نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لطف الله مشعل ددروغو ګوډی
نوروز خان
23.05.2011
د دروغو ګوډی
زخمي افغان
دروغ هغې خبرې ته ویل کیږي ، چې له واقع سره مطابقت نلري ، مطلب واقعیت یو څه وي خو یوڅوک یې تعبیر بل ډول کوي .
که ددروغو فلسفه راسپړو کیدای شي لیکنه ډیره اوږده شي ، خوپه ټوله کې ویلای شو ، چې دروغ دانسان لپاره ترټولو سپکوونکی صفت دی ، په اسلام کې دروغ دمنافق لومړنۍ علامه بلل شوې ، چې په بناء یې زمونږ دکلیو سپین ږیري هم دیوټولنیز اصل په توګه په دې سره یوه خوله دي او ټول په عامه محاوره کې په دې خبره ژبه ټکوي ( سي دروغ وايي آغه بي ایمانه وي ) رښتیا هم ، په دروغ ویلو، سره له دې چې څوک کافر کیږي نه ،خو ایمان ته یې ضرور خلل رسوي ، چې همدې ته نفاق وایي .
په عامه ژوند کې دهغه چرګ چې له سپیده داغ سره غبرګ وزرونه ټپوي او اذان کوي ، خبره خلک مني خو د دروغجن انسان خبره له قسمونو او بیا بیا ټینګار سره سره هم څوک نه مني او نه باور پرې کوي .
ددروغو له همدومره بدوالي سره سره به شاید داسې کسان خورا کم وي چې بالکل دروغ نه وايي ، ډیری خلک په خپلو خبرو کې په قصد او یاهم په سهوه دروغ وایي ، خو په مجموع کې په ټولنه کې ددروغو صفت دمنطقیانو په اصطلاح کلي مشکک دی چې شته خو ، مګر څوک لږ او څوک ډیر وایي .
کلیوال متل کوي وایي ( ګډیږي خو هرڅوک مګر پلانۍ ابۍ یې جندر باسي ) نوپه ټولنه کې هم دروغ ډیر خلک وایي مګر ځیني کسان داسې وي چې دروغ شرموي اود دروغو جندر باسي ، هغه چې په رښتیا ویلوکې یې خدای نصیب نه وی کړی ، چې په ژبه څه راوړي نو دروغ وي ، چې داسې کسان بیا دټولنیز قضاوت له مخې د (دروغو ګوډي) بلل کیږي .
دلته غواړو د دروغو همداسې یو مشهور ګوډی دروپیژنو ، چې په دروغ ویلو کې پوره مهارت لري او کله هم په معمولي دروغو خپل ګټلی نوم له لاسه نه ورکوي .
لطف الله چې له څه مودې راهیسې په مشعل غږ کوي ، یو وخت یې دپښتونخوا دټل په یوه مډل سکول کې ورځ دپاک سرزمین په بوللـه پیلوله ،بیا یې دپیښور په افغان ادبي بهیر کې شاعرانه چمونه شروع کړل ، خو چې امریکا رانازله شوه ، دډیرو نورو غوندې یې ایله خپل څراغ په اوبو کې روښان ولید، سرترنوکه یې پخوانی اخوانی پوست واچاوه او نوی یې په تن کړ، دیوه امریکایي الاصل امریکایي زلمی خلیلزاد سره یې خدایزده دکوم چاینل له لارې اړیکي تودې کړي ، او دامریکاپه سفارت کې یې دکولتوري سلاکار دنده پیل کړه ، دغه راز یې دیوه بل افغاني الاصله امریکایي علي احمد جلالي سره هم شناخت وموند او دکورنیو چارو د وزارت دویاندي دنده یې خپله کړه .
خو خیر دلته دده په ژوندلیک ډیر نه تم کیږو خو دومره وایو چې همدا ښاغلی چې په یادو ادارو کې یې مردارې بڼې تلې کړي ، وروسته د دروغو او بردګۍ درسمي کورس لپاره لندن ته ولاړ او همالته دانګلیسي درګاه په وړاندې ترقبولیت وروسته څوکاغذي مډالونه او بادراوړي دوکتوراوې په اوږو وروټومبل شوې ، او په نوي پتلانه کې بیادجګړې ډګر ته راواستول شو .
نوموړی چې له څه مودې راهیسې دکابل دملی امنیت دویاندۍ په دنده ګمارل شوی په رسمي توګه یې دخپل فن (دروغ پرانۍ ) اظهار ته ملاتړلې .
دا دروغجن چې دخبري کانفرانسونو خورا شوقین دی او تراوسه یي ماشاءالله ښه څټ پرې کړی دی ، هر ورځ ددروغو نوی ماډل نندارې ته وړاندې کوي ، کله وایي دطالبانو په سلو کې ۹۱ بریدونه له ترسره کولو مخکې کشف کوو ، کله دکابل جوماتونه د بم جوړونکو ځالې بولي ، او کله بیا دمومین خان په ښامار کې دچړې سرې کولو په دود په پوره جسارت سینه ډبوي ، چې داسامه ځایګی داینجانب دمعلوماتو په اساس وموندل شو.
له څه مودې راهیسې لکه چې دنوموړي په دروغو چندانې ټېغ نه وه ختلی ، نوځکه یې نن بیامطبوعاتو ته یوه بله نادره شتۍ کړې ده .
نوموړي مطبوعاتو ته ویلي چې دطالبانو داسلامي تحریک مشرملامحمد عمر نادرکه شوی او یاهم وژل شوی دی !!؟
داده سوړه !! نه پوهیږم دا زوی مړی ځان بزرګ بولي چې کشف ورته کیږي او که دټپوس خوندې خوب ویني چې داسې نادر کشفیات کوي ، دکرزي دګړبیدلې ادارې !؟؟ کاري ظرفیت او دراکت خو موږ ته معلوم ده چې شعبې او کاري ځواکونه یې څومره مسلکي او ځواکمن دي ، دشاعرخبره . . . په خوله که نه وایم شلیدلی ګریوان چیغې وهي . . . که موږ هیڅ هم ونه وایو دکندهار سوړې چیغې وهي چې دمشعل صاحب استخبارات !؟؟ څومره زورور او ذر ه بیني دي ،ددفاع وزارت په دوهم پوړ کې جګړه ، او دچهارصدوبستر حمله چیغي وهي ، چې دمشعل کشف څومره فعال دی .
که مشعل له مطبوعاتي کانفرانسونو سره مینه لري کولای شي ، دا خمار په نورو موضوعاتو مات کړي ، داسې شنه درواغ چې انساني عقل یې له شانه پیژني ، دده او دده دنورو ولینعمتانو هیڅ درد هم نه شي دوا کولای .
د دروغو له دې ګوډي نه هیله کوو چې نور خپله خوله وتړي ، نوموړی ته په کار ده چې دخپل دفتر چاپیرچل ته خپل استخباراتي فوکس راټول کړي ترڅو کومه ورځ دبلې دنیا مرغۍ ترې جوړه نه شي ، که نوموړی په خپل ټول استخباراتي جال سره دکرزي په حکومت کې خپل ژوند وساتی او ډالري حسابونه دوچند کړي همدا به یې ستره کارنامه وي ، نورې بې ځایه لاپې یې دخلکو خولو ته اچوي چې بیا به سپکه بڼکه ترې جوړه وي .
http://alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=11816:2011-05-23-13-31-12&catid=2:articles&Itemid=4
الاماره نه په مننه
larghonay laraway
24.05.2011
دروغ يې هم خير دی ځکه چې د همدې ګوډاګي حکومت مامور دی نو پروپاګنډې خو به خامخا کوي. ولې سپک کار يې دا دی چې د کابل د امنيت ادارې اوس په کابل کې په پښتنو ملايانو پسې راخيستې ده او غواړي د طالب او القاعدې سره د تړاو په تور له جوماتونو ملايان وشړي او ستمي پاړسي ژبي ملايان وګوماري.
په بازار، مکتب، پوهنتون، دفتر او موټر کې خو پښتو هسې هم سر خوړلی خو که په کوم جومات کې کوم ملا ماشومانو ته په نيمه پښتو او پاړسو (غينو دوزيرغين غين) وايي هغې ته يې هم د مشعل صيب اداره نه پرېږدي.
مصلح
24.05.2011
دوستانو سلامونه
خبره په لطف الله مشعل او دا نور یې نده خبره بل چېرې ده. د سیاست دې کور وران شی چې سیاست چلونکي په اصطلاح دروغجن کوی. که یو خبر حقیقت هم نه وي خو د سیاست چلوونکو په ګټه وي خپروي یې. پاکستاني چارواکي د اسامه تر وژنې د مخه تل د هغه له موجودیت نه په پاکستان کې منکر وو په بل عبارت دروغ یې ویل.
زه کله کله دطالبانو دغه ملا صاحب ته حیران یم چې جومات یې پرې ایښئ او سیاست ته یې ځان ورګډ کړی دی. دا ملا صاحب چې اوس ذبیح الله مجاهد نومېږي کله چې یو ځانمرګی کوم ځای ته لیږل شوی وي فقط د چاودنې د ډمممم په انتظار کې دی او مخکې لدې نه چې هغه ځانمرګي له جنت نه ورته د رسیدلي تلفاتو رپوټ ورکړي وي مطبوعاتو ته تلفون وهي چې دا کار مونږ کړی دی او دومره بهرنیان او دومره د ګوډاګي حکومت سرتېري ټپیان او وژل شوي دي. داد غیب علم لرونکي او حقیقت ویونکي پرښته یو وار هم د ځانمرګي په چاودنو کې د دومره ملکي تلفاتو یادونه نده کړې او دا ځکه چې د ملکي تلفاتو خپرول د دوی په ګټه نده . بیا هم د سیاست دې کور وران شی چې د ملا صاحب نه څه جوړوي!!!!
-
24.05.2011
[quote:4ad7baf9f5]چې د کابل د امنيت ادارې اوس په کابل کې په پښتنو ملايانو پسې راخيستې ده او غواړي د طالب او القاعدې سره د تړاو په تور له جوماتونو ملايان وشړي او ستمي پاړسي ژبي ملايان وګوماري. [/quote:4ad7baf9f5]
لاروی صیب خبره د ژبني او توکمي تعصب نه ده، څو د پښتون او ستمي موضوع مطرح شي. ټول په دې پوهیږي چی یوازیني قوم چی اشغال نه شي منلای او پرضد یی مقاومت کوي پښتون دی. امریکايان فکر نه کوم چي د پښتنو سره شخصي تربګني ولری اونه به یي زما په اند په نانځکو کي دومره احساس وي چې لږترلږه چی دخپلې ژبي لپاره نه، دپردۍ لپاره تعصب وکړي. خبره دا ده چی نن ورځ دوی پوهیدلی چي ..هغه دشاعر خبره، داسلام او د پښتو معنی یوه ده،، کله کله په فورم کې وینم چې ځینی ګیله کوي چې ولي د صلیبي جګړې قربانیان پښتانه دي زما په شخصي عقیده علت یې دادی چي پښتون هیڅکله اشغال نه شي زغملای، د ازادۍ جګړو د ګټلو ویاړ همیشه دپښتون په برخه رسیدلی،دوی ته دپښتنو تاریخ معلوم دی ځکه یې په هرځای کې په پښتون باندي کړۍ راتنګه کړې.
کاشکې د ژبني او قبیلوي تعصب خبره مطرح وای، اصلي موضوع بل چیرې ده.