نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د الظواهری خوږه خوبونه اوس په حقیقت بدل کیږی!
قادر خان
11.06.2011
ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه،
د القاعدی ډلې نوی مشر ايمن الظواهري، په يوه ويډيويي پيغام کې څرګند شوی او ويلي يې دي، چې امريکا اوس د يوه پاڅيدلي امت سره مخ ده (زما پوښتنه دا دي چې: تر اوسه پوری القاعده خوب وو؟ دا څه معنی لری؟).
د الظواهري له دغه راځ خبرو څخه دا سرګنده شي چې هغه او د ده ډلې (مصریان) د اسامه په وژلو کې پوره لاسونه یو موټی کړي وه!!
سیاست اوقدرت هم ډیر بد شيان دي. خلک د خپل سیاسی اهدافو د رسیدلو لپاره د هرکار په کولوسره چمتو دي.
والسلام،
ستاسو قادر خان
پتوال
11.06.2011
[quote:d3164ceabe]د القاعدی ډلې نوی مشر ايمن الظواهري، په يوه ويډيويي پيغام کې څرګند شوی او ويلي يې دي، چې امريکا اوس د يوه پاڅيدلي امت سره مخ ده [/quote:d3164ceabe]
قدرخان صيب که له مصر تونس نه نيولې بيا تر سوريې ، يمن او آن سعودي پورې د عربو پاڅونونو ته وګورو نو د يوۀ عرب له پاره دا د په بسانده
توګه پاڅېدلی امت دی، خو خبره داده چې الظواهري يې ووايي او که نه، عربي امت خوځېدلی او پاڅېدلی دی، ولې ښايي الظواهري به ځان
د هغوی او هغوی د القاعدې پورې د نښلولو آرمان لري خو دا آرمان يې فعلا له تش يو خيال او خوب څخه زياته معنی نه لري .
داچې
[quote:d3164ceabe]د الظواهري له دغه راځ خبرو څخه (به) دا سرګنده شي چې هغه او د ده ډلې (مصریان) د اسامه په وژلو کې پوره لاسونه یو موټی کړي وه!! [/quote:d3164ceabe]
هم دومره بعيده ښکاري چې له يو تش اټکل سره يې توپير چندان نه معلوميږي .
هو ، که کوټلي دلايل او شواهد يې وړاندې شي بيابه
دغه تش اټکل هم زما په اند د بحث وړ وګرځي .