د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دینی پوښتنه

حلیم
09.06.2011

له سلام وروسته
کچیری یو کس د ملا امام سره په دریم رکعت کی یو ځای شی، او د جماعت له تکمیل وروسته مسبوق د خپل پاتی لمانځه لپاره پورته شی او خپل لمونځ ته ادامه ورکړی، که پدی وخت کی یو بل سړی راشی او په همدی مسبوق پسی د جماعت نیت وتړی، آیا دغه جماعت (د لمړنی مسبوق په امامت سره جماعت) په حنفی مذهب کی صحیح او روا دی کنه؟

شافعی مذهب پیروان خو یی روا بولی.

مننه


أبوخليل قدوسي
09.06.2011

فتوا لاندي ده او همدا داحنافو مذهب دی چي دمقتدي امامت دبل چا لپاره نه صحيح کېږي


رښتینی
09.06.2011

.
حنفیه اومالکیه په مسبوق پسی اقتدا صحیح نه بولی خوپه دې دواړو مذاهبو
کې دومره فرق شته چې دمالکیه و په نزدکه مسبوق یواځې تشهد نېولی وې اونور رکعتونه ورته پاتې وې بیا اقتدا ورپسې صحیح کیږی او دوی په استدلال کې وایې :

1- بقوله صلى الله عليه وسلم : ( إِنَّمَا جُعِلَ الْإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ فَلَا تَخْتَلِفُوا عَلَيْهِ...) (4) فالمأموم تابع للإمام غير متبوع، ولو قلنا: إن المأموم يصير إماماً، فإن هذا لا يتحقق بوصف الحديث؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم جعل الصلاة بين المأموم والإمام، والقسمة لا تقتضي التشريك، فدل على أن المأموم لا يكون إماماً ومؤموماً في وقت واحد.

2- وبقوله صلى الله عليه وسلم :( الإمام ضامن والمؤذن مؤتمن )(5) فالمأموم يترك قراءة الفاتحة والقيام عند إدراكه الركوع مع الإمام فيتحملها عنه الإمام , فإذا كان هذا حال المسبوق فكيف بمن ائتم به.

2-فتح القدير:277/1, البحر الرائق (1 / 383)
3- الشرح الكبير للدردير (1 / 327), مواهب الجليل للحطاب(4 / 489)
4- رواه البخاري (1 / 253)(689), ومسلم (1 / 309)(414) من حديث أبي هريرة.
5-رواه أبو داود(517), والترمذي (207) من حديث أبي هريرة , وصححه الألباني.


عابد
28.07.2011

السلام علیکم و رحمةالله و برکاته
د لوی الله څخه ستاسو لپاره ښه،سوکاله او د خوښیو ‌ډک ژوند غواړم. محترم استاد، ځما پوښتنه ده چه غواړم چه هغی ته د قران او سنت په رڼا کښی ځواب ووایاست .
پوښتنه: داسلام د نظره څوک د امامت حق لرونکی دی؟ آیا داسی یو کس چه په سپورت کلب کښی د ښځو سره یو ځای تریننګ او په حوض کښی ګډ لامبی، او سونا ته بربنډ ور ننوځی کولای شی د اسلامی مرکز امام یا مسوول وی؟
که یو کس د لمونځ په صحت او فساد نه پوهیږی هغه پسی د لمونځ کول څه حکم لری؟ که معلومات راکړی خوشاله به شم. حاجی ز.ی. د اوسلو څخه
الحمد لله والصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و صحبه و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. اما بعد!
ګران ورور حاجی صاحب! السلام علیکم و رحمةالله و برکاته:
د اسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د امامت وړهغه کس بللی دی چه تر ټولو زیات په قرآن او حدیث ماهر او عالم وی، تقوی ولری او د حراموڅخه ځان وساتی. او کوم شخص چه د لمونځ په صحت او فساد نه پوهیږی د امامت وړ ندی.
دوهمه خبره دا ده چه داسلام ښایسته دین خپل پیروان د تل لپاره پاکئ، حیا، او اوچتو اخلاقو ته رابلې، او د زذیله اخلاقو څخه یی منع کوی، کوم چه عقلا او نقلاً د انسان دنیا او آخرت لپاره زیانمن واقع کیږی.
رسول اکرم محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم فرمایلی دی، کله چه په تا کښی حیا نشته ،وکړه هغه څه چه ستا زړه یی غواړی. الحدیث
رواه البُخَارِيّ فِي صَحِيحه بشرحه فتح الْبَارِي/ كتاب أَحَادِيث الْأَنْبِيَاء/ بَاب 54 حَدِيث 3483، ج ۶ ص ۵۱
همدا رازنبی صلی الله علیه وسلم مونږ او تاسی د یو بل د عورت ( مخصوصو اندامونو) د لیدلو څخه منع کړی یو. دا د حیا او انسانیت نه لری خبره ده چه په بربنډ ډول یو بل ته ګوری. بله دا چه
په سونا ( د بخار خونه ) کښی سړی مطلق بربنډ وی، او که دی بربنډ هم نه وی نو هغه نور چه هلته پرته د کالیو راځی ،هغوی سره به چه کوې؟ آیا دا ملا او مصطلح امام وړوند دی؟
آیا د الله او رسول حکم ته متوجه ندی؟ او که هلته کوم بل امامت لری؟ داسی اشخاص د دالله څخه وویریږی، او داسی ځایونو ته د نه ورځی چی پای یی د ایمان د زوال سبب دی.
پدی اساس په صراحت سره ویلی شو چه دغه ډول عمل د بی حیا خلکو کار دی او هر مسلمان باندی لازم دی چه دداسی غیر اسلامی عمل څخه ځان وساتی.
دوهمه خبره چه د نامحرمو انجونو او ښځو سره په ګرمو اوبو ( بوبله باده ) کښی ناسته او لمبل د مسلمان شان ندی. او دا په حکم د زنا کښی داخل ده. او دداسی کارونو ترسره کوونکی غټ مفسد او فاسق شمیرل کیږی، امامت خو یی لا پریده ، داسی په نامه مسلمان سره په صف کښی اودریدل هم منع دی. ځکه چه یو سړی د الله او رسول د حکم څخه ښکاره سرغړونه کوی هغه نه لری والی پکار دی. هسی نه چی د هغه د سپیره توب له وجی په تاسو عذاب رانشی. دقیامت د علایمو څخه یوه داده چه کاربه نااهلو ته وروسپارل شی. امامت یوه مهمه ا اساسی دنده ده، دی لپاره مومن، متدین ، با تقوی او دینی عالم پکار دی، نه داسی مفسد چه هغه د پردو ښخو سره ګډ لمبیړی. العیاذ بالله،
د شریعت حکم دا دی چه علی الفوردا کس د امامت نه لری او په ځای یی ښه مومن او متدین کس را پیدا کړی، او که د اوس لپاره داسی مناسب شخص موجود نه وی، په دی صورت کښی دی یو بل ورور جماعت ته مخکښی شی . داسی مفسد پسی مونځ مکوی. والسلام علیکم و رحمةالله و برکاته


-
28.07.2011

عابده ما چې څومره وفهموله پوښتنه او ځواب دواړه یو کس لیکلي. همداسې نه ده؟

لومړی خو سوال ډیر ګونګ دی، او هغه سوال ته ورته دی کوم چې څو ورځې مخکې په اسلامي غورځنګونو فورم کې یو کس کړی وه او د جهاد په وخت کې یې د قرآن په منځ کې د مخدره موادو د تیرولو حکم پوښتلی وه!!

دا پوښتنه دې هم ډیره خوره وره ده.
[quote:790f15a6ae]داسلام د نظره څوک د امامت حق لرونکی دی؟[/quote:790f15a6ae]
ددې څخه معلوميږي چې ته د امامت کبری په هکله پوښتنه کوې یعنې د مسلمانانو د امیر صفات دې مراد دي.

[quote:790f15a6ae]آیا داسی یو کس چه په سپورت کلب کښی د ښځو سره یو ځای تریننګ او په حوض کښی ګډ لامبی، او سونا ته بربنډ ور ننوځی کولای شی د اسلامی مرکز امام یا مسوول وی؟[/quote:790f15a6ae]
خو ددې پورتنۍ پوښتنې نه دې بیا داسې فهمیږي چې د یو اسلامي تدریسي او ښوونیز مرکز د مشر یا مسئول په اړه پوښتنه کوې.

[quote:790f15a6ae]که یو کس د لمونځ په صحت او فساد نه پوهیږی هغه پسی د لمونځ کول څه حکم لری؟[/quote:790f15a6ae]
او بیا ددې وروستۍ خبرې څخه دې داسې معلومیږي چې ستا پوښتنه د لمانځه د امام په هکله ده.

خو که ځواب ته راشو، نو زه نه پوهیږم چې آیا دا پوښتنه رښتیا هم کوم عالم ځوابه کړې او که د عالم په نامه یې بل چا ځواب ویلی؟؟؟

زه چې څومره فکر کوم پوښتنه په ډیر مهارت ترسره شوې، یوه موضوع یې په بله کې ننویستلې او بله په بله کې، او په ډیر مداریتوب یې ترتیب کړې. او ځواب یې هم د یو خاص هدف لپاره په داسې انداز ویل شوی چې غواړي لوستونکی د احساساتو په ټیل کې خپل منزل مقصود ته ورسوي.

عابده زه په لنډه توګه ستا په پوښتنې او ځواب خپل نظر داسې څرګندوم:

که د ځواب که هره جمله بیله بیله راواخلو او جدا جدا یې وګورو نو ډیرې ښې خبرې دي او زه پکې کوم اشکال نه وینم، خو دا چې ټولې رایوځای شي او بیا د پورتنۍ پوښتنې د ځواب په ځای کې قرار ونیسي نو اصلي مسیر یې کاملا تغیر خوري.

پرته له شکه چې اسلام مونږ ته د داسې عالي اخلاقو او حمیده صفاتو د خپلولو امر کوي چې د نړۍ هیڅ دین، مذهب، قوم، او ولس یې ورسره سیالي نه شي کولی. خو دا چې ځینې مسلمانان دغه اوچت اخلاق نه مراعتوي د اسلام قصور نه دی. په نړۍ کې پرته د پیغمبرانو علیهم السلام څخه بل هیڅ انسان معصوم نه دی، هر انسان د ګناهونو سره مخ کیږي، خو خوشبخته هغه څوک دی چې د ګناه وروسته الله تعالی ته توبه وباسي او په کړې ګناه پښیمان شي. الله تعالی په یو قدسي حدیث کې فرمايي: (که تاسو ګناهونه نه کولی نو ما به یو بل داسې نسل پیدا کړی وی چې ګناهونه یې کول او زما څخه به یې استغفار غوښت او مابه ورته بښنه کوله).

دا چې تا په ځواب کې ددې ناکامه هڅه کړې چې د لمانځه د امامت لپاره د ګناهونو معصومیت شرط وګڼې، نه پوهیږم اصلي هدف دې څه دی؟؟

آیا غواړې مسلمانان په خپلو د مساجدو په امامانو شکمن کړې؟؟؟

او که غواړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک حدیث په اړه شکوک او پوښتنې راولاړې کړې چې فرمايي: (صلوا خلف كل بر وفاجر) د هر مسلمان پسې صالح وي او که فاجر وي لمونځ وکړئ.؟؟؟؟؟

او که بل څه هدف لرې؟؟؟

خو زه درته دومره ویلی شم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا چې (صلوا خلف کل بر وفاجر) د ډیرو لویو لویو حکمتونو څخه ډکه ده چې ان شاء الله بل ځل به یې درته بیانوم. خو لومړی ستا غبرګون ته سترګې په لار یم.

او د فورم د ګرانو وروڼو د توجه په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more