اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تاسی ټول په دی قتلونو کی شریک یاستۍ!!!
Murad
01.06.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
ټولو محترمو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
عزتمندو! له ډیره وخته راهیسی په ټول افغان فورم کی دا سیاسی، نظامی او حربی بحثونه ګورمه او لولمه یی.
دا زما اولنۍ لیکنه ده، نه می غوښتل چی په دی بحثفورم کی بحث وکړمه خو اخیر دی دومره غیر اسلامی کړنو، تعصب او سترګی په بډو وهلو دی ته اړویستمه چی زه باید یو اکاونټ خلاص کړم او دا د خپل زړه غوټه هم درته را وسپړم. زه کیدای شی چی غلط پوه شوی یمه خو هغه څه چی زما په مغز کی دی ستاسو مخی ته یی ږدمه کیدای شی چی ددی تعبیر له مانه غلط شوی وی. او که غلط نه وی شوی او زه پر حقه یمه نو بیا ستاسو د پوهاوی لپاره دا لیکنه واجب بولمه.
زړه ته رانیژدی دوستانو! په دی باندی ټول سره پوهیږو چی دا دری لیسیزی په ګران افغانستان کی د قوم پرستۍ او نژاد پرستۍ په نامه څه تیریږی.
په همدی نامه او دیته ورته نومونو باندی څومره ویني توی شولی، زما په آند که دا ویني سره راجمع شی نو د آمو سیند به ترینه جوړشوی وای.
زه حیران په دی یمه چی د یو مسلمان وینه په څه باندی تاسو حلاله شماری چی توی یی کړی. ناټو، پاکستان، ایران، هند، طالبان، القاعده، ملی اردو، پولیس، شمالی ټلواله، حزبونه او داسی نوری کړۍ خو به یی کوی خو دا تاسو یی ولی په دی بحثونو کی طرفدارۍ کوی او په لوی لاس په دی قتلونو کی ځانونه د خدای جل جلاله په دربار کی مجرمان معرفی کوی. آیا پټه خوله بهتره نه ده؟ او که په دی پروپاګند باندی پیسی اخلی؟ په تهمت یی مه نیسی، یا به پیسی اخلی او یا خو مو د سر ماغزه پوندو ته تللی دی. ستاسی ګناه پیغمبر علیه السلام داسی فرمایلی ده:
مَنْ أَعَانَ عَلَی قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِشَطْرِ کَلِمَةٍ، لَقِيَ اﷲَ عزوجل مَکْتُوْبٌ بَيْنَ عَيْنَيْهِ : آيِسٌ مِنْ رَحْمَةِ اﷲِ.
ابن ماجه، السنن، کتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلمًا
په ابن ماجه کی پیغمبر علیه السلام د یو مومن حرمت له کعبی شریفی نه زیات شمارلی دی:
عَنْ عَبْدِ اﷲِ بْنِ عُمَرَ قَالَ : رَأَيْتُ رَسُولَ اﷲِ صلی الله عليه وآله وسلم يَطُوفُ بِالْکَعْبَةِ، وَيَقُولُ : مَا أَطْيَبَکِ وَأَطْيَبَ رِيحَکِ، مَا أَعْظَمَکِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَکِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اﷲِ حُرْمَةً مِنْکِ مَالِهِ وَدَمِهِ، وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلَّا خَيْرًا.
ابن ماجه، السنن، کتاب الفتن، باب حرمة دم المؤمن وماله،
نو اوس آیا ستا ضمیر به دا ومنی چی د کعبی شریفی دیوال ونړوی؟ نه!!! نو بیا ولی د یو مسلمان وینه په داسی حال کی تویوی چی ګناه یی هم نه بولی؟
د مسلمان په طرف خو د سلاح خوله ور اړول هم منعه دی:
لَا يُشِيرُ أَحَدُکُمْ إِلَی أَخِيهِ بِالسِّلَاحِ، فَإِنَّهُ لَا يَدْرِي أَحَدُکُمْ لَعَلَّ الشَّيْطَانَ يَنْزِعُ فِي يَدِهِ، فَيَقَعُ فِي حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ.
مسلم، الصحيح، کتاب البر والصلة والآداب، باب النهي عن إشارة بالسلاح
الله جل جلاله خو د یو نفس قتل کول د قتل الناس سره برابر شمارلی ده نو ته څنګه دومره غټ جرات کولای شی؟
مَنْ قَتَلَ نَفْسًام بِغَيْرِ نَفْسٍ اَوْ فَسَادٍ فِی الْاَرْضِ فَکَاَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيْعًا.
د اهل السنت په عقایدو کی امام ابومنصور ماتریدی رحمه الله ددی آیت لاندی لیکی چی په ناحقه سره د یو نفس قتل کولو ته حلال ویل کفر ده.
من استحل قتل نفس حَرَّمَ اﷲ قتلها بغير حق، فکأنّما استحل قتل الناس جميعًا، لأنه يکفر باستحلاله قتل نفس محرم قتلها، فکان کاستحلال قتل الناس جميعًا، لأن من کفر بآية من کتاب اﷲ يصير کافرًا بالکل....
وتحتمل الآية وجهًا آخر، وهو ما قيل : إنه يجب عليه من القتل مثل ما أنه لو قتل الناس جميعًا.
ووجه آخر : أنه يلزم الناس جميعا دفع ذلک عن نفسه ومعونته له، فإذا قتلها أو سعي عليها بالفساد، فکأنما سعي بذلک علي الناس کافة.... وهذا يدل أن الآية نزلت بالحکم في أهل الکفر وأهل الإسلام جميعاً، إذا سعوا في الأرض بالفساد.
أبومنصور الماتُريدي، تأويلات أهل السنة، 3 : 501
په همدی رابطه حدیث پاک کی راځی
عَنْ عَبْدِ اﷲِ بْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اﷲِ صلی الله عليه وآله وسلم : قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اﷲِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا ( نسائي، السنن، کتاب تحريم الدم، باب تعظيم الدم)
د جنګ په دوران کی که یو چا د اسلام اظهار وکړو نو د هغه وینه تویول حرام کرځی: حضرت اسامه رض فرمایی:
بَعَثَنَا رَسُوْلُ اﷲِ صلی الله عليه وآله وسلم إِلَی الْحُرَقَةِ مِنْ جُهَيْنَةَ، فَصَبَّحْنَا الْقَوْمَ، فَهَزَمْنَاهُمْ، وَلَحِقْتُ أَنَا وَرَجُلٌ مِنَ الْأَنْصَارِ رَجُلًا مِنْهُمْ، فَلَمَّا غَشِيْنَا قَالَ : لَا إِلٰهَ إِلَّا اﷲُ. فَکَفَّ عَنْهُ الأَنْصَارِيُّ، وَطَعَنْتُهُ بِرُمْحِي حَتَّی قَتَلْتُهُ. قَالَ : فَلَمَّا قَدِمْنَا، بَلَغَ ذَالِکَ النَّبِيَّ صلی الله عليه وآله وسلم فَقَالَ لِي : يَا أُسَامَةُ، أَقَتَلْتَهُ بَعْدَ مَا قَالَ لَا إِلٰهَ إِلَّا اﷲُ؟ قَالَ : قُلْتُ : يَا رَسُوْلَ اﷲِ، إِنَّمَا کَانَ مُتَعَوِّذًا. قَالَ : فَقَالَ : أَقَتَلْتَهُ بَعْدَ مَا قَالَ لَا إِلٰهَ إِلَّا اﷲُ؟ قَالَ : فَمَا زَالَ يُکَرِّرُهَا عَلَيَّ حَتَّی تَمَنَّيْتُ أَنِّي لَمْ أَکُنْ أَسْلَمْتُ قَبْلَ ذَالِکَ الْيَوْمِ
بخاری، الصحيح، کتاب المغازي، باب بعث النّبيِّ صلی الله عليه وآله وسلم أسامة بن زيد إلی الحرقات من جهينة،
په دی حدیث کی پیغمبر علیه السلام څومره په تعجب سره وایی چی زه اوس له لااله الا الله سره څه وکړم. نو آیا دا اوس چی وژلی کیږی د ددوی له لااله الا الله سره به تاسی څه کوی؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دی حدیث ته به تاسی په ورځ د قیامت څه ځواب وایی؟
إِنَّ دِمَائَکُمْ وَأَمْوَالَکُمْ وأعْرَاضَکُمْ عَلَيْکُمْ حَرَامٌ، کَحُرْمَةِ يَوْمِکُمْ هذَا، فِی شَهْرِکُمْ هٰذَا، فِی بَلَدِکُمْ هٰذَا، إِلَی يَوْمِ تَلْقَوْنَ رَبَّکُمْ. أَلَا، هَلْ بَلَّغْتُ؟ قَالُوْا : نَعَمْ. قَالَ : اَللّٰهُمَّ اشْهَدْ، فَلْيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ، فَرُبَّ مُبَلَّغٍ أَوْعٰی مِنْ سَامِعٍ، فَلاَ تَرْجِعُوْا بَعْدِي کُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُکُمْ رِقَابَ بَعْضٍ.
بخاري، الصحيح، کتاب الحج، باب الخطبة أيام منی،
ترمذی شریف خو بیا دومره سخت حدیث را اخیستی چی زړونه لړزوی:
لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الْأَرْضِ اشْتَرَکُوْا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ لَأَکَبَّهُمُ اﷲُ فِي النَّارِ.
ترمذی، السنن، کتاب الديات، باب الحکم في الدماء،
آیا نن دا وخت نه ده؟ که وی نو ولی ځان نه ترینه ساتی؟ دا خو فتنی دی.
يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ وَيَنْقُصُ العِلمُ وَيُلْقَی الشُّحُّ وَتَظْهَرُ الْفِتَنُ وَيَکْثُرُ الْهَرْجُ. قَالُوا : يَا رَسُولَ اﷲِ، أَيُمَا هُوَ؟ قَالَ : الْقَتْلُ، الْقَتْلُ.
بخاری، الصحيح، کتاب الفتن، باب ظهور الفتن،
په بل حدیث کی خو صریحا داسی حالاتو ته فتنی ویل شویدی.
عَنْ عَبْد اﷲِ بْنِ عُمَرَ رضی اﷲ عنهما قَالَ : کُنَّا قُعُودًا عِنْدَ رَسُولِ اﷲِ صلی الله عليه وآله وسلم فَذَکَرَ الْفِتَنَ، فَأَکْثَرَ فِي ذِکْرِهَا حَتَّی ذَکَرَ فِتْنَةَ الْأَحْلَاسِ. فَقَالَ قَائِلٌ : يَا رَسُولَ اﷲِ! وَمَا فِتْنَة الْأَحْلَاسِ؟ قَالَ : هِيَ هَرَبٌ وَحَرْبٌ.
أبوداود، السنن،کتاب الفتن والملاحم، باب ذکر الفتن،
اوس نو ګرانو وروڼو له تاسی نه دا سوال کوم چی دا اوسنی مرګونه او قتلونه تاسی په باندی حلال بولۍ؟ ما خو هم لږ پری پوه کړی.
مننه