د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دموکراسي په دستور اوفرمان سره نه ټينګيږي


ع کريم حليمي
07.07.2004

سلام درنو لوستونکو! دغه ليکنه مي ترسترګو ښه وايسېده ٠ فکر کوم چه ستاسوبه هم خوښه سي
دوکتور محمد علي هوما

دموکراسي په دستور اوفرمان سره نه ټينګيږي

داخبره ټولو ته څرګنده ده چې دموکراسي په دستور اوفرمان سره نشي ټينګيداي څرنګه چي هغه دوسلي اوزور پواسطه هم منځته نشي راتلاي دهغې لپاره بايدپه ټولنه کې دزياتو هڅو په مرسته په طبيعي توګه دودې او پخيدو زمينه مساعده شي ٠څرنګه چي يوازې داحساساتو په ښوولواودخورا نيکو هيلو په څرګندولوسره هم دموکراسي منځته نه راځي ،دشخصي اوګروپي اغراضو دترسره کولولپاره چل ول اوټګي بره ګي هم ددموکراسۍ سره اړيکې نلري.

دسياسي کړيو،سياسي فعالينو ټاکلې اندازه سياسي پوهه،صداقت اوجدي اصوليت هغه مهم ټکي دي چې کولاي شي دواقعي دموکراسۍ په منځته راوستلواودهغې په ټينګښت کې اغيزمن رول ولوبوي٠ همداراز ددې لپاره چې دموکراسي دعمل په ډګر کې پلې شي ،غښتلي اوبا حيثيته ځواک ته اړتيا ده چې پدي پروسه باندې

دکنترول اونظارت توان ولري اودټولو اړخونو لپاره دمنلو وړقوت وي .

په اوسنيو شرايطو کې هغې ډلې چې ددموکراسۍ پلويان دي يولړ ستونزي اونيمګړتياوې لري چي يوه يې دغښتلي هستې نشتوالي دي٠ زموږ دهيواد دسياسي کړيو دخصوصيتونو څخه يو دادي چي هغوي تل غوښتي خپل هيواد په خبرو ،په زړه پورې شعارونو او انقلابي روحيې په څرګندولو سره ګل اوګلزار کړي خو په عمل کې يې دهغې دأبادولو لپاره عملي ريالستيک ګامونه ندي اخيستي اوکله ناکله يې دخپلو څرګندولو په مخالف لوري هم تللي دي چي ښه مثال يې دا خ د ګ اوپه اصطلاح جهادي تنظيمونوکړه وړه دي ٠دا خ د ګ کله چې دتصادف له مخې واک ترلاسه کړ نور يې دخپل ګوندد مرام له مخې هغه دموکراتيکه جبهه جوړه نکړه کومه چې دهغې په غوښتلو سره يې مري بغې کړې وې تردې حده چې دګوند په داخلي ژوند کې هم ددموکراسۍ پته نه وه چې ددموکراتيک سانتراليزم (( زرين اصل ))مهم جز يې باله ،بد مرغي لا پدې کې وه چې کله هرې ډلې دګوند اودولت په دننه کې واکمنې شوې نوپر خپلو خوږو ملګرو يې هم رحم ونکړچې يو وخت يې يو شخوند ډوډي ورسره نيموله .

دا چې جهادي ګوندونو اسلامي اصول اوانساني ارزښتونه ترپښو لاندي کړل اواوس په څه بوخت دي پدي هکله دتبصري اړتيا نه ليدل کيږي٠ دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې ولې داسې وشول؟ددې پوښتني ځواب بايد ددې ګوندونو دجوړښت په زمانه کې ولټول شي داګوندونه چې دکوچنيو کړيوڅخه جوړشوي وو،داکړۍ چې دسيمې،قوم،

ژبې،خپلوۍاو شخصي اړيکو اوپيژندګلوۍپر بنسټ سمبال شوي وې اوکله چې دا ګوندونه جوړشول دنيمګړې سياسي پوهې له امله ځينو کړيو دهماغه پورتنيو

مشخصاتوله مخې دمخکينۍ پيژندګلوۍټاکلې ډلې جوړې کړې چې دمشخصو سر ګروپونوتر نامه لاندې يې شهرت ومونداوپه راتلونکې هم دلږې سياسي تجربې اوسطحي پوهې له کبله دګوند په ننه کې ددغو ډلودپراختيا اونورو ډلو درامنځته کيدو مخه ونه نيول شوه٠دګوندي فعاليت اودواکمنۍ په دوره کې به ټول سياسي اوټولنيز مسايل دډلوتر منځ دخپل منځي تفاهم اوسياسي مصلحت له مخې حل کيدل اودګوندپر عمده اصولوباندې ددغو تفاهمونو او مصلحتونوغټ اودروند سيوري پريووت،دغه ډلې او ګروپونه ترپايه دګوند په معده کې دنا هضم شويوشخوندونوپه شکل اومه او ژوندي پاتې شول٠ چې ددې ډلو شتوالۍ دواک ترلاسه کولو وروسته څرګنديږي ځکه پدي وخت کې دمقامونو دويشلو مسأله پيداکيږي٠ ددې ډلوشتوالۍ په هغو ګوندونو کې له ورايه معلوميده کوم چې په يوازې ځان سره يې واک ترلاسه کړ اوکوم سيال ځواک يې نه ليده چې هغه د ا خ د ګ دي ٠په ګوند کې دې ډلو دواک تر لاسه کولو وروسته هڅه کوله چې دقدرت ښودلو په تمرين سره په نورو باندې خپله واکمني ومني اوهغه څه يې هير کړل کوم چې دهغې په خاطريې ګوند جوړ کړي وواو پايله يې داشوه چې دقدرت اوواک اخيستلو تکبر هغه څه ورباندې وکړل چې سليم عقل يې تر اوسه هم نشي منلي،ګوند خپل باور له لاسه ورکړ،دپرديو لاسوهنو اوبهرني تيري ته يې بشپړه زمينه برابره کړه تر څو يې ((له وياړه ډک واک)) هم له لاسه ورکړ٠

کله چې داګوند له دولتي واکمنۍ څخه بې برخې شو،پروني ګوندي مشرانودټولو روښانفکرانو څه چې دخپلو ملګرو دسمبالتيا هڅه هم ونکړه داځکه چې دوي دګوند اوهيواد په پرتله دخپلو ګروپونو سره ډيره مينه لرله،دوي هميشه خپل ګروپونه دګوند ترنوم اوسيورې لاندې پټ ساتل اوپدې وخت کې چې ګوند حاکم نه وو،دوي نه پوهيدل چې څه وکړي؟دسرګيچۍ تر خلاصيدو وروسته سمدلاسې ددوي سترګې بيا پخپلو ډلو ولګيدې اوځينو دخپلو ډلو څخه نوي سياسي جوړشتونه ايجاد کړل ،داوار په بشپړه توګه ثابته شوه چې دغو مشرانوددې ګوند په ټول فعال ژوند کې هيڅ ډول ژور سياسي فعاليت سر ته ندي رسولي٠ خو دګوند اکثرو غړو دواک دنسکوريدو وروسته پدي فکر کې وو اوهڅې يې کولې چې ددې مشرانو پرته دټولو روښانفکرانويو ډول انسجام منځته راوړي اوځينو ويل چې که دامشران خپل هيواد ته درښتينې خدمت هيله لري ،نودرښتينو ،باپرنسيبه اوتکړه ځوانانو سره دې خپلې تجربې په صادقانه توګه شريکې کړي خوداسي ونشول اودپردې شاته يې په غيرمستقيمه توګه دخپلو ډلو په لا فعالولوپيل وکړ اودروښانفکرانو واقعي سمبالتيا يې دپخوا په شان دخپلو ډلو ترمنځ پخپل منځي تفاهم بدله کړه٠ خپل منځي تفاهم ته بايد ميخانيکي او تقليدي بڼه ورنکړل شي،تفاهم دمختلفو نظرياتو ،عقايدواوتګلارودخاوندانوترمنځ دګډپلاتفورم اودجبهوجوړولو لپاره صورت مومي ٠

خو هغه څوک يا ډلې چې ګډ هدف لري اوله يوډول نظرياتي اصولوپيروي کوي هغوي بايددګډې سياسي کړنلارې له مخې په اصولي توګه سره يو ځاي شي ،اوهغه څه چې پدې دوو دريو کلونوکې دروښانفکرانودسمبالتيا په نامه په اروپا کې دوام لري دتفاهم په نامه هلې ځاې يې سر چپه پيل کړيدي ځکه چې دغه ډول تفاهم چې دوي پرې لګيا دي نه يوازې ژور مفهوم نلري،بلکې يوه موقتي پديده ده چې په اوسنيو حالاتو کې هره شيبه ړنګيدلاي شي٠ همداسبب دي چې پدې موده کې کومې دسترګووړبرياوې اولاسته راوړنې نلري ٠ عجيبه خو لاداده چې داډلې له يوې خوا پخوانيو نيمګړوکړووړو ته ګوته نيسي اودډلبازيو څخه سر ټکوي خو په عمل کې دوي لا هم پکې ډوب دي،دوي دټولو روښانفکرانود سمبالتياپه نامه خبرې کوي خوعملا يې په غونډو اوليدنو کتنو کې هغه کسان را ټوليږي چې يوه ځانګړي ګوند اويا خاصې کړي ته منسوب دي اود دوي پرته دنورو ډلو اوناپييلو روښانفکرانوپته پکې نه ليدل کيږي اوکه دګوتو په شمير نورو پکې ګډون کړيدي په نورو غونډوکې يې دګډون څخه ډډه کړيده ځکه هلته يې ځانونه پردي ګڼلي دي اودا وضعيت ددې سبب شوي چې دروښانفکرانوترمنځ بې باوري دپخواه په پرتله نوره هم زياته شي٠

دافغانستان په ننيو شرايطو کې دمختلفو سياسي،مذهبي،قومي ،سيمه ييزو،دموکراتيکو او جګړه ماروډلو تر منځ دخپل منځي تفاهم مسايل په واقعي توګه دوخت هغه رښتيني ضرورت دي چې دملګرو ملتواونړيوالو ځواکونودغښتلي ځواک په مرسته تر سره کيږي،موږ وليدل چې ددغو تفاهمونواومصلحتونوله لارې دبن جرګه جوړه شوه ،ددې سره سره چې دعامو اصولوله مخې دبن جرګې غټې نيمګړتياوې درلودې خو دلارښوونکي ستر قوت په مرسته يې په هيوادکې دسولې،دموکراسۍ،اصوليت اوقانونيت پروسه دبې شميره لوړو ژوروسره سره په ښه توګه جاري کړه٠ ددغې سياسي تفاهم په نتيجه کې په افغانستان کې دننه لنډ مهاله حکومت،بيړنۍ لويه جرګه،انتقالي حکومت اودافغانستان داساسي قانون لپاره لويه جرګه را وبلل شوه٠ په هيواد کې دملي اردو دجوړولواوله وسله والو ډلو څخه دوسلو ټولولوپروسه پيل شوه،سياسي ګوندونه دجوړيدو په حال کې دي،هغه ورځ ليرې نده چې په افغانستان کې قانوني حکومت جوړ اودملي جرګې لپاره دانتخاباتو لړۍبشپړه شي٠ خوهغه څه چې ددې پيل شوي بهير دلاپياوړتيا لپاره يې ضرورت ليدل کيږي اوهغه نشته دي هغه د روښانفکرانواودموکراتيکو کړيو ټينګ انسجام دي،چې دهغې دواقعي سمبالتيا لپاره ضرور دي چې:

١-د غه انسجام له هر ډول توپيرپرته په ټولوروښانفکرانو پورې اړه ولري;

٢- داپروسه هغه وخت په بريالي توګه پراختيا مومي چې دسمبالتيا په مشري کې يې له هرې ډلې څخه يو يو استازي اودناپييلو کسانو نه دټولو ډلو داستازو دشمير په اندازه استازي ګډون وکړي;

٣- سمبالتيا دمشرۍ اجراييه هيأت دې يوازې دناپييلو کسانو له استازو څخه جوړشي ;

٤- داډول طرح دې دافغانستان په ګډون په ټولو هيوادونو کې دميشته روښانفکرانولپاره داساسي اصل په توګه ومنل شي ;

٥- دسمبالتيا دمشري په غړو دې په پرله پسې ډول ددوي داصوليت اوفعاليت پر بنسټ له سره کتنه وشي ،تر څو په بشپړه توګه مساعده مشري دټاکلې مودې په اوږدو کې تثبيت اودسمبالتيا بهير ځانته دثبات عادي بڼه غوره کړي٠ که څه هم درو ښانفکرانو دسمبالتيا داډول چلند په بشپړه توګه دموکراتيک ندي ،خو په اوسنيو شرايطو کې دهغوي دسمبالتيا لپاره معقول بريښي ٠ که چيرې داپروسه دزړه له کومي پدې ډول پيل شي ممکنه ده چې په لنډه موده کې به دخپلې پراختيا په لور چټک اواوچت ګامونه اوچت کړي اودبشپړ دموکراتيک چلند لپاره به زمينه مساعده شي٠

د٢٠٠٤ميلادي کال دجون مياشت

--------------------------------------------------------------------------------


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more