسي که ستاسولخوا جوته شوي نېوکي چي دوسله وال مقاومت بې ارزښته ګڼل پکي شامل دی نېمګړتياوي ګڼي او يا بالفرض دهغوی په ظاهر او پټه قول اوعمل کي داتضاد موجود وي لکه چي الله تعالی دمنافقینو په هکله فرمايي :

[color=cyan:aac38e3bff]یقولون بآفواههم مالیس في قلوبهم .[/color:aac38e3bff]

په خولو هغه څه وايي چي په زړونو کي يې نشته .
نوباید توبه وباسي تل به دا حالات نوي یا خو يې باید سمدستي درملنه وکړي او هم په عین وخت کي مونږ ته او دهېواد عامو مسلمانانو ته ډاډېینه ورکړي اوکه يې بابېزه واچوي او هېڅ ځان ورباندي خبر نکړي نو داډول چلند به تريوه حده دمنتقدينو دادعاءاتو اثبات او تصدیق وي .

[color=cyan:aac38e3bff]
فانتظروا اني معکم من المنتظرين .[/color:aac38e3bff][color=#444444:aac38e3bff][/color:aac38e3bff]


pattang
22.06.2011

پوپل صيب ډېرو ښو ريښو ته دې لاس اچولی او بر منډې کړې دې دي په قلم
دبرکت شه ٠ زه خپله داجريان او دا خلک نه پېژنم نو په پټو سترګو پرې تهمت
وهل زما لپاره ګناه لري , خوغربي نړۍ ډېره مکاره ده او مسلمانان په
مسلمانو وهي ٠ جميعت که پورتني خواص ، کوموته چې تاسو اشاره کړې ده
ولري نو د عيسويت د دين تر څنګه لامبو وهي٠
په اسلام کې خو د ځان ساتنه په مادي او معنوي ډول فرض ده ٠
اوس حالات دومره خراب دي چې cia د ملايانو په جامه کې چې هر ګړۍ
به حديث او اياتونه درته اوروي او تېروي جاسوسان لري ٠


عادل عادل
23.06.2011

السلام علیکم

ګران ورور پوپل صاحب، مننه چې باالاخره مو خپل مستقل اند او نیوکې څرګندې کړې، هیله ده چې اوس به تاسو د ښاغلي ورور قدوسي صاحب له شک نه چې عادل عادل به وی، وتلي واست.

له ښاغلي قدوسي صاحب څخه هم د زړه له کومي مننه کوم چې خپله غیرجانبداري یې ثابته او مرکزیانو ته یې په لیک استولو سره خپل مسوولیبت ادا کړ، غواړم ښاغلي قدوسي صاحب ته د دوی د صف یو بل لاروی هم معرفي کړم چې د همایون غفوري په نوم په اروپا کې د مرکزیانو ارشد نماینده دی، ټول افغان ته یې هم یو څه وخت پښې را اوږدې وې، تاسو یې لیکنې ولولی چې خپل متعصب نظریات د اخوان د کتابونو په مقدمو سره څنګه د خلکو په اذهانو کې توجیه کوي،کېدای شي ښاغلی پتنګ ورور یې په صحیح ماناوو سره وپېژني.

محترم قدوسي صاحب، تاسو که په دوهم قدم کې دوی په اروپا کې د مسلمانانو د جوماتونو او اسلامي کړیو له لارې مطالعه کړی نو توبې به وباسی، دوی په نوموړو مرکزونو کې د اعتماد وړ مسلمانانو ته د هغه چا په نمایندګی ځانونه ورپېژني، کوم ته چې دوی په افغانستان د ننه کې غله، وحشي، جاهل، د ښوونځیو او کلینیکونو سوځونکي، پردي او داسې نور وایي !!!! قسم په خدای چې دوی د طالبانو په نوم د خلکو جیبونه وهي، او خپل کاروبار یې پرې روان کړی دی.

ښاغلی پوپل صاحب

تاسو د مرکزیانو سره نږدې پاته شوي یاست، زه ترې ډېر لرې ګرځم، خو ټولو هغو عامو افغانانو ته چې د اصلاح انلاین او اصلاح انځمکه ممبر نه په استفادې سره خپل دیني مسوولیت ادا کوي، د وروڼو په سترګه ګورم، زما د غوڅ مخالفت او نیوکو ځای د نوموړي تنظیم موسسین، د شوری غړي،ارشد اراکین، نمایندګان او له تعصب او نفاق څخه ډک پالیسي جوړونکي دي.

زه د قدوسي صاحب د واقعي اصلاحي لیکنې تاثیر د صفر سره ځکه مساوي ګڼم چې دوی به ورته په ځواب کې خامخا ووایي چې وروره ته څنګه مونږ ته د اصلاح خبرې کوې ..... انا معکم ....... انما نحن مصلحون !!!


أبوخليل قدوسي
23.06.2011

عادل صاحب مونږ ټول تېروزو او نېمګړتياوي هم لرو خو ځېني داسي نېمګړتياوي وي چي که يې فوري درملنه ونشي نو بد عواقب يې ټولني ته متوجه کېږي او ستره غمېزه رامېنځ ته کوي پدې اساس مي دجمعیت اصلاح وروڼو ته چي قلباً لا تراوسه خواخوږي او مېنه ورسره لرم دالیک استولی تاسو، هغوی اولوستونکي يې لوستلای شي .
اواخوان المسلمين يو اصیل نړۍ وال اسلامي غورځنګ دی چي امام حسن البناء شهید يې په ډېر پاک احساس او تقوا خښته اېښي ده .
خو کېدای شي په اوس وخت کي يې ځېني مدعيان منحرف شوي وي دامام ليکني زمونږ په مېنځ کي شته رسایل الامام يې کتلای شۍ تګلاره څرګنده ده هغه نه يوازي مصلح وو بلکه مجاهد وو اونن هم دنړۍ زياتره جهادي ډلي دهغه داصیل خط پیروان دي

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7366
ددې په هیله چي دجمعيت اصلاح وروڼه يې جدي تلقي کړي او هم مونږ اوتاسي ته عملاً ډاډېينه راکړي .


عادل عادل
23.06.2011

السلام علیکم

مشر ورور قدوسي صاحب ستاسو له وروستي نظر سره سل په سلو کې موافق یم، د اخوان المسلمین اصل ته په کتو او بشپړ درناوي، یادونه کوم چې که د مصر د اخوان المسلمین دموسسیسنو رحمهم الله تعالې فکري ډېوې زمونږ د خټې سیدجمال الدین افغاني رحمه الله تعالی روښانه کړې وي، نو ایا مونږ ته به تر کومه ښایي چې د مصري اخوان د ورپېښو شرایطو سره برابر ړانده تقلید ته ادامه ورکړو؟؟

مونږ ولې دومره ضعیف او واړه واوسو چې د اسلامي مکتب نسبت مو بهرنی وي، ایا دا هم یو ډول وابستګي نه ده ؟.

په درنښت او په دې هیله چې زه تاسو ته متعصب نه وم برېښېدلی :)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more