د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

افغان ته

Farhad zaheer
11.07.2004

افغان ته
[color=darkblue:6e845a19b2]سترګې خلاصې کړه ښه وګوره جهان ته
بيا نولږ څه پاملرنه وکړه ځان ته
بېوزلي خودې نن وګوره په خپله
نور له ځمکې نه خلاص شوي ځي کيهان ته
دموقع نه چې دې کار اخستی نه دی
اوس دې وازه خوله نيولې ده اسمان ته
خپلې مټې دې په کار اچولی نه شې
مدام ګورې د پرديود سترخوان ته
له تا وروسته مخکې شوي په مزل کې
لږ په ځغلند نظر وګوره جاپان ته
ته په خاوره کې لغړېږې په دنيا کې
لږ دې وګوره خپل سر او خپل سامان ته
د ژوند سطح د هر چا ده لوړه شوې
تنبلي پاتې ده تا غوندې انسان ته
هميشه به خواړه غواړي له اغيارو
څوک چې سپک ګوري دخپل کلي دهقان ته
چې دهر سړي ټب سوری پاتې شوی
منت بار چرتنو وړی دی افغان ته[/color:6e845a19b2]
[color=red:6e845a19b2] عبدالطيف منت بار[/color:6e845a19b2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more