د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د څو ښځو سره واده(شرطونه)؟

حلیم
16.05.2011

سلام علیکم ور رحمت الله
زموږ ټولنه او په تیره بیا عربی ټولنه کی نارینه د څو ښځو سره واده کوی، پداسی حال کی چی هره مشره ښځه د نوی واده سره د خپل وس سره سم مخالفت کوی، پدی کار سره یی اجتماعی موقف تیټیږی او ځان کم احساسوی.

خو زه ډیر ملایان هم وینم چی له عوامو نه دوی پدی کار ډیر روږدی دی. چی کله تری پوښتم او د عدالت یادونه ورته کوم؛ زیات لدوی نه بیا دا وایی چی عدالت دلته د نفقی، لباس، او د نوبت څخه مطلوب دی.

مګر نن که د ژوندانه اصل ته وګورو، ډوډی، لباس، او یا بل څه د ژوند یو فرعی جز بلل کیږی. تر ټولو مهم اصل چی هر ځوان او پیغله یی د ځان لپاره خوښوی او کلونه کلونه پری کار کوی هغه د اجتماعی موقف او عزت لاسته راوړل دی.
نو
کله چی د ښځی اجتماعی موقف د دوهمی ښځی (بنی) په راوستو سره له منځه ځی، یا د هغه د ژوند خواږه تری اخیستل کیږی،

بیا ولی نارینه خپل ځانته دا حق ورکوی چی دوه دری څلور ښځی وکړی؟

ایا دا خلک به ددی ښځو د ژوند د خرابیدو پخاطر ګنهګار نه وی؟

ایا دا به د ښځی استعمال د وسیلی په توګه نه وی؟ - که کوم تفاوت شته؟


وزیري
17.05.2011

السلام علیکم:

حلیم جانه! اسلام مبارک دین جامعی ته په کتلو سره نه چلیږی بلکی جامعه به د اسلام دین ته ګوری او ځان به جوړوی.
دا نو اوس د خلکو/جامعی مشکل ده چی په دی کار سره ددوی موقف پری خرابیږی.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نهه یا دولس بیبیانی وی. که داسی موقفونه په دی کارو خرابیدی نو کله رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی ظلم کاوه. نو دا ظلم همدی جامعو په خپلو ځانونو کړیدی. څوک چی د اسلام مبارک دین احکام په نظر کی نه نیسی او خپلسری کارونه کوی نو همدی ته مونږه شرمنده، خوار او ذلیله وایو.
دا حق نرانو ته الله جل جلاله ورکړیدی چی څلور ښځی دی وکړی. مونږه ځان ته نه دی ثابت کړی او الله جل جلاله د انسانانو په موقف ډیر ښه پوهیږی خو مونږه په خپله په خپل موقف نه پوهیږو.
پاتی شوه د عدالت خبره نو ریښتیا چی عدالت په ښځو کی د نفقی، لباس او د نوبت څخه مطلوب دی. خاوند باید کوشش وکړی چی ددوی په حقوقو کی عادله واوسی او د زړه مینه خو نه کنترول کیږی حتی الله جل جلا له هم په قرآن کی ویلی دی تاسی د زړه په مینه کی عدالت نشی کولای سره له دی که په دی کار باندی حرص هم وکړی:
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِنْ تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا

والسلام


chaparharay
17.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ما هم پرون دا پوښتنه ولوستله خو ځواب مي ځکه ونه لیکلو چي د پوښتونکي
په موخه نه وم خبر ان شاءالله چي دا وروربه ښه اومومن سړي وي مونږ يي همداسي ګڼو نوريي په حال الله ښه عالم دي.
دا خبره لکه وزیري صیب چي یاده کړي او خبره يي پوره کړي چي الله مونږته دا حق راکړي او الله ځمونږ په خیر وشر ښه پوهیږي خو بیا دامونږ پوري
اړه لري چي دالله راښودلي لاره باندي ځانونه برابروو اوکه نه یعني عدل کوو اوکه نه
خو ما بیا فکر کاوه چي دا موضوع کوم داسي سړي رامنځ ته کړي چي ددي لیکني
نه غلط مقصد لري او پدي سره په اسلام باندي هغه اعتراض چي غیرمسلم خاصکر
کمونستانو به کاوو اوکوي يي رامنځ ته کړي اوس دي الله وکړي چي د حلیم صیب
زړه ته ولیدلي وي او د وزیري صیب خبره مکمله ده که بل کوم ورور تبصیره
کوي نو فقط عبارت به يي تغیر وي نور پکي څه نشي زیات وکم کولي خو که پدي
ځواب سره هم حلیم صیب مطمئین نشو نو بیا به يي هدف ځان پوهونه نه وي.
د نورو ورورنو نه هم دا غواړم چي نوره خبره بل خوا را نه کاږي او حلیم صیب هم باید پري اکتفا وکړي .
والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ستاسو چپرهاری


حلیم
17.05.2011

له وروڼو هر یو وزیری او چپرهاری صیب څخه په مننه
وزیری صیب، ستاسو ځواب ماته بیخی نوی فکر او نوی احساس راکړ، الله مو تل بریالی او سوکاله لره.
ستاسو څخه یوه بله خبره هم پوښتم او هغه داچی که یو نارینه دوهمه یا دریمه یا هم څلورمه ښځه کوی ددی پخوانیو ښځو نظر اخیستل او یا د هغوی سره مشوره کول هم ځای لری کنه؟
که ښکاره یی ووایم: کچیری لمړی ښځه د بنی (دوهمی ښځی) د راوستو سره مخالفت وکړی ایا میړه کولای شی دوهم واده وکړی؟

چپرهاری صیب، زه غواړم یوازی خپل فکر او هغه پروپاګندا چی د مغرضو مسلمانو یا غیر مسلمانو لخوا زما تر غوږو را رسیدلی سپیناوی وکړم او خپل ځان ته د اسلام په واقعیت سره قناعت ورکړم.

کیدای شی زما ډیری پوښتنی به په راتلونکی کی د قران د تفسیر او د قران د اعجاز په هکله وی نو له ټولو مخلصو دوستانو څخه هیله لرم چی زما پوښتنی د هر نوع چټیاتو څخه پاکی او یوازی د حقانیت د پلټلو او پیژندلو لپاره وګڼی.

درنښت


وزیري
18.05.2011

السلام علیکم:

محترم حلیم صاحب، الله جل جلاله چی په کوم آیت کریمه کی نارینه ته د څلورو ښځو اجازت ورکړیدی داسی څه په دی آیت کریمه کی نه ترسترګو کیږی چی له اولی ښځی نه دی پوښتنه کول او یا اجازه اخستل شرط وی. په دی آیت کریمه کی یواځی و دیته اشاره شته چی باید عدل او انصاف نه کار واخستل شی او بس.
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا. (سورة النساء، ایت: ۳)

لکه څرنګه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث د قرآن عظیم الشان لپاره بهترین تفسیر ده نو په احادیثو د رسول الله صلی الله علیه وسلم کی هم داسی څه نه لیدل کیږی چی د ښځی رضایت دی په کی شرط ګڼل شوی وی.

د دیوبند مدرسی فتوی هم په همدی محور څرخی:
سوال:
قرآن و حدیث کی روشنی میں بتائیں کہ کیا دوسرا نکاح کرنے کے لیے پہلی بیوی سے اجازت لینی پڑتی ہے؟
May 09, 2010
Answer: 22089
فتوی(د): 713=555-5/1431

جواب: بیوی سے اجازت لینا ضروری نہیں۔ ایک سے زائد چار تک نکاح بیک وقت کرنامرد کا ذاتی شرعی حق شرائط کے ساتھ ہے، ان شرائط میں پہلی بیوی کی اجازت مذکور نہیں۔ البتہ دیگر شرائط کا ملحوظ رکھنا مرد کے لیے ضروری ہے۔
واللہ تعالیٰ اعلم
دارالافتاء، دارالعلوم دیوبند

هو! یو شی علماؤ لیکلی دی چی که یو نارینه له یوی ښځی سره ددی شرط په منلو واده کړی وی چی زه به بله ښځه نه کوم، نو په دی حالت کی په نارینه باندی دا لازمه ده چی خپل عهد او وعده چی له ښځی سره یی کړیده سرته ورسوی.
په بخاری شریف کی یو حدیث هم شته ده چی وایی: ارزشترین شرط د نارینه لپاره چی باید پوره یی کړی هغه شرط ده چی د ښځی اندام مخصوصه ورته پری حلالیږی.

والسلام



ع کريم حليمي
18.05.2011

ډېر دروند او محترم حلیم ، او د لوړ وقار لیکوالو او لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

محترم حلیم صاحب ، واده کول یو اخلاقي کود (code ) او طبیعي مجبوریت دی
په هره ټولنه ، مذهب کښی د واده کولو اخلاقي مقررات سته ، د میلیونو کاله راپدېخوا د ځمکي پر مخ هیڅ یو دین او مذهب د واده کولو فعل ته قید ندي ور اچولی ، یعني په هر مذهب کښی په هر تعداد ودونو ته اجازه سته
تنها او تنها د اسلام دین دی چه د ډېرو ودونو مخنیوی ئې کړیدی

درنښت


حلیم
19.05.2011

ښاغلو وزیری او حلیمی صیب مننه
پدی اړه می د شیخ دیدات خبری هم په یوټیوب کی اوریدلی دی چی وایی:
هیڅ دین د ښځو تعدد په یوی پوری ندی تړلی او اسلام دی چی د ډیرو ښځو لپاره یی شرط (عدالت) ټاکلی دی.
http://www.youtube.com/watch?v=iCxZ2hsIlvQ
په 3:30 کی لیدلی شی.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more