اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دودونو لپاره لائحه
أبوخليل قدوسي
12.06.2011
السلام علیکم
وروڼو لاندي لېنک دهغه لایحې پي ډي ایف متن دی چي ما پکي دودونو او کوژدو ځېني نېمګړنياوي اصلاح کړي دي دا لایحه ما دخپل ځان او اولادونو لپاره ليکلي وه بیا مي په کراچۍ کي مېشتو افغانانو ته دهغې څه نسخې ورکړې ځېنو قومونو په قومي سطحه دهغې په رڼا کي داسي پرېکړي وکړې چي دولورونو کچه راټېټه کړي او بې ځایه رواجونه ختم کړي ددې دنشرولو تکل مي ځکه وکړ چي دهېواد په دننه کي هم دا ستونزه ورځ په ورځ لویېږي او دځوانانو ملاوي يې ورماتي کړي او پېغلي په کورونو کي زړېږي دالله تعالی لپاره ددې رنځ دختمولو لپاره په انفرادي او ټولنېزه بڼه ټېنګه مبارزه پیل کړﺉ الله تعالی به مو په هڅو کي برکت واچوي دا لایحه او يا دېته ورته لایحې جوړي کړﺉ او په قومي مشرانو ، سپین ږېرو ، علماوو او دمساجدو په ملا امامانو اوپه هغه چايې ووېشئ څوک چي نټ ته لاس رسی نلري دنټ دا ډول مثبته کارونه زمونږ او ستاسي دنېکیو پانګه زياتوي او په عبادت کي ګڼل کېږي لائحه له لاندي لينك څخه ښکته کولای شئ بارك الله في جهودكم
http://www.nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=3555:2011-06-11-11-07-20&catid=323:pashto-books&Itemid=585
SADEQ MUSALMAN
12.06.2011
قدوسي صاحب ډېره ښه لائحه موجوړه کړي ده.
الله دي اجردرکړي اوموږته دي الله پرې دعمل کولوتوفيق رانصيب کړي.
ډېرتېزنظرمي پرې تېرکړنوربه ورو وروسره پرې غږېږوخويوه خبره لاله اوس نه درسره شريکوم.
هغه داچي تاسوددې لارښودنوپه اخرکي نکاح تړلي اوپکي ويلي مودي چې که خدای مه کړه
چاله دې شرطونوسرغړونه وکړه نوبه ددريمانوله خواټاکل شوي جرمانه په سرسترګومني
او ورکوي به يې.
ايادغه کارشرعي دی؟
اکل مال المسلم بغيرطيب نفسه نه راځي؟
قوله صلّى اللَّه عليه و آله و سلم:« لا يحلّ مال امرئٍ مسلمٍ إلّا عن طيب نفسه»
اوکماقال عليه السلام صلی الله عليه وسلم
أبوخليل قدوسي
12.06.2011
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، قَالَ : فَمَا رَأَى الْمُسْلِمُونَ حَسَنًا ، فَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ حَسَنٌ ، وَمَا رَأَوْا سَيِّئًا ، فَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ سَيِّئٌ " . مسند الامام أحمد بن حنبل وغیره
دا صادق صاحب تعزېري جرمانه وي دفساد دمخنیوي په موخه نه دچا په مال په ناروا خېټه اچول او دذکر شوي حدیث له مخي مسلمانان چي د کوم کار په کولو او یا نه کولو سلاشي شریعت په هغه کومه نېوکه نلري بلکه ښه يې ګڼي .
بله خبره داده صادق صاحب چي زمونږ دليکنو موخه داده چي حق جوته شي اوخير مو ورسېږي او داکار له مونږ څخه دایماني مسؤليت په اساس غوښتونی دی نه داچي خپل علميت جوته کړو الحمد لله په اوسني وخت کي دعلماوو کمی نشته .
پدې اساس سره له معذرته هېله کوم چي ډېري نېوکي مکوه .
عادل عادل
12.06.2011
السلام علیکم
محترم قدوسي صاحب
خدای ج مو اجرونه په نصیب کړه، لایحه مو ډېره مفیده او زمونږ د ټولنې ضرورت دی، زه به یې خامخا خپلو ملګرو ته ورلېژم.
رښتینی
12.06.2011
محترم او دروند ورور قدوسی صاحب الله دي اجرونه
درکړي او الله دي زموږ هیوادوالوته دعمل توفیق پرې
ورکړي بلکل دادومره لوی کا دی چې دډېری ستاینی وړ
او خورا ګټور کار دی
أبوخليل قدوسي
12.06.2011
محترم وروڼه رېښتونی صاحب او عادل عادل صاحب الله تعالی مو درېښتونوالۍ اوعدل ستوري نور هم وځلوه چي همغږي مو راسره څرګنده کړه ډېره مننه خوداکار عملي ګامونه اخېستل غواړي اويوازي ترليکنو پوري باید اېسارنشي داسلامي لارښوونو په رڼا کي ژور هراړخېزبدلون ته زمونږ دفرد اوټولني اشد ضرورت دی له الله تعالی به توفیق غواړو . داانقلاب زمونږ اوستاسو په ګډو هڅو ډېر ژر ممکن دی چي پلی شي اسلامي حکومت نشته اوس دا رسالت زمونږ اوستاسو په غاړه پروت دی کېدای شي که موهڅي مخلصانه وي الله تعالی يې قبولي کړي اودامو دهغه دستري رضا موجب شي تردې به بله ستره نېکمرغي چېرته وي .
SADEQ MUSALMAN
13.06.2011
قدوسي صاحب سلام
بايديادونه وکړم چې مانيوکه نه ده کړي بلکه پوښتنه مي کړي ده.
مطلب مي داوه چې په ښه کارکي رانه بدکارنه وي شوی.
ستاسوله قناعت کونکي ځواب نه مننه.
مسئله حل شوه
په بل ځای کي هم که پوښتنه راولاړه شوه درسره شريکوم يې په ورين تندي به يې راځوابوې.
مننه