د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا دا دوه مثالونه سود کې راځي کوم چې زموږ ټولنه کې ذخت ذیات دي؟!!

ahmad bilal
10.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

د سود متعلق یو دوه پوښتنې او یوه دوه مثالونه وړاندې کوم، کوم کې چې دلته
اکثره خلګ اخته دي، آیا د یو شي کار کولو باندې د مخکښې نه ګټه او یا د پیسو
اندازه ټاکل سود کې راځي؟؟؟

دوه مثالونه:

اول آیا که د کوم موټر خاوند خپل موټر کوم ډریور ته ورکړي او د ورځې ورڅخه
۳۰۰ یا څه ټاکلې اندازه پیسې غوښتل وغواړي آیا دا به سود کې راځي؟
ّځکه دلته خو منافع یا پیسې د کار څخه دمخکښې ټاکل شوې!!

دوهم که یو کس بل ته د لس روپیو په بدل کې ۹ ماتې روپې بدل کړي
لکه یوه ګونه ، دوه ګونې، آیا دا د پیسو بدل به هم سود کې راځي؟؟؟؟

مننه

---------------------------------------------
افغانیو کي غیرت دین کا هې یه علاج
ملا کو ان کې کوه و دامن سې نکال دو
علامه اقبال رحمة الله علیه


أبوخليل قدوسي
12.06.2011

احمد بلال صاحب
السلام عليکم
زه که څه هم مفتي نه يم خو څرنګه چي فورم ته راغلی يم اوستا پوښتنه مي ولوستله ځواب يې اسانه وو ځکه مي وغوښتل چي ځواب درکړم .
البته دفورم دعلماوو وروڼو په اجازه
لومړی شکل سود ندی ځکه چي دا اېجار یا په کرایه ورکول دی او اېجار مخکي ټاکل ضروري دی ځکه که مخکي اجرت ونه ټاکل شي معامله حرامېږي .
دوهمه بڼه سود دی ځکه چي جنس يو دی او زياتوالی پکې دی .
والله تعالی أعلم


SADEQ MUSALMAN
12.06.2011

قدوسي صاحب مننه چې په موضوع کي موشرکت وکړ.
تاسو ويلي چې يوموترپه کرايه ورکول سود نه دی.
اورېدلي مي دي چې داډول کرايه سود ده مګردحصې په معلومولوسره بياسودنه راځي.
اعني په خپلوکي سره معلومه کړي چې په زروافغانيوکي به پنځه سوه ستااوپنځه سوه زماوي.
دبېلګي په توګه که يوسړی چاته خپله زمکه ورکړي چې داکره اورېبه خودکال په اخرکي
به يوخروارغنم راکوې.
وايي چې داسود دی ځکه په کال کي دالله تعالی له لوري دآفتونوامکان شته چې له امله يې
دسړي دزمکي محصول ټول له منځه لاړشي، دمثال په دول باران ياږلۍ فصل له منځه وړي
خونوموړی دهقان مجبوردی چې دزمکي خاوندته يوخروارغنم ورکړي.
آياداسود نه دی ؟ ماته يوډول ظلم ښکاري.
دغه رازموټرچې سړی يې موټروان ته دورځي په ۳۰۰ افغانۍ ورکړي اوس که چېرته
په لارکي مشکل پېښ شوجنګ ويادکندهاراوغزني لاره امريکايانودخپل کاروان
دسلامت تېرېدوله پاره بنده کړي وه، نوموټروان اګرکه په کندهارکي حصارشوخوغزني
ته به دموټردخاوندله پاره ۳۰۰ سوه افغانۍ راوړي.
زماپه ګمان داهم يونوعه سود دی، دزمکي مثال يې لکه چې فقهي هم وړاندي کړی دی.
ملانه يم اورېدلي مي دي ځکه پوښتنه کوم.
هيله ده ځواب راکړئ.
مننه


chaparharay
12.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
صادق صیب ملا خو ښه ملا يي او خلک دي هم پیژني چي ملا.. يي خو هسي دي فورم کي شرکت نه کوي هیله کوم چي نور نو باقاعده تاسو او قدوسي صیب او رښتوني صیب دا فورم راټینګ کړۍ پخوا به مؤمن مهاجر صیب هم ډیرښه مسائل بینول او هم به يي ډیرښه په زړه پوري او مقنع ځوابونه ویل خو فکر کوم اوس مهال لږ نااوګار شوي او کارونه يي ډیر دي نو فورم ته بیخي لږ لږ سر ښکاره کوي.
المهم :
زه فکر کوم چي د موټر قیاس به دځمکي نه په اوښ سره ډیر ورته وي نو که یو سړۍ وبل ته اوښ په اجاره ورکړي چي له غزني نه ترکندهاره به بار پري وړي که خپل باريي وي او که د بل په اجاره وړي خو بار به پري وړي نو دي صورت کي بیا اجاره صحیح ده او کنه که دا اوښ اجاره صحیح وي نو د موټر به هم صحیح وي .
دا زما نظر دی نور خو نو مسئله بسیطه هم ده او عمیقه هم ځکه د فقه معاملاتو مسئله ده او په اصطلاح د قاضیانو مسلک دی.
ستاسو چپرهاری


أبوخليل قدوسي
12.06.2011

له چپرهاري صیب څخه په مننه دصادق جان پوښتنه يې ځواب کړه


أبوخليل قدوسي
12.06.2011

يوه ټوکه مي ذهن ته راغله هغه داچي يوڅوک چي چاته کورپه کرايه ورکوي نو په نن سبا حالاتو او ړندو بمباريو کي ددې زيات امکان وي چي ناټو هغه بمبار کړي نه يوازي کور وران کړي بلکه اوسېدونکي يې هم ټول په شهادت رسوي ددې ډول ایجار او دکرونو دي په کرايه ورکولو به څه حکم وي ؟

زه کوشش کوم چي تل له مناظرې ډډه وکړم ځکه مي پدې موضوع کي دا وروستۍ ليکنه ده .


SADEQ MUSALMAN
12.06.2011

قدوسي صيب چرته لاړې وخت لاشته زه نه يم پوه شوی.
په تاسوملاصاحبانولازمه ده چې موږته لار راوښياست موږخوړانده چرګان يو.
دکوراوموټراودوکان ډېرتوپيرسره وينم.
زه وايم چې که موترپه دې شرط چاته ورکړل شي چې که دي زرافغانۍ پرې وګټلې نوپنځه
سوه يې ستااوپنځه سوه زمانوبياصحيح ده اوداچې خامخاپه هرحالت کي که تايوه افغانۍ
هم نه وي ګټلي ماته به ۳۰۰ راکوي ګمان کوم ښه به نه وي.
نن مي داموضوع له يبل ملګري سره هم شريکه کړه خوهغه ويل چې يوکتاب چې يوپاکستاني
ملاليکلی دی راسره شته زه به يې وګورم هغه وايي يوعجيب صورت ورته جوړکړی او
ويلي يې دي چې دارواده.
خوستاځواب ترچپرهاري ډېراړين دی ځې به نه پوهوې به مي.
اوچپرهاری صيب ژوندی اوسې په اوښ خويې باريووړمالک ته به څوافغانۍ ورکوي
حصه يې معلومه ده اوکه ۳۰۰ افغانۍ لازمي دي؟
بايديادونه وکړم چې ملانه يم البته ملاين مي خوښ دي
پرزياته بياچپرهاری :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more