اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دمغفرت غوښتنې ګټې
      رښتینی
      25.05.2011
    
بسم الله الرحمن الرحيم .....
ډېروته داپته نشته چې له الله نه دبښنې غوښتل او استغفار د ډېرو ګټو
 دترلاسه کولو له پاره ګټور ده قرانکریم وایی :
((فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا))
ژباړه : ورته ووایه ! له الله نه بښنه وغواړئ هغه بښونکی دی ، اسمان به درباندی وه اوروي ،مالونه به درکړې ، زامن به درکړې ، باغونه او ویالې به درکړی .
نو په استغفار ویلو سره دالاندې ګټې ترلاسه کولی شو
باران کیدل
دګناهونو بښل
مال او روزې ترلاسه کول
په استغفار سره الله مستغفرته زامن ورکوی
په استغفار سره ډېرنعمتونه ترلاسه کیږې
اودا شیان له دی پورتنې ایت نه معلوم شوې دې
بل ځای الله وایې :
{وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ }
الأنفال33
ژباړه : (ای محمده ! ) ترڅو چې ته په دوی کې وې الله به دوی نه په عذاب کوی ،
اوترڅو چې دوی استغفار ایې الله به عذاب نه پرې راولي .
د ابوسعید الخدری په روایت کې راځې :
"إن الشيطان قال:
وعزتك يا رب لا أبرح أغوي عبادك ما دامت أرواحهم في أجسادهم
فقال الرب تبارك وتعالى:
وعزتي وجلالي لا أزال أغفر لهم ما استغفروني".
أخرجه أحمد وأبو يعلى والحاكم وقال صحيح الأسناد..
ژباړه : شیطان وویل :
ای زما څښتنه ! ستا په عزت مې دې سوګند وې ، ترڅوچې ستاد بندګانو په
بدنونوکې روحونه چلیږې ترهغوبه یې دګمراهې لارې ته رابولم .
الله جل جلاله ورته وویل :
زما دی په خپل عزت اولویې سوګند وې ترڅوچې دوی له مانه بښنه غواړی زه
به بښنه ورته کوم .
      khaliqi
      25.05.2011
    
السلام علیکم. رښتیني صاحب الله پاک دي ددي مهمی موضوع په بدل پخپله اجرونه درکړي. نه پوهیږم په ما یي ولي دومره تاثیر وکړ. دا حدیث مي په کراتو مراتو اوریدلي.
 
وعزتي وجلالي لا أزال أغفر لهم ما استغفروني". 
زما دی په خپل عزت اولویې سوګند وې ترڅوچې دوی له مانه بښنه غواړی زه به بښنه ورته کوم .
خو نه پوهیږم ولي يي نن راباندي اغیز بل ډول وو. دبندګانو ګناهونو او د رب مهربانۍ ته مي په بدن ویښته ځیږ وریدل. موږ څومره ناشکره یو. څومره په خپل ځان ظلم کوو. خوبیا مو هم کبراوغرور دي حد ته رسیږي چي دخپل رب څخه دکړو ګناهونو بخښنه نه غواړو.
رښتیني صیب که داستغفار ویلو دماثوري بڼي په لږوضاحت وکړئ چي آیا داستغفارویلو څخه تنها په ژبه (استغفرالله) ویل مطلب دي او که څنګه؟.
      رښتینی
      25.05.2011
    
خالقې صاحب له نظرڅرګندونې نه موډېره مننه 
الله دی موږ ته دعمل توفیق راکړې اوټول افغان ته 
ستاسو راتګ ته هم هرکلی وایم الله دې وکړی دلته 
موږ له تاسو اوتاسو له نورو وروڼو ګټه واخلئ
      رښتینی
      25.05.2011
    
او دا لاندې داستغفار غوره کلمات بلل شوی دی چې په پیل کی یې 
سیدالاستغفار بولې :
1 -( اللهم أنت ربي لا إله الا أنت، خلقتني وأنا عبدك وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك عليّ وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت ).
2 - أستغفر الله.
3 - رب اغفر لي.
4 - ( اللهم إني ظلمت نفسي فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت ).
5 - ( رب اغفر لي وتب عليّ إنك أنت التواب الغفور، أو التواب الرحيم ).
6 - ( اللهم إني ظلمت نفسي ظلماً كثيراً ولا يغفر الذنوب إلا الله، فاغفر لي مغفرةً من عندك، وارحمني إنك أنت الغفور الرحيم ).
7 - ( أستغفر الله الذي لا إله إلا هو الحي القيوم وأتوب إليه ).
او ان شاء الله داټولې په روایاتو کې راغلې دې
په مینه
      محمود سعيد
      26.05.2011
    
رښتینی صیب سلامونه!
له خدایه درته اجرونه او ثوابونه غواړم چې ګټورې، په زړه پورې او اړینې لیکنې له موږ سره شریکوی...قلم مو تاند، هڅاند، او روان غوړم.
استغفرالله.
      khaliqi
      26.05.2011
    
ډیره مننه رښتیني صاحبه. خداي دي جنتونه درکړي.
کامیاب اوسي