د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا هلال ته موږ اسلامي او د مسلمانانو نښان ویلې شو؟

ahmad bilal
23.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!
هیله لرم چې ټول به روغ جوړ یاستې.... ورونو یوه پوښتنه لرم چې آیا موږ هلال ته د اسلامي نښان ویلې شو؟ ځکه هر مذهب، هر قام (بحیث د مسلمان) هر کلتور خپل خپل نښانونه لرې نو آیا موږ هلال خپل اسلامي نښان ګڼلې شو؟ ځکه داسی ویل کیږي چې صلیبی جنګونو کې دغه نښان د صلاح الدین ایوبي له خوا وکارول شو او له بلې خوا یوه بله دعوه کیږي چې دغه نښان د عثماني ترکانو لخوا استعمال شوې....

دغه نښان مو تر پيړیو پورې زموږ په مساجدو کې استعمال شوې هم ده....
نو سوال مې دا ده آیا موږ هلال اسلامي نښان ګڼلې شو لکه څرنګه چې عیسویان خپل نښان صلیب ګڼي....؟



ع کريم حليمي
23.05.2011

محترم او مکرم بلال احمد صاحب وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

تاسو پوښتلي دي چه :
[quote:1fd6b9433f]آیا موږ هلال ته د اسلامي نښان ویلې شو؟ [/quote:1fd6b9433f]

اسلامي سمبول ئې نه شو بللی ، بلکي د اسلامي دولتونو او ټولنو سمبول يې بللی شو !!
او دغه د هلال د نښان د رواجولو امتیاز د افغانستان ( غزنویانو ) په برخه دی ، سبكتكين په سنه ۳۶۶ ّهجري کښي د دولت پر بیرق باندي ّهلال او طاوس رسم کړي وه (صورة علم الدولة الغزنوية)

درنښت


حمید هڅــاند
31.05.2011

احمد بلال وروره، لاندي تړونی کېکاږه، هیله ده پوښتنه به دي حل شی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=35885&highlight=#35885
درنښت


ahmad bilal
02.06.2011

د ښاغلي ع کریم حلیمي صاحب او حمید هڅاند صاحب نه مننه....
تر څه حده مې پوشتنه حل شوه... مننه

په درنښت


أبوخليل قدوسي
09.06.2011

هلال اوستوری لکه چي زمونږ علماوو وروڼو ويلي په اسلام کي کوم شعار يا دمسلمانانو رمز او ياکوم بل ډول تقدس دشريعت له نګاه څخه نه لري ويل کېږي چي وروستيو پېړيو کي کله چي مسلمانانو ځېني کفري هېوادونه فتح کړل ويې ليدل چي هلته په کلېساګانو دصليب نشانونه نصب شوي و بيا هغوی يې په ځای هلال نصب کړل نور که يې څوک پدې عقيده کاروي چي دا يو اسلامي رمز دی نو داعقيده په شرعي لحاظ کوم حقيقت نلري او باطله عقيده ده ځکه چي اسلام سمبولېز دين ندی اونه په سمبولونو اتکاء لري البته دصليب په ځای اوپه مقابل کي يې کارول کوم ناروا کار هم ندی.
داسلام شعاير اوسمبولونه هغه عبادات او نېک عملونه دي کوم چي اسلامي شريعت يې مونږ په کولو باندي مکلف ګرزولي يواوکوم چي مسلمان او اسلامي حکومتونه يې پخپلولو اوسرته رسولوباندي پېژندل کېږي
ستوري او سپوږمۍ دوخت دپېژندلو او دلارو دموندلو ديوې وسيلې په توګه الله تعالی دانسانانو دګټي لپاره پيدا کړي دي اودهغه دقدرت ستري نښي اونښانې دي لکه څرنګه چي قرانکريم په صراحت ويلي دي نور داډول رمزونه ددې معنا نلري که يې څوک کاروي نو هغوی پاخه مسلمانان او يا حکومتونه يې اسلامي دي اونه دا چي څوک يې منکرشي په مسلماني کي يې شک دی بالمقابل صليب دعيسايانو مذهبي شعار او رمز دی دمسلمان لپاره يې کارول يې ستره ګناه اوماتول يې په هرمسلمان فرض دی والله تعالی أعلم


أبوخليل قدوسي
09.06.2011

آحمد بلال وروره ماشاء الله ډېري ګټوري پوښتني مطرح کوې مننه موفق اوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more