نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ددریو ماشومانو وژل کیدل ددریو ورځو په اوږدو کې
موفق افغان
17.05.2011
[color=darkblue:41a8e408bb]ددریو ماشومانو وژل کیدل ددریو ورځو په اوږدو کې تصادفي کار دی او که دنیواکګرو پلان شوی اجرامی عمل[/color:41a8e408bb]
دتیرو دریو ورځو په اوږدو کې لږ تر لږه دری ماشومان دنیواکګرو په ګولیو په شهادت ورسیدل او له دریو زیات هم ټپیان شول. دتیرې جمعې په ورځ یو ماشوم په کنړ ولایت کې چې دلرګیو په راټولولو بوخت وو دنیواکګرو لخوا په نښه شو او ووژل شو. لدې مخکې یوه وړه نجلۍ دپولیسو له یوه افسر سره یوځای دننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې او په سبا یې یو بل طفل دهمدې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې دصلیبي ګولیو خوراک شول. دیادونې وړ ده چې دا ټولې وژنې په مشرقي ولایاتو کې پیښې شوې او دا وژنې له جنوبي ولایاتو څخه مشرقی ولایاتو ته دماشوم وژنې دتکتیک دغزیدو ښکارندوی دی.
دداسې زړه دردوونکو پیښو تکرار لکه دماشومانو، ښځو او بوډاګانو وژل دامریکا او نیواکګرو له نویو تکتیکونو څخه دي. نیواکګر غواړی ددې بې وزله او بې ګناه ملکی کسانو په وژلو سره دسیمې خلک دطالب مجاهدینو له ملاتړ څخه راوګرځوي.
دوه میاشتې مخکې صلیبیانو په ورته پیښه کې له لسو څخه زیات ماشومان دهلمند ولایت په یوه کلي کې ووژل. دصلیبی نیواکګرو بولندوی په یوه خبري ناسته کې ددې اطفالو قاتلین ددوی خپل پلرونه وښودل او ویې ویل چې دوی څپل اولادونه دبهرنیو ځواکونو دبدنامولو لپاره ووژل تر څو خلکو ته وښیي چې بهرني ځواکنه بې ګناه ماشومان وژني.
دافغانستان دنیواک له پیله دماشومانو دوژلو لړې روانه ده او کله کله هم دصلیبي ځواکونو لخوا بخښنه او معذرت هم ورسره ملګری وي او څو ځله داسې هم پیښه شوی چې داطفالو دوژلو دڅیړنې کمیسیونونه هم ټاکل شوی چې دکلونو په تیریدو سره تر اوسه ددې کمیسیونونو راپورونه اعلان شوي هم ندي. له بلې خوا دامریکا لاسپوڅي کرزی یوازې دتمساح په شان ددروغجنو اوښکو په تویولو سره کولي دي چې څوڅو ځله خپل احتجاج خپلو بادارانو ته وړاندې کړي.
پدې لنډه موده کې ددومره بیګناه ماشومانو وژل په دې دلیل دی چې دصلیبي نیواکګرو لخوا دماشومانو او ښځو وژل دیوه منظم پلان له مخې ترسره کیږي. دا قضیه څو څو ځله دمجاهدینو لخوا راپورته شوې چې دبشر دحقوقو او ماشومانو دحقوق ادارو سترګې ورباندې پټې کړې دي.
سره لدې تراوسه داسې نده پیښه شوې چې ښځې او ماشومان دې مجاهدینو هدف ګرځولي وي مګر تل دملګرو ملتونو او نادولتی موسسو ترنامه لاندې صلیبی ادارو مجاهدین دملکیانو په وژلو تورن کړي، اما دصلیبیانو لخوا پدې بربنډو وژنو دې موسساتو او ادارو سترګې پټې کړې او هیڅکله هم دهغې په هکله دبیان خوله نه خلاصوي.
دیادونې وړده چې دافغانستان اسلامي امارت څو څو ځله دملګرو ملتونو په شمول له بیلابیلو خواوو غوښته کړې ترڅو یو مستقل کمیسیون دملکی خلکو دوژنو دڅیړنو لپاره وټاکي ترڅو روښانه شي چې کومه ډله او څوک دا جنایات ترسره کوي ولې لکه څنګه چې دوی پوهیږي چې دملکي کسانو او ماشومانو وژل دصلیبیانو له جنګي تکتیکونو څخه دي نه یوازی دا چې دامارت غوښتنې ته ددې ادارو له خوا پام ندی شو بلکه مجاهدین تل ددوی لخوا دبشر دحقوقو ماتوونکي او دملکي خلکو وژونکي بلل شوي چې هیڅ دلیل هم پدې هکله په لاس کې نلري.