نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا عمر ووژل شو!
محمود سعيد
23.05.2011
یوه لوړپوړی افغان امنیتي مسئول وايي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوټي او شمالي وزیرستان پر لاره د حقاني وسله والي ډلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اس ای له خوا وژل سوی دی.
دې مسئول د نوم نه ښوولو په شرط وویل، چي د اسامه تر وژلو وروسته پاکستان تر سخت فشار لاندي راغلی او غوښتل یې چي پر ځان د نړیوالي ټولني شکونه او فشارونه لږ کړي او ملا عمر یې د افغانستان سرحدي سیمو ته د وژلو لپاره لیږی.
د راپورونو له مخي ملا محمد عمر د پاکستان د استخباراتو د ادارې د پخواني مشر حمید ګل لخوا وزیرستان ته لیږل کېدی.
تر دې مخکي افغان مشرانو په وار وار ویلي، چي د القاعده او طالبانو مشران په پاکستان کي مېشت دي او د پاکستان استخبارات او ځني نوري ډلي یې ملاتړ کوي، خو پاکستان دا خبري رد کړي وې.
د رواني مې میاشتي پر دوهمه اسلام اباد ته نژدې په یوه پوځي ښار ګوټي ایبټ اباد کي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل سو.
افغان حکومت، پاکستانیو چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
http://www.benawa.com/details.php?id=44304
هوتک
23.05.2011
دابلکل دروغ دروغ دروغ دې الاماره ویب پاڼې ته ورسه هرڅه به درپه ډاګه سې؟
هوتک
23.05.2011
او دایې هم لینک دی؟
alemarah-iea.net/index.php?option=com_content&view=article&id=11789:2011-05-23-07-47-05&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7
.
chaparharay
23.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هوتک صیب ما هم داخبر واوریده او سملاسي مي رد کړ، پدي نه چي ملاصیب به نه مړکیږي
خو پدي چي له هرچا مخکي د افغان دولت یا رسنۍ چي په هڅ حساب دي خبرشول؟
بله دا چي دا خبره مخکي نه هم اوازه پیل وه چي پاکستان به ملا صیب هم وژني او پدي
سره به امریکا ته ځان ورنژدي کوي .
دي خبري سره یو هدف د کرزي ډلي مقصد دا وو چي وښاي ملاصیب په پاکستان کي دي
بل دا چي دا الله مکړه د isi سړی دی او بل اهم مقصد يي داوو چي پدي سره به
ګوندي ملا صیب خپل ځاي ته تغیر ورکړي نو مونږ ته به شاید معلوم شي او امریکایان
به بمباري پري وکړي او شهید به يي کړي.
نو دي پروپاګنډي سره نورمقصدونه لري او یا غواړی دي سره دباتور اولس مورال
کمزوری کړی خو دا خو نو څه دامریکا اجرتي قاتلان ندي او نه دکرزي اجیره اردو ده
چي مورال به يي کمزوری شي بلکي دي سره نور هم اوچتیږي او دانتقام حرارت يي
نورهم زیاتیږي بس دوی غواړي چي دا د الله رڼا چي دالله دین دي په خپلو خولو باندي
مړه کړي خو الله خپله رڼا پوره کونکي دي خو دوی نه پوهیږي .
چپرهاری
Re: ملا عمر ووژل شو!
قادر خان
23.05.2011
[quote:0d6abae8f8="محمود سعید"]یوه لوړپوړی افغان امنیتي مسئول وايي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوټي او شمالي وزیرستان پر لاره د حقاني وسله والي ډلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اس ای له خوا وژل سوی دی.
[/quote:0d6abae8f8]
انا الله و انا الیه راجعون
لومړی خو زه د الله تعالی څخه غواړم چې دا خبره درواغ وي، او که چیري ریښتیا وي، نو الله (ج) دي د ده ټول ګناهونه ووبښي او د ده شهادت قبول کړی، آمین.
زه د یو مسلمان افغان په توګه ډیر خپه شوم. او د الله تعالی څخه د لوي ملا صیب ټول کورنۍ ته او ټولو افغانانو ته په خاصه توګه طالبانو ته صبر غواړم.
په درنښت،
قادر خان
chaparharay
23.05.2011
لوړ پوړي چارواکي بد ویلي هڅ خبره نشته دوي خو همیشه داسي دروغ واي خو بیا هڅ هم نه وي شرم خو لري نه
او که چیرته مړشي نو دا خو لیري خبره نده انسان دی مړکیږي به خو اوس یي دا خبر
هسي دروغ دي پروپاګنډه ده د پینټاګونه نه خبر راځي او دکررررررررزي اداره يي خپروي .
او چي کله مړشي نو هڅوک يي مړی نه پټوي اول به يي طالبان اعلان کړي خو اوس لپاره چور دورغ دي.
ستاسو چپرهاری
monir
23.05.2011
سلامونه اوښې چارې!
تر اوسه هیڅ کومه معتبره منبع دا خبر ندی تائید کړﺉ . ښایي د کابل د حکومت تبلیغات وي. دا مکان هم شته چې طالبانو پخپله په غیر مستقیمه توګه دا ډول آوازې خپرې کړې وي تر څو امریکایان تېر وباسي او پدې توګه ملا عمر د امریکا له تعقیب نه په امان پاتې شي ! الغیب عندالله!
chaparharay
23.05.2011
د افغانستان داسلامي امارت له ویبسایټ څخه کټ مټ نقل دی وي ګوری
په درنښت چپرهاری.
دعاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله دشهادت دبي اساسه ادعا په اړه داسلامی امارت دوياند څرګندونې :
دوشنبه, 23 May 2011 07:47 -
برېښناليک Print PDF
1-ghنن دکابل ادارې په اصطلاح استخباراتي ارګان او نورو چارواکو او يوشمير رسنيو لخوا اوازه خپره شوه چې ګنې عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله په پاکستان کې په شهادت رسيدلی، موږ دغه راز بي اساسه ادعا او افواه په کلکه ردوو او خپلو درنو هيوادوالو ، مجاهدينواودنړۍ ټولومسلمانانو ته اطمنان ورکوو چې په داشان بې اساسه راپورونو اواستخباراتي دروغو باندې باور ونکړي ، عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله الحمدلله ژوندی ده او دمجاهدينو رهبري په لاس کې لري او په مصؤونه توګه دلوي خدای جل جلاله په توکل او دخپل وياړلي ملت په کلکه همکارۍ او مرسته ژوندکوي.
، داچې دښمن دداسې ا فواهاتو په خپرولوسره کوشش کوي چې دبدرپه نامه دپیل شویوعملیاتوکفر ځپونکي څپه ټکنۍ کړي ،دسنګر مجاهدينو،هيواد والو اومخلصومسلمانانوته تشويش ايجاد کړي او په دې توګه دمجاهدينو توجه دجهادي امورو نه په بلخوا واړوي او دخپلومورال بايللو يرغلګرو او کورنيو اجيرو ځواکونو لوېدلي مورال راکنترول کړي هيڅ کله به هم ونه توانېږي چې په خپل داشان کاذبانه دريځ سره خپلو شومو اهدافوته ورسيږي دوي بايد پوه شي چې ددوئ په وړاندې مبارزه ديوه درانه ملت لخوا په کلک عزم او اراده سره دوام لري چې هيڅ افواه او پوچ تبليغات نشي کولای چې دغه ملت له دغې پخې ارادې او سرښندونکې مبارزې څخه راوګرځوي ، زموږ ملت هوښيار او بادرکه ملت ده ددښمن په ټولو دروغو اوفريبونو باندي پوهيږي هيڅوک به ونشي کړای چې ددې ملت د روا غوښتنو او ارادو په وړاندې په باطله توګه ودريږي او يا يي په لارکې خنډونه ايجادکړي . ان شا الله
ذبيح الله مجاهدداسلامی امارت ويندوی
۲۰۱۱/۰۵/۲۳
Re: ملا عمر ووژل شو!
خان آغا
23.05.2011
[quote:a917ed8568="قادر خان"][quote:a917ed8568="محمود سعید"]یوه لوړپوړی افغان امنیتي مسئول وايي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوټي او شمالي وزیرستان پر لاره د حقاني وسله والي ډلي او د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اس ای له خوا وژل سوی دی.
[/quote:a917ed8568]
انا الله و انا الیه راجعون
لومړی خو زه د الله تعالی څخه غواړم چې دا خبره درواغ وي، او که چیري ریښتیا وي، نو الله (ج) دي د ده ټول ګناهونه ووبښي او د ده شهادت قبول کړی، آمین.
زه د یو مسلمان افغان په توګه ډیر خپه شوم. او د الله تعالی څخه د لوي ملا صیب ټول کورنۍ ته او ټولو افغانانو ته په خاصه توګه طالبانو ته صبر غواړم.
په درنښت،
قادر خان[/quote:a917ed8568]انډیواله تلوار دی کړی صبر چه خبر روشتیاشی بیایی دګناهو مغفرت غواړه-
داهسی دکابل دګوډاګی حکومت یوه درامه دی.
باقی ددغه ورور رانقل کړی خبرنامه ولوله-
شاه ولي
24.05.2011
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته،
لومړی خو الله تعالی دې وکړي چې د اسلام د دښمنانو (غربیانو)دا خبرهم د دوی د نورو ګڼو شیطانی خبرونو غوندي درواغ وخیږي.
په درناوی،
شاه ولي