د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

زما خو ه سابه خوښیږي

۰
24.05.2011

واي یو مسجد اما ته چا په وار کي وچ سابه او جواری[سوکړک] وروړی وو نو بیا یي ورته
ویلي وو چي ملا صیب خفه نشي نن مونږ کره د غنمو ډوډۍ نه وه نو دجواري سره مو وچ سابه پخکړي چي ستابه خوښ وي او کنه خو ما راوړه!
مو د مسجدامام صیب ورته ویل چي نه نه زما خو وچ سابه او جواری ډیر خوښ دی[ددی لپاره چي دا سړی خفه نشي]
سړی چي لاړه نو ټول کلي کي يي اعلان وکړ چي د ملا صیب جواری او اوچ سابه ډیر خوښ دي
نو هره ورځ به خلکو ددي لپاره چي دملاصیب خوښ دي نو جواری او وچ سابه ورته وار کي پخول .
بله ورځ یو سړي ورته وویل چي ملا صیب ماخو په ټول کلي کي د جوارو اوړه پیدا نکړه
او هاااااغه بل دریم کلي ته ورپسي لاړم ستالپاره مي راوړه چي داوچو سبو سره يي درته پوخ کړم
ملا ویل چي ما خو نو هغه سړي ته ددي لپاره ویلي وو چي خفه نشي نو تاسو ورپسي
اوس دریم کلي ځي اوماته يي راوړی بیخ موشین شه زما خو مو نورخوله پري زخمي
کړه پدي جواري او سبو بل شی راوړۍ
نو وایم چي اسلامي فورم کي هم کلیوال صیب د کوم ورور دلیکني تعریف کړی وو
پدي موخه چي ورور خفه نشي اوس يي نو راټینګ کړی فورم به درته د وچوسبو او جواری نه که خیر وي داسي ډک کړي چي بل شی به پکي بیا نه ښکاري هاهاهاهاها

مومندافغان


Kamil
24.05.2011

اومې منلې مومنده.
هاهاها هاهاها هاهاها هاهاها
ډيرې باريکي نقطې ته دی پا م شوی.

سخت دې اوخندولم


۰
24.05.2011

کامل خانه وروره پخیر پخیر بیخي نادرکه شوي مونږ خو اعلان درپسي کاوه خو ښه شوه
چي راپیدا شوي او چي امتحانونه دي دي نو بیا خو دي عذر صحیح دي الله دي په ښو
نمبرو کامیاب کړه آمین

مومندافغان


-
24.05.2011

[quote:a8d5ced351] فورم به درته د وچوسبو او جواری نه که خیر وي داسي ډک کړي چي بل شی به پکي بیا نه ښکاري هاهاهاهاها[/quote:a8d5ced351]
هاهاهاهاهاهاهاهاها
مومنده افغانه زه چي دټوکې منځ ته ورسیدم اومکمله مې نه وه لوستې زه پوه شوم چې مومند صیب اسلامي فورم کتلی دی. :)
یار اوس یې رانه خفه نکړې. :lol:
هډه وال صیب ټوکه وه خفګان به پکې نه وي! 8)


Kamil
24.05.2011

امين
تر اوسه شروع نه دي په ٢ د جون شروع کيږي.
مزيلاپريفوکس راکی زړه شين کړو.


-
24.05.2011

کامل صیب خیر که امتحانونه دې هم وي فورم ته راځه. که کوم مشکل مضمون وي نو خیر همدلته به یې سره په شریکه تکراروو موږ به هم درنه مستفید شو او ستا به هم امتحان ته امادګي نیولي وي.
اول امتحان مو کوم مضمون دی؟


Kamil
24.05.2011

Pakistani Culture and Society

دپاکستان مجتمع"ټولنه" او کلتور


chaparharay
24.05.2011

کامل صیب نو دا څه په بلا وهي بل کوم مضمون نه وو چي ایله دي پاک سټډي
مضمون اخسته واي زه مرم له غوچي او ته بیا واي چي غوچي
ټوکه:
یو ورځ دپیښور په کبابیانو مهاجرکیمپ کي یو سړي دماسخوتن لمونځ کي پس له جمعي نه وویل چي دعا وکړۍ چي ځوي مي الله کامیاب کړي او کامیاب راشي!
ملا صیب هم له خلکو وغوښته چي ددي کاکا ځوي ته دعا وکړۍ چي الله جل جلاله
يي کامیاب کړي نو ټووووووووولو خلکو ښه په اخلاص دعا ورته وکړه چي ځه الله دي
ستا ځوي کامیاب کړي او کامیاب دي راشي
بیا نو یو بل سړي تري وپوښتل چي کا کا ځوي دي کوم ځاي ته جهاد ته تللی؟
دي سړي ورته وویل چي نه ځوي خو مي جهاد ته ندی تلی خو په نوښار کي دټپو[لنډۍ] مقابله ده هلته تلي نو چي الله يي بری په نصیب کړي
اودي سره ټول خلک پسي را ترخه شول چي فلانیه اوبستانیه په مونږ دي څومره په
اخلاص دعا وکړه چي خیر ستا ځوي جهاد ته تلی او ستاځوی ایله ډم دي ډمتوب ته تلی
نو کامل خان وروره خفه نشي خو که مخکي دي له مضمونه خبره واي ولا که مو درته
دومره په اخلاص دعا کړی وای خو ځه نواوس کار شوی دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خفه نشي کامل صیب هسي ټوکه وه دټوکو فورم دي نو ساعت تیري کوو زړه بد نکړي ښه!

چپرهاری


م
25.05.2011

وروره خدای دي په امتحان کي اول نومره کړه امتحان ته سړی سخت وارخطا وي خو دغومره سخت هم نه وي لکه وارخطا چي وي
زما یوملګری وه دامتحان په شپوکي عجبه ټوکه باندی وشوه دپاکستان په یوه لویه مدرسه کي چي هرکال په سلاووطالبان پګړۍ پکشي تړي ، امتحان ته څو ورځي پاته وې دا طالب امتحان ته سخت وارخطا وه نو تللی دی داودس مات لپاره دمدرسي لیټرینونو ته نو دهغي مدرسی دهر وطاق خپله بیت الخلا وه ،اوچابیانی هم دهغي کوټي له طالبانو سره وي ، دا وخت چی دی ورغلی دی نو دخپل اوطاق بیت الخلاء مصروفه ده اعنی څوک په کي شته ، نوپه دي وخت کي له بلې بیت الخلاء نه یوطالب راوتلی ده ورته ویلي دي ، چی زه ورننوزم کلي درسره یوسه بیا به یي زه کولپ کړم ، دی چي ننوتی نو دامتحان چورت اخیستی کله یي چی یې له دننه خوا قید بند کړی نوکولپ یي په لاس کي دی همدلته یي کولپ وراچولی دی ، له اودس مات وروسته چي بیرته راوزي ګوري چې ور یي له دننه خوا په ځان پسي کولپ کړی ، نواوس کیلي هم ورسره نسته ، او دلته خو په سلګونو بیت الخلاوي دي او همدومره اطاقونه دمدرسی دي داهم نه ده ورمعلومه چي دا دڅوم اطاق بیت الخلاده ، نوغریب له دننه خوا چیغي وهي چي اې خلکو ددي بیت الخلاء کیلي خو راپیدا کړي ، زه په کي ایسار شوی یم .
نودا وخت ځینو ریشخندي طالبانو ګپه تري جوړه کړه او له هریوه اطاق نه به یي پوښتنه کوله پلانی بیت الخلاء خو به ستاسي نه وي طالب ایسار دی ، په همدي په دی عاجزه طالب باندي ټوله مدرسه راخبره سوه ، او ډیر وروسته دهمدي بیت الخلاء کیلي پیدا سوه او طالب غریب چي له ګرمي نه ښه خولي شوی وه راووت .
نوکامله ورورجانه امتحان ته ډیر مه وارخطا کیږه هسي نه په داسي چل وشي هاهاهاهاها هاهاهاهاهاها :lol: :lol: :lol: بښنه خندل می سم نه دی زده :roll: :roll:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more