نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د محروم ضحاک مړینه د امریکا مرکزي ادارهّ غندي
noorzaiJahani
08.06.2011
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي اداره د محروم جواد ضحاک مړینه د محروم د کورني غړي او د هغه تول ملګړو ته خپل په وار سره د تسلیت مراتب وړاندي کوي. محروم مخکي له دي چی د هیواد له دښمنانو لخوا په شهادت ورسیږي د بامیان ولایت د ولایتي شورا غړي او د هغه شورا د ریس په توګه ډنده ترسره کول. محروم خپل دخدمت په موده کي د نیک او زحمت کش شخصیت په څیر پیژندل شوي وو. بامیان چي یو د هغه ولایاتو څخه دي کوم چی د کورني جګري او په ځانګریتوب د طالبانو د استبدادي ریژیم په موده کي تر تولو زیاتره ویجار شوي، د محروم ناستومانیدونکي هلي ځلي د بامیان ولایت د بیارغوني په چارو کي د هغه تر تولو نه ایرونکي اثر دی. دهغه نه شتون د افغان ملت لپاره یوه لویه ضایعه ده. قدرمنو لوستونکو د تآسف سره چی باید و وايم په تیر دوه وني کي محروم ضحاک یوازني ملي او قومي چهره نه و چي د ترهګړو لخوا وژل شوي وي، بلګه طالبانو په تیر دوه وني کي یوازي د کندهار ولایت دولس تنه مخور قومي مشران وژلي او بیایی په دیره بي شرمي سره په رسنیو کي خپل د جنایاتو څخه یادونه کړي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/06/110602_as_zabul_local_elders.shtm
طالبان او د هغوي مشران تل د دي لاف او بات وي چی هغوي دولس ساتونکي دي، خو بیا په دیر فخر سره د افغان ملت مشران او مخور سپین ژیري وژني او بیا ورڅخه په دیر غرور سره یاده ونه کوي. قدرمنو ایا په یاد مو نه دي چی د طالبانو مشر څه وړاندي مخکي خپل په اعلامیه کي ویلي وو چي پس له دي طالبان کله چی یو شخص وژني سر ورڅخه نه پري کوي؟ په داسي حال کي چی محروم ضحاک په دیر وحشیانه ډول د طالبانو لخوا سر ورڅخه خوڅ شوي دی. د امریکا مرکزي ادارهّ د طالبانو دا وحشي عمل په کلکه غنډي او افغان ملت ته ژمنه ورکوي چي د افغان حکومت سره تر هغه پوری په ګډه کار وکړی ترسو د دا ډول وحشي اعمالو مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.
اړم
08.06.2011
ړنګه شوه
عادل عادل
09.06.2011
السلام علیکم
نورزی جهانی صاحب له کومه وخته چې زه ستاسو لیکنې لولم، نو هسې راته کوم خدای وهلی بچه خاله ښکارېژې، هسې دا د سنټرل کومانډ نوم مه بدوه، او مه هم د خلکو سترګې پرې توروه.
تاسو په خپلو څرګندونو کې په وار وار ویلي چې طالبان په افغانستان کې د سرطان حیثیت لري او باید چې ورک شي، نو که دا د سنټرل کومانډ پالیسي وي، نو بیا ستاسو استاد رباني یې د سولې په نوم د کومې شوری مشر کړی دی؟؟ ایا تاسو په رښتیا د سنټرل کومانډ پالیسی تعقیبوی او که د هغوی له نامه څخه ناوړه استفاده کوی؟ په حقیقت کې ستاسو بې مسوولیته لیکنې د سنټرل کومانډ په خاورو کې لوېدلی اعتبار ته نور هم زیان اړوي.
ستاسو خبرې به کېدای شي یو وخت د سنټرل کومانډ هیله وه، خو اوس یې له وسه وتلې، داخبرې د هغوی نه بلکه ستا د مربیانو لکه ډبل داوود، ډبل عبدالله، مولانا سیدخیلي،او پېرړ فهیم او نورو لنډغرو خبرې دي چې تر پوزو په تعصب او کینه کې ډوب دي، او ان شاالله چې په خپله کینه کې به مري.
په دې فورمونو کې ښاغلی شهیر، ښاغلی شکور، ښاغلی لطف الله هم د تاسو د ډول توپونه ولي، خو یوه یې هم تر اوسه له تخرګه د سنټرل کومانډ شناختي پاس نه دی ښکاره کړی، نو احتمال لري چې د دوی خبرې د چا په ذهن کې کار وکړي، خو ستاسو شیرخورې پښتو خبرې په والله که په هیچا هم ومنې :)
larghonay laraway
11.06.2011
السلام عليکم!
ضحاک او په کندهار کې قومي مشران طالبانو نه دي وژلي!
دا ټولې وژنې د شمالي ټلوالې له خوا ترسره کېږي. پښتانه مشران د ستمي عقيدې او فکر له مخې وژني او هزاره ضحاک يې ځکه وواژه چې په دې وخت کې د دوی مشر جنرال داود وژل شوی ؤ او دوی هيڅکله هم د خپلو لنډغرانو وژنه نه غواړي او نه يې زغمي. په همدې خاطر دوی غواړي چې هزاره ګان هم د خپلو سياسي غوښتنو لپاره ولوبوي.