د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مجاهدينو د حملو مخنيوى نکيږي

ع.تسل
26.05.2011

د حزب اسلامي د نظرياتو خپريدونكې شهادت ويبپاڼې څخه په مننه
http://dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=1812#cmnts
د مجاهدينو د حملو مخنيوى نکيږي
27-05-2011
اصالت يار

د افغانستان ددرې گونو امنيتى قواو مشرانو وومنله چې د افغان مسلح مقاومت د بيلابيلو حملو او بريدونو مخه نيول ممکن نه دى دوى پدې خبره افغان ولسي جرگې ته اعتراف وکړ چې د هغه چا مخه به څنگه ونيول شي چې له سره تيروى د افغان دفاع وزارت مشر جنرال عبدالرحيم وردگ د ملي امنيت مشر اينجنير رحمت الله ((نبيل)) او د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي دا هم وويل چې د دولت مسلحو مخالفينو ټوله سرمايه گذاري په بمي چاودنو او فدايې بريدونو کړى چې ددې ټولو غلچکو حملو مخه نيول ناممکن دى دوى وويل چې ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت د خپل وس او توان په اندازه کوښښ کوي چې د مسلحو مخالفينو(مجاهدينو) د حملو مخنيوى وکړى دوى دا اعتراف هم وکړ چې افغان امنيتى چارواکى خو لاپريږده ستر ستر هيوادونه چې منظم پوځونه او منظمې استخباراتي شبکې لري د دا ډول سرتيرو او فدايې حملو مخه نشى نيولى د بسم الله محمدي مطلب واضح دى او هغه دا چې ولې خلک افغان امنيتي ارگانونه په تخلف او بې کفايتې متهموى پداسې حال کې چې ددغه ډول منظمو پلان شويو مدروسو فدايې عملياتو مخه د دنيا ستر ځواکونه هم نشى نيولى نو بيا د څه لپاره پر افغان بيچاره او مسکينو بې تجربه امنيتي چارواکو گوتنيوى کيږى مونږ د جنرال محمدي خبره لږه نوره هم غځوو او وايو چې فدايې عمليات د صليبيانو په مقابل کې يوه الهي ورکړه او د عصر جديد معجزه ده که دا سرتيري حملې نه وى نن به امريکا افغانستان خو لا څه کوى چې ايران او پاکستان به يې هم تسخير کړى وو د امريکايې پوځ پر وړاندې دغه غلچکي سرتيري بريدونه د اټم بم حيثيت لري چې په کمو تلفاتو د دښمن په سلگونو عسکر، عرادي مراکز د سترگو په رپ کې له خاورو سره خاورې کيږي.
فدايې عمليات مونږ ته د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم هغه وعده او دعا راپه يادوي چې هغه صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې الله جل جلاله له ما سره وعده کړې چې زما پرامت به کفار (د الله دښمنان) نه مسلطيږي اوس گورو چې دا معجزه تحقق مومي کفار که هر څومره هم د ټيکنالوژى او پرمختلليو الوتکو او لرې ويشتونکو توغنديو پر مټ مونږ وژل غواړي خو بيا هم د الله جل جلاله په فضل دوى به د تل لپاره ناکام او نامرادوى ځکه ددې امت د حفاظت او ساتنې ذمه الله جل جلاله کړې.
د جنرال وردگ د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وويل چې د مسلحو مخالفينو (مجاهدينو) نوي عسکر ستراتيژي داده چې بهرني او کورني حيوى تاسيسات په نښه او له مينځه يوسي او دوى به دغه ډول نوعي عملياتو ته لاپراختيا ورکړي د دوى د بريدونو مخه نيول ستونزمن کار دى، هغه هيوادونه چې څو ميليونه پوځ لري هم نشى کولاى د دا ډول بريدونو مخه ونيسي، هر څوک چې له ځانه تيريږي او بريد کوي مخنيوى سل په سلو کې امکان نلري خو زه جنرال وردگ ته وايم
که چيرې رښتياهم غواړى چې دا مجاهدينو او ستاسو په اصطلاح د مخالفينو بريدونه ونه شي نو.
د مخالفينو (مجاهدينو) هغه مطالب چې د افغان اولس مشترک ملي او اسلامي مطالب دي وومني او هغه دا دي چې خپلو امريکايې انډيوالانو ته په مخه ښه ووايې طالب او مجاهد بنديان له گوانتانامو، بگرام، قندهار او نورو زندانونو فوراً راخوشې کړې د څه واخله او څه راکړه پر سياست خپله پاليسي جوړه او دغه بحران ته د پاى ټکى کيږدى همدا ډول د مجاهدو مشرانو نومونو د امريکا د ظالمانه تور لسټ څخه اخراج او حذف کړى په جرات د مجاهدينو له مشرانو سره د خبرو اترو دروازه پرانيزې.
که مجاهدينو له تاسو څخه د حکومت د تسليمدو غوښتنه هم وکړه پدې کې هم ټکني کيږي مه بلکې د افغان ملت د ملي وحدت او د جنگ د پاى په خاطر لدغه ذليلو چوکيو تيرشى د خپل مجاهد ملت غيږې ته راشې زه باور لرم که تاسو دا کار وکړى نو مجاهدين (مخالفين) به لتاسو څخه هيڅ ډول انتقام او غچ وانخلې بلکې تير به په هير وشميرى او د نوى خپلواک افغانستان لپاره به نوى فضا مساعده او ټول افغان اولس به په يوه دسترخوان راټول او ټولي بهرني مؤامرې به پاى ومومي خو که تاسو پر امريکايې اشغال او دايمي امريکايې پوځي اډو ټينگار وکړنو حتمي ده چې جنگ، حملې او فدايې بريدونه به دوام کوي تاسو چې اوس او د امريکا د زرگونو عسکرو په موجوديت کې هيواد نشى ساتلاى نو د امريکايانو تر وتلو وروسته به ستاسو حال څۀ وي د امريکا قواوې او مرستې ترنيمو شپو کټ دى پکار داده چې ترامريکايانو وروسته افغانستان لپاره فکر وکړى او هغه دا چې امريکايان نن وي که سباوي وځي بيا به هم افغانستان مونږ ته پاته وي که همدا نن ددې لپاره د حل لارې ونه لټول شي سبا به بيا گرانه وي چې له مسلحو مجاهدينو سره تفاهم ته ورسيږي.
که د کرزي حکومت او دده امنيتي درې گوني ارگانونه رښتيا هم صلحه او ارام افغانستان غواړي دبهرنيو له مرستې او همغږى دې فوراً لاس واخلي ځکه په هيواد کې د هر اړخيز امن خرابيدل هم د بهرنيانو کار دى مسلح مخالفين (مجاهدين) مجبور دي چې دغه اشغالگري قواوې خوب او ارام ته پرې نږدې او د فدايې سرتيروى بريدونو لړى تندى او د اشغالگرانو خوني او مراکز په نښه کړى او له مينځه يې يوسي او دا يوه پريکنده او رغنده لار ده چې د اشغال خاتمه کولاى شي او زمونږ ملي او شرعي ارمانونه پوره کولاى شي ځکه که دوى (غربيان) مستقر شول بيا به الله مکړه له افغانستانه لاس وينځو ځکه غربيان چې چيرته پښې ټينگې کړي بيا له هغه ځايه نه وځي دا وجه ده چې د روان مسلح ملي اسلامي مقاومت ځوانان دلته او هلته د صليبيانو سراويښي ورپرې کوي ترڅو هيواد په بشپړ ډول ازاد او خپلواک شي په همدې هيله.[color=red:af4a4ec084][/color:af4a4ec084]


آيا دادمبارزينو لپاره دخطر زنګ ندى؟

ع.تسل
26.05.2011

ليكوال په خپله ليكنه كې ليكي چې:
که چيرې رښتياهم غواړى چې دا مجاهدينو او ستاسو په اصطلاح د مخالفينو بريدونه ونه شي نو.
د مخالفينو (مجاهدينو) هغه مطالب چې د افغان اولس مشترک ملي او اسلامي مطالب دي ومني او هغه دا دي چې خپلو امريکايې انډيوالانو ته په مخه ښه ووايې طالب او مجاهد بنديان له گوانتانامو، بگرام، قندهار او نورو زندانونو فوراً راخوشې کړې د څه واخله او څه راکړه پر سياست خپله پاليسي جوړه او دغه بحران ته د پاى ټکى کيږدى همدا ډول د مجاهدو مشرانو نومونو د امريکا د ظالمانه تور لسټ څخه اخراج او حذف کړى په جرات د مجاهدينو له مشرانو سره د خبرو اترو دروازه پرانيزې.
_____________________
ډير ه د تعجب جمله يې (........د څه واخله او څه راكړه پر سياست.........)
د هميشه په توګه دا فغانستان جنګ ځپلي او مظلوم ولس پر قربانيو باندې د نا اهله او خاينو تش په نامه افغانانو په واسطه تجارت شوى او منصبونو ته درسيدو په لياره كې د خپل هوسونو څخه يې قربان كړي.
د ليكوال ددې جملې څخه خو په واضحه داسې ښكاري چې لږ به زه له اسلامه در تير شم او لږ به ته د خپل غرب پالنې له نظريې را تير شې او پدې سره به ماته هم منصب تر لاسه شي او تاسو به هم قايم پاته شى او پاته شو هغه مظلو م ملت چې پدې لياره كې يې خپل د جګر ګوشې قربان كړې هغوى دې خپل كار كوي زمونږ خو مطلب چوكى وه چې په مصالحت سره مو تر لاسه كړه.

آيا د يو مسلمان او مجاهد صفته افغان په توګه باندې د ا د روانې مبارزې پورې خندا نده ....؟؟؟
آيادادسنګر مجاهدينو ته د خطر زنګ ندى چې خپل شا ته وګوري او وارزوي چې د چا تر لاس لاندې او د كومو موخو لپاره جنګيږي..؟؟؟
كيداى شي محترم لوستونكي به وايي چې دارنګه ليكنې خو هره ورځ خپريږي نو آيا پدې ليكنه كې څه داسې نوى شى شته چې په ليكنه او نقد و ارزي..؟
هو
لمړى خو دا چې دا ليكنه ديو داسې ويبپاڼې څخه خپريږي چې هغه د يو ټاكلي تنظيم د اهدافو او نظرياتو خپرندويي كوي او هره ليكنه يې ب د ادارې تر توافق او نظر څخه وروسته نشر كيږي.
دوهم دا چې د نوموړى ليكوال (اصالت يار) ليكنې پدې ورځو كې په زياته اندازه وقت نا وقت خپريږي او د نوم د تركيب د وروستيو الفاظو څخه داستنباط په تو ګه باندې د نوموړي دا رنګه څرګندونې اثر درلودى شي.........


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more