د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جماعت په لمانځه كښې د مقتدي قرائت

عبدالله
02.06.2011

ګرانو وروڼو او خويندو السلام عليكم و رحمة الله و بركاته،

هيله ده چې ټول روغ او رمټ ياست.
پوښتنه مې لنډه ده او هغه دا چې په جماعت لمانځه كښې په هغو ركعتونو كښې چې امام قرائت په خفيه وايي لكه د ماسپښين، مازديګر، دريم ركعت د ماښام او دريم او څلورم ركعتونو د ماخستن لمونځونه، آيا مقتدي هم قرائت له ځانه سره ورو كوي او كه بايده دى چې قرائت ونكړي او بيخي چپ پاتي شي تر څو چې امام ركوع ته لاړشي؟

هيله ده چې د خپل ځواب سره منبع او مأخذ يې لكه حديث شريف يا (حنفي) فقهي كتاب نوم هم ذكر وكړئ.

په درنښت
عبدالله


حمید هڅــاند
05.06.2011

عیدالله وروره سلامونه می ومنه
ّّپه تشو رکعتونو کی ارینه ده چی له زان سره الحمدالله وویله شی. په دی اره صحیح حدیث شریف شتون لری. دا حدیث شریف می نه پوهیزم په بخاری شریف کی لیدلی دی که په مسلم شریف کی خو حدیث صحیح حدیث شریف دی. د حدیث شریف د محتوا لندیز داسی دی چی که لمونز کوونکی الحمدالله ونه وایی نو لمونز به یی قبول نه شی. په دی اره رازه د محترمو دینپوهانو تبصرو ته منتظر شو.

په درنشت.


مومن مهاجر
05.06.2011

السلام عليکم
محترم عبدالله او حميد هڅاند صاحب ! ستاسو د خوږو احساساتو درناوی کوم ، الله دي موږ او تاسو ته د نېکو هدايت وکړي .
عبدالله صاحب ! زه به له خپل توان سره سم ستاسو ځواب داسي درکړم :
تاسو بايد په ټولو لمنځونو کي له امام سره الحمدلله وواياست ځکه له الحمدلله پرته چي کوم لمونځ کېږي هغه له نبوي فتوی سره سم ناقص ، نامکمل او نه دی شوی .
په دې اړه مو لومړي حديث ته پام غواړم :
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ ، أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ لاَصَلوٰةَ لِمَنْ لَّمْ يَقْرَأْبِفَاتِحَةِ الْکِتَابِ.
(صحيح البخاري ، کتاب الاذان ، باب وجوب القراة للامام والمأموم فی الصلوة کلها فی الحضر والسفر ومايجهر فيها وما يخافت )
ژباړه : عبادة بن صامت له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ويې ويل : د هغه چا لمونځ نه شته چي الحمدلله ونه وايي .
په دې حديث سره امام بخاري ، امام عيني او همداراز نورو ډېرو علماوو رحمهم الله په دې دليل نيولی چي مقتدي بايد هر وخت قرأت ووايي ، په دې اړه د علماوو نظرونه نقلول ډېر وخت نيسي ، بيا هم که اړتيا پېښه شوه زه تيار يم چي د ډېرو علماوو نظرونه زموږ په خپله ژبه پښتو کي سره له حوالې درته وړاندي کړم .
په همدې اړه يو بل صحيح حديث چي امام مسلم روايت کړی دی ، داسي وايي :
عَنْ اَبِیْ هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم : مَنْ صَلَّیٰ صَلَوةَ لَمْ يَقْرَأْفِيْهَابِاُمِّ الْقُرْآنِ فَهِیَ خَدَاجٌ ثَلاَثاًغَيْرُتَمَامِ فَقِيْلَ لِاَبِیْ هُرَيْرَةَ ، اِنَّانَکُوْنَ وَرَاءَ الْاِمَامِ فَقَالَ : اِقْرَءْ ِبهَافِی نَفْسِکَ. (رواه مسلم ، کتاب الصلاة ، باب وجوب قراء ة الفاتحة فی کل رکعة )
ژباړه : ابو هريرة رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چي ويې ويل : که څوک داسي لمونځ وکړي چي الحمدلله پکي ونه وايي نو هغه لمونځ ناقص دی ، ناقص دی ، ناقص دی (پوره نه دی) . ابو هريرة ته چا وويل : که موږ تر امام شاته وو بيا؟. ده ورته وويل : له ځان سره يې وايه .
همداراز د دې مسئلې په اړه د ترمذي ، ابوداؤد ، صحيح ابن حبان ، صحيح ابن خزيمه او نسايي په يوه ګډ حديث کي داسي راځي .
قال الترمذي : حَدَّثَنَاهَنَّادٌ، نَاعَبَدَةُ بْنُ سُلَيْمَانَ ، عَنْ مُحَمَّدِبْنِ اِسْحٰقَ عَنْ مَکْحُوْلٍ ، عَنْ مُحَمَّدِبْنِ رَبِيعٍ ، عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ : صَلّیٰ رَسُوْلُ اللهِ  اَلصُّبْحَ ، فَثَقُلَتْ عَلَيْهِ الْقَرَاءَةُ فَلَمَّااِنْصَرَفَ ، قَالَ : اِنِّی اَرَاکُمْ تَقْرَؤُوْنَ وَرَاءَ اِمَامِکُمْ ، قَالَ قُلْنَا: يَارَسُوْلَ اللهِ اِیْ وَاللهِ قَالَ لاَتَفْعَلُوا اِلاَّبِاُمِّ الْقُرْآنِ ، فَاِنَّهُ لاَصَلَوةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْبِهَا. (سنن ابی داؤد ، کتاب الصلوة ، باب من ترک القراءة فی صلاته بفاتحة الکتاب ، ترمذي ، نسايي ، صحيح ابن خزيمه ، صحيح ابن حبان ، رواه البخاری فی القراء خلف الامام او نور )
د ترمذي ، ابن حبان ، ابن خزيمه ، شعيب الارناؤط او زبير عليزي له لوري د دې حديث د صحيح ، حسن والي او قويتوب تائيد شوی دی .
ژباړه : عبادة بن الصامت رضی الله عنه وايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سهارلمونځ وکړ نوقرأت پردروندسو کله چي يې لمونځ خلاص کړ ويې ويل : زه تاسووينم چي تاسوتر امام وروسته قرأت واياست ، موږورته وويل : هوپه الله قسم . نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : له سورة فاتحې پرته قرأت مه واياست ځکه دهغه چالمونځ نه صحيح کېږي چي (الحمدلله) ونه وايي .
همداراز يوه بل حديث ته مو هم پام غواړم :
اَخْبَرْنَااَبُوْعَبْدِالله اَلْحَافظ اَخْبَرْنَااَبُوعَلِی اَلْحُسَيْنُ بْنُ عَلِی الحافظ نَااَحْمَدُبْنُ عُمَيْرِبْنِ يُوْسَفَ نَااَحْمَدُبْنُ عبدِالواحدِالدِّمَشْقيِ نَامَرْوَانُ بْنُ محمدِنَاهَيْثَمُ بْنُ حُمَيْدٍاَخْبِرْنِی زَيْدُبْنُ وَاقِدِعَنْ مَکْحُوْلٍ وَحَرَامِ بْنِ حَکيم عَنْ نَافِع بْنِ محمودبْنِ الرَّبيعِ الْاَنْصَارِی قَالَ کُنْتُ اَغْدُوْاِلَی الْمَسْجِدِمَعَ عُبَادةَ بْنُ الصَّامِتِ فَأَبْطَاُعُبَادَةَ ذَاتَ يَوْمٍ قَالَ فَجِئْنَاوابونعيم يصلی بِالنَّاسِ الصُبْحَ قَالَ فَصَفَفْنَاخَلْفَهُ فَسَمِعْتُ عِبَادَةَ يَقْرَءُ بِفَاتِحَةِ الْکِتَابِ فَلَمَّااِنْصَرَفَ اَّبُونَعِيْمٍ قُلْتُ يااَبَا اَلْوَليدرَئَيْتکَ تَقْرَءُ مَعَ الْاِمَامِ وَلاَاَدْرِی تَعَمَّدْتَهُ اَم سَهَوْتَ قَالَ لَمْ أنْسَهُ وَلٰکِنْ تَعَمَّدْتَهُ صَلَّی بنَارَسُوْلُ اللهِ بعضَ الصَّلوَاتِ التی يُجْهَرُفِيْهَا بِالْقِرَاءَةِ قَالَ قَالَ فَالْتُبِستَ عَلَيْهِ الْقِرَاءَةَ فَلَمَّااِنْصَرَفَ قَالَ هَلْ تَقْرَأُوْنَ معی قالونعم قَالَ لاَتَفْعَلوااِلاَّبِاُمِّ الْقُرْآنِ فَاِنَّهُ لاَصَلاَةَ لِمَن لم يَقْرَأْ بِهَاقال البيهقي وهذااسنادصحيح ورواته ثقات. (رواه البيهقي فی کتاب القراءة ص ۶۴ رقم ۱۲۱ وروه البخاری فی جزء القراءة ص ۱۱۵ رقم ۶۵ وهکذارواه البخاري فی خلق افعال العبادص ۱۰۲ رقم ۴۱۷ وابوداؤد۱ / ۱۲۶ رقم ۸۲۴ ورواه الدارقطنی ۱ / ۳۲۰ رقم ۱۲۰۷ وقال رجاله ثقات کلهم ، قال البيهقي قال لناابوعبدالله قال ابوعلی الحافظ مکحول سمع لهذاالحديث من محمودبن ربيع ومن ابنه نافع بن محمودبن ربيع ونافع بن محمودوابوه محمودبن الربيع سمعامن عبادة بن الصامت ، کتاب القرائت للبيهقي ص ۶۵ رقم ۱۲۳ ،السنن المجتبی نسائي ۱/ ۱۴۶ رقم ۹۲۱ ابن ربيع)
ژباړه : محمودبن ربيع وايي چي زه به دعبادة ابن صامت رضی الله عنه خدمت ته تلم نوعباده يوه ورځ وځنډېدی نوچي کله موږراغلونوابونعيم خلګوته دسهارلمونځ ورکوی نو موږيې شاته ودرېدونوماواورېدل دعباده رضی الله عنه څخه چي سورة فاتحه يې ويل نوچي کله ابونعيم لمونځ خلاص کړی نوماعباده رضی الله عنه ته وويل چي ماته وليدی چي تادامام سره قرائت وايه اوزه نه پوهېږم چي تاداسي قصداًوکړاوکه په هيره نوعباده وويل چي په هيره مي نه دی کړی بلکه قصداً مي کړی دی ځکه چي موږته رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغه لمنځونه څخه يولمونځ راکړی په کومولمنځوکښي چي قرائت په زوره (اواز) سره ويل کېدی نوپرنبي کريم صلی الله عليه وسلم قرائت ګډوډ سونوکله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دلمانځه څخه فارغ سونونبي کریم صلی الله عليه وسلم وويل : اياتاسوله ماسره قرائت وايه نودوئ ورته وويل : هو! نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وويل نورقرائت مه واياست بغير له سورة فاتحې څخه ځکه چي لمونځ نه سته دهغه چا لپاره چي سورة فاتحة ونه وايي .
( د وخت د کمښت له کبله مي ترجمه له بل کتاب څخه را نقل کړه ، که کومه تېروتنه پکي وي بخښنه غواړم ) .
د دې لارې لارويان بېخي ډېر دي ، صحابه کرام او تابعين رحمهم الله د دې رايې کلک ملاتړي وو چي بايد هرو مرو الحمدلله ولوستل شي ځکه هر هغه لمونځ چي الحمدلله پکي ونه ويل شي پوره نه دی ، نه دی شوی او نا مکمل دی .
که غواړئ په دې اړه زيات معلومات تر لاسه کړئ او په علمي پانګه کي مو زياتوالی راشي کولای شئ چي د غوره او دقيقو بحثونو لپاره لاندي کتابونه مطالعه کړئ :
(۱ ) جزة القراء خلف الامام د امام بخاري رحمه الله ليکنه .
(۲) کتاب القرائت د امام بيهقي ليکنه .
(۳) توضيح الکلام فی وجوب القراة خلف الامام (ضخيم) او د احسن الکلام ځواب يې هم ويلی دی .
(۴) الحجة الواضحة فی فرضية الفاتحة د مولوي عبد القاهر صاحب ليکنه .
همداراز که په صحاح سته کي د دې مسئلې د ځواب په خاطر لټونه وکړو موږ ته به د صحيحو او حسنو حديثونو په رڼا کي جوته شي چي هر مسلمان بايد تر امام وروسته فاتحه ولولي ، په هر لمانځه کي که مازيګر وي يا هم ماخوستن ، که سهار وي ياهم ماپښين ځکه نبوي فتوی داسي ده چي له الحمدلله پرته لمونځ نامکمل او ناقص دی .


عادل عادل
05.06.2011

السلام علیکم

محترم ورور مومن مهاجر صاحب

ستاسو ټول دلایل د سر په سترګو منم، خو همه جانبه یې ځکه نه ګڼم چې د الحمدالله یا ورپسې د څو ایاتونو تلاوت په فردي یا جماعت لمونځ کې څه د هېرې یا نسیان تر حده کمه پېښودونکې مسله نه ده.

ما تر نن ماپښین پورې هم په ټولو جماعت لمانځونو کې الحمدالله او ورپسې ایاتونه نه دي لوستي، خو په فردي لمونځ کې مې کله هم نه خو هېر شوي دي او نه مې هم په قصدي توګه ترک کړي دي.

په همدې اړه مې له علماوو کرامو پوښتنه هم کړې ده، پوښتنه مې داسې کړې، چې ځنې وخت زما تر څنګ په صف کې ولاړ مفتدیان په خفیه سره تلاوت کوي، ایا دا صحیح دی، ځواب یې داسې راکړی چې هو صحیح دی ځکه چې دوی د امام شافعي رحمة الله عليه په په مذهب عمل کوونکي دي او په دې اړه احادیث شته.

اوس چې مې ستاسو وضاحت ولوست په تېره بیا هغه برخه چې د نه تلاوت کوونکو لمونځ نه صحیح کیژي، نو اړ وتم چې خپلې پوښتنې ستاسو او نورو مکرمو علماوو کرامو څخه مطرح کړم.

1- په لمانځه کې د امام اطاعت په تمامه معنې دی کنه یوازې په حرکاتو کې؟
2-په جهري لمانځه کې د امام و قرائت ته په زړه او غوږو پام نه کول او پخپله ویل چې کېدای شي د تجوید وغیره له مخې تر امام خوار هم وي، د امام د نه اطاعت تر څنګ د .." فاستمعوا و انصتو ا .." له حکم سره ټکر نه دی؟
3- رکوع ته د امام د تګ په مهال تلاوت کوونکی مقتدي د امام اطاعت وکړي که خپل پاته سوره فاتحه یا ورپسې ایاتونو ورستی ایت تکمیل کړي؟
4-د امام په فساد سره د مقتدي لمونځ فاسدیژي، نو ستاسو د دلایلو په بنا نباید چې فاسد شي، امام پوه شه فساد یې او مقتدي پوه شه او لمونځ یې.؟
5-هغه چې په امام پسې تلاوت نه کوي، دلایل یې څه دي؟
6- هغه مقتدي چې د لومړي رکعت په رکوع کې له اما سره شریک شي، نو ستاسو د دلایلو په رڼا کې یې د لومړي رکعت څخه نه یو ټکې سوره فاتحه ولوسته او نه یې ورپسې ایاتونه ولوستل، نو څنګه یې لمونځ د امام په اتمام سره بشپړ او تمام شو؟

ستاسو او نورو علماوو کرامو د توضیحاتو په هیله


رښتینی
05.06.2011

فاتحه سره له سورته داحنافوپه نزد دیواځې لمونځکوونکي او امام له پاره په لومړیو دوورکعتونو
کې واجب ده او په وروستیو دوو رکعتونوکی یواځې فاتحه نه سورت مستحب ده یعنی په وروستیو
دوورکعتونوکې فاتحه شته اوسورت ویل مکروه دی خو تنزیهی مکروه او څوک چې په امام پسی لمونځ
کوې دهغه له پاره په ټولو لمنځونوکی فاتحه نشته که څه هم په سری لمنځونویعنی ماسپښین او
مازدیګر کې په ځېنې روایتونوکی دفاتحی ویل راغلی دی .په حنفی مذهب کې داد فاحی دحکم لنډه خلاصه شوه اولاندې په عربی کې پوره تفصیل دی د ګوګل له لارې یې فارسی یا اردوته هم ژباړلی شئ

په مینه

قراءة الفاتحة في الصلاة عند الحنفية تجب في الأوليين مع سورة، وتندب في الأخريين وحدها دون قراءة سورة معها، فالجمع المشروع بينها وبين سورة إنما هو في الأوليين فقط. وأما الجمع بينهما في الثالثة والرابعة فمكروه تتريها؛ بل يكتفى بالفاتحة. قال ابن نجيم في البحر الرائق: ثم الفاتحة واجبة في الأوليين من الفرض، وفي جميع ركعات النفل، وفي الوتر والعيدين، وأما في الأخريين من الفرض فسنة. وقال ابن عابدين رحمه الله تعالى في الحاشية: الواجب في الأوليين كل منهما. وقال الكاساني في بدائع الصنائع: أما الواجبات الأصلية في الصلاة فستة: منها: قراءة الفاتحة والسورة في صلاة ذات ركعتين، وفي الأوليين من ذوات الأربع والثلاث، حتى لو تركهما أو أحدهما: فإن كان عامدا كان مسيئا، وإن كان ساهيا يلزمه سجود السهو. اهـ. وهذا بالنسبة للإمام والمنفرد.

وأما المأموم فلا يقرأ عند الحنفية لا في سرية ولا في جهرية لا في الأوليين ولا الأخريين، بل عليه الإنصات في وقت القراءة ولو لم يسمع قراءة الإمام. قال الزيلعي في تبيين الحقائق: ولا يقرأ المؤتم ـ أي سواء جهر الإمام أو أسر... والإنصات فرض بالنص... يعني قوله تعالى: وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا {الأعراف: 204}. والإنصات لا يخص الجهرية، لأنه عدم الكلام؛ لكن قيل: إنه السكوت للاستماع لا مطلقا. وحاصل الاستدلال بالآية أن المطلوب أمران: الاستماع والسكوت، فيعمل بكل منهما. والأول يخص الجهرية، والثاني لا، فيجري على إطلاقه فيجب السكوت عند القراءة مطلقا.

وأما ضم السورة إلى الفاتحة في الركعة الثالثة والرابعة فمكروه تنزيها لا تحريما، وقد فصل ذلك ابن عابدين في الحاشية أيضا فقال: لايكره تحريما بل تنزيها لأنه خلاف السنة. قال في المنية وشرحها: فإن ضم السورة إلى الفاتحة ساهيا يجب عليه سجدتا السهو في قول أبي يوسف لتأخير الركوع عن محله، وفي أظهر الروايات لا يجب لأن القراءة فيهما مشروعة من غير تقدير، والاقتصار على الفاتحة مسنون لا واجب. اهـ.


وزیري
05.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

د غیر مقلدینو مخی ته دی غټه پوله وی. فقط حنفیان دی عمل پری وکړی.
کله چی امام قرآت کوی نو مقتدی ته قرآت کول مکروه تحریمی ده.
الله جل جلاله په قرآن کریم کی فرمایی:
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ . یعنی هرکله چی د قرآن پاک تلاوت کیږی نو غوږ ورته ونیسی او غلی اوسی ترڅو الله جل جلاله درباندی رحم وکړی.
ددی آیت کریمه په سلسله کی عبد الله بن عباس رضی الله عنه فرمایی:
وَاِذَا قُرِئ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوْا لَہُ ..... یعني في الصلاة المفروضة (تفسیر ابن کثیر: 2/28، روح المعاني : 9/150)
او په صحیح مسلم کی راغلی دی چی: وإذا قرئ فأنصتوا یعنی چی کله امام تلاوت کوی نو تاسی چپ اوسئ (مسلم شریف : 1/174)
دا روایت په ابوداؤد شریف، ابن ماجه، بیهقی وغیره کی هم موجود ده.
په ابن ماجه کی له حضرت جابر بن عبدالله رض نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
عن جابر بن عبد اللہ قال قال النبي صلی اللہ علیہ وسلم من کان لہ إمام فقراء ة الإمام لہ قراء ة. (ابن ماجہ: 61)
یعنی هرڅوک چی امام پسی لمونځ کوی نو دده لپاره د امام قرأت کافی ده.

امام فخرالدین رازی رحمه الله په خپل تفسیر کی په دی آیت باندی یو ډیر ښه بحث کړیدی. امام رازی صاحب چون شافعی مذهبی ده خو په قرأت خلف الامام کی یی بیا د امام اعظم رحمه الله قول غوره بللی دی. دی مبارک وایی چی مقتدی باید په جهری لمونځونو کی د فَاسْتَمِعُوا په لفظ باندی عمل وکړی او په خفیه لمونځونو کی دی د وَأَنصِتُوا په لفظ باندی عمل وکړی. سبحان الله څومره ښه تحلیل!!!

والسلام


-
05.06.2011

السلام علیکم

په دې موضوع کې زما په نظر تر ټولو اوسط مذهب د امام مالک رحمه الله دی، والله اعلم.
امام مالک رحمه الله وايي، په جهري لمانځه کې باید د امام قرائت ته غوږ کیښودل او فاتحه ونه لوستل شي، او په خفیه لمانځه کې باید فاتحه ولوستل شي. همدارنګه مثلا د ماښام په لمانځه کې په لومړیو دوه رکعتو کې باید دامام تلاوت ته غوږ کیښودل شي او په وروستي یو رکعت فاتحه ولوستل شي.
زه که څه هم په مذهب د امام ابوحنیفه رحمه الله پیرو یم، خو په دې مسئله کې له څو کلونو راهیسې د امام مالک رحمه الله په مذهب عمل کوم، اعني په جهري لمانځه کې د احنافو په قول عمل کوم او د امام تلاوت ته غوږ ږدم، او په خفیه لمانځه کې د امام پسې پخپله هم فاتحه قرائت کوم.
په دې موضوع کې که د امام مالک رحمه الله په رایه کې فکر وشي ډیر معتدل، وسط، او زړه ته منونکی مذهب دی. والله اعلم بالصواب


عادل عادل
05.06.2011

السلام علیکم

ګران حامدورور، ښاغلی وزیري صاحب او دروند کلیوال صاحب ستاسو له معلوماتو یوه نړی مننه کوم.

د مکرم حلیمي صاحب د نظر په هیله


۰
05.06.2011

السلام علیکم
ښاغلو دي موضوع کي مؤمن مهاجر صیب د نبوي احادیثو په رڼاکي موضوع ښه روښانه کړه او کوم اشکال پکي نشته ، بیا که څوک واي چي زه حدیث څه کوم زه خو حنفي یم نو رښتیني صیب او وزیري صیب د حنفي فقهي له مخي هم پوره معلومات ورکړه او پوښتونکي عبدالله صیب به هم اوس سر خلاص شوی وي نو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه لمونځ کوي نو مؤمن مهاجر صیب ورته شرح کړی او که د حنفي فقهي باندي عمل کوي نو هم وزیري صیب او رښتوني صییب ور وښوده او نور به نو دي نه پس په ناندرو بدل شي او له ګټي نه به يي تاوان ډیر شي
نو زما په اند چي نور يي ونه چیړو ښه به وي کنه ما هم ورپسي صلاةالنبي کتلي او بحث به پیل کړم خو که په همدي اکتفا وشي نو ښه به وي.

مومندافغان[چپرهاری]



ع کريم حليمي
09.06.2011

محترمو او مکرمو ، عادل عادل صاحب ، ګران حامد صاحب ، ګران وزیري صاحب او ګران کلیوال صاحب
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم عادل عادل صاحب ، تاسو زما نظر غوښتې ؤ
ګرانه زه خپل نظر نه لرم خو د حنفي مکتب شاګرد یم ،
په حنفي مکتب کښي : سورت فاتحه په اول او دوهم رکعت کښي واجب ده
او په دریم او څلورم رکعت کښی واجب نه بلل کیږي
په دلیل د سورت مزمل آیه ۲۰
....... فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ........
ژباړه : پس ولولئ ( په لمانځه کښي ) هومره چه آسان وي له قرآنه

او په صحيح البخاري ، باب من رد فقال عليك السلام راغلي چه :
إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَأَسْبِغْ الْوُضُوءَ ثُمَّ اسْتَقْبِلْ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ ثُمَّ اقْرَأْ بِمَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنْ الْقُرْآنِ
یعني : هر کله چه ولاړېږې یا غواړېٖ چه المونځ وکړېٖ نو په ښه کامل او پوره
ډوَل اودس تازه کړه ، نو بیا مخ پر قبله ودرېږه تکبیر ووایه ورسته بیا ًقرآن ولوله کوم چه درته مقدور ، درته آسانه وي

[quote:e08db013ca] وأما المأموم فلا يقرأ عند الحنفية لا في سرية ولا في جهرية لا في الأوليين ولا الأخريين، بل عليه الإنصات في وقت القراءة ولو لم يسمع قراءة الإمام. قال الزيلعي في تبيين الحقائق: ولا يقرأ المؤتم ـ أي سواء جهر الإمام أو أسر... والإنصات فرض بالنص... يعني قوله تعالى: وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا {الأعراف: 204}. والإنصات لا يخص الجهرية، لأنه عدم الكلام؛ لكن قيل: إنه السكوت للاستماع لا مطلقا. وحاصل الاستدلال بالآية أن المطلوب أمران: الاستماع والسكوت، فيعمل بكل منهما. والأول يخص الجهرية، والثاني لا، فيجري على إطلاقه فيجب السكوت عند القراءة مطلقا.

وأما ضم السورة إلى الفاتحة في الركعة الثالثة والرابعة فمكروه تنزيها لا تحريما، وقد فصل ذلك ابن عابدين في الحاشية أيضا فقال: لايكره تحريما بل تنزيها لأنه خلاف السنة. قال في المنية وشرحها: فإن ضم السورة إلى الفاتحة ساهيا يجب عليه سجدتا السهو في قول أبي يوسف لتأخير الركوع عن محله، وفي أظهر الروايات لا يجب لأن القراءة فيهما مشروعة من غير تقدير، والاقتصار على الفاتحة مسنون لا واجب. اهـ.[/quote:e08db013ca]

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more