نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
الله تعالی زمونږ اعمال ګوری!!
قادر خان
22.05.2011
ټولو عزتمندو افغانانو ته سلامونه او نیکي هیلي وړاندي کوم،
نن په کابل کې د څلورسوه بستریز روغتون په ساحه کې یوه سخته چاودنه وشوه.د سرنیو اطلاعاتو له مخې، چاودنه د محمد داود خان د څلورسوه بستریز روغتون د یوې ودانۍ په دننه کې وشوه. استازي وایي چې په دغه پېښه کې ۶ تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخېستی دی.
خو طالبانو دا نه وایي چې دا ۶ تنه څوک وو، آیا دوي کافران وو؟
او یا چې دوي زمونږ بيوزلي او بیګناه مسلمانان وو؟
د دوي اصلی ګناه څه وو؟
دا ټول هغه پوښتنې دي چې هر هغه څوک چې بیګناه مسلمانان وژني، د الله (ج) په بارګاه کې باید ځواب ولري!!!
د بیګناه خلک وژل خو بلکل د الله تعالی د مبارکو ارشاداتو او زمونږ د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د احادیثو په خلاف دي.
الله (ج) په قرآن کریم کې په څلورمه مبارکه سوره (النساء) په ۹۲ شریفه آیه کې داسي فرمایلي دي:
وَ مَا كَانَ لِموءمِنٍ اَنْ يَقْتُلَ مُوءْمِناٌ.
ترجمه:
یو مسلمان مومن هیڅ کله خپل مسلمان مومن ورور ته د وژلو حق نلري.
او زمونږ ګران پیغمبر (ص) پدي هکله د صحیح البخاری په حدیث (۸۲۱)داسي فرمایلي دي:
الله تعالی د یوي مسلمان وژل په واضحه توګه منع کړی دي، او دغه عمل د کبیره ګناهونو څخه شمیرل کیږی.
نو اوس ګورو چې آیا زمونږ اعمال د الله (ج) او د هغه د مبارک رسول په ارشاداتو سره څومره برابر دي او یا (خدای مکړه) څومره تو پیرونه لري.
والسلام،
ستا سو ورور قادر خان
pattang
22.05.2011
قادرخانه انډيواله دسولې د کوترې په جامه کې به دمرغۍ بچوڼي نه خورو !
انډيواله داکوم عدالت دی ، ما وژنې او دځان روغتيا هم راڅخه غواړې !
دکرزي دولت دغربي صليبيانو له خوا په ډېر تکبر او جنايت
په کوبايې دود تقويه کېږي او دغه ستا په اند بې ګناه پسونه د اشغالګرو تر
څنګ کک ولاړ دي ،مونږ وژني چاپې اچوي ، نو داخو کومه سخته خبره نده چې
دکرزي دولت او پلويان يې داولس دوښمنان دي اوپه هر ځای کې هرنګه چې وي
جنګ اوغزاورسره فرض دي ٠
نوروز خان
23.05.2011
قادرخانه څلورسوه بستریز روغتون کوم عادي ملکي روغتون نه دی ، بلکې دا پوځي روغتون دی ، چې ددفاع وزارت ملکیت او مربوطه څانګه ده ، او مشرته یې هم دډاکټر په ځای دجنرال یا ډګروال اصطلاح کارول کیږي .
دکابل دڅلورسوه بستریز روغتون چې اوس دشهیدداود روغتون بولي ، ټوله عمله ددفاع وزارت له خوا ټاکل کیږي ، او تنخوا هم دفاع وزارت ورکوي ، عیني لکه دهمدې وزارت نورې څانګې . . .
نوپه داسې صورت کې دا روغتون دطالبانو لپاره یو مهم بلل کیدای شي ،قادرخانه کوم آیتونه او احادیث چې تا راوړي دي ، هغه دسمو بې ګناه مسلمانانو په اړه نازل شوي دي ، څوک چې دیهودو او نصاراوو یارانه کوي ، او دهغوی سره په یوه کتار کې جنګیږي ،حکم یې دیهودو او نصاراوو دی اګر که دعقیدې له لحاظه دکافر اطلاق پرې نه شي کیدلای .
larghonay laraway
23.05.2011
سلامونه!
درنو وروڼو ! باور وکړه چې د امريکايي کوبايانو خوښه نه وي او په دستوري توګه څلورسوه بستريز روغتون يا د دفاع وزارت ته ځان چاودي دننه نه کړي نو بچک مې هم نه دی چې هلته ورشي.
تاسو باور وکړئ چې کوم ځای کې د کوبايانو خوښه نه وي نو د سپيو په واسطه داسې کلکې پلټنې کوي چې د سړي په کولمو کې هم شيونه ګوري.
خو بدمرغي دا ده چې طالب او ډيموکراټ دواړه د کوبايانو د ډالرو تر تاثير داسې کلک راغلي چې سترګې يې ړندې دي او عام وژنې کوي.
خدای دې دواړو ته د دوی د بدو کړنو سخته جزا ورکړي.
او خدای دې د پښتنو عقل او شعور پياوړی کړي چې د څو کلدارو او ډالرو په خاطر ړندې فتواوې ورنه کړي.
امين
په همدې هيله
ستاسو لاروی
قادر خان
24.05.2011
[quote:cf7168d4e8="pattang"]قادرخانه انډيواله دسولې د کوترې په جامه کې به دمرغۍ بچوڼي نه خورو !
انډيواله داکوم عدالت دی ، ما وژنې او دځان روغتيا هم راڅخه غواړې !
دکرزي دولت دغربي صليبيانو له خوا په ډېر تکبر او جنايت
په کوبايې دود تقويه کېږي او دغه ستا په اند بې ګناه پسونه د اشغالګرو تر
څنګ کک ولاړ دي ،مونږ وژني چاپې اچوي ، نو داخو کومه سخته خبره نده چې
دکرزي دولت او پلويان يې داولس دوښمنان دي اوپه هر ځای کې هرنګه چې وي
جنګ اوغزاورسره فرض دي ٠[/quote:cf7168d4e8]
په تنګ صیب ته زما سره په مخالفت نه يي، خو ته د خپل جهالتونو په بنسټ د الله تعالی د مبارکو کلامو سره خپل ټول هغه ضدیتونه څرګندوی چې یو ناپوه سړی فکر کوي، په دغه څو کلماتو چې زه لیکلي یم، ټول د حق کلام وو، یو هم زما نه وو، لکه:
الله (ج) په قرآن کریم کې په څلورمه مبارکه سوره (النساء) په ۹۲ شریفه آیه کې داسي فرمایلي دي:
وَ مَا كَانَ لِموءمِنٍ اَنْ يَقْتُلَ مُوءْمِناٌ.
ترجمه:
یو مسلمان مومن هیڅ کله خپل مسلمان مومن ورور ته د وژلو حق نلري.
او زمونږ ګران پیغمبر (ص) پدي هکله د صحیح البخاری په حدیث (۸۲۱)داسي فرمایلي دي:
الله تعالی د یوي مسلمان وژل په واضحه توګه منع کړی دي، او دغه عمل د کبیره ګناهونو څخه شمیرل کیږی.
تا سو ولي دا ساده او پاک کلام ته نه پوهیږي؟ حق ویل ډیره سخته ده، زه پوره باور لرم.
والسلام،
قادر خان
chaparharay
25.05.2011
قادرخان صیب تاسي دالله جل جلاله کلام پیش کړي او هم مو درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث پیش کړي دواړه حق خبري دي نصوص دي ښه صحصح نصوص دي خو تعبیر دي غلط دی .
دا راته ووایه چي یو مومن مسلمان راپاڅي اوبل مسلمان ووژني نو هغه قاتل ورباندي قصاص اعني وژل کیږي که نه؟
دوهم که یو واده کړی شوی مومن که نروي او که ښځه چي زنا وکړي نودالله دحکم مطابق به زجم اعنی سنګسار کیږي او کنه؟
که ځواب مو هو وي نو ایا دا قاتل او دا محصن زنا کار مومنان ندي؟
ګوره په حدیث کي راځي چي دیو مومن وینه او مال او ناموس[عرض]په بل مومن باندي حرام دی الابحق ، نو دا الا بحق مقصد دادي چي یو څه حقوق داسي شته چي په هغه سره د مومن وژل هم روا ،واجب، او فرض دي.
چي دهغي جملي نه هرهغه شخص چي د په جنګ کي داخل کافرو سره دمسلمانانو په مقابل کي مرسته کوي نو قتل يي د کافرنه هم اولی دي .
کله چي مسلمانان دکافرو سره معاهده وکړي نو بیا ورسره ترهغه جنګ نشي کولی ترڅو کافر معاهده ماته نکړي دا خو به مني!
خوچي کله يي ماته کړي نو بیا معاهده نشته او جنګ کولي شي همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د مدیني دیهودو بني قریظه وو سره معاهده کړي وه چي یو بل پر بل غرض نه لرو خو چي کله هغوي د مشرکانو سره تعاون وکړ نو معاهد ماته شوه بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاهدي پابند نه وو او وی فرمایل چي[ لایصلین احدکم العصر الا في بني قریظه] تاسو نه دي هڅوک د نمازدیګر لمونځ نه کوي مګر په بني قریظه کي او هماغه وو چي اصحاب الرسول ورپسي په ډیر ځغاست ورغلل او ټول يي څه قتل او څه نو ريي وشړل قصه يي تاسو ته درمعلومه ده
نو هر هغه مسلمان چي د په جنګ کي ښکیل کافرو سره هرقسم تعاون کوي او په هر نیت يي کوي اسلام کي يي قتل داسي فرض دی لکه عین هغه کافر چي وژني نو بیا هغه خلک ستاسو په اند مسلمان چي ټوپک يي رااخستي وي او دکافرو سره اوږه به اوږه ولاړ وي او د اسلام ساتندويان مجاهدین وژني نو وژل یي د امرکاي سره څه توپیر لري.
پاتي شوه د ناروغ خبره نو هو چي کله په جنګ کي ټپي شي نو بیا ټپي وژلي هم شي لکه د بدر په غزا کي يي چي هغه ستاسو اسلاف په زخمي حالت کي ځمونږه اسلافو مردار کړل او د بدر په اوچو څاه ګانو کي [قلیب بدر] کي يي ورواچول روا دي.
نورڅه واي؟
چپرهاری
larghonay laraway
25.05.2011
په پورته بحث کې د (قاتل او محصن)خبره ياده شوې او بيا په له اوسنيو ځانچاودو سره تړاو ورکړل شوی چې ډېر ناوړه کار دی.
لومړی خو دا چې محصن او قاتل د ځانچاودو له خوا نه وژل کېږي بلکې د اسلامي محکمې، قاضي او حاکم په امر وژل کېږي چې هغه هم خپل ځانګړی کړندود لري.
بله دا چې د جګړې يا جهاد فتوا د دين عالم او پوه ورکوي خو په داسې حال کې چې د طالبانو مشر يو انپړ، بې سواد، صحرايي او د ISI مزدور دی نو که داسې څوک معروف عالم پيدا شي چې د اوسني حکومت سره د جهاد فتوا ورکړي بيا به هم يو (وت) ورته ومومو.
بله دا چې ما اوريدلي چې حضرت رسول الله صلی الله عليه واله والسلم به چې صحابه کرام غزا ته لېږل نو ورته ويل به يې چې له ښځو، ماشومانو او مريضانو سره به کار نه لرئ. (والله اعلم)
بله دا چې زه هم د ملي اردو سرتېري پېژنم او هم د طالبانو سرتېري خو باور وکړه که ما يې فرق محسوس کړی وي. د ملي اردو اکثره سرتېري د اقتصادي ستونزو له امله دنده ترسره کوي او د طالبانو ډله هم اقتصادي ستونزو پسې اخيستې دي.
بله دا چې دواړه خواوې اکثره له دين نه ناخبره دي.
وروڼه بايد کوشش وکړي چې د پاکستان او امريکا په خوله داسې فتواوې ورنه کړي چې په قيامت کې يې بيا ځواب ونه لري.
دا يوه سياسي جګړه ده چې له بده مرغه قربانيان يې افغانان دي. هغه که د ملي اردو په صفونو کې دي او که د ملا دغه اخوند په ډله کې. ټول په پای کې د امريکا په ګټه جنګېږي او د بش او اوباما د سياست قربانيان دي.
مننه
مننه
ع.تسل
25.05.2011
[color=red:e4189aa176]چټيات به ورانېږي![/color:e4189aa176]
له تا څخه پوښتم چې آيا د اسلامي امت د نجات لپاره به جهاد د سعودي عرب په شرابو كې مست او عياش سرداران اعلانوي او كه دافغان مرتد رژيم سربراه يعنې كرزى كوم چې ديرغلګرو په ړندوبمباريو كې د سلګونو افغانانو د شهادت په مقابل كې يوازې د يوتش په نامه وفد په ليږلو سره خپل د ريا ست جمهوري دروند بار سپكول غواړي.
دده، لرغونيييييييييي څخه پوښتنه كوم كه ستاسو كور ته په نيمه شپه كې غل درواوړي او پر مال برسيره دې په نامو س باندې ستا تر مخ تيرى وكړي او بې عزتي دراړوي د يو مسلمان په تو ګه لا څه چې د يو پښتون په تو ګه به ستا عكس العمل څه وي آيا په دې وخت كې به هم ته دغله د مرګ لپاره فتوى غواړې او لاس تر زنې به كينې تر څو د د بې ناموسى تور داغ دې پر تندي ولگيږي او كه نه
ته به بغير لدې فكره چې زه به ژوندى پاته شم او كه نه او يا زه به پر غله غالب يم او كه نه وم پر راغلي غله باندې د هر راز وسلې څخه چې ستا په لاس كې وي كار اخلې او د خپل ځان او ناموس دفاع به دې كوې ...؟؟؟
او پدې لاره كې دې چې هر څوك مخې ته راځي كه حكم يې هر څه وي خو چې تا ستا د ناموس ددفاع څخه را ګرځوي او د راغلي غله پر مخ كې درته سپر جوړيږي نو بيا به ستا ددوى په اړه هم څه دريځ وي...؟؟؟
نوا وس را ځو نتيجې ته چې ټولو صليبي يرغلګرو زمونږ په ګران هيواد ير غل وكړ او زمونږ قرآن ته يې په سپكه و كتل ، په ټولنه كې منلي دينې مشايخ يي په يوه او بل نامه د زندان تورو تيارو ته بوتل، تور سرې يې را بې ستره كړې ، حتې لد ې ورها خوا د ځانګو په ماشومانو يې هم رحم را نغى او هغه يې هم په دې خاطر چې سبا به دا ماشوم ستر شي اودا به بيا د خپل پلار انتقام اخلي شهيدان كړل او كورنى يې په سرو سترګو ورته وژړولې.
نو
كله چې امريكايانو دشپې دغه كنكلي ماشومان شهيدانول آيا پدې كې ستا د خبر مطابق د ملي اردو هغه عسكر چې صرف د اقتصادي مشكلاتو له خاطره امريكايانو سره كار كوي نه ول شامل.؟؟؟
آيا اوږه په اوږه د مبارزينو سره نه جنګيدل؟؟؟
په دې لنډو كې چې په تخار كې عوامو د ملكي خلكو د وژلو پر خلاف مظاهرې وكړې آيا همدې اردو پرې د خپلو مردودو بادارانو په امر ګولى ونه چلولې؟؟؟
خبره چې څومره اوږدوو هغومره اوږديږي خو خلاصه به يې په دې كړو چې
آيا ته اوس هم پدې خيال سره يې چې رټلې او تش په نامه ملي اردو دې د خپلو جهنمي ګيډو د ډكولو لپاره ستاپر هيوادوالو ير غل وروړي او بيا د ې دوطن په دفاع كې د راوتلو غازيانو په مقا بل كې د خارجي ير غلګرو نه په غبرګون كې هم چټك وي او د خارجيانو سپر او ډال وي او ته دې د خپل ناموس او پت د بې عزتى تماشه په مړو سترګو كوې ؟؟؟
قادر خان
25.05.2011
[quote:8ce96e4f96="chaparharay"]هغه خلک ستاسو په اند مسلمان چي ټوپک يي رااخستي وي او دکافرو سره اوږه به اوږه ولاړ وي.[/quote:8ce96e4f96]
یاره چپرهاری، زه هیله کوم چې یو ځل بیا دا ریپورټ ته وګوره، ما خو نه دي لیدلي چې دغه شپږو تنو سره ټوپک او یا کومه بله وسله یي په لاس کې وي. او دا څنګه وایې چې دوۍ د کافرانو سره اوږه په اوږه ولاړ ول؟ ته هلته ورسره وې؟ په خپلو سترګو مو لیدلي؟
له اصلی موضوع نه بل څه مه جوړوه، چپرهاري خانه!!!
زه دا وایم چې که چیري زمونږ سپیڅلۍ دین مونږ ټولو ته د ورور وژل روا کړي وي، نو سمه ده. خو که داسې نه وي نو زه او ته یا نورو خلکو ته څنګه د حق خبر نشو کړلۍ؟ ښه نه وي چې د خلکو سترګو ته خاوره واچوې.
په درنښت،
ستا سو ورور قادر خان
pattang
25.05.2011
دغه کارونه خوته کوې، په يوه لا س کې قران نيسې ا و په بل کې بيا منافقت !
هغه به څه کوې ? چې دشپې په چاپوکې بېګناه خلک په خوب کې وژني او
مذدوره اردو ورته ګوري او امر يې مني ?
که ته جاهل نه يې پردې بايد پوه شې چې هريو، کوم چې دلاس پوڅي دولت سره
کار کوي دامريکايانوا وصليبي اشغالګرو غلام ا و دخپل هېواددوښمن دی٠
نو په جنګ کې خودوښمن مري !!
په افغاتستان کې ا شغالګرناحقه مسلمانان وژني داسلام په ضد جګړه کوي
خپلې اصلحي ازمويې اوخپل عساکر تمرينه و ي .
داجنګ دراتلونکيو صليبي يرغلونو اوله مر حله ده چې اقتصادي ګټې
او ټولينيز اخلاق به يې اجنداوي٠
خو ځينې لودګان پر دې خبرو نه پوهيږي٠
[quote:5700912e54="قادر خان"][quote:5700912e54="chaparharay"]هغه خلک ستاسو په اند مسلمان چي ټوپک يي رااخستي وي او دکافرو سره اوږه به اوږه ولاړ وي.[/quote:5700912e54]
یاره چپرهاری، زه هیله کوم چې یو ځل بیا دا ریپورټ ته وګوره، ما خو نه دي لیدلي چې دغه شپږو تنو سره ټوپک او یا کومه بله وسله یي په لاس کې وي. او دا څنګه وایې چې دوۍ د کافرانو سره اوږه په اوږه ولاړ ول؟ ته هلته ورسره وې؟ په خپلو سترګو مو لیدلي؟
له اصلی موضوع نه بل څه مه جوړوه، چپرهاري خانه!!!
زه دا وایم چې که چیري زمونږ سپیڅلۍ دین مونږ ټولو ته د ورور وژل روا کړي وي، نو سمه ده. خو که داسې نه وي نو زه او ته یا نورو خلکو ته څنګه د حق خبر نشو کړلۍ؟ ښه نه وي چې د خلکو سترګو ته خاوره واچوې.
په درنښت،
ستا سو ورور قادر خان[/quote:5700912e54]
قادر خان
26.05.2011
[quote:ba08a84969="pattang"]دغه کارونه خوته کوې، په يوه لا س کې قران نيسې ا و په بل کې بيا منافقت !
[/quote:ba08a84969]
په تنګ خانه سلامونه، زه د یو مسلمان افغان په نامه تا سره دا وایم چې ته څنګه دا وایي چې زما په یوه لاس کې قرآن کریم دی او په بل کې بيا منافقت. لومړی خو دا چې یو مسلمان (قران) نه وایي، بیا هم که زما په یوه لاس کې د الله تعالی مبارک کلام دي، نو زه ایمان لرم چې او هیڅ کله دا نه منم چې منافقت زما نږدي ته راشي، منافقت او شیطانی اعمال زما سره جدا شي.
د تا لوي جهالت خو دا دي چې ته د الله تعالی په مبارک کلام کې دغه شان یوه عقیده او یا ایمان نه لري، خو له ډیرو تاءسف سره وايم چې ستا په دواړو لاسونو کې یواځی د ننکیالي پښتنو د وژلو شیطانی پلانونه او منافقتونه چې زمونږ د قام دښمنان غواړي شته دي او بس. ته د جرمنی څخه د پښتانه د آسوینی او سولیز ژوند لپاره تر اوسه پوري څه کار کړی دي؟ بیله د شر اندازی څخه، چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان [( نه افغاتستان) چې ته لیکی]، قسم خوړلی دښمنان غواړي.
اسلام زمونږ دین دی او مونږ یواځی د الله (ج) مبارک کلام منو، نه د هر لوده او منافق سړی، چې د اروپا څخه مونږ ته لارښو ونه وکړي!
pattang
26.05.2011
[quote:9d50752620]
د تا لوي جهالت خو دا دي چې ته د الله تعالی په مبارک کلام کې دغه شان یوه عقیده او یا ایمان نه لري، خو له ډیرو تاءسف سره وايم چې ستا په دواړو لاسونو کې یواځی د ننکیالي پښتنو د وژلو شیطانی پلانونه او منافقتونه چې زمونږ د قام دښمنان غواړي شته دي او بس. ته د جرمنی څخه د پښتانه د آسوینی او سولیز ژوند لپاره تر اوسه پوري څه کار کړی دي؟ بیله د شر اندازی څخه، چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان [( نه افغاتستان) چې ته لیکی]، قسم خوړلی دښمنان غواړي[/quote:9d50752620]
:==> لودګي په تاقت د څلورو ! چرمښ دپسه په جامه کې !
اوس مې ستا له خولې څخه هغه شيان اوداعمالو نيت راوئيست په کومو چې زه
شکمن وم ٠
لوده خانه سوله له چا سره کوې ? دغه سوله ده کورته دې بيرته لاړشي او صليبيان
دخپلې بيستيرې ټولې کړي ٠
پښتون په خپل کور کې د بخارا دمهاجرو له خوا وزل کېږي او بې عزته کيږي
اوسوله هم پښتون وکړي ?
لودخانه د سولې په سياسي او حقوقي مانا پو هېږې ? چې سوله کوې نو له حقه
به تېرېږې او قاتلين به سرې ستر ګې ګرزي او که دلستوڼي دمار لاس بيا درته
برابر شه بيا د هم وژني !
سوله غوښتل لودګي ده حق غوښتل بقااو سر لوړي ده !!!
[quote:9d50752620="قادر خان"][quote:9d50752620="pattang"]دغه کارونه خوته کوې، په يوه لا س کې قران نيسې ا و په بل کې بيا منافقت !
[/quote:9d50752620]
په تنګ خانه سلامونه، زه د یو مسلمان افغان په نامه تا سره دا وایم چې ته څنګه دا وایي چې زما په یوه لاس کې قرآن کریم دی او په بل کې بيا منافقت. لومړی خو دا چې یو مسلمان (قران) نه وایي، بیا هم که زما په یوه لاس کې د الله تعالی مبارک کلام دي، نو زه ایمان لرم چې او هیڅ کله دا نه منم چې منافقت زما نږدي ته راشي، منافقت او شیطانی اعمال زما سره جدا شي.
د تا لوي جهالت خو دا دي چې ته د الله تعالی په مبارک کلام کې دغه شان یوه عقیده او یا ایمان نه لري، خو له ډیرو تاءسف سره وايم چې ستا په دواړو لاسونو کې یواځی د ننکیالي پښتنو د وژلو شیطانی پلانونه او منافقتونه چې زمونږ د قام دښمنان غواړي شته دي او بس. ته د جرمنی څخه د پښتانه د آسوینی او سولیز ژوند لپاره تر اوسه پوري څه کار کړی دي؟ بیله د شر اندازی څخه، چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان [( نه افغاتستان) چې ته لیکی]، قسم خوړلی دښمنان غواړي.
اسلام زمونږ دین دی او مونږ یواځی د الله (ج) مبارک کلام منو، نه د هر لوده او منافق سړی، چې د اروپا څخه مونږ ته لارښو ونه وکړي![/quote:9d50752620]
larghonay laraway
28.05.2011
لومړی خو ع. تسل خان ته وايم چې که ته رښتيا هم همغه تسل يې چې هلمند دې پرېښود او اوس د جهاد خبرې کوې نو هاهاها
اوس جدي بحث ته راځم.
هو تسل خانه که چېرته ستا په ناموس تېری وشي نو وژنه يې خو دلته خبله د څلورسويز روغتون او په نورو عامو ځايونو کې ځانچونه ده چې بايد وغندل شي.
بله دا چې تا د امريکايانو د تجاوز او د خلکو د وژنې خبره کړې ده نو ايا که امريکايان (همجنس بازي کوي نو ته هم غواړې ځان ورسره سم کړې؟)
نه !
امريکايان خو به هر څه کوي خو زمينه سازي ورته د ملاعمر ډله کوي او په دې خاطر چې مونږ عام خلک پرې ووژني.
که داسې نه وي نو ملاتلتک ولې د خلکو په کورونو کې پټېږي؟
دا چې له مرګه نه وېرېږي او انتحار کوي نو بيا د عامو خلکو د اوسيدو له ځایه ليرې ولې نه ځي چې له امريکايانو سره يې معلومه کړي؟
بله دا چې جهاد تش جنګ ته نه وايي چې لنډغران، پيلوچان او کوبايان دې سره ښکرونه اړم کړي او په منځ کې دې عام خلک ووژني!
بلکې جهاد د خدای حکم دی چې د خدای حکم د هر لګه او بوګه په خوله څوک نه عملي کوي بلکې د داسې يو چا په امر بايد جهاد پيل شي چې هغه د خدای په کلام پوه وي او ملاعمر انپړ دی!
نو دا چې مشر يې بې سواد او انپړ يعنې د خدای د کلام په مفهوم نه پوهېږي او پيرو يې ستاپه څېر چټنګ خان وي نو دې ته هيڅوک هم جهاد نه شي ويلی.
دا اقتصادي جګړه ده چې څوک د CIA او څوک يې د ISI لپاره کوي خو بيا هم وايم چې له بده مرغه قربانيان يې بې وزله افغانان دي!
کنز هر څوک وايي خو خوله د ملا فاروق غواړي!
د جهاد فتوا د بې سواده او انپړانو چار نه دی!
مننه