اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مرګ نیټه!
محمود سعيد
06.06.2011
په یمن کې یو کس د سلیمان علیه سلام تر څنګ ناست وو، ملک الموت راغئ او دې کس ته ېې په ځیر ځیر وکتل...سړی وویرید او د ملک الموت له تګ وروسته ېې له سلیمان علیه سلام څخه وغوښتل تر څو دی د باد په مټو هندوستان ته ورسوي ځکه چې ښايي دلته ېې ملک الموت د الله په امر روح واخلي.
سلیمان علیه سلام هم باد ته امر وکړ او دا کس ېې په څو شیبو کې هند ته ورساوه. لږ ګړۍ ورسته ېې ملک الموت مخ ته ودرید...سړی هک پک شو او وېې پوښتل چې اوس خو ښايي زما روح واخلې خو لومړی دا پوښتم چې ولې د په یمن کې ماته په ځیر ځیر او حیرانتیا وکتل؟
ملک الموت ځواب ورکړ: ماته الله پاک امر کړی وو چې ستا روح په هندوستان کې واخلم خو کله مې چې ته په هماغه شیبو کې په یمن کې ولیدې نو حیران شوم چې څه ډول به ستا روح په هندوستان کې اخلم.
پایله: له مرګه هیڅ کله خلاصون نشته. ځکه نور باید ویره هم ترې ونشي او تل باید سړی ورته تیار وي. اوس نو له هغو ویریدونکو څخه چې د مرګ له ویرې ېې له خولې د حق آواز نشي ایستلای هیله کوم چې نور دا ډول چوپ پاته نشي او حق ته حق ووايي.
chaparharay
07.06.2011
السلام علیکم
محمودسعید صیب دا پورتنۍ لیکنه هم ستاسو دلنډي کیسي په شان فرضي کیسه ده او په سلیمان علیه السلام مو ورتپلي ؟او که کوم یهودي نه مو اوریدلي اعني اسرائیلیات دي؟
او یا هم کوم شرعي دلیل لري ؟ که شرعي دلیل موجود وي نو بیا يي لطفا ولیکه ځکه دا یوه عقیدوي خبره ده نو بي دلیله به يي څوک درسره ونه مني مهرباني وکړه اوشرعي نص پیش کړه.
ستاسو دقوي شرعي دلیل دپیش کیدو په هیله!
ستاسو چپرهاری
نړیوال
08.06.2011
محمود سعید وروره. اوس داسې وخت راغلی چې څوک د سر له ویرې خپل کور او کلی نشي لیدلای حق ویل به ېې د سر په بیه سل په سلو کې تمام شي
محمود سعيد
08.06.2011
چپرهاری صیب علیکم سلام!
دا کیسه شانته لیکنه مې په ماشومتوب کې د اسماالحسنی کتاب په وروستیو پاڼو کې لوستلې وه او تر اوسه مې په فکر کې پاته وه. که چیرې ېې څرنګوالی له اسلامي بنسټونو سره په ټکر کې وي نو هیله ده ماته ېې په ګوته کړی تر څو ېې بل ډول ولیکم او یا ېې بیخي پاکه کړم.
هیله ده لارښوونه وکړئ.
chaparharay
08.06.2011
وعلیکم السلام
محترم ورور محمود سعید صیب د مرګ نه خلاصون نشته یوه پرځاي خبره ده خو
د ملک الموت باره کي داسي الله فرماي اعوذبالله من الشیطان الرجیم اذاجاءاجلهم لایستقدمون ساعة ولایستأخرون کله چي دمرګ نیټه راشي نو یوه لحظه هم نه مخکي کیږي او نه روسته کیږي.
نو بیا ملک الموت ورته یمن کي راځي او بیا سلیمان علیه السلام يي د ملک الموت نه هند ته تختوي هسي یوه فرضي کیسه ده چي کوم جاهل به لیکلي وي او دا قسم ډیري د ځان نه جوړي شوي کیسي شته چي کوم قوي او صحیح مأخذ نه لري نودي ته بیا په شرعه کي علماء اسرائلیات واي نو دي اسرائلیاتو نه ځان ساتل پکار دي او چي تاسو اسماءالحسني نومي کتاب کي لیدلي دي نو د دي کتاب چاپونکي کوم جاهل به لیکلي وي او بیا دا خو داسماءالحسني پوري اړوند هم ندی نو څه شي ته يي پدي کتاب کي راوړ خو بس هسي به يي خپل کتاب پري غټ کړي وي خو المهم دا خبره صحیح ده چي د مرګ نه خلاصون نشته خو دا کیسه دروغ ده نو اوس دروغ په شرع کي څه حیثیت لري پدي خو به پوهیږي ان شاءالله.
ستاسو چپرهاری
أبوخليل قدوسي
08.06.2011
محمود سعيد ورور چي کومه قصه ذکر کړي ده لکه چي له قصې جوته ده په ښه نيت او دعبرت لپاره يې ليکلي ده الله دې په نيت اجر ورکړي خودا قصه دهغه له ځانه جوړه شوي نه ده بلکه داقصه علماوو هم پخپلو کتابونو کي رانقل کړي ده البته يوڅه توپېر ورسره لري چي کتابونو پکي داندي ذکر کړي چي سليمان عليه السلام ته په يمن کي اسړی راغی بلکه هغوی ليکي چي دا سپين ږېری دسليمان عليه السلام دپلار داودعليه السلام مشاور پاتي شوی وو کله چي دداود عليه السلام له وفاته وروسته دواک چاري سليمان عليه السلام سمبال کړې همدا سپين ږېری يې خپل مشاور او يا وزېر وټاکه اوملک الموت دالله تعالی لخوا مکلف وو چي هره ورځ دسليمان عليه السلام حال احوال وپوښتي يوه ورځ دسهار په مهال ملک الموت پداسي وخت کي دسليمان عليه السلام په خدمت کي حاضر شو چي دې سپين ږېري دهغه تخت ته ډډه لګولي وه او .........
داقصه لاندي علماوو رحمهم الله پخپلو کتابونو کي ذکر کړي ده
الإمام أحمد رحمه الله پخپل کتاب (كتاب الزهد)
ابن أبي شيبة پخپل کتاب (المصنف)
أبو الشيخ الأصفهاني پخپل کتاب (العظمة) كي
ابن عساكر رحمه الله پخپل کتاب (تاريخ دمشق) کي
الحافظ ضياء الدين المقدسي رحمه الله پخپل کتاب ( المنتقى من المرويات )
الإمام السيوطي رحمه الله پخپل کتاب (الحبائك في أخبار الملائك) کي
اومعاصرو علماوو پخپلو تقريرونو کي هم بيان کړي ده که يې له شرعي نصوصو سره ټکر درلودای نو نه خو به پخوانيو نقل کړي وای اونه خو به دشيخ عبد الحميد کشک رحمه الله او الشيخ أبواسحاق الحويني غوندي مشهورو علماوو ياده کړي وای اودهغو اسرائلياتو په رانقلولو کي کوم حرج نشته چي زمونږ دشريعت له نصوصو سره ټکر نه وي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
[color=cyan:da9aae88bc][size=24:da9aae88bc]حدِّثُوا عن بني إسرائيل ولا حَرَج . رواه البخاري[/size:da9aae88bc][/color:da9aae88bc]
تاسو دبني اسرائيلو قصې بيانوﺉ اوپدې کي څه ځور نشته .
اوذکر شوي قصه دعبرت او دمرګ ديادولو او دغافلو زړونو دراوېښولو لپاره زړه راښکونکي قصه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په ډېرو حديثونو کي ددې حکم کړی دی چي مرګ او دهغه وېروونکي صحنې درپه يادوﺉ
تاسو داقصه دذکرشويو علماوو په تقريرونو کي دلته اورېدلای شئ
http://www.youtube.com/watch?v=8hc7-IHSchc
http://www.youtube.com/watch?v=ig2C38KvlGk&NR=1
[color=yellow:da9aae88bc][size=24:da9aae88bc]او اسرائيليات عموماً درېښتيا او دروغو دواړو احتمال لري دامعنا چي کېدای شي رښتيا وي او دا هم کېدای شي چي دروغ وي نور به يې الله تعالی په صحت علم لري[/size:da9aae88bc][/color:da9aae88bc]
خودقصې هغه بشپړ متن کوم چي ذکر شويو کتابونو نقل کړی دی په لاندي ډول دی :
كان لداود صديق من بني إسرائيل ، فكان يدني مجلسه ويشاوره ، قال فمات داود وولي سليمان، قال فنظر من أحق الناس أن يشاوره ويدني مجلسه منه قال ما أعلم أحدا أحق من الشيخ الذي مات نبي الله وهو عنه راض
قال فأرسل إليه فأدنى مجلسه
قال وكان الله وكل سليمان ملك الموت أن يدخل عليه كل يوم دخله ، فيسأله كيف هو ويقول له هل لك من حاجة أقضيها لك ، فإن قال نعم لم يبرح ملك الموت حتى يقضيها، ثم لا يعودإليه إلا من الغد
قال فدخل عليه يوما والشيخ مسند ظهره إلى سرير سليمان ، فقال له كيف كنت الليله؟
قال بخير قال ألك حاجة ؟
قال لا
قال فانصرف ملك الموت والناس يحسبون أنه رجل من الناس وهو ملك الموت
فلما خرج أقبل الشيخ على رجل سليمان فجعل يقبلها ويقول : يا نبي الله كيف كان رضا رسول الله عني ؟
قال حسن
قال وكيف رضاك عني منذ صحبتك ؟
قال حسن قال فإني أسألك بحق الله إلا ما أمرت الريح أن تحملني فتلقني بأقصى مدرة من أرض الهند
قال سليمان ولم ؟
قال هو ما أقول لك
قال فأخبرني فإني فاعل
قال ألم تر إلى الرجل الذي دخل عليك انفا فسألك كيف أنت وهل لك من حاجة فقلت لا ، فإنه لحظ إلي لحظة فما أتمالك رعدة
فقال له سليمان سبحان الله وهل إلا رجل نظر إليك ؟
قال هو ما أقول لك
قال وأراده سليمان على أن لايفعل فأبى
قال فدعا الريح فقال احمليه فألقيه بأقصى مدرة بالهند
قال فظل سليمان لا ينتفع بشيء حزنا على الشيخ
قال ثم بات كذلك، فجعل يقعد على سريره قبل ساعته التي كان يقعد فيها حزنا على الشيخ ، ودخل عليه ملك الموت فسلم ثم قال : كيف كنت البارحة فأخبره
قال ألك حاجة قال الحاجة غدت بي إلى هذا المكان
قال مه فذكر الشيخ ومنزلته من داود ومنزلته مني واستيحاشه منك وذكر ما سأله
قال له ملك الموت يا رسول الله منذ جئتك ما ينقضي عجبي منه إلى الساعة ، إنه سقط إلى كتاب أمس أن اقبض روحه مع طلوع الفجر بأقصى مدرة بأرض الهند ، فهبطت وما أحسبه إلا هناك ، فدخلت عليك فإذا هو قاعد وقد أمرت أن أقبض روحه من الغد بأقصى مدرة بأرض الهند فجعلت أتعجب فوالذي بعثك بالحق إني هبطت عليه مع طلوع الفجر فوجدته بأقصى مدرة من أرض الهند فقبضت روحه وتركت جسده هناک .
رښتینی
08.06.2011
.
قدوسی صاحب ډیره مننه ددې قصي په تخریج کې مو ډېر تکلیف
کړی دی الله دې اجرونه درکړې
chaparharay
09.06.2011
السلام علیکم
قدوسي صیب هڅ خوند نه راکوي دا اسرائیلیات مي ډیر بد راځي خو چي تاسو واي نو وبه يي منو خو که ددي پرځاي قرآني کیسي ولیکل شي یا د احادیثو او یا صحابه وو کیسي ولیکل شي نه ښي به وي دا اسرائلیات ټکي مزه نه راکوي.
بیا هم ستاسو نه ډیره مننه
او محمودسعید صیب زه خپله خبره تقریبا بیرته اخلم خو تاسو هم کوښښ کوی چي مؤثقي کیسي او خبري رانقل کړی ځکه چي صحیح کیسي دومره ډیري دي چي ستاسو یو ژوندون بس دي نو بیا دي قسم کیسو ته به څه حاجت وي که رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ویلي دي چي حدثو عن بني اسرائل ولاحرج نو یو ډیر جلیل القدر صحابي عمر رضی الله عنه يي پدي خبره چي تورات يي لوسته او ویل يي چي ډیري ښي خبري پکي دي او دپند خبري دي منع کړی هم دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم رنګ سورشو د غوسي نه او وي فرمایل چي ولي قرآن نه تلاوت کوي او پند تري نه اخلي چي تورات لولي نو که مونږ تاسو ددي اسرائلیاتو پرځاي قرآني کیسي ولیکو نو له یوه پلوه به مؤثقي وي او له بل پلوه به څوک اعراض هم نه راباندي لري چي ولي اسرائیلیات خپروي اوبل به خپل دین او خپل کتاب ته خدمت هم شوي وي .
دا زما درته د ورورۍ مشوره ده نور نو خوښه ستا خپله او مشوره دقدوسي صیب خپله چي څنګه تاسوته ښه ښکاري .
ستاسو چپرهاری
عابد
27.07.2011
ډیرخکلی