نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
القاعدې یو ځل بیا ملا محمد عمر ته بیعت ورکړه!؟!
لاونګ
09.06.2011
د القاعده شبکې دوهم مشر ایمن الظواهري په یوه تازه ویدیويي پیغام کې چې د اسامه بن لادن د ستاینه په علت خپوړه شوې، ځان داسې ښکاره کړ چې د القاعدې مشرۍ ته سنبالول کړي.
بن لادن د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په پوځي ښار ایبټ اباد کې په یوه ډېر خوندي استوګنځي کې د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري ووژل شو.
ایمن الظواهري په خپل ویدیويي پیغام کې د پاکستان له خلکو غوښتي دي چې د خپلو مشرانو پرضد لکه دې مصر، تونس، لیبیا، یمن، او د سوریه په رنګ پاڅون وکړي .
په دې پیغام کې ایمن الظواهري ملا محمد عمر ته یو ځل بیا د القاعدې ډلې له خوا بیعت ورکړل شوه. خو الله پاک دې وکړي چې ملا محمد عمر دا بیعت ونه منی، آمین!
ځکه چې که د دوی بیعت یو ځل بیا ومني نو افغانستان به عربان بخي تباه تباه کړي.
ملا عمر ډلې ته دا یوه لار ده چې د القاعدې نه ځان جلا کړي. ملا محمد عمر په وار وار ویلي چې دۍ او دې ده ډله یوازې د افغانستان دې ازادولو په غم کې ډوب دي....نو اوس به وګورو چې طالبان او ملا عمر په حقیقت کې زمونږ د وطن او وطندارانو په غم کې دي او که نه!