د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسلام او هیواد سره خیانتونه!!

قادر خان
02.06.2011

ټولو عزتمندو افغانانو ته خپل سلامونه او نیکي هیلي وړاندي کوم،

ګرانو هیواد والو ! دمجاهد کلمه یوه ډیره سپیڅلی کلمه ده چې موږ ټول هغه ته احترام لرو خو زمونږ سادګی دا ده چې دوي تل زمونږخلک ته په سپیڅلو جامو کی غولولی دي، کله د ملا او کله د مجاهد په نومونو زمونږ د ولس دښمنان (خارجییان) دخپلو شومو او ناروا اهدافو د رسیدلو لپاره د دغه راځ انسانانو څخه کار اخیستي دي او اوس هم اخلی. داځکه چې مونږ افغانان الحمد الله د یو سپیڅلی ایمان خاوندان یاست. هر سپین کالی ته خپل د جومات دامام په ځای احترام کوو. او هر جنګسالار ته د وزیر اکبر خان په سترګو ګورو، او دا زموږ یواځینې سادګی ده.
د دې خاورې د مسلمانانو د آزادی په خاطر ډیرې ککړې خاورې شوي دي. خو پوښتنه دا دي چې: څنګه تر اوسه پورې جهادی رهبران (موږ ټول دوي پیژنو) ژوندي دي، دوي خو باید په جهاد کې او یا هم د لوږې څخه مړه شوي واي. سربیره پردي څه لوړ پورې ودانۍ ، کورزینګ موټران ، ډالرونه ، حتی د‌الوتکو شرکټونه ، او سربیره پردي دهیواد نه بهر کې څومره لوي لوي کورونه لري، خو اوس پښتنه کوو چې دا ډالرونه یی دکومه ځاي څخه وکړه؟ دوي خو د خدای د رضی لپاره جهاد کوله!
آیا دا ښاغلو مخکې له دی د ناټو دهیوادونو سره پټه یارانه نه درلودله؟
اویا چې د دوي یواځینې هدف دا وو چې (خدای مکړه) د جهاد د مبارک نوم څخه یی بی ځایه ګټه واخلی، او یا هم چې دوي د دنیا یی قدرت لپاره یو بل سره جګړه کوله؟
ته خو د مظلومو افغانانو په وینو خپل په فاسدو او شومو هدفونو ته لاس ورسیدی، خو دا په خپل یاد وساته!!!! چه هغه وخت به لیري نه وي چې د یوي ذرۍ حساب به هم درسره کیږی (انشا الله) ستا په څیر به ډیري نوري دینی او ملی خایننین او غلو به ښکته سترګې ولاړې به وي،!!!! اوهغه یتیمان ، کونډی ،بوری ، شهیدانو یی د تا غاړه نیولي وا ي او خپل حقونه به درڅخه غواړي، بیا یی نو ورکوه، د دین اوهیواد خاینه !

الله تعالی دي زموږ مسلمان هیواد ته د دغه راځ دینی او ملی غلو د لاسونو څخه خلاص کړی!

آمین یا رب العالمین،
ستا ورور قادر خان


ajmalkhan
03.06.2011

[quote:2295921601]د دې خاورې د مسلمانانو د آزادی په خاطر ډیرې ککړې خاورې شوي دي. خو پوښتنه دا دي چې: څنګه تر اوسه پورې جهادی رهبران (موږ ټول دوي پیژنو) ژوندي دي، دوي خو باید په جهاد کې او یا هم د لوږې څخه مړه شوي واي. سربیره پردي څه لوړ پورې ودانۍ ، کورزینګ موټران ، ډالرونه ، حتی د‌الوتکو شرکټونه ، او سربیره پردي دهیواد نه بهر کې څومره لوي لوي کورونه لري، خو اوس پښتنه کوو چې دا ډالرونه یی دکومه ځاي څخه وکړه؟ دوي خو د خدای د رضی لپاره جهاد کوله! [/quote:2295921601]
داخبره رواجي نده ، بلکې يوه سادګي ده ! سر او ماغزه فکر کوي پښې حرکت!
دويمه برخه دې درسته ده بايد ټول بېرته ترې واخيستل شي او محاکمه شي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more