د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شهر ناپرسان

Azad Nazer
09.07.2004

ګرانو لوستونکو !

شايد تاسو هم دا خبر اورېدلې وي چې د کابل پوليسو څو تنه امريکايان په دې تور نيولي چې په کابل کی يې دتروريزم سره دجګړې په نوم دافغانانو دسکنجه کولو يو شخصي زندان يې جوړ کړې وو ٠ داهم ويل شوي چې دغو کابلي پوليسو ددغه زندان څخه اته کسه افغاني اسيران هم ژغورلي ٠ په خبر کی دا هم راغلي چې په افغانستان کی پرتو امريکايي ځواکونو دنيول شوو بهرنيانو سره اړيکي رد کړي ٠ دا اودېته ورته خبرونه په شمېر زمادسر دوېښتانو څخه زيات دي اوکومه حېرانوونکی خبره هم نه ده ځکه چې په افغانانو اودهغوی په ټاټوبي پنځويشت کاله پخوا د شوروي خرسانو او خلقي -پرچمي سورلنډيو په يارۍ کی هم له ځانه اوجهانه بېخبره افغانان چقميت شوي ٠ کله يې چې ياري په خوارۍ بدل شوه نو د(( هورا)) اود(( ووټکا )) د ګرزون سره کنډی کپر دهغو افغاني کډوالو چنو کوڅوته راورسېدل چې دوی به ورته (( اشرار )) ويل ٠ کله چې د پاکيستان ((دالو)) ته اړ شول نو د نشناليزم ، حقوناحق بېلولو ته يې هم فکر شو ٠ دځينو چې په دې ګزاره هم نه کېده نو (( هنرهای زېبا)) ته يې رجوع وکړه ٠ نوربه څه نه وايم بس په دې لنډۍ به د کمونيستانو خبره غوڅه کړم چې وايي : د کارخانو بازاره وران شې :( تا کې خر څيږي دکلچو په څېر مخونه ٠ په دې پسې په کابل کی ددېوانو پاچاهي جوړه شوه ٠ ددوی څهرې ، ناسته ولاړه ، خوراک اوڅښاک هيڅ انسانانو ته ورته والې نه درلود ٠ دوی انسانان هم خوړل ، اوسپنې يې هم اوپه خپلو منځوکی يوبل هم ٠ ځمکه ، حېوانات او ښځنده تری هم په کرار پاتی نه شول ٠ نپوهېږم چې څه چل وشو خوخدای پرې له کوم طرفه داسې يو وړين مخلوق راپېښ کړ چې دېوان لکه ګيدړان په سوړو ننواته ٠ چابه ويل ښاپېريان دي چابه ويل پېريان دي ٠ خوزه چې فکر کووم پېريان به وو ځکه چې په منتر او جادو تريتم شول خو کله کله په ځينو ځايونو کی راښکاره شي ٠ زما ددې پيريانو ګومان به ځکه په ځای وي چې ددوی په منځ کی عجيب وغريب مخلوق هم پيدا کېده ٠ ددوی غټه نښه داوه چې دانسان په مغزو به کښيناستل اوزنانه انسان به يې نه خوښېده ٠ هغه چاچې دغه پيريان بې تاثيره کړه ، هغه بيا دګېدړانو نه لمداره ګډې ، سپي او شرمښان جوړ کړه ٠ داوودانورې دورې چې سړې نپوهيږي څنګه يې تشريح کړي ٠
اوس نو چې پوښتنه ترې کوې ، وايي مونږ انسانان يو ٠ ښه نو چې تاسې انسانان ياست نو دا خويونه او کړه مو ولی د ځناورو دي ؟
انسان بل انسان وژني ؟
انسان واړه اوزاړه نه پېژني ؟
انسان خو څوک نه داړي ، داستاسو پنجې ولی په وينو سرې دي ؟

انسان خو خپل اوپردې کورپېژني ، دا تاسو يې ولی نه پېژنۍ ؟
ښه ، دټوپک اودسوټک ماليکانو !

هرڅوک پو هيږي چې په والله که دچاپه بډه کی درنه سپږه هم پټه شي ، څنګه کېدای شي چې ستاپه کوڅه کی دې ستا وطندار تړل کيږي ، وهل او ټکول کيږي او وژل کيږي اوته يې کوکې نه اورې ؟
دهغه چانه نونورڅه توقع کېدای شي چې د خپل وطندار په حال په درې کالو کی نه خبرېږې ؟
خدای ته به مخ کړو او په ( ازاد نظر) به يې ووايو :

تاسو افغانانو ته واښه نه وراچوۍ اوافغانان ستاسو غاړو ته غړوندي نه دراچوي ؟ :wink:

چې په کابل کې هرټوپکوال هرڅه کولای شي اودپوښتنې يې څوک نه وي ، ښه به نه وي چې نوم يې (( شهر ناپرسان )) کړو؟


Mazloom
13.07.2004

ازاد نظر صاحب اواوس څوک حکومت کوي خبر يي وا يي وره
دخره لکي يي په غاړوکي ا چولي چي درسره تيريږي ته به وايي مړزګه ده دومره بدبوي به يي ځي . خلک هيوادونوته سوله او امن راولي دوي ايډز راوړ خلک هيواد له خلکو اخلي دوي يي پري خرڅوي او قرضونه تري اخلي خلک بي حيايي ورکوي خو دوي دزنا لپاره کلبونه ورته جوړوي نوته ووايه چي دا حيوانان نه دي نور څه دي .


Azad Nazer
13.08.2004

ګرانولوستونکو درناوې اوستاسو له مخې دې حياوي !

بيا نه پوهېږم چې داخبر څنګه ارزيابي کړم خودپېښوروخبره ((کابلي )) عدالت

دالاندی چې ځنګيږي ،د دغه جنرال د ((درزوغپ )) ټولې په ګوند اړولې ٠ دانګارصېب دې کورودان وي ديوې بې وېښتو باډۍ ((مالک)) تصوير يې هم دخپل خبرسره نغښتې دې ٠ نوريې څه کووم خو دغه دکابل معجون خورو ته له غوسې نه لکه دبارانه چينجې کړۍ وړۍ شوې يم چې که خدای پرې دچرګانو ټيغې ولګوي چې دوی ديوبانګي هومره شعور هم نه لري چې شپه اوورځ وپېژني ٠ دوی دچانه داپوښتنه هم نه کوي چې دغه بې ريشه هلک چا، کله اوڅنګه جنرال کړې ، اودڅه شي ازادي غواړي٠
ښايي داسی فکر يې کړې وي چې ، ځه اوس خو مې شونډه توره شوې نو دغه ((ميده -ميده )) تال به بدل کړم خو ګومان کووم چې (( دمبوره چي )) يې نه پريږدي ٠ دغه نو برېتونه دي چې سړې ازادي ورکړي ؟
دومره وېښته خو په هر ځای ولاړ وي :!:
يو کاکو کوم هلک ساتلی وونوکله چې د هلک پر مخ ګيره راغله نوچاورته وويل چې کاکو ، اوس خو يې ګيره راغله نوريې پرېږده ، کاکو ورته په خوشکه وويل : (( هروېشته دی ونه ونه وي ،خو چې ( ک :oops: ) وي ))٠

ازادنظر
______________________________________________________________________

حزب ازادي به رهبري جنرال ملک ثبت وراجستر ګرديد

( سهار ) : دوحزب جديد سياسي ازطرف وزارت عدليه ثبت وراجستر ګرديد. رهبري يک حزب را ظاهر ام البلادي بردوش دارد ورهبر دوم آن که ازادي نام شده است جنرال عبدالملک است ، جنرال ملک زمانې به شهرت رسيد ، که نخست دربرابر جنرال دوستم يک عمل کودتای را انجام داد که باعث فرار دوستم ازکشور ګرديد و دوم با طالبان درظاهر سازش نموده وبعداٌ هزاران طالب راقتل عام نمود ودر دشت ليلي دسته جمعي زير خاک نمود.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more