د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډيمـــــــــــــــــــو کراســــــــــــــــــــــــــــــــــــي ده !

لړمون خوړينی
16.07.2004

١ -وه نجلۍ شرم نه لرې چې دښارمنځ کې دې هلک سره لاس په لاس روانه يې ؟
[color=red:e13e653024] په تايې څه ، ډيموکراســــــي ده [/color:e13e653024]
٢-وه دسپينسترګي لورې ! نه شرميږې چې وايې زه دخپل همصنفي سره چکروهم ؟
[color=orange:e13e653024] ولې وشرميږم ، ډيموکراسي ده .[/color:e13e653024]
٣_ بي بي ګلې خورې خپه نشې ، داځان نه دې څه بيزو جوړه کړې ده ، دې شيشکي ويښتانوسره لوڅ سر دکوره وتل ښه کار نه دی.
ولې ؟ خلک وايي چې همدا ډيموکراسي ده کنه .
٤_ وه سينه مړې شې لورې ! دادورور پتلون دې ولې اغوستی ؟
ځه مورې ، ټو ل ښارکې ډيموکراسي ده .
٥_ والکه ځوانيمرګ شې ، دې ويښتانوته دې وګوره لکه دمېښې ښکرونه ، ته خوسواد هم نه لرې ، دپوهنتون په کتابتون کې دنجونو ترڅنګه څه کوې ؟
ډيموکراسي ده .
٦_ وه قاضي صاحب ! دخدای نه نه ويريږې چې رشوت اخلې ؟
څه وکړو ډيموکراسي ده !
٧_ وه سوداګره لږ ګريوان کې دې سرکښته کړه ، ته وې دافغانيو پرځای په کلدارو معامله کوې ؟
ځه وروره ! ډيموکراسي ده .
٨_ ای درواغجنوواکدارانو ! څنګه مو خوله جوړيږي چې خلکوته غوړې غوړې وعدې ورکړئ بيايې نه ترسره کوئ ؟
داخو ډيموکراسي ده کنه !
٩_ ای بيسواده ملا ! پرون خو تاويل چې وسيقي اوريدل حرام دي ، نن دې څنګه دنغمې کيسټې ته ولي خوځيږي ؟
نه يې خبر چې ډيموکراسي ده !
١٠_ ای خړسترګيه ! ترپرونه پورې دې له امريکې سره دجهادپه نامه ټوپک په اوږه وو نن بياڅنګه د همدې انګريزانو سره دسکه ورونو غوندې اوږه په اوږه ګرځې .
ځه مرک شه ډيموکراسي ده

( داتل حصارکي ليکنه ، دمينې مجلې ( ننګرهار ) نه په مننه )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more