نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو مشران له شمالي وزيرستان نه ځانونه وباسي
لاونګ
07.06.2011
په شمالي وزيرستان كې د امريكا او پاكستان د ګډو پوځي عملياتو د پيل كېدو له وېرې، د طالبانو او القاعدې مشران له دې سيمې نه ځانونه وباسي.
دغه وېره په جنوبي وزيرستان كې د القاعده شبكې د عملياتي قوماندان الياس كشميري تر مرګ وروسته ډېره شوې ده.
كشميرى له شمالي وزيرستان نه خيبر ايجنسۍ او بيا له هغه ځايه د ځان خوندي كولو په خاطر د جنوبي وزيرستان مركز ته څېرمه تللى و، چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې هدف وګرځېد.
په شمالي وزيرستان كې د الياس كشميري مركز او ځاى په خطر كې و، ځكه د پاكستاني ځواكونو د پوځي عملياتو لومړنۍ قرباني به دى و.
كارپوهان وايي، د اسامه بن لادن او الياس كشميري تر وژل كېدو وروسته د وسله والو جنګياليو د مشرانو په منځ كې وېره خوره شوې او له سيمې نه د ځانونو د اېستلو په لټه كې دي. همدا اوس د پاكستاني طالبانو د ويندويانو او مشرانو ټليفون شمېرې كار نه كوي او له رسنيو سره په نورو نومونو كسان اړيكي ټينګوي.