د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جنرال داوود دشمالي بدنامې ټلوالې ملا ورماته کړه

موفق افغان
30.05.2011

ډګر جنرال داوود دافغانستان په شمال کې دکابل ادارې دپولیس ځواکونو د ۳۰۳ پامیر زون قوماندان او مل پاسوال شاه جهان نوری دتخار ولایت دامنیه قوماندان او یوه ډله نور خرڅ شوي له خپلو بهرنیو بادارانو سره دشنبه په ورځ دمې په ۲۸ مه په تخار ولایت کې په یوه استشهادي عملیه کې ووژل شول چې دقهرمان مجاهد عماد الدین دعبد الله زوی دتخار ولایت اوسیدونکی (الله تعالی یې دې شهادت قبول کړي) لخوا ترسره شوه. پدې عملیه کې دتخار والي عبد الجبار تقوی او دافغانستان په شمال کې دناتو ځواکونو آلمانی بولندوی ټپیان شول.
دتیر دوو میاشتو په اوږدو کې دا دشمال بدنامې ټلوالې دوهم مهم قوماندان دی چې وژل کیږي. تیره میاشت دکندز دامنیې قوماندان عبد الرحمن سید خیلي چې مشهور په مولانای سید خیل وو په یوه ورته عملیه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په هغه عملیه کې جنرال داوود چې له سیدخیلي سره یې ملتیا کوله روغ رمټ ووتلو.
جنرال داوود د ۱۹۶۹ میلادي کال په جنوري میاشت کې دتخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې زیږیدلی. لوړې زدکړې یې نه وې کړې او دنوې ځوانې په وخت کې په تخار کې د نظار شوری دبولندوی ډاکټر حسین دساتونکي په توګه وټاکل شو.
وروسته لدې چې ډاکټر حسین د نظار شوری له څلورو نورو قوماندانانو سره په سیمه کې دحزب اسلامی دقوماندان سید جمال ولید لخوا ووژل شو، داوود دخاصو صفاتو ددرلودو له امله داحمد شاه مسعود دساتونکي په توګه وټاکل شو. پدې وخت کې داوود له ۲۵ کلونو ډیر عمر نه درلود او له همدې امله په هغې ډله کې په بد اخلاقۍ مشهور وو او تر نن پورې په همدې خاص لقب یادیده چې دقلم دعفت ساتنې په وجه یې یادونه نشو کولای.
له مسعود سره یې دملتیا په وخت زړورتیا، جنګیالیتوب او له الله تعالی څخه نه هیریدل ددې لامل شو چې نوموړی تر خپل تاثیر لاندې راولي او بې لدې چې دده عمر او اهلیت په نظر کې ونیول شي دجنرالۍ رتبه ورته ورکړل شوه او له طالبانو سره دجګړې په وخت کې ډیر غټ غټ مسؤلیتونه ورته وسپارل شول.
دسپتمبر دیوولسمې له پیښې او دصلیبي ځواکونو لخوا پر افغانستان د یرغل نه وروسته دشمال بدنامه ټلواله او په سر کې یې دنظار شوری له منځه ولاړل او په څو ټوټو وویشل شول. دهغوی هرې ټوټې دځانګړی اشغالګر هیواد په لمن کې ولویدل. پدې لار کې جنرال داوود هم زیار وایست چې له نیواکګرو ملکونو څخه دیوه پام ځان ته راواړوي ترڅو پدې سره وکولای شي چې دصلیب ښه خدمت وکړي او خپل ځان له مجاهدینو سره په مقابله کې په صلیبیانو په ښه بیه خرڅ کړي.
جنرال داوود په کال ۲۰۰۱ میلادي کې په افغانستان باندې دامریکا دحملو پر وخت په کندوز ولایت کې دمجاهدینو پر ضد په جګړه کې دنظار شوری دمزدورو ځواکونو بولندوی وو او دخپلې قوماندانې په جریان کې یې دهغه مجاهدینو په وړاندې چې په جګړه کې اسیران شوی وو له هیڅ ډول ظلم اوتیري څخه مخ وانه ړاوه. په سلګونو اسیران یې په مختلفو ډولونو شکنجه او تعذیب کړل او په پایله کې یې ټول په مختلفو ډولونو له انساني اخلاقو او اصولو لرې په شهادت ورسول.
له پرله پسې زیار او دمسلمانانو او مجاهدینو په وړاندې دبې رحمې له ثابتولو وروسته نوموړی پدې بریالی شو چې دانګلیسان دمیتوب او غلامی افتخار وګټی او همغه وو چې دانګلیسانو دغوښتنې او فرمان پر بنسټ دلومړي ځل لپاره دتخار دوالي په توګه وټاکل شو.
پدې ولایت کې له څه مودې تیریدو وروسته انګریزانو احساس وکړ چې داسې یو مخلص کس لکه جنرال داوود باید په یوه مهم او کلیدې پوړ کې مقرر شي تر څه په ښه توګه وکولای شي له انګریزانو سره خپلو موخو ته په رسیدو کې مرسته وکړی، او په همدې توګه دصلیب لاسپوڅي کرزي ته یې امر وکړ چې جنرال داوود دکورنیو چارو دنشه یې توکو سره دمبارزې دمرستیال په توګه وټاکي. او دده په ټاکلو سره انګریزانو وکولای شو چې دنشه یي توکو دقاچاق په وړاندې کوم خنډونه یې چې درلودل له مخې لرې کړي.
وروسته لدې چې داسلامي امارت مجاهدینو خپلې حملې شمالي سیمو ته وغزولې او دهیواد په شمال کې یې نوې جبهې د مزدورې اردو، پولیسو او دهغوی دبادارانو په وړاندې پرانیستې، دکابل مزدور حکومت وغوښتل ترڅو داسې یو خونخوار، ظالم او بې رحمه کس دمجاهدینو دې سیمو ته ولیږي چې پدې ډګر کې تجربه هم ولري ترڅو وکولای شي په شمال کې دمجاهدینو د ځواکمنیدو مخه ونیسي، هماغه وو دانګلیس په موافقه جنرال داوود د پامیر د ۳۰۳ زون دقوماندان په توګه ولیږل شو. جنرال داوود په خپله دې نوې دنده کې دپوره خلاص لاس صلاحیت درلود او دهر ډول تغیر اوتبدیل واک یې درلود. په همدې وجه دده دغوښتنې پر بنست دنظار شوری بعضې په کور ناست کسان چې دده غوندې یې په ظلم او بربریت کې تجربه درلوده په دندو وګومارل شول او دده تر قوماندانې لاندې یې دهیواد په شمال کې داسلام دریښو په ایستلو کې خپله دنده پیل کړه.
لدې کسانو څخه یو هم یاد شوی سید خیلي وو چې دکندوز ولایت دامنیه قوماندان په توګه ولیږل شو. جنرال داوود او سیدخیلي دخپل استاد احمد شاه مسعود او خپلو نویو بادارانو دخاصو لار ښوونو په رڼا کې داسلام او مسلمانانو پر ضد دمبارزې په لار کې ډیر کلک او جدي قدمونه پدې سیمو کې دمجاهدینو د شا تګ په موخه پورته کړل. دوی وتوانیدل دهیواد په شمال کې د (اربکیانو) په نوم بعضې اوباشان او مرتزقه (دپیسو جنګالیان) په وسله کړي تر څو له اخلاقي او قانونی قید څخه لرې داسلامي امارت دمجاهدینو او ددې سیمې دمسلمانانو په وړاندې وجنګیږي. هماغه وو چې اربکیانو ددې دوو مریو تر لارښوونې لاندې په سلګون ښځې، ماشومان او سپین ږیري په شهادت ورسول. ددې اوباشانو ظلم او تیری دې حد ته ورسید چې دسیمې خلکو ددې انتظار کولو چې یو مناسب فرصت پیدا کړي ترڅو ددې بې بند وباره جنرال داوود په وړاندې دخپل نفرت اظهار وکړي هماغه وو چې دوې هفتې مخکې نړۍ ددې شاهده وه چې ددې سیمو دخلکو غبرګون دتالقانو په ښار کې ولید چې له شلو تنو څخه زیاتو مظاهره کوونکو دوژلو لامل وګرځید اوتراوسه ددې نا آرامېو لړۍ روانه ده.
سیاسي او غربي شنونکي دجنرال داوود وژنه یوه نه جبرانیدونکې ضایعه بولي او دا داسلامی امارت یوه لویه بریا ګڼي.
پدې کې شک نشته چې دداسې سرټیټو کسانو وژل لکه سیدخیلی او جنرال داوود چې په زرګونو او باشان او بې بندوباره کسان یې شاوخوا راټول شوي وو له یوې خوا دمزدورو ځواکونو او دهغوی دبادارانو په ککرۍ یوه ډیره غټه ضربه ده او بلې خوا په نظار شوری او دهغې په ډلو. دجنرال داوود په وژلو سره نه یوازې چې انګلیسانو یو خپل ډیر نیژدې او مخلص مزدور له لاسه ورکړ بلکه په افغانستان کې دنیواکګرو لاسپوڅي حکومت هم دیوه داسې خونخوار وحشي له خدمتونو محروم او بې برخې شو چې لاس یې دزرګونو مسلمانانو په وینو ککړ وو. سربیره پر دې ددې ناولي کس په وژلو سره دشمالي بدنامې ټلوالې چې په سر کې دنظار شوری ده دملا تیر مات شو چې دا ټپ یې هیڅ دپتۍ وړ ندی. سیدخیلي او جنرال داوود هغه کسان وو چې دنظار شوری خرڅ شوی رهبران به تل ددوی په خوانخوارۍ نازیدل او فخر به پرې کولو.
او پدې کې هم شک نشته چې ددې شان خونخوارانو مریو وژل داسلامي امارت دمجاهدینو لپاره په ټول هیواد کې او په خاصه توګه دهیواد په شمال کې یوه غټه بریا او کامیابي ده. هیله ده چې ددې دوو مهمو کسانو په وژلو سره نور ددښمن جبهې پدې سیمه کې کمزورې او له منځه ولاړې شي ځکه چې مزدور حکومت ددوی لپاره ځای ناستی نلري چې پدې شمیره بدماشان او اوباشان په ځان راټول کړي.


larghonay laraway
30.05.2011

موفق صيب خو همدغه موضوع په (لر او بر د لوی افغان د ازادۍ پا څون
) فورم کې روانه ده نو تکرار ته څه اړتيا ده؟


موفق افغان
30.05.2011

ګرانه دا زما خپله لیکنه ده او زه نه یم خبر که په لر او بر کی نشر شوی وی او که په لر او بر کی موضوع همدا او لیکنه د بل چا وی نو څه فرق کوی چی نوی معلومات په ټول افغان کښی نشر شی؟ زمونږ مشکل همدا دی چی فورا باید انتقاد وکړو او دنورو کارونو ته په سپکه نظر وګورو. الله تعالی مونږ ټولو ته هدایت ورپه برخه کړی


larghonay laraway
30.05.2011

موفق صيب موفق اوسې او که له حوصلې کار واخلي او زما ليکنه يو ځل بيا ولولې ښه به وي. ما د لر او بر ويب سايټ نه دی ښودلی. بلکې په همدې ټول افغان کې د [color=red:ccfdefa6ef](لر او بر د لوی افغان د ازادۍ پا څون )[/color:ccfdefa6ef] په فورم کې د داوود د قتل په اړه بحث روان دی!
نو تاسو که نوې خبره لرئ، که تحليل او که انتقاد هملته يې وکړئ چې لوستونکو ته اسان وي او د جنرال داوود په اړه په يو ځای کې ولولي!
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more