نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بري لار : ملي وحدت، ملي او اسلامي پاڅون دی
پتوال
29.05.2011
په ايبټ آباد کې د اسامه له ٦ کالو اوسېدلو وروسته شهادت او دهغې دپاسه له پاکستان سره د امريکا دوستۍ ثابته کړه چې روانه جګړه امريکا او پاکستان په ګډه په افغان ملت تپلې ده او يوځې په سراسري ملي وحدت سره ددواړو پر ضد پاڅون ضروري دی . دا بالکل مردوده خبره ده ده چې ځينې دې د پاکستان په ضد او د امريکې پلوی کوي يا برعکس د امريکا پر ضد جنګيږي خو د پاکستان پلوی ته دوام ورکوي . دغه درز او بيلوالي ملت په دوه يا درې برخو ويشلی دی :
١ د ملت ٧٠ ٪ ډېرکی ، او د جګړې دوه خواوې، ملت له هغه چا سره وحدت او ملاتړ يې کوي چې هم د امريکا او هم د امريکا غلام او د شتراتيژيک دوست پاکستان پر ضد جنګيږي ! دا زمونږ د ملي وحدت هغه شرط دی چې د بهر او بهرنيانو خواته متوجه دی، کور دننه د ملي وحدت شرط د ملتپالنې اسلامپالنې او ملي اسلامي ولسواکۍ پالنه ده ، ددې اساساتو وحدت ساتل په داخل کې او د اشغالګرو او د هغوی د غلام پنجابي پاکستان پر ضد پاڅون زمونږ د ملي وحدت خارجي شرط دی ، يواځې ددواړو شرايطو مطابق پاڅون ، جهاد او ملي - اسلامي پاڅون دی چې له ملي وحدت او نهايي بري څخه به برخمن وي !
مونږ په طالب ورونو غږ کوو چې دې ملي رسالت ته لبّيک ووايي او له ټول افغان ملت سره اوږه په اوږه د اشغالګرو او د اشغالګرو د بهرني
او کورني ملاتړو پر ضد ودريږي او پرېنږدي چې ملت د پاکستانپلوو او امريکا پلوو جنګياليو ترمنځ جګړې ته راکاږي ، بلکې په بشپړ ملي وحدت سره ددواړو جنايتکارو مداخله ګرو پر ضد لاسونه سره ورکړي
او ددوی دا ګډه جنګي ډرامه نوره ختمه کړي !
م . ق
29.05.2011
د لوي رب په سپیڅلې او مبارکه نامه پیل کوم،
السلام علیکم ورحمة الله
د ښاغلي پتوال صاحب د موضوع په اړوند د ملي اسلامي وحدت لپاره زه یو سیاسي او ملي تجویز لرم، ښایي دا وړاندیز د پلي کولو وړ نه وي او یا هم اړونده خواوي ورته چمتو نه وي خو بیا هم د یوې سترې ملي اسلامي لاسته راوړنې یوه معقوله لار ده چې د سوچ او فکر وړ ده.
وړاندیز څه پدې ډول دی چې:
ټول معلوم الهویت او بدی الماهیت افغاني سرکرده لوبغاړي چې عبارت دي له : فهیم، قانوني،غبرګ عبدالله، خلیلي،محقق، محسنې، دوستم، ګلبدین حکمتیار،سراج الدین حقاني، انوارالحق مجاهد، ملامحمد عمر اخوند په شمول د کوټي د عالي شوری او نورو پخواني مجاهدینو غټ رهبران او قومندانان.
دوي ټول دې په یو دریمګړي اسلامي بې طرفه هیواد لکه ترکیه، ترکمنستان، یا ملیشیا کې یوه پټه بین الافغاني غونډه وکړي، ټول دې د امریکې، برطانیې، پاکستان او ایران پلانونه او دسیسې چې دافغانانو خلاف یې په کار اچولي یو بل ته روښانه کړې، پدې توګه به د دوي ترمینځ د اسلامي او ملي اخوت د فضاء رامینځ ته کیدو یوه موقع پیدا شي، ټول به پدې پوه شي چې مونږ د پردیو په ګټه خپلې پښې وهو او دخپلو ورونو په وینو مو لاسونه سره دي.
پدې توګه به دیوې ملي، اسلامي او افغاني جذبې په راپورته کیدو سره ټول دې ته وهڅیږي چې د اغیارو او پردي بادارانو نه لاس په سر شي او خپل مینځ کې یو توافق ته ورسیږي.
د یو سیاسی اړخ په توګه دې هره خوا د یوبل زغملو ته چمتووالې ونیسي او د ژور سیاسي بصیرت او حکمت یا ملي مصلحت په بناء دې د یوڅه امتیازاتو څخه د نورو لپاره تیر شي همدارنګه به نورې خواوي په خپل عالي ظرفیت او لوړ سیاسي بصیرت سره د دوي لپاره د یوڅه نه تیر او په یو څه قایل شي.
ترڅو چې ټول یوبل ته په متقابلو حقوقو قایل او له میم زر ما ټوله زما څخه تیر نه شي، تل به دپردیو په لاس کې پاتې وي او د خپل مستقل تصمیم نیولو څخه به عاجز وي.
خو د مجاهدینو ماضي قریب ته په پام سره دا خبره په څرګنده توګه جوته کیږي چې د مکې معظمې د تړون په څیر دغسې یو تړون ناشونې او ناقابل عمل بریښي خو بیا هم داسې یو توافق ته د رسیدلو راز پدې کې دی چې هیڅ بهرنې لاس پدې پلان کې ښکیل نه وي او نه هم د غونډې د داخلي جریان څخه خبر وي.
که پدې لړ کې کوم اړخ بې ځایه مزاحمت د تخریب یا راز افشاء کولو هڅه وکړي نو په شریکه او متفقه فیصله به دیو غدار او خاین په توګه رسما وپیژندل شي او په وړاندې به یې شریک سنګر ونیول شي.
هذا وما ذالک علی الله بعزیز.
د یادونې وړ بولم چې هیچا ته دا حق نه ورکوم چې په مطلقه توګه زما نظریه رد او یا پرې د باطل حکم وکړي بې له دې چې د خپلې ادعا لپاره ثبوت او دلیل وړاندې کړي.
والسلام مع الاحترام والاکرام
ورور مو: ننګرهاري قرآني
bette
29.05.2011
تېروماجراګانوته په لېددیوې لنډکۍ پوښتنې اجازه غواړم
که فرضاپه دې یادشویو کسانوکی نورټول په الوتکه کې
سپاره وې او یویې لاندې له سټنګر توغندې سره ګوته پر
ماشه ولاړ وې څه فکرکوئ ....؟؟
پتوال
29.05.2011
ننګرهاری قراني صيب له بيطرفه نيک نظر څرګندولو څخه موډيره مننه !
که ستاسې دغه نظر د جګړې هر اړخ وغواړي د سولې د شورا له لارې هم ورته بل اړخ رابللی او اړويستلی شي !
خو مخکې له دې چې دغسې يوې حل لارې ته دواړه خواوې سره رسيږي بايد اساسي کار د يو غښتلي بنسټ د رامنځته کولو له پاره وشي ،
څو ميراثي جګړه ماران هم د ملي سولې منلو ته اړباسي . جګړه ماران په دواړو خواو کې د پرديو له پاره جګړې ته دوام ورکوي او هيڅکله به
حاِضرنشي چې چې ټوپک کيږدي ، که اشغالګر له هيواده ووځي هم دوی به د بادارانو پر ځای جنګ ته دوام ورکوي . دکورنۍ جګړې
او نتيجتا د هيواد دتجزيې پړه هم بيا د جګړې حاميان پر ځان نه مني او پخپله خپل ګډو شومو هدفونو ته رسيږي . له دې کبله مونږ اشغالګرو
او د هغوی په ګوډاګيانو هېڅ غږ نه کوو ، زمونږ غږ په ملت او د ملت له خوا په هغه چا دی چې ځان ته هم ملي او هم اسلامي مقاومت وايي !
ملت ټول د اشغالګرو په چټلو موخو او هدفونو پوه شوی او په وړاندې يې د يو داسې پراخه مقاومت په لټه کې دی چې هېڅډول بهرنی
لاس په کې نه وي ، ددې له پاره ملت چمتوکيږي چې له طالبانو سره د بهرنيانو په ضد راپورته شي ، خو په يو شرط چې طالبان هم د ملت سره
د پاکستان په ضد راپورته شي ! د افغان دوښمن امريکا او د امريکا ستراتيژيک متحد پاکستان دی . زمونږ ملي وحدت ، ملي آزادي او ملي سوله
ددې دواړو پر ضد اتحاد، جګړه او برياليتوب کې پرته ده . له يوه سره سوله او له بل سره جګړه کول له ملت سره جګړه او له دوښمن سره سوله ده،
د يو موټی کيدو په ځای ملت سره ويشي ، جګړه غځوي او دوښمن ته د بري چانس ورکوي ! که طالب پاڅون ځان ته ملي اسلامي مقاومت وايي نو
همدا يې وخت دی چې ملت طالبان لر او بر لاسونه سره ورکړي او په ګډه د جګړې د اصلي عاملينو ، مداخله ګرو او اشغالګرو امريکا
او پاکستان پر ضد راپورته شي ، وسله واله جګړه پراخه کړي، سوله ييزه هم ورسره غبرګه کړي او سياسي محاذ هم سره
ګډ او په يو واحد سنګر بدل کړي ، او له دې لارې څخه د ١٩ پيړۍ انګليسي او د ٢١ پيړۍ امريکايي استعمار ددوی د ګوډاګي
پنجابي پاکستان په شمول ټول په ګونډو کړي او يو آزاد لوی او سرلوړی افغانستان وزيږوي !
الله تعالی دی لوی افغان ته دغسې درک ، همت او د بري توفيق ورکړي ، الهم امين ، امين ثم امين برحمتک يا رب العالمين !
[quote:a32f5e6249]
تېروماجراګانوته په لېددیوې لنډکۍ پوښتنې اجازه غواړم
که فرضاپه دې یادشویو کسانوکی نورټول په الوتکه کې
سپاره وې او یویې لاندې له سټنګر توغندې سره ګوته پر
ماشه ولاړ وې څه فکرکوئ ....؟؟[/quote:a32f5e6249]
دا به صرف پر ضياالحق د طيارې د چاودنې پيښه د ورته پايلو سره تکرار کړي .
م . ق
29.05.2011
[quote:3980009ec5="bette"]تېروماجراګانوته په لېددیوې لنډکۍ پوښتنې اجازه غواړم
که فرضاپه دې یادشویو کسانوکی نورټول په الوتکه کې
سپاره وې او یویې لاندې له سټنګر توغندې سره ګوته پر
ماشه ولاړ وې څه فکرکوئ ....؟؟[/quote:3980009ec5]
ستاسود محترم تیرو لیکنو ته په یو ځغلند لید سره ویلاﺉ شو چې:
حزب اسلامي یا ګلبدین حکمتیار به بیا داسې کار ونه کړي لکه د حضرت صاحب دالوتکې نسکورلو کوښښ یې چې کړی وو، ځکه داځل یې رقیب (طالبان) ډیرپیاوړی دی.
[quote:3980009ec5="پتوال"]
همدا يې وخت دی چې ملت طالبان لر او بر لاسونه سره ورکړي او په ګډه د جګړې د اصلي عاملينو ، مداخله ګرو او اشغالګرو امريکا
او پاکستان پر ضد راپورته شي ، وسله واله جګړه پراخه کړي، سوله ييزه هم ورسره غبرګه کړي او سياسي محاذ هم سره
ګډ او په يو واحد سنګر بدل کړي ، او له دې لارې څخه د ١٩ پيړۍ انګليسي او د ٢١ پيړۍ امريکايي استعمار ددوی د ګوډاګي
پنجابي پاکستان په شمول ټول په ګونډو کړي او يو آزاد لوی او سرلوړی افغانستان وزيږوي ! [/quote:3980009ec5]
هو ډیر عالي او معقول نظر دی.
د لروبر افغان اسلامي امت د وحدت، استقلال او ازادۍ یواځینۍ لار همدا ده چې ټول لروبر پښتانه غازیان سره لاسونه ورکړي او دلوي افغانستان د اسلامي امارت ډبره په خپلو مبارکو لاسونو کیږدي او پدې توګه د اسلامي امت په تاریخ کې یو نوی باب پرانیزي.
نصر من الله وفتح قریب
مننه او درنښت
ورور مو ننګرهاري قرآني