د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو مشرانو ته!

لاونګ
27.05.2011

پرون ورځ مو يو زړه بوږنونکی خبر واوريد، چې د پکتيا وﻻيت د وزي ځدراڼ په ولسوالۍ کې، طالبانو د سرک جوړونې پر يوه ساختماني شرکت حمله وکړه. طالبانو د دغه شرکت لږ تر لږه څلوېښت ساتوونکي او کارګر وژلي او يو شمېر نور يې ژوندي يرغمل کړي دي، چې د هغوی برخليک ﻻ هم څرګند نه دی. ( طالبانو په ډېر وياړ سره د د دغه خبر پخلی هم کړی).
ښاغلی طالب صاحب! لطفا د افغانستان مظلوم او جګړه ځپلي ملت ته اوس رښتيا ووايه، چې د دغه بېګناه انسانانو د وژلو او يرغمل کولو امر او فرمان تاسو ته بيا له کومې مرجعې نه صادر شوی و؟
ايا دغه وژل شوي کارکوونکي ستاسې دښمنان وو؟
ايا دغه بېګناه ګارګرو ستاسې پر وړاندې پوځي عمليات کول؟
ايا دغو بېګناه خلکو د بېل او کولنګ په مرسته ستاسو جاسوسي کوله؟
ايا دغو کارګرانو کورنه او ودانۍ ورانولې؟
نه!
دغه بېګناه کارګرو زما او ستا وران ويجاړ کور جوړولو!
دغو بېګناه کارکوونکو هغه سرک، چې ستا په بم او د بهرنيو وحشيانو لخوا په ټانک او بمباريو سره وران شوی و، بېرته زما او ستا لپاره جوړولو!
دغه بېګناه کارګرو د خپلو بېوزلو کورنيو لپاره، له دغه مدرکه يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله.
دغه بېګناه کارګرو، هغه سرک چې سبا ورځ د خلکو په درد خوري او زما او ستا مريض، سپين روبي، ناروغه مور او خور په دې ﻻره انتقال شي، جوړولو.
اې طالب صيب، د دغه بېچاره ملت وينه او ژوند ولې تاسې ته هېڅ ارزښت نه لري او د مرګ لپاره يې داسې په بېړه او بې رحمۍ سره تصميم نيسئ؟
تاسې ووايئ، چې دغه مظلوم او بېګناه خلک چې په دغه سيمه کې الله تعالی پيدا او ميشت کړي دي، په کومه وﻻړ شي؟
د شپې له خوا د بهرنيو وحشيانو له چاپو او بمباريو نه په امان نه دي او د ورځې لخوا بيا ستاسو له بې رحمۍ څخه. که تاسې چېرې د دغو مظلومو کارګرو وژنه جهاد بولئ خو د افغانستان مسلمان ملت له داسې جهاد څخه توبه ! د افغانستان مسلمان ملت هېڅکله هم د خپل بېګناه ورور، هغه هم پوځي نه بلکې د شرکت جوړولو يو غريب کارګر وژنه، جهاد نه بولي او د هغې څخه نفرت لري.
نور د خدای او رسول روی ته وګورئ او د دې مظلوم او بيچاره ملت ، ښېراوې او ازار مه اخلئ او د دغه جګړه ځپلي ولس شک، چې تاسې د افغانستان د بربادۍ او د افغانانو د وژلو لپاره ګمارل شوي ياست، په حقيقت مه بدلوئ.


لاونګ
30.05.2011

د تیرې سه شنبې په ورځ په کندهار کې د روغتون منابعو وویل چې د لارې د سر په چاودنه کې د لار جوړولو لږ تر لږه لس کارګر وژل شوي او اته ویشت نور ټپیان شوي دي. دغه پیښه په پنجوایي ولسوالی کې رامنځته شوې ده. څو ورځې دمخه هم په پکتیا ولایت کې د لار جوړولو پنځه دیرش کارګر ووژل شول.
یوه ژورنالست دوست مې راته وویل چې د پکتیا د قتل عام په ورځ مې د طالبانو له ویاند سره چې ځان قاري یوسف احمدي بولي، په موبایل خبرې کولې او پوښتنه مې ورڅخه وکړه چې د بې ګناه ولس وژنه نو ولې روا بولئ؟ ژورنالیست دوست مې راته وویل چې د احمدي ځواب دا و: تاسې دا خلک هم بې ګناه بولئ؟

په چنګیز خان پورې یوه کیسه منسوب شوې ده چې د یوه ښار د اوسیدونکو له قتل عامه وروسته یوه نږدې ملګري ورته وویل چې : صاحب که ټول خلک داسې ووژنئ، بیا به څوک پاتې نه شي چې حکومت ورباندې وکړئ!

معلومه نه ده چې د چنګیز ملګري به واقعا دا جرات کړی وي چې له هغه دا پوښتنه وکړي او که څنګه ، خو موږ چې د پرمختللیو ارتباطاتو په عصر کې اوسو، له قاري احمدي او نورو کسانو دا پوښتنه کولای شو چې ایا کله مو فکر کړی دی چې که د لارو د جوړولو کارګر هم د وژلو وړ وي نو څوک به د ژوندي پاتیدو جوګه وي او په چا به حکومت کوئ؟

چنګیز لوی ظالم و او دا به بې انصافي وي چې طالبان له هغه سره ورته وبولو، خو چنګیز په خپل وخت کې د تر ټولو لوی زبرځواک په حیث قتلونه کول او طالبان د یوې داسې ډلې په حیث په جرات سره وینې بهوي او په قتل عامونو ویاړي چې د لویې دنیا په مخ د اوسیدو ځای نه لري او کابو هره ډله ، هر هیواد او دهرې فرقې مسلمان هڅه کوي چې ځان ورنه بیل وبولي. د اسامه بن لادن د وژلو په سبا باندې د خدای د کور، د کعبې شریفې امام شکرونه وایستل چې دنیا له یوه بې رحمه وګړي او د اسلام له یوه لوی بدناموونکي وژغول شوه. طالبان چې د اسامه په ټال زانګي، په اسلامي دنیا کې تر اسامه ښه نوم نه لري. منظور دا چې که طالبانو د چنګیز غوندې وس لرلای، ایا تر چنګیز به یې اړولې نه وه؟ سعدي علیه رحمه وایي چې د هر مخلوق په پیدایښت کې د رب العزت حکمت دی او بیا مثال ورکوي چې که د مرغۍ وزرې د پیشو وای نو د مرغانو نسل به یې ورختم کړی و او که د غویي ښکرونه د خره وایي، هیچا ته به یې اجازه نه وای ورکړې چې د ده څنګ ته روغ تیر شي.

د چنګیزیانو او طالبانو په پرتلنه کې یوه بله خبره هم کولای شو او هغه دا ده چې چنګیز د خپلې سلطې د ټینګولو او د خپل نظام د جوړولو لپاره قتلونه کول، خو طالبان یې د څه لپاره کوي؟ د تاریخ عالمان وایي چې چنګیزخان دیرش ملکونه لاندې کړل او د یوې داسې امپراطوري بنسټ یې کیښود چې یوسلو او پنځوس کاله یې ادامه ومونده. چنګیزخان په خپله امپراطوري کې په خلکو باندې تروسه وسه لږه مالیه کیښوده، پلونه او سړکونه یې ورغول، ښارونه یې سره وصل کړل چې تجارت وغوړیږي، د لیاقت په اساس مقرري یې رواج کړه او خلکو ته یې د عقیدې ازادي ورکړه او شکنجه یې منع کړه.
د ځينو مورخانو په قول، چنګیزخان که څه هم ډیرې وینې وبهولې خو تمدن ته یې ځینې خدمتونه هم کړي دي.

ایا اوسني طالبان چې وینې بهوی ، مقصد یې څه دی؟ که یې مقصد د خارجیانو وتل وي نو خارجیان خو راوستي دوی دي. تاریخ خو دا حقیقت نه شي هیرولی چې امریکایانو او نورو نړیوالو په اونیو، اونیو ورته و یل چې اسامه له خپلې خاورې وباسئ، کنه نو حمله درباندې کوو، خو دوی په افغانستان باندې د خارجیانو حمله قبوله کړه او اسامه ته یې ونه ویل چې له افغانستان څخه ووځي. اوس هم چې خارجیانو د وتلو خبره کړې ده، دوی حتی د خولې خوشحالي ورباندې نه څرګندوي او حملو ته یې زور ورکړی دی چې خارجیان بیا هم پاتې شي.

که طالبان د اسلام خبره کوي نو نه یوازې په اسلام کې بلکې د نړۍ په هر د ین کې قتل نفس حرام دی. په لاره کې ماینونه، په بازارونو کې ماینونه، او بالاخره په زړونو کې د کینې ماینونه ، د ا خو له اسلام سره څه چې له ټول انسانیت سره دښمني ده.

که چیرته اسلام او هیواد په ځای پریږدو او یوازې قدرت ته رسیدل د طالبانو مقصد وبولو، نو ایا خلک د نرمۍ ، د سړیتوب او د خواخوږۍ له طریقه خپلیږي ، که د وژلو، سرغوڅولو، او وینې بهولو له لارې؟ دغه راز په اوسنۍ دنیا کې چې ټوله ځمکه د یوه کلي مثال لري، ایا د حکومت کولو لپاره له دنیاوالو سره دښمني پکار ده او که راشه درشه او رابطه ورسره اړینه ده؟ طالبان دې په ټوله دنیا کې یو اسلامي هیواد راوښیي چې د دوی دوست وي. ایا د کعبې شریفې د امام په شمول دا ټول مسلمانان خدای مکړه کفار دي او یوازې دوی مسلمان دي؟

زما په نظر طالبان د خپلو عملونو د توجیه لپاره هیڅ معقول ځواب نه لري. اصلي خبره دا ده چې د دوی مشران یا رواني تکلیفونه لري او یا پردو استخباراتو ته کار کوي چې افغانستان کمزوری، بیوزلی او وروسته پاتې وساتي او دومره یې وځبي چې سبا که خارجیان وځي نو افغانان په ګاونډیو باندې له تکیه کولو پرته بله هیڅ لار ونه لري.

د طالبانو په لاس د مکتبونو سوځول، د انکشافي پروژو مخنیوی او بالاخره د لار جوړولو د کارګرو وژل پرته له دې بله معنا نه لري چې افغانان دې وروسته پاتې، بیوزلي، بیچاره او محتاج پاتې شي.
طالبان شاید وکولای شي چې څه مو ده نور هم وینې وبهوي او د افغانستان هدیرې په ځوانانو ډکې کړي، خو د تاریخ لوری نه شي بدلولی. دوی د عام ولس د وژلو او له ترقي سره د مخالفت په بدل کې ځان ته د دې دنیا او هغې دنیا مختوري ګټي. دوی ته پکار ده چې سترګې وغړوي او له ځانه پوښتنه وکړي چې ایا له یونیم ملیارد مسلمانانو او شپږنیم میلیارد ټولو انسانانو سره شریک ژوند ورته پکار دی او که په سمڅو، غارونو ،ځنګلونو او تورو شپو کې د ټول بشر او ټولو مسلمانانو د ژوند له طریقو بیل ژوند او ژواک؟

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&article=26878


لاونګ
30.05.2011

نن سحار 4 بجی د پکتیا ولایت دمرکز ګردیز مربوط د تیری په سیمه کی د سرک جوړونی په شرکت د وسوله والو لخوا برید شوی چی په تنیجه کی دواړو خواوته مرګ ژوبله اوښتی ده په دی نښته کی دسرک جوړونی دشرکت څلور تنه ساتونکی وژل شوی او دوه نورټپیان دی او دوسلوالو دری تنه مړه او دټپیانو په اړه کره معلومات نشته چی دادری تنه مړی دجګړی په میدان پاته ول چی وروسته دسری میاشیت د کارکونکو لخوا ګردیز ته را وړل شول د یادولو دی چی په دی ورستویو کی دسړک جوړونی په کارګرانو او ساتونکو باندی ددولت دمخالفینو لخوابریدونه زیات شوی چی څو موده دمخه په ورته برید کی چی د زدراڼو په سیمه کی دسرک جوړونی په شرکت شوی وه په نتیجه کی یی له دیرشو زیات کسان ووژل شوی

http://benawa.com/details.php?id=44461


pattang
30.05.2011

لاونګ جانه دا ټوله بدبختي ده ،که اشغالګر ورک شې جګړه هم ورکېږي خو
اشغالګرغواړي چې خپلې اډې جوړې کړي ، په هلمند کې يې ١٦ کسان
ښځې او واړه ووژل او هر وخت اولس وژني بيا معذرت غواړي ، خو معذرت مړي
نشي ژوندي کولی ٠ زه نه پو هېږم ته ولې يو پلو روان يې د طالبان کارونه غندې
او دصليبيانو په ظلم سترګې پټوې !


م . ق
31.05.2011

[quote:2646c9d6d9="لاونګ"]نن سحار 4 بجی د پکتیا ولایت دمرکز ګردیز مربوط د تیری په سیمه کی د سرک جوړونی په شرکت د وسوله والو لخوا برید شوی چی په تنیجه کی دواړو خواوته مرګ ژوبله اوښتی ده په دی نښته کی دسرک جوړونی دشرکت څلور تنه ساتونکی وژل شوی او دوه نورټپیان دی او دوسلوالو دری تنه مړه او دټپیانو په اړه کره معلومات نشته چی دادری تنه مړی دجګړی په میدان پاته ول چی وروسته دسری میاشیت د کارکونکو لخوا ګردیز ته را وړل شول د یادولو دی چی په دی ورستویو کی دسړک جوړونی په کارګرانو او ساتونکو باندی ددولت دمخالفینو لخوابریدونه زیات شوی چی څو موده دمخه په ورته برید کی چی د زدراڼو په سیمه کی دسرک جوړونی په شرکت شوی وه په نتیجه کی یی له دیرشو زیات کسان ووژل شوی

http://benawa.com/details.php?id=44461[/quote:2646c9d6d9]
بسم الله الرحمن الرحیم
د سرک جوړونې او یا نورو عام المنفعة تاسیساتو په بې وزله مسکینو او فقیرو، بې طرفه مسلمان خواري کښانو داسې ظالمانه او وحشیانه بریدونو دا وښوده چې که دغه بې لکۍ او بې ښکرو درنده ګان او وحشیان د چنګیز سره نشي پرتله کیدلاﺉ نو د خارجی یرغلګرو او ښکیلاکګرو سره ضرور د یو ستر مماثلت او مشابهت وړ دي او هغه پدې ډول چې ددوي او خارجې یرغلګرو ترمینځ نور هیڅ فرق پاتې نه شو، دوي هم په خورا وحشت او درندګۍ سره بې ګناه ولس وژني او هغوي هم دغه کار کوي خو فرق یې صرف دومره دی چې هغوي یې د هوا څخه وژني او دوي یې د ځمکې څخه ،نو داسې ښکاري چې دا دواړه د یو فوځ او یو مشن دوه یونټونه (واحدونه) دي یو یې هوایي بریدونه پر غاړه لري اوبل یې ځمکني بریدونه پرغاړه لري.
که ددوي دغه چنګیزتوب او یزیدتوب داوم وکړي نو پدې دې پوه شي چې پښتون ولس او خواري کښان به د ځان خلاف راوپاروي او دې ته به مجبور شي چې د خپل ځان برحقه دفاع لپاره د پښتون قومي دود په بناء ټوپک ته لاس کړي.
په هر پښتون مسلمان باندې فرض عین دي چې دخپل مال، ځان او عزت نه په دفاع کې د هرهغه چا په وژلو دریغ ونه کړي چې ددوي د ځان او مال لپاره ګواښ ګرځیدلي وي ځکه د مال اوځان نه دفاع جهاد دي او پدې لاره کې مرګ شهادت دي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي: من قتل دون ماله وعرضه فهو شهید. هر هغه څوک چې د خپل مال او عزت نه په دفاع کې ووژل شو نو هغه شهید دي.
او په قران مجید کې الله رب العالمین فرمایي: وقاتلوا فی سبیل الله الذین یقاتلونکم. او وجنګیږﺉ د الله په لاره کې دهغه کسانو سره چې د تاسو سره جنګیږي.
نو د مونږ سره هم بهرني ښکیلاکګر جنګیږي او هم دغه داخلي بې لکۍ سورلنډیان(چې بې وسه چرګانو او چرګوړو ته تکړه دي)، نو پدې توګه د دواړو خلاف جنګ جهاد فی سبیل الله دی.
په بل ځاي کې الله تعالی په ډاګیزه توګه فرمایلي:
سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُولَـٰئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا. سورة النساء ایة ۹۱
ترجمه: او تاسو به ومومئ نور منافقان (د اسلام په جامه کې) چې غواړي د تاسو نه هم ځان په امن کې وساتي او دخپل قوم نه هم ځان په امن کې وساتي، هرکله چې دفتنې شر او فساد طرف ته وروګرځي نو ښه سم په کې ورننوځي(یعني دومره په فتنه کې ډوب شي چی بې دریغه قتلونه او بې دریغه وحشتونه شروع کړي) نو دغه خلک که له تاسو څخه منع نه شول، د خپل دغه کارڅخه وانه وښتل او تاسو ته یې سوله او تسلیمي وړاندې نه کړه او خپل لاسونه یې ستاسو له وژلو څخه بند نه کړل نو: [color=white:2646c9d6d9]ویې نیسئ او ویې وژنئ چیرته مو هم چې بیاموندل او چې چیرته مو هم په مخه درغلل، ددې خلکو په وژلو او بندي کولو ما تاسو ته پوره واک، اختیار او ښکاره دلیل او برهان درکړی دی.[/color:2646c9d6d9] تفسیر جلالین دسلطانا مبینا په باره کې داسې وایی: [برهانا بینا ظاهرا علی قتلهم وسبیهم لغدرهم] یعني ددوي په وژلو او بندي کولو ښکاره دلیل ځکه چې دوي غداران دي.

مرګ د افغان مسلمان ولس په ټولو خونخوارو قاتلانو که په سپینه جامه کې وي او که په برګه دریشي کې.

قهریدلی قرآني


chaparharay
31.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ننګریاري صیب ډیره نره او سپینه خبره دي کړي ستاسو لیکنه ډیره اوږده ده خو زه به يي په لنډو ټکو تائید کړم او وبه وایم چي دا کارونه به طالبانو نه وي کړي او که يي کړي وي نو باید نه يي واي کړي او خلاصه دا چي هرچا په هره موخه او دهرچا په امر کړی وي نو ډیر ظلم يي کړی ناروا يي کړي او له شریعته خلاف کاريي کړی باید هر مومن افغان يي وغندي او چون وچونان پکي ونه لټوي .
او پدي سره د یرغلګرو هڅ تاوان نشي کولي بلکي مرسته ورسره کوي ،که طالبانو يي مسؤلیت اخستي وي[زه تري نه یم خبر چي مسؤلیت يي اخستي او کنه] نو هم باید توبه وباسي او لږ ترلږه د یرغلګرو په اندازه خومعافي وغواړي اوکه دا هم ونکړي نو بیا به دوی نه بل اظلم او اجهل نه وی.

مومندافغان


pattang
31.05.2011

ناټوته د کرزی ګواښ که په ځان ملنډی
ص بابکرخيل

31.05.2011 14:44

نن درسنیو له لاری خبر خپورشوچی دکابل اداری مشر حامد کرزی دناټو او امریکا قواوو ته وروستئ ګواښ کړئ چی نور دی ولسی وګړی نه وژنی او ویلی یی دی چی (په وار وار امريکايي او ناټو ځواکونو ته خبردارى ورکړل شوی چې د دوی خپلسري او بې ځايه عمليات هره ورځ د افغانستان بې ګناه او بې وزلو خلکو د وژلو لامل کېږي او دا ډول عمليات انساني او اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي خو داسې ښکاري چې غوږ ورته نه نېول کېږي ) دغه ګواښ په داسی وخت کښی ورکړل شوئ چی تیره ورځ د ناټو لخوا د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالئ کښی په عاموخلکوبمباری وشوه چی په نتیجه کښی یی لس ماشومان ،دوه ښځی او دوه نور عام وګړی په شهادت ورسیدل باید وویل شی چی دالمړئ ځل نده چی دکابل اداری مشر یی په وړاندی داسی غبرکون خپروی بلکه په لسګونو ځله یی دی ته ورته ګواښونه کړی اوبیا څوساعته وروسته دهیوادپه بل ګوټ کښی د تیری پیښی نه څوچنده بوګنوونکی پیښه تکرارشوی نه پوهیږو چی کرزئ صیب دکومو انسانی او اخلاقی ارزښتونویادونه کوی؟ ایا دئ په دی نه پوهیږی چی دغه ارزښتونه خو یی لس کاله وړاندی پامال کړی کله چی د همدی ښاغلی په ملتیا یی دافغانستان په پاک حریم تجاوز وکړ اوکه انسانی او اخلاقی ارزښتونه به دده په اند څه بل تعریف لری؟ ایا دئ تراوسه په دی نه دئ پوه چی بهرنی ځواکونه د کوم اصل اوسند په بنیاد اړ دی چی څه وکړی اوڅه ونه کړی چی ته یی دغه عملیات په خپلسورو تعبیروی بلکه ټول هیوادوال په دی حقیقت پوه دی چی نه خو دکابل اداری مشر اونه یی دحکومت غړی ددی حق لری چی له بهرنیو نه پوښتنه وکړی او یایی ګرم کړی بلکه دوی خپله هم د بهرنیانو په مستقیمه لارښونه خپلی چاری پرمخ بیایی.
دهمدی میاشتی په اوږدوکښی دناټواوامریکایی یرغلګرولخوا دننګرهارولایت دسرخرود اوحصارک سیموپه مظلومو خلکوچاپی وغورزیدی اوواړه ماشومان یی ورته شهیدان کړل بیادکنړولایت ویرجنه پیښه چی هغی کی هم تنکی ماشومان دګولیوخوراک شوه چی خبره دبښنی په غوښتلو پای ته ورسیده او دولس اوښکی پاکی نه کړل شوی اونه دکرزی ګواوښ ته هیڅ اهمیت ور کړل شو بیاهفته نه وه تیره چی دتخارولایت دتالقانو ښارته څیرمه دملاخیاط په کورچی یوعام وګړئ وه دناټو لخوا بمباری وشوه اودکورڅلورغړی چی ښځه اولورګانی یی هم پکی شاملی وی په شهادت ورسدل چی له امله یی خلکومظاهری وکړی اودهمدی اداری دپولیسو لخواپه لسګونه عام خلک شهیدان اوترسلوزیات زخمیان شول خوبیاهم اصلی لامل ته ګوته ونه نیول شوه اویوځل بیا د(تحقیق په امر ورکولو اوکمیسون په جوړولو) یی کرزی وینی وه وینځلی اوناټواو امریکایان یی دخلکوله پامه وغورزول چی اوس خبره تردی ورسیده چی دوه ورځی وړاندی همدی بهرنیو میلمنو دنورستان په دوآب یوځل بیابمباری وکړه چی د کرزی داداری په خوله پکښی ډیرئ بیګناه هیوادوال د اجل ښکارشوه اودادئ نن یی د نوزاد سیمه کښي ماشومان او ښځی بیا په سرو وینو ولمبول
هغه څوک چی ټوله نړئ کښی یی د بشردحقونو نه د دفاع او په تیره بیا دښځود حقونو د اعادی درواغجنی چغی اوناری جوړی کړی او به همدی پلمه یی نیمه نړئ ترخپل ستونی تیره کړه دادئ ټولی نړئ یی دبشرتذلیل اومحوه کول په خپلو سترګو ولیدل او دا یی ثابته کړه چی هرهغه انسان چی دامریکا او ملګرو د نړیوال استبداد په مخ کښی ودریږی اودخپلی خاوری او پت نه دفاع کوی او نه پریږدی چی ددوی ناوړه اوپلیت بشرخور پلان عملی شی هغه ولسونه اوهغه انسانان بیا نه د بشرحق لری اونه دنړئ پرمخ د ژوندکولوحق لری بلکی هغه خلک ددی خونخوارو په مرداروپنجو داړل کیږی او دازادئ څراغونه یی وژنی اوبس.
داچی نن یوځل بیا د کابل اداری مشر دناټواوامریکایانو دغه وحشی کړنی په خپل مصنوعی قهرجن ګواښ دافغان ولس له پامه دغورځولو کوښښ کوی اویوځل بیا غواړی دتیر په څیر یی د اشتباه او بښنی تر پیغام وروسته دتاریخ له پاڼو محوه کړی دابه ددی پرځای چی په ځان ملنډی ووهی نور هیڅ معنی ونه لری ځکه افغان ولس نور په دی نه دوکه کیږی چی یوی خواته یی ماشومان او ښځي ددی نړیوالو لنډغرو په لاسو دمرګ ترکومی رسوی او له بلی خوا پری ملنډی وهی اوهره ورځ تری درواغجنی بښنی غواړی؟؟؟؟؟
بهرنیان او دهغوی ګوډاګیان دی په دی ښه پوه شی چی افغانان خپل اسلامی او افغانی غرور انشاالله هیڅکله دلاسه نه ورکوی او دښمن ته د موقع په کتلو دسختو ګوزارونو توان لری او دخپلو شهیدو ماشومانو او شهیدولس انتقام دلوی الله په مرسته له دی ظالمانو خپله اخستلای شی او هیڅکه دهغه چاخولی ته اعتبار نه ورکوی څوک چی دهمدی بهرنیانو لخوا په ولس تپل شوی وی او هغهوی یی ترننه پالنه کوی چی دتخاردتیری ورځی فدایی ګوزار یی ښه او روښانه مثال ده چی دهمدی ولایت اوسیدونکی دخپلو بی ګناه خویندو او ورونو د شهادت انتقام له دی ظالمانو واخیست او ټول یرغلګراو ګوډاګیان یی د ویر او غم په ټغر کینول.
داسلامی نظام درښتونی حاکمیت او بشپړی ازادئ په هیله
ص بابکرخیل

نالت په صليبي اشغالګرو او لاسپوڅيو بې وجدانو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more