ادبي ټوکې ټکالې
دنښې ویشتل
-
22.05.2011
وايي یوسړي هر وخت لافې وهلي زه ډیره صحیح نښه ویشتی شم ،اعني غشی مې په خطا نه ځي. بله ورځ دنښي ویشتني یوه مسابقه جوړه شوه چي دلري لرې ځایونو تکړه نښه ویشتونکی ورته راغلی وه همدی سړي هم په کي ګډون کړی وه .هرچا نښې وویشتي کله چې نوبت دی سړي ته راغی غشی یې په لیندۍ کې کیښود اونښي ته یې برابر کړ چي خوشي کړ غلط ځای يې وویشت ،ویي ویل: پلار به مې داسي نښه ویشته.
دوهم غشی یي په لیندۍ کې کیښود اودنښي پرلور یي وویشت خوداځل یي هم نښه ونه ویشته ویې ویل: کاکا به مي داسې نښه ویشته.
دریم غشی یي هم په همدومره احتیاط دنښي په لور ګزار کړ خوبیا هم په غلط ځای ولګید نو ويې ویل: ورور به مي داسې نښه ویشته.
په څلورم چي یې غشی دنښې پرلور ورپریښود توکلي دنښې مینځ یې وویشت، ویې ویل: او زه یې داسې ولم.
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
۰
22.05.2011
هاهاهاهاهاها
کلیواله وروره او ته يي نو داسي ولي روزي دي شه همداسي يي وله
ښه شوه چي دي خونه کي خو دټوکو کاونټر کارپیل کړ اوس به نو ورته
که خیروي په لین کي ټوکیان ولاړ وي او دټوکو دوسي به يي په څنګو کي نیولي وي
او خیریو سي او هوتک صیبان به کونټر چلوي او کلیوال به لین برابروي .
زه به نو اوس قومانده ورکړم چي:
اووووووووووووووووووووووووور
Re: دنښې ویشتل
هوتک
22.05.2011
[quote:5cf27acfb2="كليوال"]: پلار به مې داسي نښه ویشته.
: کاکا به مي داسې نښه ویشته.
: ورور به مي داسې نښه ویشته.
په څلورم چي یې غشی دنښې پرلور ورپریښود توکلي دنښې مینځ یې وویشت، ویې ویل: او زه یې داسې ولم.
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:[/quote:5cf27acfb2]هاهاهاهاهاهاهاها کلیواله ډیر دې وخندولم مننه؟
داهم زما له طرفه؟
وای دیوه سړی مشر ورور مړ شو نو ښځه یې ده ته په نکاح کړه ؟
کله چه ورسره یو ځای شو نو په بل ځای یې بوخت شو؟
ښځې ورته وویل داڅه کوی ؟
ده ورته وویل چه هغه خو دلالا وو زه اوس ځانته بل ځای جوړوم؟
بې ادبې دې ډیره ډیره معاف وې
-
22.05.2011
هوتکه نن په فورم کې ډیره چوپتیا نه ده؟، هغه دشاعرانو خبره، دچوپتیا ښاپیرۍ په فورم خپل وزر غوړولی.
نن خو کرۍ ورځ زما اوتا او مومند افغان نه په ایسې بل هیڅوک فورم ته رانغی ،الا پتنګ صیب ،هغه هم ډیر په عجله کې وه کرزي ته یي خپل احترامات وړاندې کړل اوبیرته ژر ولاړ :roll: :roll:
تراوسه بیا دچا درک نشته.
اګر که زه خو باید لین سموم اوڅوک بي نوبتۍ ته پرینږدم خوترڅو چي پښتون دوی دټوکو دوسیو سره راځي دایوه بله ټوکه هم ولولۍ:
وايي دپنجشنبی په ورځ یوملا خپل مقتدیانو ته وعظ کاوه چي څوک د جمعي په شپه دخپلي ښځې سره....... نوپه جنت کي خدای ورته یو کور جوړوي.
یوې ښځي دامسئله په کورکي واوریده چي کله یې بیګاته میړه کور ته راغی نوورته ویي ویل ملاصیب نن داسي مسئله وکړه تعني چي په یوځل ...باندي ورته په جنت کي ورته خدای کور جوړوي.
خلص داچي ښځي په دي توګه په خپل میړه باندي په جنت کي یو کور جوړ کړ.
خو بیا ښځي خپل میړه ته وویل :داکور چي مو اوس په جنت کي جوړ کړ دایي ستا ،،اوس زما لپاره هم یو کور په جنت کې جوړ کړه.
سړي چي لا اولني کور د زړه په زور جوړ کړی وه ،ښځي ته وویل:
په جنت کي هم لکه د دنیا پشان ښځه اومیړه په یو کور کي ژوند کوي.
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
هوتک
22.05.2011
هاهاهاهاهاهاهاهاها
کلیواله خوکلې ټوکه وه؟
روشتیاهم نن په فورم باندی چوپتیا خپل وزرونه غوړولې وه یو كس چه فورم ته راغلی او تاهیر کړی وو هغه نوروزخان صیب وو هغه هم یوه پخه لیکنه وکړه او لاړ؟
یاره کلیواله هغه ورځ چه دې هغه د وردګ ټوکه لیکلې وه یوه اشاره وه ته ومنه چه بې حسابه مې ورته وخندل اوس هم خندا راځې هاهاهاهاهاهاها
اویوه بله ورځ مې ډیر سخت خندلې دی هغه به کومه ورځ وه کلیواله ته ووایه زه به دومره اشاره درکړم چه یو بل ځای مو سره ولیدل هاهاهاهاهاها په هغه ورځ مې هم ډیر خندلې دی باور راباندې ساته چه زه فورم ته راغلی یم که ما دومره ډیر خندلې وی لکه په دغه دوه ورځې؟
کلیواله ټوکه نه وه داهغه دتندرصیب خبره دایوه خاطره وه؟
تربیا۰
-
22.05.2011
هو رشتیا ،نوروزخان صیب دې د مرګه هیر شي ،مانه خو بیخي دیاده وتلی وه. دعادل صیب خبره، یاد دې یي په خیر وي، چي اوسپنیزه لیکنه یې کړي وه.
ته وایي د وردګ په ټوکه مې خندولی یې؟هاهاهاهاهاهاهاها
هغه رشتیا هم یوه اشاره وه .او بله دا چي په یوبل ځای کې مو سره ولیدل هاهاهاهاهاهاهاهاها
نو زه بالکل پوه شوم چي چيرې مو سره لیدلي. :)
په هغه ځای کي خو ،لکه یعقوب علیه السلام چي ویلی: انی لأجد ریح یوسف، نو ما هم هلته دځان سره وویل چي: اني لأجد ریح هوتک.
نو داخو به مني هوتکه چي یار غلطیدی شي او که نه.
هوتکه هسي نه اوس چپرهاري صیب دوی ونه خښمیږي چي دامو څه پټې پټې اشاري شروع کړي :roll:
۰
22.05.2011
نه کلیوال صیب نه خشمیږو خو ستاسو لهجه مشرقیواله ده اوهوتک خونوهوتک دی
اعني کندهاری نوبیا دواړه څنګه سره پیژنۍ یو ځاي مو عسکري کړي ده اوکه یو ځاي
مو سبقونه ویلي که دسنګرملګري یی ؟یو لیکوال خو هم نه ښکاری!
اوس نو دوسیه مي خلاصه کړه چي هرڅه پکي وه نو واي تورتوتان تانه قربان
ټوکه:
یو هلک بل ته وویل یا هلکه هغه ستاچي خوښه وه هغي انجلۍ سره دي واده څنګه شو؟
دوهم هلک: یره موافقه يي ونکړه او اوس خو ورته احترام لرم!
لمړی هلک: ولي خو تابه ورته دخپل پلار جایداد او دولت او پانګه ښودلي وه کنه
دوهم هلک : یره ومي ښوده خو همدي خبري راته غم جوړ کړ هغي بیا ځما دپلارسره
واده وکړ نو اوس خو زه هغي ته احترام لرم خودخپلي مور سره مي په جنګ شوم!
مومندافغان
-
22.05.2011
[quote:68555b2ef3="مومندافغان"]نه کلیوال صیب نه خشمیږو خو ستاسو لهجه مشرقیواله ده اوهوتک خونوهوتک دی [/quote:68555b2ef3]
مومندافغان صیب ،هوتک خو هغه دی ته وایي چې دکندهار دی ،اوته وايي چې زه مشرقیوال یم ،نو زه به هم د بازمحمد عابد صیب پشان تا په شش او پنج کې واچوم او وایم ،زه نیم مشرقیوال یم او نیم پیښوری یم :)
دعابد صیب دا خاطره په لاندي لینک کې ولولۍ ما دنن څخه څو کاله وړاندي لوستلې وه اوډیر خوند یي راکړی وه .اوس دلته دمومندافغان صیب په پورتنۍ خبره یو ځل بیا رایاده شوه:
http://baz.bloguna.tolafghan.com/posts/5250
هوتک
22.05.2011
[quote:ac0ad94287="مومندافغان"] نوبیا دواړه څنګه سره پیژنۍ یو ځاي مو عسکري کړي ده اوکه یو ځاي
مو سبقونه ویلي که دسنګرملګري یی ؟[/quote:ac0ad94287]مومند صیب کاش چه په یوه سنګر کې مو ملګرې سره کړیواې خو نه مومندصیب زما اوکلیوال دهمدې سلو لیکنو په دوران کې سره شناخت سو؟
بیا له دې فورمه بهر یوځای کې سره مخامخ شولو نور به نه سره پیژنو زما په فکرسره؟
-
22.05.2011
[quote:8fb6af862f="هوتک"]نور به نه سره پیژنو زما په فکرسره؟[/quote:8fb6af862f]
مومندصیب دادی جواب خو هوتک درکړی که مو په عسکرۍ او سنګر کې انډیوالي نه ده کړې کمه هم ترې نه ده.
او زه هم وایم چې نور نه سره پیژنو، مخکې خو مو بیخي نه سره پیژندل خو چې هغه بل ځای مو سره ولیدل نو بیا زما یقین راغی چې ما خو نه پیژني نه پیژني، او زه یې هم چندان نه پیژنم. ههههههههههههههها (دا دتندرصیب خندا ده چي په اخیر کې الف ورکوي).
هوتکه راځه چې اوس هلته د مبارکۍ محفل دی، ما خو د ګلانو هار په غاړه کړی او تیار ناست یم. ته هم ځنډ مه کوه راځه.
۰
23.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ګوره کلیوال صیب خو کلیوال يي کنه د ښارچالاکي دي نه زده او هوتک خو بیا دکوټي
او کندهار په سرحد کي اوسیږي نو له ښاریانو به هم چالاک وي اوس که دا رښتیا
وي او کنه خو ځواب وشو اونور نو زما حق نشته چي ووایم چیرته کله دچاپه ځاي کي
او څنګه اوڅنکه تاسو خو دا ځواب داسي ژوه راژوه او دځان په خلاصي نه پوهیدی
نو اوس خو دي هوتک صیب ملګري شو لږه چالاکي به دروشي که څنګه هوتک صیب؟
مومندافغان
هوتک
23.05.2011
[quote:ea4f7fef35="مومندافغان"]نو اوس خو دي هوتک صیب ملګري شو لږه چالاکي به دروشي که څنګه هوتک صیب؟
مومندافغان[/quote:ea4f7fef35]مومند صیب که زما اوس یو چالاکې زده وای نو بیابه دې کتلای وای بس څه کوې چه دچالاکۍ په ځای کې اوسم اوچالاکې مې نه زده؟
اوکلیوال خو دنږدو مې ندی لیدلی دلیدو ارمانجن یی یم؟
م
23.05.2011
لږ وروسته به هوتک هم ( ابوستوری ) سي
هوتک
23.05.2011
[quote:692bb8d790="ملا بختور"]لږ وروسته به هوتک هم ( ابوستوری ) سي[/quote:692bb8d790]یاره بختوره نو هغه دې اوس ساعت مخکې یې پلارشوم.
خو یاره چه داستا دستورې په خوشحالې کې به کله شریک شو؟
۰
23.05.2011
ملا صیب خپل دي وسه
او هوتک صیب بیا هم مبارک
اوس نو یوه ټوکه:
یوسړي چي ځوي يي په امتحان کي ناکام شوی وو وویل چي ته هغه زمونږ همسایه[کلیوال مي لیکلي وو خو بیرته مي تغیرکړ] لور ته نه ګوري چي اول نمره
راغله او ته بیخي ناکام شوي ولي؟
هلک ورته په خورا عاجزۍ ځواب ورکړ چي نو ماخو همدي انجلۍ ته کتل کنه چي
ناکام شوم.
: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
مومندافغان
هوتک
23.05.2011
نه نه مومندصیب په بده یې نه اخلو داده ټوکو فورم دی دلته بایدیوهم ټوکه ځانته را برابره نکړو آهو همداسې نده؟
کلیوال هم ځان غیب کړ میلمانه یې زما ترغاړه کړه او مابیا ګرد سره چای لا درپیدانکړه بخښنه غواړم خو داکار یې دکلیوال زماسره ګیس نشته ؟ هلکه کلیواله چای او کیکان راوړه درسره که خالې لاس راغلې بیادې خیرنشته ؟
بختور ملاصیب هم راغلی دی؟
۰
23.05.2011
هوتک صیب مونږ خاکساره خلک یو که چاي نه وي نو په هندي جوس[راني] هم
ګذاره سره کوو پروا نه کوي فقط یوه یوه قطۍ راني د یو کیک سره او که څه
فروټ هم ورسره وي خیر دي په همدي به ګذاره وکړو نورخرابات مه کوه غریبي ده
مومندافغان
م
23.05.2011
هوتک صاحب
په شنو چایوباندي ځان نه سي خلاصولای ، کندهاریان خو په میلمستیاوو کې یوه نفر ته دڅلوروکسانو غوښه پخوي ، داچې ټول خلک یې غوښه بولي او کندهاریان یې غوښي په جمع سره بولی وجه یي دغه ده چې کندهاریان غوښه او شړومبې ډیري خوري :lol: :lol:
کلیوال خودي ځان پټ کړ خوته به معلومیږي چی څه رنګ میلمستیا تیاروی
۰
23.05.2011
خو هسي ملا صیب دوي هم ګرم مه بوله مونږ تاسو ټول ورته تششششششششش توکړ
را روان یو پکاروو چي یو سوغات خو مو ورته راوړي واي کنه
بیا چي یو څوک د ډیر وخت غیابت نه روسته راشي نو تش لاس بیخي بد ښکاري
اعني نور خو پخپله پوهیږي نو!
مومندافغان
هوتک
23.05.2011
بختورملاصیب چه ستاسې خوښه وې بس ویې غواړۍ هیڅ خبره پکې نشته؟
دکلیوال له خوا هم بیغمه اوسه هغه مې ښارته واستاوه ماویل چپرهاری صیب کلیوال نه خوښه وې یو لږ به ښارې هم سې او میلمنو له پاره به څه سودا رواړې؟
تاسې ګورۍ چه څه به راوړې؟
۰
23.05.2011
دي ته چالاکي واي ټووووووووووووووووووووله خرچه يي په کلیوال ورحواله کړه
او ګوره خوشحال به هم کلیوال وي چي خیر زه يي رښتیا هم ښارکي بلدیدو ته لیږلي یم
هوتک صیب که هغه بیچاره کلیوال دی نو مونږ خو پوهیږو مونږ خو نشي غولولی
مونږ پوهیږو چي چل دي پي کړی
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
مومندافغان
م
23.05.2011
چپرهاری صیب
ماخو خپله همدا اوس دغرمي ډوډۍ وخوړله ، او داده اوس هم له پاستي نه وروستۍ مړۍ کوم نورمی شی لا زړه ته نه کیږي ، دچایو وخت هم نه دی ، نوددې لپاره چي میلمستیا ناوخته نه شي هوتک صاحب دي یوه خوژه ټوکه دټول افغان په دسترخوان کیږدی چې ټول خوند ترې واخلو
دعبدالسلام صاحب خبره
همدا زما نظر ده په دي ټکنده غرمه
هوتک
23.05.2011
[quote:8563883253="ملا بختور"] هوتک صاحب دي یوه خوژه ټوکه دټول افغان په دسترخوان کیږدی چې ټول خوند ترې واخلو
دعبدالسلام صاحب خبره
همدا زما نظر ده په دي ټکنده غرمه[/quote:8563883253] په ټنکنده غرمه کې دې نظر بد ندی خو زما اوس اعصاب ګډ وډ دې راباندی پور یې؟
هوتک
23.05.2011
بختور ملاصیب اوملګرو داده راغله ټوکه ؟
یو ځوان چه دواده او کوزدې وس یې نه درلود نو یوه ورځ یې خره پیداکړه او دا بله معله یې ورسره پیل کړه؟
دکار په جریان کښې چه ډیر خوند یې ځوان ته ورکړ .نو ورته ویې ویل : ستا داسپینه خوله قربان سم چه یو ډوډۍ دې پخولای بس تیاره دګل جانې مور وې؟
بې ادبې دې ډیرررررررررره معاف وې؟
هوتک
23.05.2011
[quote:65f0c0226b="مومندافغان"]دي ته چالاکي واي ټووووووووووووووووووووله خرچه يي په کلیوال ورحواله کړه
او ګوره خوشحال به هم کلیوال وي چي خیر زه يي رښتیا هم ښارکي بلدیدو ته لیږلي یم
هوتک صیب که هغه بیچاره کلیوال دی نو مونږ خو پوهیږو مونږ خو نشي غولولی
مونږ پوهیږو چي چل دي پي کړی
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
مومندافغان[/quote:65f0c0226b]چپرهاری صیب ګوره ته زما کلیوال راسره په جنګ اخته کوې. خو ګوره هغه وماته ډیر زیات ګران دی وخفه کیدو ته یې نه پریږدم هاهاهاهاهاها
نور نو کلیواله راځه زه تر ماښامه یوځای ته روان یم میلمانه ناست دی بدکار دی چه یواځې یې پریږدو یاره؟