د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سمون او سماند : په خپلسري

پتوال
28.05.2011

سمون :
د پښتو او پښتنو وطن کې پخوا هېڅ مهم کار چا په خپل سر نه کاوۀ ، که د کور او کورنۍ په کچه کار به و نو د کور کورنۍ له مشرانو څخه په پوښتنه کېدله، که د يو قوم او قبيلې په کچه به و نو د قوم او قبيلې مشرانو او ملکانو به پرې جرګه جوړه کړه او ستونزه به يې حل کړه، همدغسې د د سراسر پښتنو او افغانانو په کچه به يې به لويه جرګه جوړېدله اود تاريخي هوډونو په اړه به يې پرېکړې کولې ، نو خپلسري هېچيرې نه وه ، همداسې نه وه سمانده وروره ؟
سماند :
بالکل، زمونږ د کورني ، ملي او ټوزلنيزې سولې د ساتنې ژمندوی تلسټ همدغه طرزالعمل و ، د ميرويس خان او احمد شاه غوندې مشرانو ټاکل او د استقلال ګټلو
جګړې ته د وردانګلو پريکړې ټولې په همدې لارې او طريقې تر سره شوي او بری يې راوړی دی !
سمون :
مننه سمانده چې زما اندتوګه دې په تاريخي بيلګو سره نوره هم راغښتلې کړه ، خو زما مطلب دا پوښتنه ده چې ددغسې طرزالعمل اړينتيا په څه کې وه، که دغسې ګډې پريکړې، چې د مشرانو ګډون په کې اساسي شرط و نه وای شوې پايلې به يې څه وې ؟
سماند :
بيا خو به هر کس او ناکس په کورنۍ کې، هر ې کورنۍ په قوم او قبيله کې او هرې ډلې ټپلې په هيواد کې په خپل سر او خپله ځانخوښۍ ګامونه پورته کول ، خپل سري په هره ، خو په تيره بيا په افغاني ټولنه کې د جنګ اعلام دی !
زمونږ پلرونو او نيکونو د داخلي درز، نفاق او داخلي جګړې د مخنيوي له پاره د مشرانو د مشورې، جرګې او ګډو پريکړو لاره خپله کړې وه او په نسلونو نسلونو يې دغه لار لکه د سترګو کسی په عملي ژوند ژوندۍ ساتلې وه .
سمون :
يره سمانده بالکل د نښې منځ ولې، دغسې چې فکر (مقصد) زما او منطق ستا وي خبره ډيې ژر حليږي . فکر کوم چې دا نوم دې سماند
هم منطق ته وايي که څنګه ؟
سماند:
هو، سمون صيب ! همدغسې ده !
سمون:
بيا نو منطقي ته څه وايي ؟
سمانديز، که سړی وي سماندوال !
سمون : ډيره ښه، خو اوس به راشو خپلې خبرې ته چې :
خپل سري په پښتنو کې د جګړې اعلام دی ، د ګډوډۍ پيلول، او داسې يو ګواښ دی لکه د خواږه خوب پشان ډاډ من حالت کې
چې په ټولنه کې زلزله پيل شي ! يو کس به څو بد بخته کسان سره راټول کړي، وسله به په لاس ورکړي ، د هر فرد د فردي حالت په وړاندې
به څو کسيز ځواک جوړ کړي او ټولنه به تر هغه وخته پورې د ګواښ لاندې ونيسي ، چې تر څو ټولنه هم سره راټوله شي او په ګډه
د غه چينجن غاښ د ټولنې له ځامنې څخه وباسي ، که نه ټولنه به د هغې چينجنې ډلې ټپلې تر ويستلو پورې ناارامه پاتې وي !
اوس نو سماند صيب ته ښه پوهيږې چې مثالونه يې په تيرو ٣٠ -٤٠ کالو کې په ګوته کړې !
سماند :
هو ، هو ، سمون صيب ، لمر خو په ګوته نه پټيږي : د شوروي په لمسون او ملاتړ لومړی داود خان يو څو بدبخته پرچميان په ځان راټول کړل او
د خپل اکا زوی ظاهر شاه يې راپرځاوۀ، بيا تره کي او امين د شوروي په لمسون داود خان په رڼا ورځ په شهادت ورساوه ، بيا کارمل
د شوروي په پوځي مداخله سره امين اعدام کړ، بيا نجيب د ګربه چف په خوښه ملي خاين کارمل معزول کړ او بيا دISI لړۍ بيل شوه ،
لومړی رباني د ISI په مرسته او له هغه وروسته د طالبانو مشر قدرت ته ورسيدل . کرزی هم د امريکا په مستقيمه پوځي مداخله
او د جنايتکاره شمالي ټلوالې په بدرګه قدرت ته ورسيد ، کرزی، کارمل او شاه شجاع د استعمارچيانو په مستقيمه پوځي مداخله او
مذهبي واکمنان د ISI په مرسته ، هغوی د غلامانو او دوی د غلام د غلامانو په توګه قدرت ته ورسېدل .
په دې ټولو کې يو هم له ملت څخه پوښتنه نه وه کړې ، يو هم د ميرويس او احمد خان غوندې د لويې جرګې له خوا
د آزاد افغانستان مشر نه و ټاکل شوی، هر يو په خپل سر دقدرت له پاره په هيواد ناورين او زلرله راګډه کړې او په نامشروع پوځي لار يې
قدرت له ملت څخه غصب کړی دی .
سمون :
که لويه جرګه چې ټول غړي يې انتخابي راغلي وي او انتسابي نه وي په اوسنيو شرايطو کې څوک صرف د ٥ کالو له پاره مشر وټاکي مشروعيت لري ،
متاسفانه د اسلام د په سياسي ټېکدارانو کې د يوې ډلې مشر هم دغسې يو مشروعيت هم نه درلود او د راتلونکې له پاره هم
د اسلامي خلافت له امت واکۍ څخه چې ملي اسلامي ولسواکي هم ورته وايي ځان ليرې ساتي .تاسې څه فکر کوئ چې ددې علت څشی دی ؟
سماند :
داچې نه رباني او نه ملا عمر اقلا په يوې لويه جرکې ټاکل شوي وو علت يې
له ملت څخه دغصب کړي قدرت غځول وو تر څو پورې يې چې زور رسيږي ، خو دوی پخپله ډير ژر په زور مات او راوپرځول شول .
نور لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more