د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په پاکستاني طالبانو څه شوي؟؟؟

لاونګ
27.05.2011

د پاكستان طالبان وايي، چي د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د غج اخيستلو لپاره يې منظم پلان جوړ كړى او له مخې يې په پاكستان كې لوى اهداف په نښه كوي او دا بريدونه نورې نړۍ ته هم پراخوي.

د پاكستان د طالبانو د مومند ايجنسۍ وياند سجاد مومند بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د امريكا د ځانګړي ځواك له خوا د اسامه بن لادن د وژلو په بدل كې به دوى نه يوازې په پاكستان بلكې په نوره نړۍ كې هم بريدونه وكړي.

د هغه په خبره، د پاكستان طالبانو غورځنګ پخوا په قبايلي سيمو او سيمه ييزه كچه بريدونه كول، خو اوس دا ډله پياوړې شوې او ټول پاكستان او نورې نړۍ ته بريدونه غځوي.

سجاد مومند زياته كړه، چې د دوى ډله د پاكستان د اټومي پروګرام خلاف نه ده، بلكې د ده په وينا، دوىواړي پاكستان له خايينو لاسونو وژغوري.

هغه په پېښور او نورو سيمو كې د پاكستان د امنيتي ځواك پرضد وروستي بريدونه د خپلې ډلې كار وباله.

هغه دا هم وويل، كه امريكايي ځواكونه له افغانستان نه ووځي، بيا به هم دوى په پاكستان كې خپل بريدونه جاري ساتي او په دغه هيواد كې به د اسلامي شريعت تر پلي كولو پورې خپله مبارزه وكړي.

نوموړى په داسې حال كې، د امريكا پرضد د بريدونو ګواښ كوي، چې وړمه ورځ د امريكا ولسمشر بارك اوباما په لندن كې له بي بي سي سره په مركه كې وويل، چې كه دوى احساس كړي، چې له پاكستان نه يې پر ضد بريدونه پلانيږي او لا هم په پاكستان كې داسې اشخاص پيدا كړي، چې د امريكا پرضد عمليات پلانوي. بيا به هم پر دغه هيواد يو اړخيز بريد وكړي.


لاونګ
27.05.2011

پاکستاني طالبانو د بیت الله محسود د وژنې لپاره څه غچ او څومره غچ واخست چې اوس د بن لادن د وژلو غچ نیږدې هره ورځ اعلانوي او اخلي یې هم؟

دوی ته ولې د خپلو پښتنو وینه دومره سپکه او بې ارزښته ده؟؟؟

او ولې د عرب وینه د پښتانه څخه ګرانه ده؟؟؟

بیت الله محسود او بن لادن دواړه مسلمانان وو او داوړه د جهاد مشران وو. او بیا خو بیت الله محسود د طالبانو خپل پښتون هم و...نو دا څنګه؟ پاکستاني طالبان دې القاعدې ډلې ګوډاګیان دي که څنګه؟ پوهیږم چې دا یوه ډیره تریخه پوښتنه ده خو دومره دوه مخي چی په چا کې لیدل کیږي لکه څنګه چې په پاکستاني طالبانو کې لیدل کیږي، نو بیا خلک داسې تریخې پوښتنې ته مجبوروي!

[b:f0dc7140e5]پښتنو د الله په لحاظ را ویښ شی داسې دوه مخي طالبان یوازې د خپل ځان او د دوې د مسټرانو په درد خوري ږمونږ په درد نخوري!!![/b:f0dc7140e5]


پتوال
27.05.2011

لونګ خان ډيره ښه پوښتنه کړې :
[quote:6da739bffc]بیت الله محسود او بن لادن دواړه مسلمانان وو او داوړه د جهاد مشران وو. او بیا خو بیت الله محسود د طالبانو خپل پښتون هم و...نو دا څنګه؟
پاکستاني طالبان دې القاعدې ډلې ګوډاګیان دي که څنګه؟ پوهیږم چې دا یوه ډیره تریخه پوښتنه ده خو دومره دوه مخي چی
په چا کې لیدل کیږي لکه څنګه چې په پاکستاني طالبانو کې لیدل کیږي، [/quote:6da739bffc]
کله د ګوډاګيتوب له درجې څخه د هغې نوعيت ډير خطر ناک وي، طالبان که هر څومره [color=red:6da739bffc] ډېر[/color:6da739bffc] د القاعدې ګوډاګيان دي بيا به يې هم
خطر دومره ډير نه و که چيرې القاعده دISI په ګوډاګيتوب کې لږ و ډير ښکېل نه وای .متاسفانه دISI په سپېږمو کې د اسامه نيولو
ثابته کړه چې ISI له ترې ګټه پورته کوله ، او هغه چا چې ترې هم پولي او هم پوځي ګټه پورته کړې هغه بادار او اسامه يې استعمال کړی
او په لر او بر کې يې ترې د يو نا اګاه ګوډاګي کار اخيستی . خو د يو غلام ګوډاګيتوب چې د اسامه له پاره کوم انجام رامنځته کړ، د افغاني طالبانو د مشر له پاره کوم بې عبرته پيغام نه لري!
خو مونږ به القاعدې ته دا دعا کوو چې د اسامه په په غچ (بدله) کې په پښتونخوا کې اسلامي نظام جوړ ، له پنجاب او سند څخه يې رابيل
او دخپل پلرني ټاټوبي افغانستان سره يې بيرته وتړي ، که نه بل هرغبرګون يې کوم ځای نه نيسي !


عادل عادل
29.05.2011

السلام علیکم

محترم لاونګ صاحب

ستاسو پوښتنو ته که ځير شو، نو سوال پیدا کیژي چې که خبره د غچ او انتقام وي، نو پاکستاني طالبانو د بیت الله مسعود له شهادت نه مخکې ولې په پاک غلام فوځ باندې حملې کولې؟

زما په نظر د جهاد اصلي هدف د کوم شهید غچ اخیستل نه بلکه خپلواکي او د خدای د دین لوړوالی دی، د شهید د غچ په نوم حملې د شهید د شهادت په سبب د خدای په حکمت سره د مجاهدینو په منځ کې لاانسجام او قوت رامنځ ته کېدل دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more