د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څرنګه خپل ځان بدلولای شو ؟

أبوخليل قدوسي
18.05.2011

زیات کسان له الله تعالی څخه دلېري والي اوغفلت په وجه له خپل ژوند څخه تر ستوني راغلي دي اودې ته لېوال وي چې پاکه ، ستره اوداستقامت لاره خپله کړي اوغواړي چې داسې ډاډمن اونېکمرغه ژوندوکړي چې دشهوتونو اونفساني خواهشاتوله جهنم اودګناوو اوشرعي مخالفتونو له اغزنولاروڅخه نجات پیدا کړي .
هغوی دتغییراونوښت دهواوو، داصلاح دنسیمونو، دتوبې دوړانګو اوداستقامت دسباوون انتظار باسي او ددې پوښتنو ځوابونه لټوي چې :
څه ډول کولای شو په خپلو ځانونوکې بدلون راولو؟
په څه ډول کولای شودغفلت خپسکي لېري کړو؟
څرنګه کولای شو دغفلت له خوب څخه راوېښ شو؟
دخپلو ځوروونکیوواقعیتونوڅه ډول درملنه کولای شو؟
لاندې کرښي کولای شي داپوښتني تریوه حده پوري ځواب کړي .
د اوښت او تغییر په هکله دیو چا اندېښمن کېدل پخپل ذات کې یو ډول بدلون ګڼل کېږي ځکه چې مونږ پخپل چاپېریال کې دا ډول انسانان وینو چې هغوی دغفلت له ژوند سره داسې دتل لپاره آشنا شوي دي چې دشهوتونو او شیطاني غوښتنو لاره يٍې غوره ګڼلې ده ، دکوم تغییر او اوښت تلاش نکوي او کله هم داسې تصور ته چمتووالی نه ښيې چې دیوې شېبې لپاره دغفلت له ژوند سره په مخه ښه وکړي، ځکه خو هغوی له الله تعالی څخه دلېري والي د درد احساس نکوي ، او نه دکوم وحشت شعور ورسره پیدا کېږي، داډول کسان دژوندیو په بڼه کې مړه دي څوک چې ښه او بد ورته بې توپېره وي او څه چې يې زړه غواړي هغه هم ښه ګڼي او هم يې کوي دا کیفیت د هغوی په زړونو باندې دګناوو د پرله پسې تراکم په نتېجه کې پېښېږي کوم چې په بشپړه توګه تور شوی او بد مرغه شوی دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عن حُذَيْفَةُ قال سمعت رَسُولَ الله صلی الله عليه وسلم يقول تُعْرَضُ الْفِتَنُ على الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا نُكِتَ فيه نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا نُكِتَ فيه نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ (صحيح مسلم)
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل : فتنې داسې زړونو ته وړاندې کېږي لکه پوزی چې د اوبدلو په وخت کې لښتي لښتي رامخته کېږي نو هرزړه چې دافتنې ورپرېږدي تور ټکی پکې جوړ شي او هرزړه چې يې له منلو څخه انکار وکړي یوسپین ټکی پکې جوړ شي .
هر مسلمان ورور چې د تغییر او اوښت تلاش کوي او غواړي چې دانسانیت دارتقاء مقام تر لاسه کړي دا په دې دلالت کوي چې دهغه زړه ژوندی دی چې دا ډول فکر يې په کوګل کې څپې وهي، خو داوښت په هکله يوازې فکر وهل کفایت نکوي بلکې په ځان کې تغییر راوستل له مونږ څخه غوښتونی کار دی ، دتغییر په لاره کې يوازې په فکر وهلو اکتفاء کول او عملي ګامونه نه وچتول تشي هیلي دي چې خپل خاوند ته کومه ګټه نشي رسولای .
داوښت او تغییر په هکله عملي ګامونه په لاندي کرښو کې خلاصه کولای شو :
[size=24:de9899b316]دګڼاه اوجُرم په لویښت کې فکرکول:[/size:de9899b316]
دتغییر او نوښت په هکله اندېښته هغه وخت اغېزمنه ثابتېدلای شي چې انسان دغفلت او د الله تعالی له حُکم څخه د سرغړوني په نتېجه کې د ګناه دارتکاب دلویښت احساس وکړي ، دهغه زړه ددې ډول تفکر په نتېجه کې دالله تعالی دځواک او جبروت دعظمت احساس کوي ، چې هغه دټول جهان خالق او مالک دی ، هغه دټولو کایناتو رازق دی، هغه دمرګ او ژوند مالک دی او چې څه يې خوښه شي هغه کوي، هغه ټولواک او خپلواک دی، يوازې دهغه ذات ددې وړ دی چې بندګي او عبادت يې وکړل شي، په مقابل کې خپل ځان دهغه په وړاندې کمزوری او بېوسه احساسوي چې له دې ټولي بېوسي او ضعف سره سره بیا هم دهغه له قوانینو څخه سرغړونه او له حدودو څخه يې تېری کوي، دهغه داطاعت له لاري څخه منحرف او دقهر او غصې عوامل يې برابروي، خو بیا هم الله تعالی ورباندې پرده غوړوي، نه يې رسواکوي ، دهغه دسرغړوني تحمل کوي ، دهغه ګناووې زغمي، رزق او روزي نه ورڅخه بندوي، په دې هرڅه سربېره دخیر او نېکې لاره ورته ښيې ترڅو ورباندې روان شي او دبدمرغي او شقاوت لاري ورته جوته کوي ترڅو ځان ورڅخه وژغوري . له دې ډول احساس څخه دمؤمن زړه ستره ګټه پورته کوي هغه له الله تعالی څخه دلېري والي او دانحراف له واقعیت څخه خواتوری کېږي، دا ډول احساس خپل خاوند بدلون ته اړباسي او دهدایت او استقامت دلاري په خپلولو کې ورسره مرسته کوي .
[size=24:de9899b316][size=12]رېښتونی عزم :[/size:de9899b316][/size]
کله چې دانسان زړه دبدلون او تغییر تکل وکړي باید رېښتونی عزم ورسره مل وي که یوڅوک دبدلون ټېنګه اراده په زړه کې ونلري زړه يې سُستي غوره کوي او دبدلون داحساس کچه يې مخ په ځوړ کېږي . دعزم معنا داده چې انسان ددې ټېنګه پرېکړه وکړي چې داستقامت تګلاره به نیسي او هرهغه څه ته به شاکوي کوم چې داستقامت په لاره کې ورته خنډونه را ولاړوي، اوټول هغه څه به خپلوي کوم چې له هغه سره په دې لړ کې مرسته کولای شي . دا ډول ټېنګه پریکړه او رېښتونی عزم کولای شي دهغه زړه د تل لپاره وېښ او پکې دبدلون مینه ژوندۍ وساتي .
عزم په دوو ډولونو وېشلای شو:
لومړی : په روغه لاره دتګ کولو ټېنګه پرېکړه کوم چې درېښتوني عزم پیل ګڼل کېږي .
دوهم : داستقامت دلاري له انتخاب څخه وروسته دشرعي حکمونو په منلو همېشه توب غوره کول يې نهايې منزل دی او الله تعالی له بنده سره دهغه دارادې دکمزورتیا او ټېنګښت په بنیاد مرسته کوي ځکه یوڅوک چې دکوم نېک کار دسرته رسولو تصمیم ونیسي الله تعالی يې مرسته کوي او ثُبات وربښي .
او څومره چې یوڅوک دنېکې دلاري دخپلولو په عزم او په هغې باندې دپایښت په ټېنګار کې رېښتونی وي الله تعالی يې په بصیرت وربښلو سره مرسته کوي او خدای ورکړى بصیرت یوداسې نور دی چې الله تعالی يې دمسلمان په زړه کې اچوي چې بیا دهغه په وسېله د کارونو حقایق ورته جوته کېږي او دنبوي ارشاداتو مثبت اړخونه او دشرعي مخالفتونو منفي اړخونه ورته جوته کېږي . همدا راز مؤمن ددې الهي نور په وسیله دشک او تردد له خنډونو څخه خلاصون مومي کوم چې هغه دهدایت او استقامت له لاري څخه راګرځوي .
[size=24:de9899b316]توبه کاږل:[/size:de9899b316]
توبه اېستل دېته وايي چې انسان په ښکاره اوپټه کې له هرهغه کاراووینا څخه لاس واخلي کوم چې الله تعالی يې نه خوښوي اودقرآنکرېم اونبوي ارشاداتو په وسیله يې مونږ له هغه څخه ژغورلي یواوداپه مسلمان باندې دتل لپاره یو سمدلاسه واجب دی.الله تعالی فرمايي :
وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31) النور
او تاسي ټول دالله تعالی لورته وګرزﺉ اې مؤمنانو ښايې چې تاسي بری ومومئ .
لاندي شیان دتوبې په ضمن کې راځي :
سمدلاسه له ټولوګناوواوشرعي مخالفتونو څخه لاس اخېستل .
په تېر وخت کې دهغو په ارتکاب پښېمانه کېدل .
له ځان سره ددې کلکه پرېکړه کول چې بېرته به دکړوګناوو اوشرعي مخالفتون لورته نه ګرځي .
اوس اوپه راتلونکي کې دنېکوکارونو دکولواوشرعي حکمونودمنلواوعملي کولوپرېکړه کول .
په ذکر شوي مفهوم سره توبه دتغییراوبدلون عملي پیل ګڼل کېږي اودتغییرهېڅ ډول عملیه بې له توبې نشي بشپړېدلای، همدارازتوبه له انسان سره دژوندانه په ټولو پړاوونوکې ملګري وی اوتوبه نه يوازې دګناهکارانولپاره ده لکه چې ځیني خلک يې اټکل کوي بلکې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې دټول بشریت رهنمادی فرمايي :
يا أيها الناس توبوا إلى ربكم فوالله إني لأتوب إلى الله عزَّ وجلَّ في اليوم مائة مرة (رواه مسلم)
اې خلکوتاسي خپل پروردګارته توبې وباسئ په الله تعالی قسم! زه په یوه ورځ کې سل ځله الله تعالی ته توبه باسم .
[size=24:de9899b316]په نېکي کې تلوار:[/size:de9899b316]
دتغییرعملیه بایددګړندیوګامونو په اخېستلو سره سرته ورسېږي ځکه چې دتغییرراوستلو په ډګرکې وړوکی ځنډ انسان دتګلاري له بشپړولوڅخه سُستي ته اړباسي چې په نتېجه کې دبري له لاسته راوړلوڅخه پرته انسان دجګړې له ډګرڅخه شاته کوي الله تعالی دګړندي توب په هکله مؤمنانو ته خطاب کوي فرمايي :
وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (133) آل عمران
اوتاسي ګړندي شئ هغه بښني ته چې ستاسودپروردګار له لوري څخه پېرزو شوي ده اوهغه جنت ته چې پراخوالی يي دزمکې اوآسمانونو په شان دی چې يوازې دپرهېزګارانو لپاره چمتو شوی دی .
سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ.....(21) الحديد
اوتاسي یوله بل سره سیالي وکړﺉ ستاسو دپروردګار له لوري څخه بښني ته .
فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ .... (148) البقرة
اوتاسي نېکوکارونو ته یوله بل څخه وړاندې شئ .
الله تعالي جل شأنه د زکریاعلیه السلام په ستاینه کې فرمايي :
انَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَباً وَرَهَباً وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ (90) الأنبياء
بېشکه چې هغوی نېکوکارونوته ګړندي توب کولواومونږ به يي دشوق اووېري په حالت کې ورغوښتلواوهغوی زمونږ په وړاندې عاجزي کوونکې وو .
همدا راز الله تعالی داهل ایمان ستاینه په دې ډول کوي .
أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ (61) المؤمنون
هغوى دایمان خاوندان نېکوکارونوته ګړندي توب کوي اوهغوی دنېکوکارونوخواته ته یوله بل سره سیالي کوي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
التؤدة في كل شيء إلا في عمل الآخرة (رواه أبو داود)
له أخروي کارونوڅخه پرته په هرڅه کې بېړه نه کول غوښتونی دی .
په هغه حدیث کې چې مسلم نقل کړی دی دعمیر بن الحمام له شهادت سره دمیني کیسه وګورﺉ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اعلان وکړ:
قوموا إلى جنة عرضها السموات والأرض .
پاڅئ دهغه جنت لورته چې بر يي دآسمانونو اوځمکې غوندي دی.
هغه له ډېري خوشالي څخه وویل : بخ بخ (لکه مونږ چې په پشتو کې وایو واه واه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په کومه خوشالي کې بخ بخ وايې؟ عمیر ورته وویل یوازیني هېله مې داده چې زه دهمدې جنت اوسېدونکی شم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چې ته دهمدې جنت اوسېدونکی يې بیايي یوڅوکجوري په لاس وې څه يې خوړلي وې اونوري وغورځولې اوتر هغه وخته پوري له کفاروسره په جګړه بوخت ووترڅو چې په شهادت ورسېد.
همدارازکله چې دشرابو(خمر)دحرمت آیتونه نازل شول دصحابه کراموالهي حکم ته دامتثال سیالي وګورﺉ چې په کورونوکې چې چا شراب درلودل ټول يې باهر ته راواېستل او تويي کړل او دمدینې په کوڅو کې بهېدل په نېکوکارونو اودالهي حکمونوپه منلوکې دمؤمنانو سیالۍ همداسې وي .
[size=24:de9899b316]د الله تعالی څخه مرسته غوښتل :[/size:de9899b316]
دتغیر اواصلاح په لړکې مونږ دالله تعالی مرستي غوښتني ته اړتیالرو ځکه که دهغه توفیق راسره نوي مونږ روغه لاره نشو نېولای دهمدې مقصد لپاره مونږ په هرلمانځه کې د «ایاک نعبد وایاک نستعين» په ویلو مکلف ګرځول شوي یو .
[size=24:de9899b316]صبر او ثبات :[/size:de9899b316]
تغییر اواصلاح راوستل آسانه کارنه دی بلکې ریاضت اوزيار ته اړتیا لري، تغییر او اصلاح له نوي سره ژوند او بياتولد ته ورته دی ځکه خو اصلاح غوښتونکی نه ستومانه کېدونکې زیار اوپرله پسې هڅوته اړتیالري اوپه همدغه زیار کې درېښتونی اودروغجن مخلص اونامخلص توپېر کېږي، رېښتوني اصلاح غوښتونکی دځان داصلاح په لړکې دصبرترخې ګالي اوترهغه وخته پوري دنفس وشیطان له کشمکش سره لاس اوګرېوان وي ترڅودنېکوخویونوپه خپلولوباندې عادت شي اوله بدوخویونوسره کرکه او نفرت يي په زړه کې ځای ونیسي .
سمدستي توب:
له معصیت څخه اطاعت ته اوله انحراف څخه استقامت ته سمدلاسه اوښتل یوفوري واجب دی چې هېڅ ډول سستي اوځنډ کول پکې نه دی روا. مسلمان چې کله هم له غفلت څخه راوېښ شي او خپل شرعي مخالفت اودځان اووخت ضیاع وویني بایدسمدلاسه توبه ګارشي اونېکې لاري ته واوړي .
دفرعون دډلي ساحران نه ګورﺉ کله چې موسی علیه السلام خپله لکړه وغورځوله اوهغوی ته داحقیقت جوته شو چې موسی علیه السلام ساحرنه بلکې دالله تعالی رېښتونی پیغمبر دی سمدلاسه په سجده پرېوتل او په الله تعالی يې ایمان راووړ، اوخپل دنیوي مقام اودفرعون په وړاندې اعتبار اودنیوي ژوند يې شاته کړ اودهغه تهدید اوترټني اوشکنجې خیال يې هم هېڅ ونه ساته کوم چې فرعون يې ورته ګواښ وکړ.
[size=24:de9899b316]پوهه:[/size:de9899b316]
پخپل ځان کې تغییر راوستل یو عملي اړخ دی اوددې لپاره دعلم اوپوهني اړتیا ده، دپوهي او علم په رڼاکې عملي تغییر کنترول کېږي اوتغییردافراط اوتفریط له کږلېچوڅخه ژغوري او د اعتدال په هغه تګلاره يې ټېنګ ساتي کوم چې الله تعالی دخپلوبندګانولپاره غوره ګرځولې ده
څوک چې دعملي تغییر تکل کوي هغه ته په کار ده چې په شرعي توګه پوهنه لاس ته راوړي له علماوو اوپوهانوسره کېني، له هغوی څخه پوښتني وکړي، دهغوی مشورې ترلاسه کړي، دتغییر اواصلاح په لړکې علمي بحثونه اوکتابونه مطالعه کړي، هغه کولای شي له عصري وسایلوڅخه لکه علمي کېسټي، په انټرنټ خپاره شوي دعلماوولیکني، بحثونه اوڅېړني مطالعه کړي اودعلماووتقریرونه واوري.
[size=24:de9899b316]دکتاب الله او سنت اتباع :[/size:de9899b316]
هر ورورچې دتغیراوبدلون تلاش کوي دهغه لپاره غوره مشال کتاب الله اونبوي سنت او دهمدغودوومشالونو په رڼاکې پوهه ده چې بایدورباندې ټېنګ واوسي، اودبدعاتوله خپروونکیو ناپوهوانسانانو څخه که څه هم اهل علم ته منسوب وي لېري واوسي اوداهل السنت والجماعت عقیده چې دنجات لاره ده خپله کړي، اوله هغه چا څخه دعقیدې اوعملي تغییر په لړکې پوهه لاس ته راوړي څوک چې په شرعي پوهه او تقواسره پېژندل شوي وي .
[size=24:de9899b316]جدیت او ټېنګار :[/size:de9899b316]
دتغیر اواصلاح په لړکې جدیت اوټېنګار اساسي غوښتنه ده ځکه چې مونږځیني وروڼه وینو چې په ظاهري بڼه کې خوپه ځینوفرعي غیرمهمومسایلو کې ډېرټېنګارکوي خوځیني اساسي اوضروري مفاهیم يې بالکل شاته غورځولي وي، دهغوی په وړاندې داصلاح مفهوم يوازې دظاهري څېرې بدلول اوځیني ځانګړي کړه وړه اوتګلاري وي چې زیات اساسي شرعي مفاهیم يې پرې اېښي وي .
ځکه خووایو چې مسلمان بایددتغییر په ډګرکې بایدټېنګ اوجدي وي اوخپل ټول کړه وړه او دژوندټول فردي اوټولنېز اړخونه داسلامي لارښوونوپه رڼاکې عیارکړي .
الله تعالی دموسی علیه السلام په هکله فرمايي :
وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلاً لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ (145) الأعراف
اومونږموسی علیه السلام علیه السلام ته په تختوکې دهرڅه په هکله نصېحت اودهرشي لپاره بشپړ بیان ولیکلو(اوبیامو ورته وویل چې)داتختې ټېنګي ونېسه .
عن الْعِرْبَاضَ بن سَارِيَةَ يقول قام فِينَا رسول اللَّهِ@ذَاتَ يَوْمٍ فَوَعَظَنَا مَوْعِظَةً بَلِيغَةً وَجِلَتْ منها الْقُلُوبُ وَذَرَفَتْ منها الْعُيُونُ فَقِيلَ يا رَسُولَ اللَّهِ وَعَظْتَنَا مَوْعِظَةَ مُوَدِّعٍ فَاعْهَدْ إِلَيْنَا بِعَهْدٍ فقال عَلَيْكُمْ بِتَقْوَى اللَّهِ وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ عَبْدًا حَبَشِيًّا وَسَتَرَوْنَ من بَعْدِي اخْتِلَافًا شَدِيدًا فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيينَ عَضُّوا عليها بِالنَّوَاجِذِ وَإِيَّاكُمْ وَالْأُمُورَ الْمُحْدَثَاتِ فإن كُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ (سنن ابن ماجة)
له عرباض بن ساریةرضي الله عنه څخه روایت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم یوه ورځ مونږ ته خطبه راکړه او داسې نصېحت يې راته وکړ چې زړونه مو ووېرېدل اوله سترګو مواوښکې وبهېدلې. چاورته وویل چې یارسول الله تاخو مونږ ته داسې نصېحت وکړلکه دتل لپاره چې رخصت راڅخه آخلې ته مونږ ته ځیني شیان په نښه کړه رسول الله صلد الله علیه وسلم وفرمایل: تاسودالله وېره خپله کړﺉ آورﺉ او منئ يې که څه هم په تاسي تورحبشي غلام حاکم شي اوله ماڅخه وروسته به زیات اختلافونه ووینئ په داسې وخت کي بیا تاسي زما په سنتونو اودخلفاء راشدینو په تګلاره ټېنګ شئ چاچې هدایت موندلی دی اوغاښونه ورباندې ټېنګ کړﺉ اوپه دین کې له نویوکارونو او طریقوڅخه ځانونه وساتئ ځکه چې هربدعت ګمراهي اوبېلاري ده .
دمسلمان څېره هم باید په دین باندې دټېنګښت څرګندویه وي چې اسراف اوتبذیر پکې نوي اوداښه خبره ده چې جامې يې صفا اومظهر يې ښکلی وي .
ددیني لارښوونو اتباع اودهغو په عمليکولوکې ټېنګښت بایددمسلمان په مجلسونواوناسته ولاړه کې څرګند وي چې هلته خونه لوبي اومسخرې وي اونه چغلخوري، غیبت اوبهتانونه وي بلکې دهغه مجلسونه اوخبري علمي، پوهنېزي اوګټوري وي ځیني داسې خوږې ټوکې چې محفل ته رونق وربښي اودوقار اوادب له چوکاټ څخه يې نه باسي څه پروانلري .
[size=24:de9899b316]د اولویاتو بدلول :[/size:de9899b316]
هغه څوک چې غواړي له اسلامي لارښوونو سره سم په ځان اوخپلوکړووړوکې تغیرراولي هغه ته لازمه ده چې داسلام له تګلاروسره سم خپلو ورځنیواولویاتوته تغیرورکړي کوم باطل او ناروا اولویات چې هغه مخکې لرل هغه پرېږدي اوپه ځای يې ګټورکړه وړه خپل کړي.
دمثال په توګه دسګرېټو اوچلم څکول، دنشه اي توکوداستعمال عادت، نورحرام عادتونه لکه زنا ، لواطت، اوموټ وهل اویاله پردیونجونو اوښځو سره ناروا اړیکې، دموسیقي آورېدل او دتلوېزیون یاکمپیوټرپه مخ دزهرجنوموادولیدل، لويې اوتکبر، په نوروپوري خندل اومسخرې کول، اودمېرمني اولوڼو بې حجابي، اودغېبت ، چغلخوري اودروغومجالس اوداسې نور شرعي محرمات باید په جدي توګه پرېږدي .
خپل ځان اوهغه څوک چې دده تررهنمايې اوسرپرستي لاندې وي په ښکاره اوپټه کې دالله تعالی اطاعت اوبندګي اوداسلامي حکمونومنلو اوعملي کولوته متوجه کړي، دقرآنکریم تلاوت اودپنځووختونولمونځونه په کلکه اداکړي ، دنېکانومجلسونوته حاضرشي اوخپل زیات وخت علمي اوګټوري مطالعې ته وقف کړي که داسې وکړي نوهغه درېښتوني تغیر مخلصانه ګامونه آخلي .
[size=24:de9899b316]دملګرو بدلول:[/size:de9899b316]
هر تغېرغوښتونکې دخپل مسیر په پیل کې بایدله بدانوملګریو اودفساد له خاوندانوسره خپلي اړیکې غوڅي کړي ځکه که هغه داسې ونکړي نودتغیر په ډګر کې رېښتونی اومخلص نه دی که څه هم له هغوی سره په منکراتوکې شریک نوي خوپه ګناه او فسادکې ورسره شریک ګڼل کېږي الله تعالی فرمايي
الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ (67) الزخرف
دوستان به دقیامت ځیني دځینو نورودښمنان وي له پرهېزګارانوڅخه پرته .
بل ځای فرمايي :
[color=cyan:de9899b316]وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا (27) يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (28) لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنْسَانِ خَذُولًا (29) سورة الفرقان[/color:de9899b316]
په کومه ورځ چې ظالمان به له خواشیني څخه په خپلولاسونوخولې لګوي وايي به چې کاشکې دپیغمبرملګرتیا موکړي وای، کاشکې فلانی مي په خپلوی نه وای نېولی زه يې وروسته له هغه بېلاري کړم چې ماته یادونه راغله اوشیطان دتل لپاره دانسان رسواکوونکی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يخالل (أبوداؤود والترمذي)
انسان دخپل دوست په خوی اوعادت باندې وي نوتاسي وګورﺉ چې له چاسره دوستي کوي.
له بدوخلکو سره ناسته ولاړه اوملګرتیا انسان بېرته تېر بدمرغه وخت ته بیايې ډېر ځوانان چې اصلاح شوي وي بېرته دمفسدو دوستانو په وسېله ګمراه شوي دي.
[size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316][size=12:de9899b316][/size:de9899b316]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more