ادبي ټوکې ټکالې
فلانی ولاړ
عادل عادل
21.05.2011
السلام علیکم
وایي چې پخوا وختونو کې چې د ارتباط وسایل نه وو، دوه طالبانو چې د دوو مختلفو کلیو څخه یوه هدف ته د تلو تکل درلود، خپلو کې سره جوړه کړه چې هر یو مخکې ولاړ نو د دې بل ملګري د اطمنان لپاره به د لارې پر سر فلاني زیارت ..... کې یوه نښه پرېږدي.
لومړی ملګری چې کله زیارت ته ورسید نو هلته یې د ملګري د اطمنان لپاره په دیوال داسې ولیکل چې:-
فلانی ولاړ.
مخکې له دې چې دا دوهم ملګری یې زیارت ته ورسي، یو بل شوخ طالب چې دا لیکنه ګوري نو په سر کې یې په لاندې ډول ---- په ---- ور اضافه کوي:-
[color=red:21e3938436]په[/color:21e3938436] فلاني ولاړ :)
خان آغا
21.05.2011
دغه کار په خدای ج که زما خوښیږې چه زه لاړم او راغلم یوار مو همداسې زړونه شنه دی او بیا تاسې دا قیصې شروع کړۍ خاورې به مو زړه خوشحالی وکا عادل صیب هیله مند یم چه ته به پر خپل دې تصمیم له سره غور وکړی؟
او دافیصله به دې واپس واخلی؟
Re: عادل ولاړ! ټوکه او خدای پاماني
م . ق
21.05.2011
[quote:4ef19f92f0="عادل عادل"]السلام علیکم
وایي چې پخوا وختونو کې چې د ارتباط وسایل نه وو، دوه طالبانو چې د دوو مختلفو کلیو څخه یوه هدف ته د تلو تکل درلود، خپلو کې سره جوړه کړه چې هر یو مخکې ولاړ نو د دې بل ملګري د اطمنان لپاره به د لارې پر سر فلاني زیارت ...... مثلا باباجي زیارت :) ....... کې یوه نښه پرېږدي.
لومړی ملګری چې کله زیارت ته ورسید نو هلته یې د ملګري د اطمنان لپاره په دیوال داسې ولیکل چې:-
عادل ولاړ.
مخکې له دې چې دا دوهم ملګری یې زیارت ته ورسي، یو بل شوخ طالب چې دا لیکنه ګوري نو په سر کې یې په لاندې ډول ---- په ---- ور اضافه کوي:-
[color=red:4ef19f92f0]په[/color:4ef19f92f0] عادل ولاړ :)
درنو خویندو وروڼو د پورتنی ټوکې نه مې هدف خپل تګ دی، ...عادل ولاړ! ستاسو ټولو نه د خدای پامان ، ستاسو ټولو سره ډېره مینه لرم، که څوک زما نه خوابدي شوي وی، نو په خپله بزرګواری سره به ما ته بښنه کوی، وروڼو خویندو زه به کله هم په بل نوم سره دلته سر راښکاره نکړم، هیله ده چې په نوو راغلو میلمنو زما شک ونکړی.
د ټوکو خونه مې د خدای پامانی لپاره ځکه انتخاب کړه تر څو له یوې خوا په خوښی سره ستاسو له مبارک حضور څخه مرخص شم او له بلې خوا خپل جدی او ټینګ تصمیم له داسې ځایه ثابت کړم چې باور پرې چندانې شونی نه بریښي.
...... عادل ولاړ .......
زما ټولو ته اجازه ده چې یو یو ----په :) ----- راپسې ولیکي.
د خدای پامان
ښاد، آباد او سرلوړي اوسی
د هوسا، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله
===============================================
له ښاغلي وهاج صاحب څخه هم سپېشیل خدای پاماني اخلم، د دوی حکیمانه اسلوب سبب شو چې زه د ثانیو په اوږدو کې د پورته تصمیم نیولو ته اړ وتم، ...... ما بښلی دی، که مې دوی نه بښي نو بس نه به مې بښي، زورور سړی دی :) دده په سبب عادل ولاړ اعنی همدا نن .... په عادل ولاړ ......................[/quote:4ef19f92f0]
وعلیکم السلام ورحمة الله
وروره که چرته د نورو طالبانو ورونو غوندې تاسو هم د(نن تګی اسیا) فورمونو ته تلل غواړﺉ نو دا ستاسو خپل تصمیم دی چې مونږ ورته احترام لرو.
او کچیرته د یو خاص کس سره د بحث د وجې نه تاسو د تللو تصمیم نیسئ نو داخو بیا ستاسو په پړکیدلو یا ملامتیا دلالت کوي، تاسو باید خپل دریځ ثابت کړﺉ مخکې له دې چې میدان ورته پریږدﺉ، دا فورمونه د وطنمل صیب نه بغیر دهیچا شخصي ملکیت نه دی او هیڅوک تاسي پدې نه شي محکومولی چې ولی خپل نظر او دلایلو ته انعکاس ورکوﺉ، کچیرته څوک د خپل مدیریت نه په استفادې سره ستاسې لیکنې بې ځایه ړنګوي یا تغیروي نو باید چې هغه سړی ټولو ته په ګوته شي او هم ورسره مبارزه وشي، نه داچې میدان ورته پریښودل شي.
هیله ده چې په خپل تصمیم نظر ثاني وکړﺉ.
وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به
وجزاء سیئة سیئة مثلها
او بل داچې : کماتدین تدان
او پښتانه وایې چې څه کرې هغه به ریبې.
او انګریزان وایې چې:As you sow so shall you reap
په درنښت او مننه
ورور مو ننګرهاري
نوروز خان
21.05.2011
لومړی خو ددرانه عادل عادل صیب تلل شخصا زما لپاره یوخورا ځورونکی خبر دی ، عادل صیب هغه څوک دی ، چې ډیره موده مې دده له لیکنو په ټول افغان کې خوند اخیست ، وروسته مې له نوموړي سره دملګرتیا او تعارف په خاطر دټول افغان داخله واخیسته ، اوڅه موده وړاندې دنوموړي په خاطر دټول افغان دپریښودلو له تصمیم څخه تېر شوم .
که دعادل صیب دخپګان وجه دوهاج صیب ناسزاګویي وي ، هیله ده وهاج صیب تنزل وکړی او هر رنګه چې ممکنه وي ، عادل جان خوشاله کړي ،اوکه عادل عادل په رښتیا له دې فورم نه لاس اخلي ، نودا به نه یوازې دټول افغان لپاره ناکامي وي بلکې دوهاج صیب لپاره به هم ستره ناکامي وشمیرل شي .
په پای کې له عادل عادل صیب نه زه هم هیله کوم ، چې په ټول افغان کې ملګرتیا دې رانه نه دریغوي .
که همیشه نه وي نو زما چم دې وکړي خپلې لیکنې دي کمي کړي او کله ناکله مودې یادوي
په همدې هیله
هوتک
21.05.2011
عادل صیب ولاکه لاړسې؟
[img:1484c6e9d6]http://www.al-taif.net/attachments/2837d1231936263-3.jpg[/img:1484c6e9d6]
عادل عادل
21.05.2011
السلام علیکم
محترم ننګرهاري صاحب
د ټول افغان د اکثریت ډېجېټل دین پوهانو د بحث او اختلاف نظر اسالیبو او ورسره د دوی د دعوت اخلاقو زما د قاصر فکر دایره د مسلمانانو وروڼو او خویندو په اړه په ورو ورو او تدریجي توګه راتنګوله، په داسې توګه چې له یوې برخې مسلمانانو څخه په نفرت کولو، له یوې برخې سره په تعصب کولو، له یوې برخې سره په مقاطعه کولو، او له یوې برخې سره هم په دښمنی پاللو مبتلا کېدم.
په داسې حال کې چې زه د مسلمانانو د وحدت تږی او ارمانجن یم، نو زما لپاره په ورته مدرسه کې پاته کېدل زما په ګټه نه دي، څومره چې زر ترې ولاړ شم هومره مې په خیر دي تر څو حد اقل مایوس او ناامیده نشم.
د وطنمل صاحب څخه د زړه له کومي مننه کوم چې دده تر مدیریت لاندې په سرشاره ټوګه وپایېدم.
۰
21.05.2011
السلام علیکم
زه فکر کوم چي وهاج صیب لیکنه دومره نده چي یوڅوک دي ولاړشي
دي نه مخکي هم د ورونو منځ کي ډیري ترخي خبري شوي وي خو داسي چا نه وو کړي الله دي عادل صیب بیرته پخیر راولي آمین
مومندافغان
عادل عادل
21.05.2011
السلام علیکم
مومند صاحب ما دلته د تګ اعلان کړی، نه د تګ د مابعد،
خوښه مې نن نن ته ځم او که سبا :)
رښتینی
21.05.2011
عادل صاحب خدای دی وکړی دالیکنه موټوله من اوله الی اخره
ټوکه وی اوپه دی کی شک نشته چی ټوکه ده او ښه ټوکه هم ده مننه
داچی مومندوروریی جدی بولی داد هغه کار دی ...
زړه می و ټکی ټکی زیات کړم خو ټکی ټکی :D :D
و.افغان
21.05.2011
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زما ګرانو وروڼو!
زه يو څو خبرې ليکم؛ والله علی ما أقول شهيد؛ والله علی ما أقول وکيل.
په صراحت يې وايم: د محترم عادل عادل صاحب سره زه د دزړه مينه لرم؛ د ليکنو سره
يې هم د زړه مينه لرم؛ او امکان نه لري؛ چې يوه ليکنه عادل عادل صاحب کړي وي؛ او
ما لوستې نه وي.
منتها يو عادت لري؛ چې هغه يې هم غالبا له مشر انجنر صاحب څخه خپل کړی دی؛
چې يواځې خپل نظر صحي مني؛ د نورو نه؛ عادل عادل صاحب په دې هم اکتفاء نه
کوي؛ بلکه کوښښ کوي؛ چې د جانب مقابل خوله مخکې له مخکې چې په خبرو يې خلاصه کړي؛
وربنده کړي؛ زه يې په دغه حرکت ډېر ځورېږم؛ دغه وروستۍ ليکنه يې مشت نمونه
خروار دی؛ تاسو يې وګورئ؛ آيا په دې ارزي، چې عادل عادل صاحب يې په وجه د مخه
ښې فيصله وکړي:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7148
ما ته د ټول افغان د فوروم دا ټول ليکوالان د زړه له کومي ګران دي؛ خو داسې هم نشي
کېدلی ، چې سړی د چا د خفګان له وجهې؛ يا مخه ښې او تللو له وجهې خپل دريځ او
نظر بدل کړي!!!! که زه چېرې خپل دريځ اونظر بدلولو ته پرته زما له نفسي قناعته
دلته اړ شوم؛ نو په همغې ثانيې به مې دا فوروم پريښی وي. د خير د کارونو کمۍ نشته
الحمد لله په ډېرو علمي مشاريعو کار کوم.
د نټ په مټ او د مستعارو نومونو تر شا چې مونږ صريح بحثونه ونه کړو؛ نو آخر کوو به
يې چېرې؟؟
البته هر بحث بايد د أدب له چوکاټه بهر ونه وځي.
هو ميداني بحثونه بيا جدا شرايطو ته اړتيا لري؛ هلته بايد برخورد مختلف وي؛ د يو
انسان برخورد بايد نسبت د هغه منصب ته په کتلو سره مختلف وي.
د مثال په ډول: زه د موحد دکتور يوسف القرضاوي رئيس اتحاد علماء المسلمين
منصب ته په کتلو سره له هغه څخه د ځینو عقيدوي تفصيلي مسائلو توضيح علی الملأ نه غواړم؛ خو د نفس مسائلو توضيح او بيان په يو بل ملا او طالب العلم فرض او واجب ګڼم.
هيله ده، چې ښاغلی محترم عادل عادل صاحب خپله فيصله واخلي؛ او په فوروم کې
نورو ته د هم د نظر ورکولو حق ورکړي؛ اګر که عادل عادل صاحب ته غلط ښکاري؛ نو
سالم نقد دې په دليل سره وکړي؛ نه دا چې په مکرر ډول له خپل خورجين څخه د نورو
خلکو متعلقه کيسي راباسي او جانب مقابل باندې يې غير مستقیم وتپي، او بيا وايي
چې ما خو هيڅ هم نه دي ويلي.
په درنښت
و.افغان
21.05.2011
که عادل عادل صاحب په دې خوښيږي او بېرته راګرځي؛ نو زه به له فورم سره مؤقته او
يا هم مؤبده خدای په اماني وکړم (خو اعلانوم به يې نه). :arrow:
په درنښت
عادل عادل
21.05.2011
السلام علیکم
محترم وهاج صاحب
******* ړنګه شوه **
-
21.05.2011
ړنګه شوه
نوروز خان
21.05.2011
عادل صیب ، وهاج صیب او ښاغلی کلیوال
ددې لپاره چې په فورم کې پیدا شوي بې خوندې ته مې دپای ټکی ایښی وي ، هماغه بحث چې دابې خوندې ترې راوټوکېده داسې چم پرې وکړ چې تراوسه به چانه وي پرې کړی .
نور نو هیله کوم چې دخپلوکلیوالو ملګرو په دود یوه بل ته غاړه غړۍ شئ ، او ووایئ چې ( نه تاکړي نه ما، تېر په هېر )
که وهاج صیب او عادل له فورم نه ځي نو خلاصه داشوه چې دټول افغان خونه ړنګه شوه .
وروڼو هیله کوم چې په تاوده بحث کې لږ دلاحول موقع ومومئ ، او زما خبرې ته هم غوږ شئ .
کلیوال صیب هیله کوم چې دپیدا شوي ورانپوهاوي په دفع کې راسره مرسته وکړئ
-
21.05.2011
تاسې ټولو (عادل، وهاج، نوروزخان) او خاصتا عادل صیب ته دروغبړ لپاره خپل لاس داسي ورغځوم:
[img:fffe5e7d15]http://www.cifiaonline.com/s_handshake1.jpg[/img:fffe5e7d15]
نوروزخان صیب ستاسې غوښتنه زه په سر سترګو منم.
که زما دلیکنو په ړنګیدو ددوه وروڼو ترمنځ ایجادشوې خوابدي له منځه ځي ،نویوه څه چي دا ټولي ۸۰ (چې تر دې دمه سنچرۍ ته ایله ۲۰ پاتي دي) لیکنې خو مي ورړنګې که!!!!
قسم دی که به زماپه خاطر کي هم داسي راګرځیدلي وي چې داویډیو به دفورم دمحبت اوورورګلوۍ په فضا کي دومره تشبث وکړي :)
اوس دادي چې زه دویډیو پوري مربوطې خپلي پاتې لیکني من باب الصلح بین الاخوین پخپله ړنګوم..
دعادل صیب نه هم هیله ده درامنځته شوي ورانپوهاوي په نتیجه کي که کومه خبره تیره او بیره شوي وي له زړه دې وباسي.
نوروزخان صیب تاسې نه خصوصي مننه کوم
نوروز خان
21.05.2011
[quote:edaadff76f]اوس دادي چې زه دویډیو پوري مربوطې خپلي پاتې لیکني من باب الصلح بین الاخوین پخپله ړنګوم..[/quote:edaadff76f]
کلیوال یاره ویلي خو دې دي چې دناندریو په خونه کې به دهماغې ویډیو اړوندې لیکنې ړنګوم ، مګر ګومان نه کوم چې ړنګې یې کړې :lol: :lol:
اوبل داراته ووایه ، چې دا توره کورتۍ ستاده که داسپینه ؟؟
خیر که ته داځواب نه وایې عادل صیب دې ووایي ، چې کوم لستوڼۍ یې خپل دی :lol: خودعادل صیب نن اعصاب بیخي خراب دي هسې نه هغه دمیرانشاه دصراف غوندې ، په پردۍ پښه دعوه وکړي چې زما ده :lol: :lol:
او له وهاج صیب نه هم هیله کوم ، چې همداسې بیرته راشي ، که ننواتي غواړي ، نوکیدای شي دا به دهمداسې یوه شخص یعني اهل حدیث ورور له خوا څخه لومړنۍ غوښتنه وي .
چې موږ به یې ورسره ومنو یانه خو محمد وصیل پیروز او مؤمن مهاجر ورور به یې کله هم ورسره ونه مني :lol:
که څنګه کلیوال صیب
-
21.05.2011
[quote:5abe9bd9a8]کلیوال یاره ویلي خو دې دي چې دناندریو په خونه کې به دهماغې ویډیو اړوندې لیکنې ړنګوم ، مګر ګومان نه کوم چې ړنګې یې کړې [/quote:5abe9bd9a8]
هاهاهاهاهاهاهاها
نوروزخانه یاره تا خوبه لږصبر کړی وای چي ماپخپل لاس پري تخته پاک کش کړی وای :D
ځه خیر، سبقني بها عکاشة :)
[quote:5abe9bd9a8]اوبل داراته ووایه ، چې دا توره کورتۍ ستاده که داسپینه ؟؟ [/quote:5abe9bd9a8]
زه خووایم چي عادل صیب پریږدم چې وګورو آیا خپل لستوڼی پیژني او که نه؟ :lol:
هوتک
21.05.2011
[quote:4ba0839507="نوروزخان"]
کلیوال یاره ویلي خو دې دي چې دناندریو په خونه کې به دهماغې ویډیو اړوندې لیکنې ړنګوم ، مګر ګومان نه کوم چې ړنګې یې کړې[/quote:4ba0839507]
هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
زماهم باور نه راځې چه کلیوال دې دناندریو دخونې لیکنې ړنګې کړې؟
نوروز خان
21.05.2011
[quote:bc82f748f4]زه خووایم چي عادل صیب پریږدم چې وګورو آیا خپله کورتۍ پیژني او که نه؟ [/quote:bc82f748f4]
زه هم انتظار یم ،
او عادل صیب هم شنې بتۍ لګولې چې کله به کلچ پرېږدي :lol:
م . ق
21.05.2011
السلام علیکم ورحمة الله
محترمو مکرمو عالمانو او پوهانو ورونو،
د یو کشر مسلمان ورور په حیث مې درڅخه یوه هیله ده چې خپل مینځې اختلافات دلته او بیا پداسې یو حساس او اضطراري حالت کې مه رامینځته کوﺉ ځکه چې عوام او امیان ورڅخه غلط تاثر اخلي او په پایې کې یې فایده امریکایانو، ایرانیانو او اسرایلیانو ته رسي.
ورونو د امریکې ایران او اسرایلو شیطاني مثلث په ګډه زمونږ د ټولو سني مسلمانانو، او باالخصوص د عربو مسلمانانو په خلاف په سنګر کې دي او ډیرې خطرناکې دسیسې یې په کار اچولي دي.
اوس نو نه دسلفي دعوت وخت دې اونه د حنفي دعوت وخت دي.
د یو سلفی العقیده مسلمان په حیث مې د سلفی ورونو څخه احترامانه هیله ده چې داحنافو ورونو په وړاندې پداسې حساس وخت کې د سنګر نیولو څخه ډډه وکړﺉ او ټول په شریکه د شیطاني مثلث خلاف متحد شئ او یواځې جهاد ته متوجه شئ، او احناف ورونه دې هم ګزاره کوي، یواځې په جهاد دې تمرکز وکړي او دفرعي یا فقهې مسایلو څخه د اسلام په نفع په موقتي توګه تیرشئ.
او کنه نو تاریخ به مو داسې ملامت کړي لکه هغه شافعي، حنفي او مالکي علماء یې چې ملامت کړي وو کله چې تاتاري هلاکو خان د عباسي اسلامي خلافت په مرکز بغداد باندې حمله وکړه او علماء په خپل مینځ کې په مناظرو اخته وو، نو نتیجه یې داشوه چې اسلامي خلافت ړنګ، اسلامي کتابونه په دجله اوفرات سیندونو کې وغورځول شول چې د سیندونو رنګ یې دسیاهي په وجه تک تور شو، د جوماتونو نه د چنګیز د اسونو اصطبل جوړ شو، اسلامي خلیفه په ډیر ذلت سره شهید کړل شو او داسې نور چې تاسو ټول پرې پوهیږﺉ، نو ولې د تاریخ نه عبرت نه اخلئ.
مننه او درنښت
ورور مو ننګرهاري
عادل عادل
21.05.2011
السلام علیکم
//////////
-
21.05.2011
[quote:60c8cc2fb4="عادل عادل"] [color=brown:60c8cc2fb4]زما ستاسو سره هېڅ شخړه نشته،[/color:60c8cc2fb4] [color=orange:60c8cc2fb4]که وایې چې ستاسو په حق کې مې بد ګومان کړی نو په همدې ځای درنه بښنه غواړم [/color:60c8cc2fb4][/quote:60c8cc2fb4]
عادل صیب ماهم همدا غوښتل چي ستاسي څخه نسواري خبره واورم ،دنارنجي هغي څخه زه درتیر یم. :)
اوبل دغه قرآني صیب هم کله کله هغه دچپرهاري خبره لږلږ تشبث کوي :lol: هلته په ناندریو کي یې یوځل بیاپه ماباندې دوهاج افغان ګومان کړی وه خوما ځان ناګاره واچاوه.نو قرآني صیب ته ومنه چي زه وهاج نه یم. که یي نه منې دهوتک نه پوښتنه وکړه.
هوتک ته پته ده چي زه او وهاج دوه بیلابیل (دمنطقیانو په اصطلاح) ناطق حیوانات یو :lol: :lol:
هوتک
21.05.2011
کلیواله داخبره هلته ماهم ولیده زړه مې راته وویل چه قرآنی ته ووایم چه وهاج او کلیوال بیل بیل کسان دی بیا ورنه تیرشوم بعضې وخت کې داسې هم وسې چه خلګ په دریم کس هم دهماغه یو کس ګومان وکړی؟
او زه اوس هم قرآنی او ټولو لوستونکو ته پوره یقین ورکوم چه وهاج او كلیوال بیل بیل کسان دی ؟
مننه
-
21.05.2011
هوتکه دتایید نه مو مننه
او بل دا چي ځان تیاروه چي ما اوتا به په یوه ورځ د سلمنډنمانځني غونډه ترتیبوو.
بیخي په یو لېول روان نه یو؟ :roll:
هوتک
21.05.2011
ودې ته خو زما هیڅ فکر ولاکه وو؟تارا پام کړه.
..........؟
ههههههها