نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
BBC:افغاني طالبان دنورو د سیاستونو په بنسټ رامینځ ته شوي دي
م . ق
03.06.2011
له BBC پښتو څانګې څخه،
د BBC په وینا مولوي فقیر محمد د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال وایې:
''یو د افغانستان د طالبانو تحریک دی، او بل د پاکستان د طالبانو غورځنګ. د افغانستان د طالبانو تحریک د خپلو موخو او نورو د غلطو سياستونو په بنسټ رامنځته شوی . خو د پاکستاني طالبانو غورځنګ بیا د ناسمو سیاستونو د غبرګون، د پاکستان د دوه مخي سیاست په پایله او د اسلامي نظام د پلی کولو په موخه جوړ شوی. ''
[url]http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/06/110603_hh-pak-taliban-afghanistan.shtml[/url]
مننه او درنښت
م . ق
16.06.2011
محترم مدیر او مدیراتور صاحبانو،
ډیره مننه او کور مو ودان چې زما په غوښتنه موټولې تبصرې او ځوابي لیکنې ړنګې کړې او پدې ډول مو د خپل اخلاص او روغ نیت ثبوت وړاندې کړو.
په درنښت
ننګرهاري
عادل عادل
16.06.2011
السلام علیکم
دا خو ډېر ښه وشول چې د وروڼو تر منځ د تاوتریخوالي او ناندریو څخه ډکې لیکنې ړنګې شوې.
خو هغه لیکنې چې د بي-بي-سي د شیطانې راډیو څېره یې په همدې موضوع کې بربنډه کړې وه، نه باید ړنګې شوې وای !!!
م . ق
16.06.2011
[quote:ad1f6bce97="عادل عادل"]السلام علیکم
خو هغه لیکنې چې د بي-بي-سي د شیطانې راډیو څېره یې په همدې موضوع کې بربنډه کړې وه، نه باید ړنګې شوې وای !!![/quote:ad1f6bce97]
وعلیکم السلام
که نه وی ړنګې شوی نو بیا خبره په غلطو پالیسیانو کې پاتې کیدله او غلطو پالیسیانو بیا تشریح غوښتله او تشریح کې بیا نزاع راتلله.
نو د صغری او کبری نتیجه داده چې باید ړنګې شوې وای.
مننه
bette
17.06.2011
دموضوع عنوان دپاکستاني طالب دیوې مرکې یوه داسی خبره ده
چې هغه بی بی سی تحریف کړی ده او له بی بی سی هیڅ ګېله نشته
ځکه هغه دیوه لوی اشغالګر هیواد انګلستان راډیو ده او دښمن
ددښمن په خلاف هرڅه کوې خو دادچې دټول افغان لوی آډمین هم د
بی بی سی د تحریف پلوې کړې ده دادژړا ځای دی
که دلته د طالبانو په خلاف دروغ تبلیغات خپرول مطلب نه وې نو ولی
دادروغ او تحریف خپرېږې ؟؟
او قرانی صاحب جنجال له دې ځایه پیل شوی و نه له پالېسیو
په درنښت
م . ق
17.06.2011
[quote:b72b7e1d7e="bette"]دموضوع عنوان دپاکستاني طالب دیوې مرکې یوه داسی خبره ده
چې هغه بی بی سی تحریف کړی ده او له بی بی سی هیڅ ګېله نشته
ځکه هغه دیوه لوی اشغالګر هیواد انګلستان راډیو ده او دښمن
ددښمن په خلاف هرڅه کوې خو دادچې دټول افغان لوی آډمین هم د
بی بی سی د تحریف پلوې کړې ده دادژړا ځای دی
که دلته د طالبانو په خلاف دروغ تبلیغات خپرول مطلب نه وې نو ولی
دادروغ او تحریف خپرېږې ؟؟
او قرانی صاحب جنجال له دې ځایه پیل شوی و نه له پالېسیو
په درنښت[/quote:b72b7e1d7e]
السلام علیکم ورحمة الله
هو BBC تحریف کړی پدې کې شک نشته او دلته یې د رانقلولو فایده همداده چې د BBC مکاره شیطاني څیره بربنډه شي، زه د BBC د اردو، فارسي، پښتو، عربی او انګلش څانګې ګورم، په ټولو کې د خپل منافقت او شیطانت څخه کار اخلي، عربانو ته یوڅه وړاندې کوي ایرانیانو ته بل څه، پاکستانیانو ته یو ډول غږوي او افغانانو ته بیا بل ډول غږوي.
تاسو وایئ چې دروغ او تحریف ولې خپریږي؟ نو دا خو دتحریک او جهاد په ګټه ده چې دBBC غوندې یوې غټې غربي رسنۍ دروغ او تحریف ټولو ته ښکاره او رسوا کړل شي، کچیرته ما دغه موضوع دلته نه واﺉ رانقل کړې نو څرنګه به ثابته شوې وه چې BBC دروغ وایې او تحریف کوي؟ دا خو د همدې موضوع او عنوان برکت وو.
اساسي او ثابته خبره دا ده چې د دنیا ۹۵ ٪ میډیا (رسنۍ) د یهودو د لویو کمپنیانو په لاس کې دي که هغه پرنټ میډیا ده (چاپي رسنۍ) او که الیکټرانک میډیا ده (بریښنایې رسنۍ).
او همدغه میډیا ده چې د مسلمانانو او شرقیانو خلاف د یهودو ترټولو لویه او اغیزناکه حربه او جنګي اله ده.
که هغه انټرنیټ دی که فلمونه او سی ډیانې دي که ټی وی او راډیو ده که اخبارونه او مجلې دي بلکه په قطعي ډول داسې ویلاﺉ شو چې جدیده ټکنالوژي ټوله د هغوﺉ په فایده استعمالیږي.
اوس نو مسلمانان باید څه وکړي؟ ځکه د مشکل په ګوته کولوڅخه زیات د حل لاره راویستل اړینه ده.
په درنښت
ورور مو ننګرهاري
پتوال
17.06.2011
bete صيب اوونورو ورونو ته سلام !
بي بي سي لېنک هم ورکړی او هلته پرې خپله داخبره ردوي چې ګواکې (( د افغانستان د طالبانو تحريک .... د نورو د غلطو سياستونو پر بنسټ رامنځته شوی دی)) ، په ويديو ي غږ کې نوموړی ملا صيب وايي چې :
افغان تحريک طالبان [color=red:88bbc85715] د خپلو موخو او د نورو د غلطې پالايسۍ په رد عمل کې [/color:88bbc85715]منځته راغلی .
د بي بي سي موخې هرچاته معلومې دي چې ککړې دي، خو بي بي سي دومره ليونۍ هم نه ده چې په شعوري او اګاهانه توګه خپله خبره پخپله
د ويډيو يي راپور په واسطه رد کړي، نو له دې نه هم معلوميږي چې اړونده ژورنالست يې په خپله ليکلې خبره کې تيروتنه کړي وي !
که څوک يې نه مني سيخ دې له بي بي سي څخه پوښتنه وکړي . خبره خلاصه ده او نور په شاربلو نه ارزي!
bette
17.06.2011
محترم ورور قراني صاحب خبرې دې څه دپاسه سل په سلوکې
دمنلو وړ دې الله دې ددې ارزښتناکې تبصری اجر درکړي
په مینه او بیا په مینه