د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان يو وزر لري !


ع کريم حليمي
03.07.2004

درنو افغانانو سلام و رحمته الله ٠ خدای دي وکړي چه جوړ ورغ او خوشحاله اوسۍ ٠
هر انسان غواړي چه پورته سي ٠ چه تر نن سبا ښه ږوند ولري ٠ په فردي ډول ډېر افغان تر پرون ښه ژوند لری ، لرم
او په ټولنيز ډول مو تر پرون ږوند ډېر خراب او توراب دې ٠
ماپخپله که دجنګ او هجرت حال نه دۍ ليدلۍ خو داسي قصې مي او ريدلي او ليدلي دي د خلکو ٠
چه په پاکستان او ايران کي به ئی خيراتونه ايښول او نفلونه به ئی کول که خدای تر يورپه زه او او ﻻدونه و رسولو
او په طياره کي چه به ناست وه هم به ئی زړه ته نه لويدل چه دابه زه يم ٠ کله چه تر اېرپورټ به راتېر سو نو زړه ته
ئې به ولوېدل چه راورسېدلم ٠ داحال ټوله تيرسو ٠ او اوس په موږ کي داسي حال دې چه په امريکا کي په سلو کي 35 ميليونران دې ٠ او فکر کوم چه په يورپ کي به هم دغسي وي ٠
هر څه مو پيدا کړه ٠ او هغه خدای ته زازۍ او جګۍ مو ټوله هيري سوې ٠
نن زه ستا سو کره يو ميلمه در استوم چه ستاسو سره په يوه مکتب يوه کلي،کوڅه کي لوی سوۍ دې ٠
دادې ستاسو د کور زنګ ئې در وواهه او ته ورته راووتلې ٠
ته په چورت کي ورته ورک سوې ٠ رنک ئې ژړ دې ، ډنګر مخ ،لوېدلي تور سترګي ، زوړ چمپل ، خيرن کالي
خيرنه صدرۍ،خيرن سر ،او پر ﻻسو ئې پوست وچکلګ او داسي په عاجزي ئې درته وويل سلامالېکم ٠
او دستي مو سترګو ته هغه دپېښور کرمۍ ،دوړي،مچان،پوليس،تاڼه، سرحد رېکشه، دخټوکور،مردارلښتي ،
دربدري درپياد سوه ٠
اوس نو څه کوې ٠ او يورپۍ همسايه دي را و وتلۍ ٠ د ته ګوري او حريان تللۍ دې ٠ ايز هي يووړ بردر ٠
نو ته اوس حېران تللۍ يی چه ځانته وکورې درېشۍ ، کالر ته خپل ٠ستا او دده دومره فرق لکه مځکه او اسمان
ښه خېر٠
ايا زموږ خپل دغه وړونه هېر نه دي ٠ او خپل ځانونه مو ځيني ګوښه کړي نه دي ٠
ايا په يوه وز مو پرې نه ښودل ٠ چه هيڅ وخت پورته نسي او مخته به ولاړ نسي !
ګرانو لوستونکو ٠ طياره نسي پورته کيدای تر څو دوه وزه ونلري
د يولاسه ټک نخيږي ٠
انسان (يونفر) ږوند نسي کولای
او يوازي ليکني هيڅ نفعه نه لري ٠ چه ټول افغانان ليکوالان سي زموږ ملک به بيا هم دربدره وي ٠
ولي چه پټه خزانه دا اثباته وي چه افغانان د ډيره وخته ليکوالان لري ٠ خو داسي څوک نسته چه د ليکوالو
ليکنه ولولي ٠ او دعمل کالي په واغوندي ٠ نو چه په ملت کي داسي څوک نسته ٠ چه د صاحب نظرو خلکو
و نظر ته عملي کار وکړي نو په حکومت کي خو ولاکه هم سړی پيداسي ٠ ولي چه حکومت هم له دغو خلکو جوړ دې ٠
خو ليکنه هغه وخت پايده لري چه خلګ ئې ولولي اوعملي کالي په واغوندي مثلأ
کله چه يو اخبار وليکي چه په ښار کي د هغو خلکو تعداد زياتسوۍ چه د ماښام ډوډۍ نه لري ٠ نو کله چه خلکو اخبار ولوستلۍ داسي يو څو خلک پيداسي ٠ او سبا په اخبار کي اعلان ورکړي٠
چه ټوله رستو رانونه دي خبر وي ٠ چه فلانۍ خيره مؤسسه چوړه سوې ده٠ او غواړي چه درستورانو څه سړې ډوډۍ را ټولي کړي دغه 13245836 نمرې ته دي حال را کړي ٠ اوهر هغه څوک چه د ماښام ډوډۍ نه لري دغه 98652نمبر تليفون ته دي تليفون وکړي ٠ چه ډوډۍ در واستوو ٠
دغه اخبارونه او ليکني نو دملت په راپورته کيدو کي پايده لري ٠ چه ليکوال يو وزر دې او هغه څوک چه دعمل کالي په اغوندي هغه ئی بل وزر دې نو فرواز کيږي ٠
او که خلګ يوازي ليکني کوي چه خلګ ئې دلولي او بس ٠ نوليکل او نه ليک يو ښئ دې
ستاسو د نظر اوتبصرې ،عمل په انتظار (بسمه تعالی ٠[color=blue:3fbb49ebf4] قم فأنذر)[/color:3fbb49ebf4]
يأ يهاالذين امنوا اتقواالله و قولو قولأ سديدا ٠ احزاب 71 ((اول وزر (کلکي خبري به کوو چه خدای مو عمل رااصلاح کوي )او عفوه راته کوي ))
وعملواالصلحت ان لهم جنت دوهم وزر ښه عمل دې چه وئې کړو ٠ نوجنت واجب دې چه ورځوبه ٠ تر خدای رشتيا ګويه نسته

حليمي


Azad Nazer
04.07.2004

حليمي صېب ، لومړې سلام !
بيا په عاجزۍ کلام
تاسو ليکلي :

:arrow: ((اول وزر (کلکي خبري به کوو چه خدای مو عمل رااصلاح کوي )او عفوه راته کوي ))
:!:
تاسوهسې تودې لوټې رالاندی باسۍ ، اوزماغوندی سړې خوبه بې وخته په چا دلدول کړۍ ٠ کاشکې چې بيا مې دومره زړه هم درلودای چې دهګۍ له ډزه خو نه بېخوده کېدای ٠ دالاڅه کوې چې په زغړده وينا دډېرو دسترګو خلې يم اوډېرو راته قسمونه خوړلي چې بې مرګه به مې نه پرېږدي ٠ په هرچم ، له موضوع به لرې نه ځم او ستاسو دپورتنۍ خبرې په ډاډ به تر هر څه وړاندې ستاسو پاملرنه (( املا اوانشأ )) ته راوګرځوم ترڅو زما غوندی زده کوونکې وکولای شي ستاسو غوندی تکړه استاذ څخه يونيم ټکې زده کړای شي ٠

تاسو بيا لطف کړې :
<< هر انسان غواړي چه پورته سي ٠ چه تر نن سبا ښه ږوند ولري ٠ په فردي ډول ډېر افغان تر پرون ښه ژوند لری ، لرم >>

هو ، ځينې به پيسې لري او ښه ژوند به هم لري خو خدای پوهيږي چې ټولنيز احساس به يې څنګه وي ځکه چې په امريکا کی دوه ډوله افغاني پانګوال اوسيږي :
الف ) هغه افغاني پانګوال ياماړه خلک چې په خپل زيار او خولو يې پيسې ګټلي
ب ) د هغو ډلو استازي چې افغان اولس اودهغوی ملي زېرمې يې لوټ کړي او دلته يې پرې تجارتي مرکزونه جوړ کړي ٠

په عمومي توګه په دواړه ډوله پانګوالو کی ټولنپال فکرونه نه موندل کيږي ٠ ددې ترڅنګه يوه دريمه افغاني ډله ده چې دهرڅه په هکله فکر کوي ٠ هغوی دځان ، دبل ، د خپلې ټولنې ، د کلتور، فر هنګ او نورو ټولنيزو مسايلو په هکله رغوونکي نظرونه لري ، خو له بده مرغه عيني شرايط دوی د منظم غورځنګ او عمل څخه ګوښه ساتي ٠ دبېلګې په توګه داسې افغانان شته چې دخپل پلرني چاپېريال دهراړخيزګټور بدلون لپاره فوق العاده فکري ځواک لري مګر دعملي پروسې دچلولو وسايل اوامکانات نه لري ٠

<<او يوازي ليکني هيڅ نفعه نه لري ٠ چه ټول افغانان ليکوالان سي زموږ ملک به بيا هم دربدره وي ٠ >>

زه ستاسو په خبرو او احساس پوهېږم اودقدراومنلووړدي اورښتيا چې په بې عمله ليکنو به سم د لاسه ډېر څه ونه شي خوبې ګټې هم نه دي ځکه چې که ليکنې اوليکوالان نه وای مونږ به په قراني اياتونو ، احاديثو ، تفاسيرو ، په تاريخ ، جغرافيه ، الجبر ، طب او قضايي مسايلو به څنګه پوهېدای ؟ امير کروړاو بېټ نيکه به مو په څه پېژندل ؟
همدارنګه به زمونږ راتلونکې نسل څنګه خبريږي چې دهغوی پلرونه اونيکونه څوک وو ، څه يې کوول ، څه يې غوښتل ، څه يې کړي او کومې ستونځې يې درلودې ؟ هغوی به د پرمختګ الهام او پيغام له څه نه اخلي ؟
داد افغانانو لويه بدبختي ده چې ټول ليکوالان او باسواده نه دي اوکه چېرې ليکوالان او باسواده وای نو نن به ددوی دغه بدبخته ژوند نه وو ، په افراطي اوجاهل فکر به نه روزل کېدل ٠
دهرې ليکنې دتأثير کړۍ بېلې خو يو له بل سره تړلی وي ٠ يو شاعريواځې دمينې چاپېريال نه جوړوي بلکه دټولنيز ژوند په هره برخه کې ګامونه اخلي لکه مذهب ، اقتصاد ، سياست اوکلتور٠
زه يقين لرم چې که ټول افغانان ليکوالان وای ، نن به افغانستان د نړۍ دملتونو ترمنځ لوړمقام درلودای ، افغانستان به په کيفي لحاظ دنړيوالو په وړاندې لکه مالديف يونمونه ملت وای ، بې شمېره تعليمي ادارې به يې درلودای ، په نړۍ وال کچ څېړنيز علمي مؤسسات او کادرونه به يې درلودای ، دعلم اوفرهنګ مرکزونه به يې درلودای ، لويې لويې کتابخونې به يې درلودای او ټول به په دې پوهېدای چې دښوونځيو سوځول تر ټولو زياته بې وجداني او بې غېرتي ده ٠ همدارنګه به په دې هم پو هېدای چې دانسان په توګه د ښځو دحقوقو اوازادۍ پېژندنه اوتعليم اوتربيه ورکول اصلي غېرت دې ٠ همدارنګه به افغانان ددې جوګه وای چې دقرون وسطا اود يوويشتمې پېړۍ د غوښتنو اواړتياوترمنځ توپير وکړي ٠ دوی به نه مجبورېدل چې ديو پوه او عالم پر ځای په ټوپکچي پسې ولاړشي اودوی به اړ نه وو چې داسې څوک خپل مشر اولار ښود وټاکي چې په مغزوکی يې د وژلو ، لوټوولو ، غلا کوولو ، وهلو ټکوولو او ويجاړوولو بل هيڅ نه وي ٠

په درنښت

ازادنظر



ع کريم حليمي
04.07.2004

ګرانه استاذ ازاد نظره (عليکم ) دي سلام ! او درنو لوستونکو ته هم سلامونه وايم
[quote:5c39444ed8]په عمومي توګه په دواړه ډوله پانګوالو کی ټولنپال فکرونه نه موندل کيږي ٠ ددې ترڅنګه يوه دريمه افغاني ډله ده چې دهرڅه په هکله فکر کوي ٠ هغوی دځان ، دبل ، د خپلې ټولنې ، د کلتور، فر هنګ او نورو ټولنيزو مسايلو په هکله رغوونکي نظرونه لري ، خو له بده مرغه عيني شرايط دوی د منظم غورځنګ او عمل څخه ګوښه ساتي ٠ دبېلګې په توګه داسې افغانان شته چې دخپل پلرني چاپېريال دهراړخيزګټور بدلون لپاره فوق العاده فکري ځواک لري مګر دعملي پروسې دچلولو وسايل اوامکانات نه لري ٠ [/quote:5c39444ed8]
هغو خلګو چه غلاوي کړي تاسو فکر کوې چه هغو په غلا کي هيڅ مشکلات نه در لوده ٠ طبعأ ئې درلوده
څوک پکښې مړه سوه څوک پکښي ماړه سوه ٠ دا د غلو خبره ده اوس به راسم دنېکي عمل ته
هر نېک او بد عمل مشکلات لري ٠ که مشکلات نه وای نو دغه حال چه نن دۍ هيڅ به نوای ٠
د ليکوالانو سردار الف صاحب داسي ليکي
[color=blue:5c39444ed8]هر څوک چه دظالم په مقابل کي راوړلاړسوی په اخير کي دده څه هم ظالم چوړسويدې[/color:5c39444ed8] ٠ (الفاظ دجملې زمادي)
هو تاسوته به خلګو ويلي وي چه وژنم دي ٠ زه پوهيږم ٠ که تاسو دغلو منافعو ته تاوان رساوه خود مو وژني
او که دسياستمدار وګټوته تاوان رسوۍ هم مو وژني ٠ خو شاباس پر هغه غلو چه غلاته ولاړ هم دخدايه سره
چنګيږي هم زما او ستاسره ٠ او کاميابه دې ولي اراده ئې کړې ده ٠
زما له پاره لوی عېب دادې چه نه غل سوم نه خدمتګار دقوم ٠ او نه مي غله ته وويل چه وژنم دي ٠
تر قانون ښه ليکنه پر دنيا نسته ٠ که يوازي پر کاغذ ليکلې وي ٠ نو د شوراپر لجسلېټر دي لعنت سي ٠
که په يوازي سواد کار کيدای نو وېټنام به د دنيا ليډر ملک وای ٠ ولي چه د سواد فيسدي ئې له امريکا نه لوړه ده
يوازي او يوازي اويوازي اراده ده چه انسان تر ځايه رسوي باسواده کوي ، کاميابه کوي ،ازاده وي له ظلمه٠
که څوک غواړي چه خدمت د ملت وکړي چه قدرت ته ورسيږي ٠ نو سل په سل کي غل ترې جوړيږي ٠ نه رئيس !
او که څوک وغواړي چه خدمت د وړونو ، انسانانووکړي او خدمتګار مړسي او يا ملت اماده وي چه رايه ورکړي
او دمعلوم وخت لپاره ئې رئيس کړي نوبه غل نسي ځندي جوړ ٠ په بل هر ډول چه وي غل دې ٠
که سړی د ورځي 15 دقيقې مطالعه ولري ٠ داسي ورځ راځي چه ډګري واخلي (شل کاله )
که صاحب نظرو خلګو د ورځي يو ساعت عملي کار کولای و خپل نظر ته اوس به ئې دغه حال نوای ددوی او د ملت ، زما ٠
د يورپ خلګ چه زيږي له موره د هابلي خوا يو ماشين هم ور وزېږه وي ٠ نو په دغه ئی ښه ژوند دۍ
او کم نظرونه چه لري کار نه ورته کوي ،قرباني نه ورکوي ٠
ګرانووړونو ٠ يو يورپۍ سړی په ځنګله کي لس کاله تېروي چه د يوه زمري دوه نسله و ويني او چچان ئی لوی زمريان سي ٠ نو يو کتاب ، ډاکيومنټري فلم جوړکي ٠
هو نن نو افغانو خېريه موئسسه زده کړه ٠ چه پيسې دخارجه واخلي او خاني پرخلکو وکړي ٠ ولي چه دغلا لار ئې
پيداکړې ده ٠ ايا نسو کولای چه افغانان افغاني خپله ngo چوړه کړي ٠ چه د افغان کومک پر افغان
300000 يا400000 افغانان په يورپ ، امريکا ، اسټرليا ٠٠٠٠٠ کي اوسيږي چه يو ډالر ورکړه وکي ٠
نو به په دغه خدمت به هره ورځ يو يو ملي خاين له منځه ځي ٠
نو خو دغه علت دې چه موږته د مرګ اخطار راکوي ٠ چه دې ngo لري او خلګو ته ډوډۍ ورکوي ٠ او غريبان په
نس مړه وي ٠ خلګ په سر ورته ولاړدي ٠ نو خود هم ما وژلای سي
که دغه کار موږ وکړو ٠ (صاحب نظره ) نو بيا موږ ورته ويلای سو چه وژنم دي نه ٠ دغلا څخه لاس اخله ٠
نور هرڅه سته بېله املا اوانشأ ٠ انشأالله
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more