اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دنړۍ پای
رښتینی
27.05.2011
دنړۍ پای
داخرت لس نښې
روي مسلم عن حذيفة بن أسيد الغفاري رضي الله عنه قال : (اطّلع علينا رسول الله صلى الله عليه وسلم ونحن نتذاكر ، فقال : وما تذاكرون ؟ قالوا : نذكر الساعة ، قال : إنها لن تقوم حتى ترون قبلها عشر آيات فذكر : الدخان والدجال والدابة وطلوع الشمس من مغربها ونزول عيسى بن مريم صلى الله عليه وسلم ويأجوج ومأجوج وثلاث خسوفات خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب ، وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم) .
ژباړه : حذیف وایې : موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی ، اوموږ خبری کولی ، ویې ویل : دڅه په باره کې خبرې کوئ ؟ هغوی وویل داخرت په باره کې خبرې کوو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : اخرت به هلته راځی چې دا لس نښې موجودي شې اوهغه یې داسې بیان کړې:
(۱) دوګی
(۲) دجال
(۳) دابه الارض یا ځمکنې حیوان
(۴)له لوېدیځ نه دلمر راختل
(۵)دعېسی بن مریم صلی الله علیه وسلم راښکته کېدل
(۶) یاجوج اوماجوج
(۷) دری ځله په ځمکه ننوتل یوځل په ختېځ کی
(۸) په لوېدیځ کی
(۹) په جزیره العرب کی
(۱۰)وروستی به له یمن نه اور راپورته شې او خلک به دحشرمیدان ته وشړې .
زه غواړم له خپلې پوهې اومعلوماتو سره په دې لسو نښو خبری وکړم
او له ټولو پوهانو نه هېله کوم چې خپل معلومات راسره شرېک کړی
رښتینی
27.05.2011
دلومړۍ نښي تفصیل :
د دخان یادوګي په اړه ویل کیږی چی داخرت دا نښه موجوده ده اوس نړۍ دوګې په سر اخېستې ده د ډېزلو او پټرولو دوګۍ دومره زیات شوی دی چی د نړۍ موسمونه یی تبدیل کړل او نن دموسمونو تبدېلی یوه لویه ستونزه ده چې دنړۍ په مختلفو برخو کی په دی باندې کنفرانسونه کېږی
دنړۍ ټول ماشینې سسټم لکه موټرې ، کارخانې او سمندرې کشتی ټولې په سوخته موادو چلیږی او دا ټول له اور نه وروسته دوګۍ پیداکوی او دا دوګې شاید همدا وی چی په حدیث شریف کی یی یادونه شوی ده او دا له هغو لسو نښانو نه یوه ده چې په دا لوړ حدیث کی یې ذکر وشو
دخان ته قرانکریم هم اشاره کړی ده :
فارتقب یوم تآتی السماء بدخان مبین یغشی الناس هذا عذاب الیم
یعنی دهغی ورځی انتظار کوه چی اسمان په ښکاره توګه دوګۍ راوړې اوټول خلک به په لمن کی ونغاړې دابه دردوونکی عذاب وې
تاسو ته به یاد وې دتیر کال په اپرېل کی په ائس لینډ کی یوداسی ستر اور شندونکی اورشیندل پیل کړل چی ټوله اروپا یې په دوګونو کی ونغښتله
دا ټولې پېښی ددی نبوی حدیث د وړاندوینی له پاره ښه مصداق بللی شو او بل په دې کی هم شک نشته چې اخرت ډېر رانږدې شوی دی مسلمانانو ته لازمی ده چی دالله لاره ونېسی او په دې فتنو کی ځان دقران اوسنت پرلاره برابر کړی
له درنو دینپوهانو نه هیله کوم چې ددې موضوع په شننه کې ده غوره دلایلو
راوړلو سره له موږ سره برخه واخلي
په مینه
وزیري
28.05.2011
السلام علیکم ریښتی صیب:
صیبه! که پخوانیو لیکل شویو کتابونو ته وکتل شی نو دا دوخان بیا داسی تعریف شویدی.
هَذَا الْحَدِيث يُؤَيِّد قَوْل مَنْ قَالَ إِنَّ الدُّخَان دُخَان يَأْخُذ بِأَنْفَاسِ الْكُفَّار , وَيَأْخُذ الْمُؤْمِن مِنْهُ كَهَيْئَةِ الزُّكَام , وَأَنَّهُ لَمْ يَأْتِ بَعْد , وَإِنَّمَا يَكُون قَرِيبًا مِنْ قِيَام السَّاعَة , وَقَدْ سَبَقَ فِي كِتَاب بَدْء الْخَلْق قَوْل مَنْ قَالَ هَذَا , وَإِنْكَار اِبْن مَسْعُود عَلَيْهِ , وَأَنَّهُ قَالَ : إِنَّمَا هُوَ عِبَارَة عَمَّا نَالَ قُرَيْشًا مِنْ الْقَحْط حَتَّى كَانُوا يَرَوْنَ بَيْنهمْ وَبَيْن السَّمَاء كَهَيْئَةِ الدُّخَان , وَقَدْ وَافَقَ اِبْن مَسْعُود جَمَاعَة , وَقَالَ بِالْقَوْلِ الْآخَر حُذَيْفَة وَابْن عُمَر وَالْحَسَن , وَرَوَاهُ حُذَيْفَة عَنْ النَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , وَأَنَّهُ يَمْكُث فِي الْأَرْض أَرْبَعِينَ يَوْمًا , وَيُحْتَمَل أَنَّهُمَا دُخَانَانِ لِلْجَمْعِ بَيْن هَذِهِ الْآثَار.
او دا آیت کریمه جلالین شریف بیا داسی تفسیر کړی:
فارتقب یوم تأتی السماء بدخان مبین. فاجابت الارض واشتد بهم الجوع الی ان راوا من شدته کهیئة الدخان بین السماء والارض.
که ته یی اوس د ډیزلو او پطرولو دوخان بولی نو دا هم له حقیقت نه لری نه ده.
والسلام
عادل عادل
28.05.2011
السلام علیکم
ګران ورور حامد صاحب ډېره په زړه پورې موضوع مو راخیستې ده.
ستاسو پیل کړې موضوع راته ځکه په زړه پورې پریوته چې څو ورځې وړاندې مې په لاندې لینک کې د اسلام نه وتلو شیعه ګانو یوه لیکنه لوستې ده، نوموړې موضوع په ایران کې د چارواکو اخوندانو تر کچې توده ده، تاسو یې وګوری چې څومره پکې دروغ، تحریف او یا هم د قران کریم او احادیثو په رڼا کې ریښتیاوو ته نږدې دي؟
http://aviny.com/Occasion/Ahlebeit/ImamZaman/veladat/86/Zohor-Alam/SharaieteZohor.aspx
ستاسو د پیل کړل شوې لړی د غزیدو په هیله.