د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بېړني اووړیاانصاف دطالبانومقبولیت زیات کړی

pattang
03.06.2011

لیکنه : ندیم توخي

دتېروخت یانې د ۱۹۹۷ یم زېږکال خبره ده دهماغه مهال دبلوچستان ایالت دنوشکي ولسوالۍ ولسوال وایې چې یوه ورځ دخپل کارپه دفترکې ناست وم دکومې دوسې په څېړلوبوخت وم چې یوناڅاپه دیادې سیمې دنوابانو، سردارانو، ملکانواوخانانويوه لویه ډله په هجومي شکل دولسوالۍ ودانې ته راننوتل دبلوچ قبېلې دجمالدېني ، مینګل اوبادېني شاخونوهمدغه مخوردومره په غوصه اوخشمېدلې وچې ترسلامالیک وړاندې یې لاپه په داوه اوجنجال خبره پیل کړه ، او ویل یې تاسي هم زمونږ چارواکې یاست زمونږپرسر تنخاګانې اخلې زمونږدرسره هیڅ غم نشته زمونږدحقوقوساتنه نه کوې زمونږله حاله ناخبره یاست زمونږدستونزوپه هوارې کې هیڅ دلچسپې نه لري ، دافغانستان په خاوره کې څوتنوکروندګروزمونږاوبوته بندجوړکړی دي اوپه ټپه یې ټولې اوبه تړلې دې چې مونږته یوڅاڅکی هم نه رازي که همدغه اوبه همداسې تړلې پاتې شي نوزمونږکښت اوکروندې به په بشپړه توګه تباه شي چې له امله به یې مونږله سختې کاختۍ اولوږې سره لاس اوګریوان شوو.
دیادونې وړده چې داهماغه اوبه دې چې داورښتونواوسیلابي بارانونو په موسم کې دپشین ګلستان اوکوټې له شمالي اړخ ځخه تېرېږي اوله برج عزیزسره دافغانستان دشوراوک سیمې ته ننوزي چې بیابیرته دهمدغې ولسوالي دریګستان سیمه کې دنوشکي ځخه څوکلومتره لوړې دپاکستان خاروې ته داخلیږې .

نوموړي وایې چې ماهم دموضوع دمهم والې اونزاکت له کبله سمدستي دشوراوک ولسوال مولوي عبدالحی صاحب ته حال واستوه چې دهمدې ستونزې دهوارې لپاره په ګډه کومه دحل لاره راوباسو، دنوموړې په هوکړه سره مودکیناستلواولیدلوپروګرام ترتیب کړ . دمولوي عبدالحی په مخکې قبایلې مخور په ډېره غوصه اوزورسره ژغیدل خونوموړي په ډېره ارامتیااوشرافت سره خبره اوریده . مولوي عبدالحي دخپلوخبروپه ترڅ کې وویل چې صباتاسي هم هماغه ځای ته راشي چېري چې اوبه تړل شوي دي دوه تنه خپل مولویان درسره راولې زه به هم راشم دوه تنه مولویان به ځان سره راولم هغوي ته به خپله خپله دوسیه وړاندې کړو هغوي چې دشریعت سره سمه کومه پرېکړه وکړي هغه به مو قبوله اودمسئلې حل وي اوپرهغه به ولاړیو.
دهمدې خبرې په اورېدوسره مجلس یوې زورورې خنداولړزاوه کوموسردارانواونوابانوته چې دپټواریانوله خوادمځکې اواوبو اړوند دانګرېزانوکوم قانون لوستل شوی وو اودهغه پرساتنه اوپلې کولویې حتی دځانونوقرباني هم ورکړې وه دهغوي لپاره دابیخې یوه ټوکه وه نوځکه یې ورباندې خوراپه زور اوملنډووخندل دوي فکرکاوه چې شریعت اومولوي په دې خبروکې څه کارلري اونه یې هم په اړونده پوهېږي مونږله ځان سره خپل پټواریان وکیلان تحصیل دار اونور نور .... راولوداخوڅه وړه خبره نه ده ددوقومو اودوو هیوادو لانجه ده دانه په دوو مولویانوخلاصیدای شي اونه هم ددوملایانودوس خبره ده . خوداچې مولوي عبدالحی پرخپله خبره کلک ولاړو اودبلې پریکړې ومنلوته په هیڅ قیمت اماده نه وو نوموږهم دناچارۍ له امله ماځیګر ددوو مولویان په ګډون له څوسوه نوابانواومخوروسره دافغانستان په لورې وخوځېدوچې له رسیدوسره سم مولوي عبدالحی هم همالته رارسیدلی واوهغه کروندګراو مشران هم موجود وو کومو چې دټکټرانوپه وسېله دومره ستراوپراخ بندتړلې وچې یوغوړپ اوبه هم ترې نه بهرنشوای وتلای .
ولسوال مولوي عبدالحی مولویانوته وویل چې دشریعت له نګاه دبهاندوباراني اوبوڅه حکم دي ؟ څلور واړه مولویانوپه اتفاق سره وویل چې دشریعت له رويه بهاندې بارانې اوبه دخپلې اړتیاسره مطابق استعمالیدای شي کښت اوکروندې په خړوبه کیدلای شي خوتراړتیازیاتې نه استعمالیدای اونه هم دلاندې پرتوسیمواو وګړوځخه تم کیداي شي . ولسوال هم په بېړه خپلوافغانې کروندګرواومشرانوته وویل چې سمدستې دې بندمات کړل شي .خبره خلاصه شوه پرېکړه دشریعت مطابق وشوه . له ماسره تللي سلګونه مخور حیران پاتې و ، ولې کوموخلګوچې دهمداسې مسائلودحل اوهوارې لپاره دلسګونووکیلانو دروازي ټکولې وي دهغوي جیبونه یې له پیسوورډک کړي وي له محکمې ترقومندانۍ یې کلونه کلونه تګ راتګ کړي وي دڅونسلودښمني یې پاللې وي دهغوي کله باور راځې چې همدومره ستره دوسيه دې دومره اسانه بغیرله کوم سفارش واسطې اورشوت ځخه خلاصه شي . نوځکه دوي هم په ټوله لارکې له ماسره په جګړه وو اوویل یې چې ته یې تېرایستې هیڅکله داسي نشي کیداي دوي اوبه نه راخوشي کوي . خوسهارته بندمات شوي وو او اوبودنوشکې په خاوره کې غوټې وهلې ـ
نوموړي وایې چې په همدغوشپوورځوکې زه کوټې ته راغلې وم چې دکوټې دولسوال په دفترکې له یوې بلې حیرانونکې پېښې سره مخ شوم څلورکسه دفترته راغلواویوعجیب اوغریب فرمایش یې له ځان سره درلود چې په اورېدوسره یې له شرمه زماسر پورته کیدوته جوګه نه و اوپه دفترکې ناستونوروخلګوته بیادخندایوه صحنه وه . دوي ویل چې څلور نورو کسانوله دوي ځخه په دهوکه اوتېرایستنه دونه لکه نغدي اویوموټرسایکل وړي دي چې دوي ورباندې عارض شول څلورواړه ونیول شول خودوه یې بیرته پولیسوخوشې کړل اودوه یې هم عدالت یامحکمې بری کړل . دوي ویل کوم دوه کسه چې پولیسوخوشي کړل هغه کندهارته وتښتېدل اودوي همالته ورپسي ورغلل اوله طالبانویې دانصاف اوعدل غوښتنه وکړه طالبانوهغه دوه تنه ونیول محکمې ته یې وړاندې کړل شاهدان طلب شول جرم ثابت شو. نیمي پیسي اوموټرسایکل یې دوي ته ورکړل خودنیموپیسوپه اړه یې وویل چې هغه دکوټې له هغه نورودوو کسوسره دي . نواوس داچې تاسي زمونږچارواکې یاست تاسي مهرباني وکړي هغه دوه تنه ګرفتاره کړي اومونږته یې وسپاري ترڅویې مونږکندهارته یوسواوهمالته طالبان ترې نه خپل حق راکړي اوترمنځ مودعدل اوانصاف پریکړه وکړي . نوموړي وایې چې زما په خپل ژوندکې په لومړي ځل داسي واوریدل بلکه په خپله سترګوولیدل چې دیوه هیواد وګړي دي دبل هیوادله چارواکو ځخه دعدل اوانصاف غوښتنه کوي .
رښتیاهم په افغانستان کې دطالبانودپېر وړیا اوبېړنی انصاف اوعدل دافغانستان اونړۍ دتاریخ یوه ځانګړې بیلګه وه . چې په حقیقت یې دطالبانومخالفین هم اقرار دي که هرڅومره دطالبان سخت دښمن اوبدخواه هم وي خوله دې حقیقت ځخه سترګې نشي پټولاي چې دطالبانوپېر دافغانستان په تارېخ کې دامن امان یومثالې اوځانګړې دور وو عدل اوانصاف هرچاته په بېړه اووړیاتوګه رسیده دشتمن نادار امیراوفقیر دوسيه یوشان څېړل کېده داداري فساد، رشوت ، سفارش ، واسطې اوخپلوي پاللونوم لاچاپه محکموکې نشواي اخستلای . همدالامل دي چې اوس هم خلګ ددې پرځاي چې دوسیه یې په دولتې محاکموکې وڅېړل شي طالبانوپسي دښتواوغرونوته ځې له هغوي دعدل او انصاف غوښتنه کوي هغوي ته خپلې دوسې اومسائل وړاندې کوي دهغوي په پریکړو عمل اواکتفا کوي اوترخپله وسه پورې پوره پوره هڅه کوي چې خپله قضیه له محکمې ، ولایت اوقومندانۍ ځخه لېري وساتي ، ولې دوي په دې باوردې چې که یې هرڅومره وړه دوسیه هم وي خوچې جېبونه یې دقاضي صاحبانو پولیسواوقومندانانوپه همیانۍ کې نه وي خالي کړي له قومندانۍ ترمحکمې له ریاسته بیاترولایته یې سلګونه واره چکرنه وي لګولي نوحل اوخلاصیدل یې هم ناشونی دي . دکاناډا پریس او سنډي هرالډټریبون ورځپاڼه په کندهار اووردګوکې دخپلوخبریالانوله خولې لیکې چې! په یادوولایتوکې اداري فساد اورشوت دومره وده کړي ده چې هیڅ یوه اداره ترې نه خوندي پاتې نه ده خلګ له دولت اومحکموځخه سخت بیزاره شوي اودطالبانوپه لورمایل شوي دي ورځپاڼه لیکي چې اوس نږدي ډیری خلګ خپلې قضایی چاري دطالبانوپه قضایي مقاماتوکې څېړي اوهمالته ورباندې پریکړه اومحکمه صادرېږي ورځپاڼه دکندهارښاردیوه اوسیدونکی قدرت الله له خولي لیکي چې دوي ځکه خپل قضایې مسايل طالبانوته وړاندي کوي چې همالته یې په ورځ دوو کې په وړیاتوګه بغیر له رشوت ورکولوځخه پریکړه کېږي اوپه دولتي محاکموکې یې ځکه نه کوي چې دلته په دومره لوړه کچه فساد موجود دي چې درشوت له ورکولونه بغیربیخي محکمي ته ننوتل هم ناممکن کاردی، ورځپاڼه همدې ته ورته لسګونوامثالوته په اشاره کولوسره لیکي ! چې داپه دې مانا نه دې چې خلګ ګواکې دطالبانوخواخوږي اوهمکاردي نوځکه پریکړه په دوي کوي . بلکه له دې کبله چې په دولتې محکموکې یې بغیرله زیاتې بډې ورکولو دوسیه نه خلاصیږي نوځکه دناچاري له کبله ددولتي محکمو پرځای دوي طالبانوته مراجعه کوي خوکه دبډې ورکولو اواخستلومخه ونه نیول شي نوکیدای شي چې په عام ولس کې دطالبانودمقبولیت کچه لوړه شي . نیویارک ټایمز ورځپاڼه بیاپه خپل یوه راپورکې لیکي چې په افغانستان کې هرڅه قیمت لري یوکارهم په وړیاتوګه نشي ترسره کیدای له زندانه دیوه زنداني دخوشي کیدلوقیمت ۴ زره امریکایی ډالره دي اودیوه بار نفتي موادوانتقالول ۶ زره امریکایي ډالر قیمت لري دځمکې اوجایدادیوې قبالې دمراحلواجراتر۲۵ زره امریکایی ډالروپورې رسیږي . اوهمدارازدملګروملتوپه یوه راپورکې ویل شوي دي چې دافغانستاخلګ په کال کې دوه نیم ملیارده ډالربډې (رشوت) ورکوي . نیویارک ټایمز وررځپاڼه لیکي که همداکارهمداسي دوام ومومي نولېري نه ده چې یوځل بیادي دعام ولس په کلک ملاتړسره طالبان واک ته ورسېږي

[color=brown:fb77267b21]الله پاک دې دوی بيا راولي ، دغه دمځکې دسر ملا يکې ![/color:fb77267b21]


ahmad bilal
04.06.2011

موږ په سیاسیاتو کې ویلې ول چې د جدید معاصر دولت لومړنۍ فرایض هم همدا دي:
چې هیواد کې دننه خلګو ته تحفظ او انصاف ورکول!!

دویم نړیوال جنګ کې چې کله د جرمني لخوا په لندن ښار بمبار وشو او بیا د لندن بلیټز په نامه مشهور شو، نو دې وینسټن چرچل او نور پيرنګیان سخت وډار کړل، چرچل په خپله مشهوره مقوله چې آیا زموږ هیواد کې خلګو ته انصاف ورسیږي نو وزیرانو او خلګو ورته وویلې چې هو، بلې صاحب. نو ددې په ځواب کې چرچل ووایاست چې موږ به هیڅ کله هم شکست نه خورو!!!

کوم حکومت چې انصاف او خلګو ته تحفظ نشي ورکولې هغه د حکومت کولو هیڅ حق نه لري!!!

---------------------------------
The Black flags of khorasan is coming!!!!!


اړم
04.06.2011

دا نوم دي ډير چټي نوم دى زه خو يى لوستلى هم نشم كه لږ دى شرح كړو كيدايشي مننه درنه اوكړم.
په درنښت
اړم


chaparharay
05.06.2011

السلام علیکم
اړم بیا په خیر راغلي بیخي دي هډو درک نه لګي مړه!
او هو دا اینګل صیب نه پوهیږم له کومي زاوي نه دا نوم خپل کړي خو زه يي هم په معنی نه پوهیږم که یا يي بدل کړي [هغه پخوانی نوم يي ښه وو]او یا يي معنی وکړي نو ښه به وي.
په ډیر احترام
ستاسو ورور چپرهاری


مسلم قلموال
05.06.2011

..............


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more