د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلام او ملتپالنه

عبدالوكيل
16.05.2011

آیا اسلامپالنه او وطنپالنه سره د یوځای کیدو امکان لری ؟

زه به یی جواب په لاندی پوښتنی سره درکړم :
آیا د اسلام جامع او کامل دین ، د وطنپالنی او ملتپالنی پرضد دی ؟؟
آیا د اسلام په دین کی د ملتپالنی او وطنپالنی/ملتساتنی او وطنساتنی آرونه له پامه غورځول شوی ؟؟

نه هیڅکله داسی نه ده ، اسلام یوازینی هغه دین دی چی هم وطن ساتی ، هم ملت ساتی ، او تر هرڅه وړاندی د خلکو عقیده او ایمان هم ساتی .

اسلام د وطن ساتنی او ملت ساتنی یو داسی غوره دین دی چی هیڅ دین او مفکوره به د خپل ملت او خپلو خلکو د پالنی او ساتنی دومره خیال ونه ساتی لکه څومره چی یی اسلام ساتی .

د اسلامی شریعت مقاصد او اهداف په لاندی پنځو ټکو راخلاصه کیږی :

۱- د دین ساتنه :
د دین د ساتنی/پالنی له پاره الله جل جلاله موږ ته د خپل پیغمبر علیه السلام په ژبه په قرآن کی د ایمان او توحید او ټولو مومن به شیانو پوره تفصیل بیان کړی ، او انسان ته یی واضحه کړی چی څرنګه د خپل رب او خالق سره اړیکی او تعلق ټینګ کړی .

۲- د نفس ساتنه :
اسلام د انسانی ژوند د بقاء له پاره مونږ ته په خوراک ، څښاک ، لباس ، او مسکن امر کړی . او ددی له پاره چی د انسان ژوند ته هرنوع متوجه خطر له مینځه یوسی قصاص او دیت یی واجب کړی او د بی ګناه انسان د قتل څخه یی منع کړی .

۳- د عقل ساتنه :
د عقل ساتنی/پالنی ته د اسلام د توجه مثال دا دی چی د شرابو څښل حرام ګرځولی ، ځکه شراب یو داسی څیز دی انسان د عقل د زوال سره مخامخ کوی .

۴- د نسل ساتنه :
د نسل پالنی/ساتنی مثال په اسلام کی دا دی چی په نکاح کولو یی امر کړی ، او ددی له پاره چی انسانی نسل د بربادۍ څخه وژغورل شی زنا یی حرامه ګرځولی او په قاذف باندی یی د حد تطبیقولو امر کړی .

۵- د مال ساتنه :
د مال پالنی/ساتنی مثال دا دی چی په اسلام کی د حلال تجارت امر شوی ، ربا (سود) حرام ګرځول شوی ، د مالی معاملاتو په اړه تفصیلی احکام راغلی ، غلا حرامه ګرځول شوی ، سارق ته حد ټاکل شوی ، په تجارت کی د ټکۍ او خیانت څخه منع راغلی ، د یتیم مال خوړل ناروا ګرځول شوی ، د مال د دفاع په لړ کی که څوک ووژل شی شهید نومول شوی ، او نور.......

ایا تر دی به بل داسی ښه دین وی چی د ملتونو دین ، ژوند ، عقل ، نسل ، او مال وساتی ؟؟؟

د یادونی وړ بولم چی د پورتنی هر یو اصل په باره کی علماوو کرامو لوی لوی مستقل کتابونه لیکلی ، چی زما راوړی مثالونه یی په وړاندی د بحر د څاڅکی مثال لری .

امکان لری چی د اسلام یو حکم په یو وخت کی ګڼ شرعی مقاصد په خپله لمن کی وځایوی ، لکه د جهاد حکم ، چی په نتیجه کی یی هم دین ساتل کیږی ، هم پری انسانی ژوند بقا مومی ، او هم پری مال ساتل کیږی.
د مال څخه مقصد یوازی شخصی شتمنۍ نه دی ، بلکی ملی شتمنۍ هم په کی داخلیږی ، د ملی شتمنیو د ساتلو له پاره هم په اوسنی وخت کی جهاد یو داسی شرعی حکم دی چی هیڅ بله ملتپاله او وطنپاله مفکوره به ورسره په ښه توب کی سیالی ونکړی شی .

نو په لنډ ډول ویلی شو :

اسلام د ملتپالنی سره په ټکر کی نه دی ، دا د اسلام څخه زمونږ قاصر فهم دی چی اسلام د وطن او ملت د ګټو څخه غافل انګیرو او تنها د مذهب او عقیدی د څو اصولو په حد کی یی پیژنو .
که مونږ چیری په اسلامی احکامو کی ژوره مطالعه وکړو ، رامعلومه به شی چی اسلام یوازینی هغه دین دی چی نه یوازی د ملتونو عقیده او دین ساتی ، بلکی د هغوی د ژوندانه ، عقل (مفکوری) ، شخصی او ملی شتمنیو ، او نسل (ناموس) پالنی او ساتنی ته یی هم جدی توجه کړی .

نو هر کله چی اسلام یو داسی جامع دین شو ، نو بیا به زمونږ دا خبره څه معنی ولری چی د اسلامپالنی او ملتپالنی ترمنځ دی انسجام رامنځته شی ؟؟؟؟؟

ایا دا به زمونږ ناپوهی نه وی چی د اسلام د دومره جامع او کامل دین په لرلو سره بیا هم په غیرمستقیمه توګه ، اسلام د وطنپالنی یا ملتپالنی د اصل څخه غافل وګڼو ؟؟

[color=blue:fb80c27c96]هو! اسلام د هغی ملتپالنی پرضد دی چی د دین او عقیدی په بیه غوښتل کیږی چی مثالونه یی نږدی په همدی فورم کی پریمانه پیدا کولی شو .[/color:fb80c27c96]


و.افغان
16.05.2011

محترم عبد الوكيل صاحب: ډېر ښكلى ځواب مو وړاندې كړى دى.
من حيث التأصيل په كې نور څه د ويلو نه دي پاتې.
البته من حيث الواقع والتطبيق حال بل ډول دى.
هيله ده چې د واقع په اړخ هم رڼا واچوئ، له واقع څخه مي موخه دا نه ده چې دغه مقاصد او اهداف په څومره اندازه كې د تطبيق وړ دي، بلكه موخه مې دا ده چې د شرعي علم څښتنانو له خوا د دغو لوړو كلياتو په عملي كولو كې څومره مثبت او څومره منفي رول لوبول شوى دى؟؟ په عالم اسلام كې عموما، او په ګران وطن افغانستان كې خصوصا؟؟؟
له اسلام څخه د ځينو مسلمانانو او غير مسلمانو د غلط تصور سبب همدغلته پټ دى.
په درنښت


عبدالوكيل
16.05.2011

پورتنی پنځه ګونی مقاصد کولی شو په اوسنۍ عصری مصطلح په لاندی ګټه ګوریو وویشو :

اسلام د انسانی ټولنی په هر اړخیزی ساتنی باندی ټینګار کوی :
۱- د دینی او عقیدوی نګاه څخه انسانی ټولنه ساتی .
۲- د فکری نګاه څخه د انسانی ټولنی د ساتنی طرفدار دی .
۳- د اجتماعی نګاه څخه اسلام غواړی انسانی ټولنه وساتل شی .
۴- د کورنی نظام په برخه کی هم اسلام د انسانی ټولنی په ساتنی حریص دی .
۵- د اقتصادی نګاه څخه هم اسلام یوازینی هغه دین دی چی په ښه توګه انسانی ټولنه ساتلی شی .

خو هغه څوک چی نن ورځ د ملتپالنی او وطن پالنی چیغی وهی ، که شعارونو ته یی ځیر شو ، دوی یوازی د پنځه ګونو اسلامی شرعی مقاصدو څخه د یو مقصد د ترلاسه کولو له پاره کوښښونه کوی ، چی هغه د اقتصادی نګاه نه د ملت ساتنه او پالنه ده .
په داسی حال کی چی نه ورسره د دین د ساتنی غم شته ، نه په فکری ډګر د ملت د پالنی پرواګیر دی ، او نه د کورنی نظام د ساتلو په غم دی ، او نه د اجتماعی نظام د پالنی پروا ساتی .

(وهاج صیب زما او ستا لیکنی په یو وخت کی انټر شوی ، ستاسی جواب ته به وروسته راشو .)


chaparharay
16.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عبدالوکیل صیب ښه ځوابونه ویلي او زه ورباندي تبصیره ځکه نه کوم چي ښه
بحث روان دي او ګډوډ به شي، په دي ټول افغان فورم کي دا یو عادت بد دی
چي یو لیکوال په څو نومونو راجستر وي خو چاته معلوم نه وي نو په یو نوم
لیکنه وکړي او په بل نوم يي تأیید کړي الله دي وکړي دلته ځما شک غلط شي.
بیا هم بلاتبصیره وایم چي دعبدالوکیل صیب ځوابونه ځما دزړه اواز دي.
ستاسو چپرهاری


م . ق
16.05.2011

وعلیکم السلام محترم عبد الوکیل صاحب،
تاسو لیکلي:
[quote:1ddb1011fe]ډیره ښه پوښتنه مو کړی ، چی آیا اسلامپالنه او وطنپالنه سره د یوځای کیدو امکان لری ؟[/quote:1ddb1011fe]
نه صاحبه ما دا رنګه پوښتنه نه ده کړې هیله ده یوځل بیا موضوع ته رجوع وکړه او د موضوع په قعر ځان پوه کړه.
تاسو دا حق نه لرﺉ چې د خپل ځانه زما پوښتنې ته یوه توجیه ورکړﺉ که پرې پوه شوې نه یاست نو خیر دې بیاهم پوښتنه کولاﺉ شئ خو د خپل فکر په مدار یې مه اړوﺉ.
بیا مو لیکلې:

[quote:1ddb1011fe]آیا د اسلام جامع او کامل دین ، د وطنپالنی او ملتپالنی پرضد دی ؟؟
آیا د اسلام په دین کی د ملتپالنی او وطنپالنی/ملتساتنی او وطنساتنی آرونه له پامه غورځول شوی ؟؟[/quote:1ddb1011fe]
نه هیڅکله نه، ما دا نه دې پوښتلې او نه زما د موضوع محتوی دغه سوالونه په خپله احاطه کې راولي.
دا سوالونه دې پدې ځاﺉ کې مطرح او پرځاﺉ نه دي ځکه چې زما د لیکنې څخه دې صحیح مفهوم او معنی نه ده اغیستې ځکه ته خپل ذهنیت دې ته مجبور کړی یې چې خپل سوچ د نشنلزم او اسلام امتزاج طرف ته بوځي.
او زما منظور هیڅکله د نشنلزم او اسلام امتزاج یا ترکیب نه دې، دا سوچ به د یو متعصب تنګ نظري او لنډفکري په دماغو کې چکري وهي.
که د چا ذهن دومره ظرفیت، استعداد وسعت او عمق نه لري چې اصلي موضوع درک کړي او قعر ته ېې کوز شي نو هسې دې ځان نه تکلیفوي او خپل دماغ دې نه خوري ځکه دا موضوع ډیر عمیق فکر او فراست ته اړتیا لري. او یواځي هغه څوک یې صحیح شننه کولې شي چې فکر او نظر یی صرف په یوه زاویه کې د یوې عینکو څخه هرڅه نه ګوري او ټول فکر یې صرف په یو مدار کې چکر نه وهي.

بیا مو هسې ځان زحمت کړی او د موضوع نه بهر وتلي یاست:
[quote:1ddb1011fe]د اسلامی شریعت مقاصد او اهداف په لاندی پنځو ټکو راخلاصه کیږی :

۱- د دین ساتنه :
د دین د ساتنی/پالنی له پاره الله جل جلاله موږ ته د خپل پیغمبر علیه السلام په ژبه په قرآن کی د ایمان او توحید او ټولو مومن به شیانو پوره تفصیل بیان کړی ، او انسان ته یی واضحه کړی چی څرنګه د خپل رب او خالق سره اړیکی او تعلق ټینګ کړی .

۲- د نفس ساتنه :
اسلام د انسانی ژوند د بقاء له پاره مونږ ته په خوراک ، څښاک ، لباس ، او مسکن امر کړی . او ددی له پاره چی د انسان ژوند ته هرنوع متوجه خطر له مینځه یوسی قصاص او دیت یی واجب کړی او د بی ګناه انسان د قتل څخه یی منع کړی .

۳- د عقل ساتنه :
د عقل ساتنی/پالنی ته د اسلام د توجه مثال دا دی چی د شرابو څښل حرام ګرځولی ، ځکه شراب یو داسی څیز دی انسان د عقل د زوال سره مخامخ کوی .

۴- د نسل ساتنه :
د نسل پالنی/ساتنی مثال په اسلام کی دا دی چی په نکاح کولو یی امر کړی ، او ددی له پاره چی انسانی نسل د بربادۍ څخه وژغورل شی زنا یی حرامه ګرځولی او په قاذف باندی یی د حد تطبیقولو امر کړی .

۵- د مال ساتنه :
د مال پالنی/ساتنی مثال دا دی چی په اسلام کی د حلال تجارت امر شوی ، ربا (سود) حرام ګرځول شوی ، د مالی معاملاتو په اړه تفصیلی احکام راغلی ، غلا حرامه ګرځول شوی ، سارق ته حد ټاکل شوی ، په تجارت کی د ټکۍ او خیانت څخه منع راغلی ، د یتیم مال خوړل ناروا ګرځول شوی ، د مال د دفاع په لړ کی که څوک ووژل شی شهید نومول شوی ، او نور.......

ایا تر دی به بل داسی ښه دین وی چی د ملتونو دین ، ژوند ، عقل ، نسل ، او مال وساتی ؟؟؟

د یادونی وړ بولم چی د پورتنی هر یو اصل په باره کی علماوو کرامو لوی لوی مستقل کتابونه لیکلی ، چی زما راوړی مثالونه یی په وړاندی د بحر د څاڅکی مثال لری .

امکان لری چی د اسلام یو حکم په یو وخت کی ګڼ شرعی مقاصد په خپله لمن کی وځایوی ، لکه د جهاد حکم ، چی په نتیجه کی یی هم دین ساتل کیږی ، هم پری انسانی ژوند بقا مومی ، او هم پری مال ساتل کیږی.
د مال څخه مقصد یوازی شخصی شتمنۍ نه دی ، بلکی ملی شتمنۍ هم په کی داخلیږی ، د ملی شتمنیو د ساتلو له پاره هم په اوسنی وخت کی جهاد یو داسی شرعی حکم دی چی هیڅ بله ملتپاله او وطنپاله مفکوره به ورسره په ښه توب کی سیالی ونکړی شی .

نو په لنډ ډول ویلی شو :

اسلام د ملتپالنی سره په ټکر کی نه دی ، دا د اسلام څخه زمونږ قاصر فهم دی چی اسلام د وطن او ملت د ګټو څخه غافل انګیرو او تنها د مذهب او عقیدی د څو اصولو په حد کی یی پیژنو . [/quote:1ddb1011fe]
دا ټولي خبري د موضوع سره هیڅ تړاو او ارتباط نه لري. زمونږ د موضوع د بحث مرکزي نکته او مرکزي خیال د شریعت اصول، مقاصد یا اهداف تشریح کول نه دي، نه مونږ ټولنه څیړو نه د اسلام او نشنلرم تر مینځ مقارنه کوو او نه د اسلام او نشنلزم په مینځ کې مطابقت څیړو.
هیله ده د بې ځایه طوالت او په لرو لرو پولو ګرځیدلو په ځاﺉ د بحث او موضوع مرکزي نکتې ته راشو.
ربی زدنی علما
په درنښت
ورور مو ننګرهاري


عبدالوكيل
16.05.2011

قرآنی صیب که تاسی هم د دومره طوالت پرځای خپله پوښتنه لږ تشریح کړی وی نو زه او لوستونکی به یی هم ستا په وینا قعر ته کوز شوی وو .

هیله ده د پوښتنی قعر ته می کوز کړی .
ځکه کیدی شی دا امکان ولری چی زه ستاسی د پوښتنی قعر ته کوز شوی یم ، خو تاسی زما د جواب قعر ته نه یاست کوز شوی .

په خورا درناوی

[color=brown:ba3af68930]یادونه: چپرهاری صیب بحث به هم پرمخ وړو ، او جانبی شکونو او شبهاتو ته به هم جواب وایو .
که زه ستاسی د خبرو په مطلب پوه شوی یم ، نو باید ووایم چی باور وکړه چی زه او وهاج صیب بیل بیل اشخاص یو . وهاج صیب د نږدی څخه پیژنم ، او آن د وړوکوالی څخه سره پیژنو ، که څه هم زه ورسره په سیاسی موضوعاتو کی همنظری نه یم ، خو زه یی استعداد ، علم ، پوهی ، او درنی علمی کورنۍ ته ډیر احترام لرم .
خو دا چی زه دی وهاج یم یا دی وهاج صیب زه یم ، حقیقت نه لری .[/color:ba3af68930]


م . ق
16.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله
په لنډه او باریکه توګه:
اسلامي سیاست څنګه د افغانانو سیاسي ګټې د ایران پاکستان یا سعودي په وړاندې خوندي ساتلې شي کله چې ددې ملتونو سیاسي ګټې په تضاد کې وي؟؟؟؟؟؟ :)
په درنښت او مننه
ورور مو ننګرهاري


م . ق
16.05.2011

دا د قعر لفظ به ما دومره نه وي تکرار کړې لکه څومره چې تاسو تکرار کړې، فکر کوم دا به د فصاحت او بلاغت مخالف وي او مختصرالمعاني یا دروس البلاغه به یې اجازه نه ورکوي.
ولکم منا جزیل الشکر


و.افغان
16.05.2011

محترمو او معززو ورونو!
يو ځل بيا سلامونه او نېكې هيلې تاسې ټولو ته وړاندې كوم.
السلام عليكم.
د محترم ننګرهاري په موخه پوه شوم، خو زمونږ ګران ورور عبد الوكيل صاحب هم لرې
نه دى تللى، او خبرې يې بې ګټې نه دي.

محترم ننګرهاري د اوسنيو معلوم الحدودو دولتونو په اساس رامنځته شوي هويت ته اشاره كوي،
او ددغه هويت په اساس وطنپالنه او ملتپالنه د بحث لاندې نيول غواړي، چې څومره له
اسلام سره په ټكر كې ده، او څومره اندازه دواړه سره پرته له كومې ستونځې يعنې پرته له دې چې اسلامي احكام زيانمن شي؛ اوسيدلى شي.؟؟؟؟!!!!
څه وخت وړاندې ما په ورته موضوع يو څه ليكلي هم وو؛ چې بيا يو غوبل په كې جوړ شو.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6009&highlight=%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A+%D9%81%D9%82%D9%87
_______________
معزز ورور عبد الوكيل صاحب:
دا خو انصاف نه دى، چې ما پېژنې، او ماته ځان نه معرفي كوي. :?
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more