نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوه موضوع چې علمي ځواب ته اړتیا لري : اسلامي ملتپالنه
م . ق
16.05.2011
بسم الله الرحمن الرحیم.
په ټول افغان کې عموما اختلافات او بحثونه د فکرونو او طرزفکرونو یا لیدلوریو د تضاد نه مینځ ته راځي.
دلته اساسي مسئله د فکرونو او نظریاتو هغه زاویي دي چې په مختلفو مدارونو او مختلفو محورونو کې څرخیږي.
چې په ټوله کې د دغې لید لوریو انتهی صرف دوه قسم فکرونو ته رسیږي چې یوه یې اسلامپالنه یا دین پالنه ده او بله یې ملت پالنه او وطن پالنه ده.
که څوک د اسلام په رڼا کې ملت پالنه وڅیړي او داسې یوه ملت پالنه اختراع کړې چې اساسات یې د اسلام په مبارک دین کې موجود وي، د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د اسلامي ملت پالني نوم ورته ورکړل شي نو دغه ټول اختلافات او جنجالونه به پای ته ورسي.
نو ایا داسې څوک شته چې داسي یو تحقیق وکړي او نتیجه یې مونږ ته روښانه کړي ترڅو مونږ پوه شو کچیرته مو لارې سره د یوځای کیدو امکان لري خو چې پاتې شو او که امکان نه لري نو چې خپلې لاري سره بیلې کړو.
په ډیر درنښت او مننه
ورور مو ننګرهاري
م . ق
16.05.2011
بسم الله الرحمن الرحیم
د لا وضاحت او التباس یا اضطراب ختمولو لپاره یو مثال وړاندې کوم:
په افغانستان کې هم یو اسلامې امارت جوړ شو او په پاکستان کې هم یو اسلامې امارت جوړ شو، په دواړو کې امیران د عمومې شوری له لارې وټاکل شول خو د لرو او برو پښتنو حقوق په دواړو امارتونو کې د پخو لاندې دي، پښتانه د خپلو حقوقو نه دفاع یواځې په دې کې ویني چې دواړه لوري سره اتحاد وکړي او د دوه امارتونو ترمینځ دریم اسلامې امارت رامینځ ته کړي چې په هغې کې یواځې پښتانه راجمع وي چې د خپل سیاسي برخلیک ټاکل، خپل طبعی منابع او زیرمې، خپل سیندونه ، خپل څړځایونه او داسی نور د هرڅه تصمیم یې په خپل واک کې وي په لنډو الفاظو کې بشپړه خپلواکې او بشپړه ازادي ولري.
نو ایا اسلام پښتنو ته دغه حق ورکوي چې د خپلو حقوقو نه دفاع او د خپل وحدت لپاره کار وکړي پداسې حال کې چې پښتانه هم یو بشپړ اسلامې امارت قایمول غواړي؟؟؟؟
همدغه مثال د بلوڅانو او کردانو په هکله هم درواخله.
که په دې صورت کې جواز نه لري نو ایا په هغه صورت کې بیا جواز لري چې د دوه اسلامې جمهوریتونو ترمینځ یو دریم پښتنې اسلامې امارت جوړول ترینه هدف وي لکه د اوسنې پاکستان او افغانستان د جمهوریتونو ترمینځ د پښتونستان اسلامې امارت جوړ شي؟؟
د یادونې لپاره باید ووایم چې پدې موضوع کې د حب الوطن او وطنیت خبره بیخې نه ده مطرح بلکه مراد ترینه یواځې د خپلو حقوقو دفاع خپلواکې او اتحاد دی.
[u:051b4deeac][b:051b4deeac]خیرالکلام ما قل ودل[/b:051b4deeac][/u:051b4deeac]
په درنښت او مننه
ورور مو ننګرهاري
ډاکتر وطنمل
17.05.2011
[color=blue:121568787f]درنو لوستونکو السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !
ننګراري صيب د علمي څيړنې له پاره دا سکالو پرانيستلې ده ، نه ددې له پاره چې څوک يې په پټو سترګو يا رد کړي او يا يې ومني ، دا رايګيري نه ده .
نو څوک چې علمي او منطقي څېړنې ته چمتو وي لکه څنګه چې يې ليکونکي غوښتنه کړې دلته دې دوام ورکړي !
سکالو اسلام او ملتپالنه نه ده، بلکې موضوع اسلامي ملتپالنه ده ، چې عامه او ډيره جالبه موضوع ده ، نو په کړکېچ يې مه قطع کوئ ،
هيلمن يم په سړه سينه او خوږه ورورګلويزه توګه مو پوهاوی او څيړنې پرې وغځوئ !
بريالي اوسئ ![/color:121568787f]
larghonay laraway
18.05.2011
السلام عليکم!
ننګرهاری صيب په دې اوونۍ کې ډېر مصروف يم خو په لنډه توګه يې ويلی شم چې اسلام او ملتپالنه سره ټکر نه لري بلکې دواړه د يو والي پلويان دي.
په راتلونکې اونۍ کې به يې په تفصيل سره په څېړنيز ډول وليکم!
larghonay laraway
23.05.2011
ملت
د ملت Nasci ويى له لاتيني ژبې اخيستل شوى، د پيدا شوي، زېږېدلي يا متولد په معنى دى چې انګليسي مفهوم يې Nation، دى او د وګړو هغې ډلې ته ويل كېږي چې د اصل او نسب يا زېږنځي پر بنسټ، يو له بل سره تړاو لري. اکسپورډ انګلیسي یې داسې تعریف کوي:
nation :noun a large body of people united by common descent, culture, or language, inhabiting a particular state or territory. a North American Indian people or confederation of peoples.
د ملت ويى په نننيو وګړپوهنیزو، ټولنپوهنیزو او سياسي علومو كې كارول كېږي چې د اتلسمې پېړۍ له وروستيو راپه دېخوا دود شوى ، سياسي مفهوم يې غوره كړى او دملتپالنې (Nationalism) په بڼه او تركيب كارېدلى چې تر ننه په همدې معنى راروان دى.
د فرانسې تر انقلاب پخوا د ملت او مليتوب مفهوم د شاهانو، امرانو او زورواكانو تر واك لاندې خلكو ته كاريدو چې د دوى تر ولقې لاندې سيمه كې مېشتو خلكو ته به يې «اتباع» (Subjects) ويل او سياسي هويت يې واكمنانو ته وفا او ژمنتوب ؤ.
د فرانسې په انقلاب كې د لومړي ځل لپاره “ملت ” د يو هيواد مېشتو (وګړو) په معنى مطرح شو؛ ځكه چې د فرانسې د انقلاب شعار “د فرانسې تاج او تخت د فرانسې د وګړو لپاره پاڅون” ؤ.
د همدې انقلاب له بركته د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي كې د اروپا نقشه بدله شوه، عثماني، اتريشي او روسې ګڼ ملتي امپراتورۍ له منځه لاړې او د ملي فكر پر بنسټ نوي هېوادونه رامنځته شول. له هماغه وخته د خلكو د خوځښت په بڼه مليتوب يا ملتپالنه مطرح شوه، ملي بيرغونه، ملي سرودونه، ملي ادبيات او د هيوادپالنې شعرونه جوړ او دود شول.
د “ملت” ويى د اتنيك (Ethnic) قوم له كليمې سره څنګ په څنګ راغلى، چې يوناني ريښه يې (Ethnos ) ده. داكليمه په يوناني ريښه كې د (ملت) مفهوم رسوي او همدا د دوو كليمو سره ورته والى د دې لامل شوى چې كله د ملت مفهوم يوځانګړى “قوم” وي او كله “قوم“ هم په سياسي او ادبي ليكنو كې د ملت مفهوم وركوي. که څه هم چې اتنيكي هويت په لومړنيو وفاداريو (Loyality primodial) ولاړ دى او (ملي هويت) پر قومي خصوصياتو سربېره يو انسان ته له ځمكې او حاكميت سره هم تړاو وركوي.
له دې سره سره د ملت د تعريف اړوند يو او پرېكنده نظر نشته. هيومز (Humes) د افرادو تجمع د ملت تعريف بولي چې د وخت په اوږدو كې يې ګډ خصلتونه موندلي وي. المانى فيلسوف فيخته په دې باور دى چې ملت خدايي وركړه ده. كارل ليمپريخت (K.Limprecht) دخلكو خپلمنځي معنوي اشتراك ته ملت وايي. مانيك ايف (Meinecke.F) دخلكو جمعي شخصيت ته ملت وايي او “ ارګانيسكي”، “ملت” يو سياسي واحد ګڼي.
د ملت د مفهوم په راتګ سره د يو هيواد جغرافيايي حدود او پولې ټاكل كېږي، د مېشتو خلکو ملي وحدت په كې تامينېږي، سوداګريزې او هيوادنۍ اړيكې يې اسانېږي. له همدې كبله هغه انسانان چې د هويت له مخې په ټاكليو جغرافيايي حدودو کې استوګنه كوي، له هغو نورو انسانانو جلا کوي چې له دې پولو هاخوا په خپلو حدودو كې اوسي .
د “ستالين” په نظر ملت د افرادو هغه ګډ پايښت دى چې د تاريخي لاملونو په اغېز يې تركيب موندلى وي او د لاندې مشتركاتو پر بنسټ رامنځته شوى وي لکه: (ګډه ژبه، ګډهيواد، ګډ اقتصادي ژوند او ګډ روحي جوړښت چې د ملي فرهنګ د ګډو ځانګړنو په بڼه ځلېږي.)
په هر حال له پورتنيو تعريفونومعلومېږي چې ملت د انسانانو يوه په خپله خوښه او اراده جوړه شوې او تلپاتې اتحاديه ده ( دا انسانان كيداى شي چې له بېلابېلو طايفو، قومونو او مذهبونو سره تړاو ولري) چې د يوه اوږده ژوند كولو په بهير كې يې لاندې ګډ خصوصيات موندلي وي:
ـ ګډ هيواد: (يوه ټاكلې جغرافيايي سيمه)
ـ ګډ تاريخ: پر هيواد د يرغل پر وخت د ټولو ګډ غبرګون او نورې تاريخي ګډې پېښې.
ـ ګډ فرهنګ (ژبه، عقيده، مذهبونه، عادتونه، كړنې او ګډ غبرګونونه)
ـ اقتصادي اړيكې ( د پرمختلليو اقتصادي اړيكو موجوديت لكه: ملي بازار)
د ملت جوړونې پروسه د ګډ دولت يا ګډ حاكميت په رامنځته كولو سره بشپړېږي. د ملت د جوړښت عناصر چې هر څومره پاخه او پرمختللي وي؛ د ملت كيدو پروسه همغومره ګړندۍ کېږي او له اتنيكي پړاوونو زغرده تېرېږي.
په دې كې شك نشته چې حاكميت په هر هيواد كې د خلكو طبيعي حق دى او دا حاكميت د خلكو په ځواك د خپلې خوښې اتحاد له لارې تأمينېږي. “ملي وحدت” هغه وخت رامنځته کېږي چې د یو هیواد وګړي دقبيلوي، قومي، سيمه ايزو او ګوندي ارزښتونو پر ځای په ټولیزو او ملي ارزښتونو باور ولري او لوړ یې وبولي. د ملي وحدت د جوړښت عناصر ملي حكومت، ملي فرهنګ، ملي ګډې ګټې، د ملي امتيازونو، ملي امنيت، حقونو، مسؤولیت او مکلفیت سم وېش دی.
ملي حاكميت هم د يوه هيواد د وګړو په يوه واحده دايره كې د هغوى اداره كول دي. ملي هويت هغو نښو نښانو ته وايي چې د يو سياسي واحد د څرنګوالي، څنګه والي، ځواك بښونكو او پېژندګلویزو لاملونو او پيوستون له پېژندګلوۍ جوړې شوې وي. ملي هويت د دولت – ملت (State-Nation) د بنسټونو اصلي مفهوم دى. د ملي هويت عناصر داسې سره یو ځای کېږي چې د “دولت – ملت” بنسټيزو جوړښتونو ته تحقق او عینیت وربښي. د دې مفهوم د تحقق ريښتوني شرطونه هغه وخت رامنځته كېږي چې د ملي هويت ټول ځواكمنوونكي تركيبونه خپل ځانګړى اصلي كار د هيواد – ملت په واحد جوړښت كې ترسره كړي. د ملي هويت عناصر لكه د ودانۍ جوړولو مسأله چې له تركيب نه يې ښه جوړښت او د يو ملت اداڼه جوړېږي او د يو جغرافيايي واحد په چوكاټ كې وده كوي، پايښت او پياوړتيا مومي. دا عناصر لكه: ځمكه، لرغونتوب، ژبه، فرهنګ، مذهب، سياسي سيسټم، ګډې ليوالتياوې او د يوځاى استوګنې ارادې ته وايي.
ملتپالنه
“ژان ژاك روسو” وايي: “حكومت بايد يوازې د پاچا د مطلق قدرت پر بنسټ نه وي ولاړ؛ بلكې ديوې سره نه بېلېدونكې ټولنې د ارادې پر بنسټ ولاړ وي. همدې ته د ولسواكۍ قانون هم وايي.
د فرانسې د انقلاب په تاريخ كې د روسو عقيده پر همدې څرخېده چې د فرانسې خلك يوازې د سلطنتي تاج او تخت “اتباع” نه دي، بلكې د حقونو او تكاليفو لرونكي دي، هيڅوك يې ترې نه شي اخيستى او امرچلونه د فرانسې د ملت ده.” د دې نظر له مخې ملت يوازې يوه طبيعي ټولنه نه ده؛ بلكې يوه “سياسي او طبيعي” ټولنه ده چې خپل برخليك په خپله ټاكي او خپلواكي ساتي. دا ډول ملتپالنه له ملي استقلال سره ژورې اړيكې لري.
ملتپالنه يوه ايډيولوژۍ ده
ملتپالنه هم د نورو اجتماعي علومو لكه “ډيموكراسي”، “انقلاب”، “ليبراليزم” او يا “سوسياليزم” د مفهومونو په څېر يو ټوليز مفهوم دى چې د دوو سره بېلو مقولو په تشريح كې ترې ګټه اخيستل كېږي لكه:
۱ : سياسي ايډيولوژي
۲ : سياسي – اجتماعي پاڅون
هغه لاملونه چې د ملتپالنې مفهوم يې لا پېچلى كړى هغه دا دى چې دا مفهوم د نورو سياسي تيوريو د اكثرو مفهومونو پر خلاف، كوم مشخص بنسټګر نه لري او نه تر اوسه په دې اړه كوم داسې ډبرليك موندل شوى چې بحث يې پرې كړى وي.
د ځينو فيلسوفانو په نظر، د ملتپالنې مفهوم د وږي (Cluster) په څېر دى چې معمولاً څو عوامل ورسره تړلې دي.
“آنتونى اسمیت(Smith Anthony)” چې د ملتپالنې د مفكورې ستر تحليلګر دى؛ دملي ايډيولوژۍ لپاره اووه ګوني اصول راپېژني لكه :
1. بشري ټولنه له همغه پيله په بېلابېلو ملتونو وېشل شوې ده.
2. هر ملت خپلې ځانګړنې لري.
3. د هر ډول سياسي واك او قدرت سرچينه، ملت يا د يوې ټولنې ټول غړي دي.
4. د دې لپاره چې انسانان خپلواك وي او د خپلې فردي ځلا څارونكي و اوسي، بايد له يو ملت سره تړاو ولري.
5. انسانان يوازې په هغه سيمه كې ملت جوړولى شي چې په دوى پورې مربوط وي يا د دوى تر واكمنۍ لاندې وي.
6. د ملي دولت وفادارۍ او ژمنتوب ته پر نورو وفادريو او ژمنو غوراوى وركول.
7. د نړۍ په كچه خپلواكي، پراختيا او يو والى، د ملي دولتونو په پياوړتيا كې ده.
“گلنر ارنټس (Gellner Ernets) ” هم د ملتپالنې يو تعريف كړى چې وايي: په “ملتپالنه” كې يو سياسي اصل نغښتى دى. په دې معنى چې سياسي حاكميت بايد له ملي حاكميت سره همغږى وي.
د “گلنر” په نظر ملتپالنه په ټوليزه توګه يو اخلاقي اصل دى. هغه د ملتونو په شتون باور لري او پرې ټينګار كوي چې سياسي ټولنې او ملتونه بايد يوه واحده مقوله و اوسي او خپلواكي ولري.
د پورتنيو نظرونو په رڼا كې ويلى شو چې ملتپالنه د ايډيولوژۍ له مخې په حقيقت كې يو اخلاقي ارزښت دى او دا څرګندوي چې نړۍ څنګه ده او بايد څنګه شي؟
د “ملت” او “ملتپالنې” د كليمو كارول د اتلسمې پيړۍ په وروستيو كې راپيل شوې دي. داسې ښكاري چې د “ملت” او “يووالي” معاصرې كليمې په درې پړاوونو كې كارول كېږي چې په ښكاره سره بېلې ښكاري خو په واقعيت كې سره یو خېل دي.
لومړى پړاو: لومړى پړاو د روڼ انديتوب له عصر سره او په ځانګړې توګه د خپلواكۍ د اصل له پراختيا سره تړاو لري. دا اصل ښيي چې بېلابېلې ټولنې ځانګړې ګډې ګټې لري او بايد اجازه وركړل شي چې په هر ډول چې غواړي خپلو ګټو ته وده ورکړي، ښه بڼه وركړي او خوندي يې كړي.
“ژان ژاک روسو (Jean Jacques - Russeau) ” وايي د ټولنو د خپلواكۍ اصل د یوناني له (Polis) يا سياسي ټولنې اخيستل شوى دى، همدا راز د معاصرو مفهومونو لكه ډيموكراسۍ د بنسټ ډبره ده.
ورپسې نورو ډيموكراسۍ غوښتونكو متفكرينو چې په سر كې يې “جان استوارت میل” (JohnStuartMill) هم ؤ د “ منتخب دولت ” په شتون ټينګار كړى دى.
د دې متفكرينو په نظر، منتخب دولت د افرادو د خپلواكۍ رامنځته كولو او خپل برخليك په خپله ټاكلو لپاره يوه ښه وسيله ده. كه چېرته د منتخب دولت نظريه تحقق ومومي نو د ملتونو د خپلواكۍ د دې اصل منل به اسانه شي.
دویم پړاو: د ملتپالنې دبشپړتيادويم تدريجي پړاو په ۱۷۸۹كال كې د فرانسې له انقلاب سره ملګرى ؤ. د پاچا مخالفانو به ځانونو ته (la Nation) یا “ملت” ويل. د “ملت” كليمې مفهوم په اصل كې د يوې ټولنې ټولو افرادو ته كارول شوى دى. يعنې ديوې ټولنې د افرادو د برابرۍ مفهوم د فرانسې د هغه وخت دوديز شعار ؤ چې “ ازادي، برابري او ورورولي” په كې ځليده. كولى شو د فرانسې د انقلاب د وخت دې شعار (vive la Nation) یعنى “زنده باد ملت” ته د هغه وخت تر ټولو رسا او ټولو ته منلى شعار ووايو. پر همدې بنسټ د “ملت” مفهوم د يوې ټولنې د ټولو افرادو د برابرۍ له اصل سره پيوند شوى ؤ چې وروسته بيا د ډيموكراسۍ په نامه ياد شو.
د فرانسې د اوښتون سره سم په (83 - 1776) كال د بريتانيې د واكمنۍ پر ضد او د سهيلي سيمو استوګنو په (1828 – 1820) كال د اسپانيې د استعمار پر ضد پاڅونونه پيل كړل. د دې پاڅونونو لامل سياسي ؤ، په دې معنى چې د امريكا د قارې مېشتو مهاجرو چې همغه استعماري ژبه او نژاد يې لرلو او غوښتل يې چې دا قاره هم تر خپلې ولكې لاندې راولي، نور يې د استعمارګرو د حاكميت د پيټي وړل نه غوښتل او په دې لټه وو چې خپلو سياسي حقونو ته ريښتونولي وركړي او خپله خپلواكه ټولنه جوړه كړي.
د ملتپالنې د مفهوم درېم پړاو: پورته خبرو كې د “ملت” كليمه په دوو مفهومونو سره ياده شوه. د“ملت” يو مفهوم ډيموكراټيک ؤ چې د فرانسې په انقلاب كې رامنځته شوى او بل يې سياسي مفهوم ؤ چې د امريكاپه لويه وچه كې منځته راغلى دى. وروسته بيا په المان كې د دې مثلث درېمه ضلعه هم رسم شوه چې د (Volk) يا “خلكو” نظريه وه او د المان د رومانټيك مكتب څخه اخيستل شوې وه. (Volk) د داسې يوې ټولنې څرګندوى ده چې په ټوليزه توګه د تاريخ، دودونو او فرهنګ په چورليز څرخي، نه د سياسي هويت په چورليز. د (Volk) نظريې رامنځته كوونكي چې د “هرډر”(Herder) او “فيشه” (Fichte)په نامه متفكران وو، په دې باور وو چې بشريت په بېلابېلو ملتونو وېشل شوى دى اوكولى شو چې د څېړنې او لوستنې له لارې يې تر منځ توپير ومومو. د دوى په باور لكه څنګه چې پوهان كولى شي بېلابېل بوټي، حيوانات او د نړۍ په نقشه كې په بېلابېلو سيمو كې بېلابېل كانونه وښيي، همدا راز د بېلابېلو ملتونو شتون له بېلابېلو ځانګړنو سره په خپله ځان ښيي.
پورته يادوشويو درې واړو بېلابېلو بهيرونو سره لاس يو كړ او د نولسمې پېړۍ په لومړيو كې يې يوه سياسي تيوري رامنځته كړه چې نن د ملتپالنې په نامه يادېږي. يو له هغو كسانو چې د ملتپالنې د مفهوم په پېژندلو كې يې ډېرې هڅې كړي،“ايټاليايي” “ جيسپ ماتسيني” (Giuseppe Mazzini) ؤ. “ماتسيني” ملتونه او د هغوى د واكمنۍ سيمه (قلمرو) يو څرګند اصل ګاڼۀ، او په دې باور ؤ چې ملتونه بايد استقلال ولري. “ماتسيني” دوه بنسټيز ركنونه چې نن يې مونږ ملتپالنه بولو روښانه كړل. يو يې له دې دوو اركانو، د ملت اخلاقي مفهوم ؤ چې پر بنسټ يې هر فرد، نه يوازې دا چې له يو ملت سره تړاو لرلو، بلكې بايد هغه دندې چې نوموړي ملت ورسپارلي، بې له څله؟ او څنګه؟ تر سره كړي. په همدې ترتيب دامفهومونه د معاصر حكومت كولو د نظام يوه برخه شوۀ.
دويم ركن چې “ماتسيني” چېړلى، د “ملتونو كورنۍ” نظريه ده. هغه په دې باور ؤ چې كه چېرته فرض كړو چې نړۍ په بېلابېلو ملتونو وېشل شوې ده، نو دا ملتونه كولى شي چې يا له نورو ملتونو سره په پيوستون او يا د خپل برخليك په ترلاسه كولو سره خپلواكي ترلاسه كړي چې پايله به يې نړيواله سوله وي.
ملتپال فرانسوي ليكوال “رنان ارنسټ ( (Renun Ernest، ملتپالنې ته هغه “يوه هره ورځنۍ ټولپوښتنه” Referendum وايي، چې په نتيجه كې يې هغه ټولنه چې تاريخ رامنځته كړې ، كولاى شي خپل اوږد ژوند، خپلواكي او خپلې هميشنۍ غوښتنې بيان كړي.
د پورتنیو اندونو او نظرونو په نتیجه کې درېو وروستیو ټکیو ته رسېږو لکه:
1. د ايډيولوژۍ له نظره، ملتپالنه يوه ارزښتمنه نظريه ده، ځكه څرنګه چې انسانان شتون لري، نو بايد د خپل برخليك ټاكلوحق ولري. د ملت په اړه اوسنۍ نظريه د خپلواكو ټولنو په اړه د روڼ انديتوب او خپلواكۍ مفاهيم دي.
2. د داسې ټولنو رامنځته كول چې په هغې كې ټول وګړي له يو ډول حقونو برخمن وي، د دې نظريې ريښې د فرانسې له ستر اوښتون سره تړلې دي.
3. د الماني پوهانو له نظره ملت يعنې هغه ټولنه چې ګډ تاريخ، ګډ فرهنګ اوسره يوخېل دودونه او اداب ولري.
ملتپالنه مزخرفات دي؟
ځينې خلك ملتپالنې يا مليتوب ته د زړو مزخرفاتو په سترګه ګوري اومليتوب په قوميتوب تعبيروي او وايي مليتوب د تنګ نظرۍ او پيوستون يو عامل دى. دوى وايي دا چې په يو هيواد كې ګڼ توكمونه او قومونه د هيواد په نامه سره يو كېږي او د قوم پر ځاى په اسانۍ سره ځان هيواد ته منسوبولى شي نو ولې يې نړۍ ته منسوب نه كړي؟ او لكه څنګه چې ځانونه د قوم له وړو كړيو د هيواد سترې لمنې ته ازادولى شي نو ولې له دې قيده هم ونه وځي او نړيوال نه شي؟ كه يو قومي يا توكميز فرهنګ د يو هيواد د فرهنګ جز كيدلی شي نو د هيواد فرهنګ ولې د نړۍ د فرهنګ جز نه شي! دوى همدا راز ملتپالنه غير اخلاقي او غير انساني مفكوره بولي، ځكه چې د دوى په باور بنسټ او پايله يې د ځمكې پر سر د يو شمېر انسانانو په نورو لوړ ګڼنه ده او دا عين تبعيض دى. دا سمه ده چې ځينې كسان په يوه شخړه كې يو هيوادوال ، د يوې قبيلې، د يوې سيمې، د يوې كورنۍ، ورور او داسې نورو ته پر هغو نورو چې د دوى د قبيلې نه وي، ترجيح وركوي. دا چې مونږ خپلو هيوادوالو ته وګورو چې نژاد او قوم مو ورسره ګډ دى او په مقابل كې يې د نړۍ دزرګونو نورو هغو ځپل شويو د كړاو په اړه بې اعتنا و اوسو چې هيوادوال مو نه دي، دا قبيله پالنه نه ده؟ !
دوى وايي د ملي توب په تيورۍ او ملي فرهنګ باندې ټينګار او ودرېدل زمونږ لپاره زمونږ د انساني شخصيت ستر توهين دى! ځكه ، دا ټینګار ښيي چې زمونږ هويت زمونږ پر وجود مقدم دى، نه زمونږ وجود زمونږ پر هويت. دا زه نه يم چې ځان جوړووم بلكې د ناڅاپي راښكته كېدو نقطه ( له یو ځانګړي هیواد او سیمې سره تړلتوب) مې بايد ماته وټاكي چې له څه خوند واخلم او څه شي ته ارزښت وركړم. چې دا يوه انفعالي كړنه ده.
خو مليون (ملتپالونکي) يې په ځواب كې وايي:
هغه چې وايي “هر څوك چې ملتپال وي نو د نورو له كړاوه بې اعتنا دى.” دا د ځينو اروپايانو دهغې خبرې غوندې ده چې وايي ټول مسلمانان ټيروريسټان دي. دوى د مليتوب يا ملتپالنې ځينو شكلونو ته عموميت وركړى دى.
بله دا چې د ځينو خلكو په ځينو نورو لوړول هميشه د ظلم نښنه نه وي؛ بلکې كله كله د دې نښه وي چې تاسو له دې بله لار نه لرئ. د بېلګې په توګه كه وغواړئ يو وږى موړ كړئ نو طبیعي ده چې لومړى خپل بچى ګورئ چې وږى نه وي بيا د نورو غم كوئ . يا په بل عبارت د انسانانو د منابعو كمښت خلك دې ته اړباسي چې په تبعيض لاس پورې کړي. ته چې د ټولې نړۍ د وږو مړولو توان ونه لرې، نو لومړى يې بايد له خپل بچي پيل كړې بيا د ګاونډي بچيان او .... كيداى شي داسې یوه ورځ راشي چې د نړۍ په بل سر كې د چا د بچي په مړولو وتوانېږې.
د مليتوب او ملتپالنې مفهوم هم همداسې دى. مونږ نه شو كولى چې د ټولو خلكو غوښتنو ته ورسېږو نو غوره دا ده چې له هغه ځايه يې پيل كړو چې نوم يې "وطن" دى.
د ملتپالو دويم ځواب : دوى وايي د وطن مفهوم پر ګډه جغرافيه، ګډوګټو، ګډ دين، فرهنګ او ژبې سربېره ګډې خاطرې هم دي چې سره تجربه كړې يې وي. كه چېرته يو افغان هره ورځ امريكايي فلم وګوري بيا هم له امريكايانو سره هيڅ كومه ګډه خاطره نه لري. ځكه چې دوى يوازې د فلم په پرده ليدلي او ګډ ژوند يې سره نه دى كړى چې ګډې خاطرې دې ولري. خو دوه افغانان يا دوه هيوادوال سره ګډې خاطرې لري چې همدې خاطرو سره هيوادوال كړي دي.
كيدى شي ځينې خلك له خپل هيواده خوابدی وي خو له خپلو هيوادوالو سره یې ډېرې خاطرې شريكې وي.
“مهاتما ګاندي” چې د سياسي فلسفې يو مهم بنسټګر او د “عدم تشدد” سياست يې نړيوال شهرت لري. د ملتپالنې په اړه وايي:
ملتپالنه، ټولنيزو ارزښتونو او خپلواكۍ ته د رسيدو لپاره يوازينۍ لاره ده. همدا راز خپلواكي د خلكو د ډله ايزې مبارزې پايله ده. نو كله چې د خلكو ډله ايزه هڅه ده، بايد ومنو چې دا ارزښت د ملت غوښتنه ده. همدا راز د ملت جوړونې په خاطر د (ټول سره وروڼه) مقولې له لارې انسجام، د خبرو اترو (ډيالوګ) تفاهم، صميميت او يو والي ته رسيدل د ملي ارزښت رامنځته كوونكى او تر يو ملتپال سياست لاندې د ملي مفكورې لومړۍ بڼه ده.
مهاتماګاندي وايي دهند د خپلواكۍ غوښتنې خوځښتونه دملت د تفكر پر بنسټ ولاړ دي. هند بېرته خپل اصل ته د ورګرځيدو لپاره تر ټولو زياته اړتيا لري او دا بېرته ورگرځېدنه يا خپلواكي او پر خپلو ارزښتونو تكيه، له ملتپالنې او ملت كيدو پيل شوې چې په دې مسألې د پوهېدلو محرك بايد پراخ شي.
ګاندي دا هم وايي چې ملتپالنه يا مليتوب د استعمار پر وړاندې يو معقول ځواب دى او ملت د پناه وروړلو ښه ځاى دى. دى وايي زمونږ ملتپالنه بايد پر زده كړه او پوهه ولاړه وي، نه په نژادي او قبيلوي بنسټونو باندې.
ګران ننګرهاری قرآني صيب !
د ملتپالنې په اړه پورتني نظريات د نړيوالو فلسفيانو او د نظر د څښتنانو دي او د اسلام له نظره ملتپالنه هم کوم ناوړه عمل نه دی ځکه چې زمونږ او ستاسو خوږ پيغمبر هم لومړی د (عشيره او اقربون) ويلي چې سلسله له همدې ځايه پيلېږي ورپسې نړۍ ته رسي او د نړۍ هر انسان د همدردۍ وړ دی خو پيل يې له خپلو کېږي.
بله دا چې په اوس وخت کې په هيڅ اسلامي هيواد کې داسې نشته چې ملتپالنه په کې نه وي ځکه خو ټول د مسلمان او کافر لپاره ويزه او پاسپورټ غواړي او د هر چا د ملت او هيواد پولې معلومې دي.
حتی د طالبانو حکومت هم د افغانستان په حدودو کې د ملاعمر فرمانونه چلول او همدې طالبانو په همغه وخت کې په پاکستان کې هم دفترونه لرل خو هلته يې له چا سره کار نه ؤ ځکه چې د دوی د هيواد برخه نه وه.
او وروستۍ خبره دا ده چې افغان ملت ټول مسلمان ملت دی نو د دوی تر منځ د کفر او اسلام توپير حل دی . حتی کمونستان يې هم باور وکړه چې ورته په کافر ويلو شرمېږي نو د يو مسلمان افغان ملت د نېکمرغۍ او ښې ورځې لپاره بايد سره يو ځای شو او زمونږ ټولو همدا يوه لاره ده. هيڅ بېلتون نشته.