اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
درڼاپه غره کې
رښتینی
19.05.2011
درڼا په غره کې
له مکی مکرمی نه طائف ته پر غځیدلی لاره یوڅه ولاړو دمکی دښار ابادی لا
ختمی نه وی چی دیوه غره په لمن کی دپراته کلی په څنډه کی له ټیکسی نه ښکته
شوو ددی کلی ترپایه پوری پخې لاری وی خو دا پخی لاری دومره لوړی اونیغی ختلی وی چی له څو ګامونو اخیستلو وروسته به دسړی ساه خولی ته راغله موږ ډیر
کم ولاړو چی خپلو ملګروته می وویل : زه ددی غره لمنی ته پرغځیدلي پاخه سرک نشم ختلی نوپه دی غره زما له پاره ختل ډیر سخت دی ،
که رښتیا راباندې وایئ زړه نازړ ه روان وم ځکه دغره څوکه ډیره دنګه او ورختلی لاره له ستونزو ډکه بریښېده ، ملګری می زما دنیت په کمزوری پوهه شول او ملاحبیب الله دپیغور په ډول څو میرمنو ته ځیر کړم چی له موږ څو متره مخکی روانی وی هغه څلور پنځه بوډۍ مېرمنې وی اوپه اصطلاح ډیری په متانت او عزم سره روانی وی ، ددې زړو میرمنو په لیدو زه هم یوڅه ښه شوم او په نیت کی می پختن پیداشو که نه مخکی می اراده ډیره پڅه شوی وه
اوس نو له پخې ارادې سره زه او زما دووه ملګری درڼا غره (جبل نور)ته روان شوو ددی غره په جغرافیایی موقعیت او نورو اړخونوبه هلته خبرې کوو چی کله یی سرته ورسیږو
غره ته ختلې لار
درڼا غره ته ختلی لاره ډیره نیغه او ستړې کوونکی وه خویوه ښیګڼه یی داوه
چی لاره ټوله ځېنی کړل شوی وه او داځېنی دکوم دولتی پروګرام له مخې نه بلکی
داسی خلکو جوړې کړی وه چی دخرمااو ثواب دواړونیت یی لاره یعنی داهغو غریبو پاکستانیانو جوړې کړي وې چې هم یی له غره سره مینه او عقیدت لاره او هم یی اولاد ته یوه ګوله ډودۍ له دی لاری ترلاسه کوله هغه داسی چی دوی به دیوی ځېنی له پاره چوکات تړلی وسیمنټ او کاڼی به یی برابر کړی و او زائرینوته به یی جینګی داړی هم سپینی کړی وی چی باید مرسته ورسره وکړی ځېنی خوبه داسی هم و چی داوبو تش بوتلونه به هم ورسره ایښې وو او ویل به یې چی دومره څه خو راکړئ چی دسیمڼتو دلندولو له پاره اوبه وپیری په هرصورت دی خلکو دغره ترسره ځېنی رسولې وی او دځېنو دپلنوالی کاریی لاروان و
زما له پاره په دی لاره کی یوشی ډیر په زړه پوری و او هغه دلارې په څومتری
کې ترواړه چترلاندی دووه چوکی وې دا چوکی به په یوسل اوڅو متره کی وی اوورسره به یوه کوچنی لوحه هم وه په هغه باندی به دغره ترسره پورې دپاتې لاری مسافت لیکلی و او دراتلونکی ناستی ځای یاچوکیو مسافت به هم لیکلی داد لرګي اوږدی چوکی وی چی دری کسان پری ځايېدل په دی دوو کی به یوه په مستقله توګه ما ونېوله اوبله به می خپلو دواړو ملګروته پرېښودله دی بی انصافی ته خپل یوڅه مشرتوب او نسبه زیاتو غوښواړکړی وم او دو ی هم ددی دواړو برتریو یابدتریو له کبله یوه چوکی زما مسلم حق بلله خو ستونزه به هلته رامنځته شوه چی کله به موږ دی چوکیوته ورسېدو او هغه به نورولارویانو نیولی وی .... په دی وخت کی به زما ملګری دخوښیو او خپګان له ممتزج حالت سره مخامخ وو ...
په لاره کی دووه کوچنی دوکانونه هم وو چی په ډبل بیه یی سامان خرڅاوه او ما خو په دی لاره دراخیژول شوی سامان ارزښت له دی هم زیات باله
دزائرېنو حالت
نوربیا
(شپون)
19.05.2011
محترم رښتینی صاب خوشالی دی غواړم او باور وکه
سی دا لیکنه خو دی ډیره خوږه او زړه راښکونکی ده
موږ به دی اغو پاتی برخوته انتزار کوو ګوره ناوخته کوه یی مه
رښتینی
20.05.2011
.
.
دزائرېنو حالت
عجیبه داوه چې دزائرېنوزیاته برخه پنجابیان وو او له نارېنه و ښځې زیاتې
وې اوځای په ځای به یې پر کیمرو سترګې ایښې وې یابه یی په موبایل کې له دوو
خبرو وروسته له خنداجینګی خولی نيولې وې یوڅه ترکيان او ايرانیان هم وو
ګومان کوم دبريلویت ګروهی دلته هم اغېزکړی و ځکه دزائرېنوزیاته برخه پا
کستاني پنجابیانوتشکيلوله .
په لاره کې مي ځینې داسی څه هم ولیدل چی دوطن دزیارتونویادیې راتازه کړ
هغه داسی چې یوځای څوزائرېن ناست وو او کاڼي یی یوپربل کیښودل او له ځانه
سره یی څه اوراد هم ویل او دعاوی یی هم کولي ما فکر وکړچې شاید دی خلکو
دخپلو وطنونوشرکي ګروهې دلته هم رارسولي دي او ددی غره له کاڼونه هم دڅه
کولو تمه لرې نعوذبالله تعالی .
درڼا دغره په سرکي
اخر موږ دغره سرته ورسېدواودامی دځان یوستریریالیتوب وباله ځکه ډیره
موده می پیاده تګ بیخې کړی نه و اودغره په سر کي زما حالت هم ډیری ټیټی درجی
ته رسېدلی و دغره دڅوکی پرسر یوعریش جوړشوی و او دچای هوټل پکی و یوه یوه
توده پیاله مو له ستوني ښکته کړه .
دلته شاوخوا ډیربزوګیان هم ګرځیدل او ماته دټول افغان دیوه ملګری یوه خبره را
په یاده شوه چې یو وخت یی دسعودی په سلفیانو تورلګولی و چی هغوی په جبل
نورکې بیزګیان پری اېښې دی څو هلته څوک ور نشی خو خبره داسی نه وه بیزوګیانو
دومره واک نه لاره چې زائرینوته کومه ستونزه جوړه کړي ځکه په هغه ځای کی
شاوخوا اوسپنېز جال هم را تاوکړل شوی واوبل بیزوګیان دومره ضرری مخلوق نده
چی انسان ته ستونزه پیداکړی خویوه عجیبه ټوکه رامنځته شوه
ټوکه
دغره دڅوکی په سرکی موږ ناست وو دووه کسان مو مخته تېرېدل دیوه په لاس کې
څه جوس او اوبه وې یوبېزوګی په جال را واوښت او له سړی سره څنګه ته روان و هوټل
وال غږ پری وکړ چی دا ووهه او له ځانه یی لرې کړه په دی حالت کې بیزوګی وارپری مخکی کړ او دهغه سړی په جوس او ابو یی حمله وکړه په هغوی کی یولیتری بوتل و
چی یوڅه یې څښل شوی واوڅه پاتې و بیزوګی هغه پورته کړ او له اوسپنېزجال نه یی واړاوه هلته ډیر منظم کېناست سمدستي یې دبوتل سرخلاص کړ اوډیر په خوند یی په سر واړاوه .
درڼا غر
نوربیا