د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

پام کوۍ ګوره چی په غضب اخته نشی

وزیري
16.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یو حدیث مبارک کی فرمایی:
من أراد أهل هذه البلد بسوء یعنی المدینة، أذابه الله کما یذوب الملح فی الماء. (مسلم، الصحیح، کتاب الحج)
هر هغه چا چی ددی ښار (مدینه منوره) له اهل سره د بدۍ ارداده وکړه نو الله تعالی به یی (په دوزخ کی) داسی ویلي کړی لکه مالګه چی په اوبو کی ویلي / حل کیږی.

همدارنګه په یو بل حدیث کی فرمایی:
من أخاف أهل المدینة أخافه الله. (ابن حبان، الصحیح، ۹: ۵۵)
څوک چی د مدینی اهل خوفزده کوی نو الله جل جلاله به هغه شخص (د قیامت په ورځ) خوفزده کړی.

او بیا په یو بل حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی لعنت پری وایی:
اللهم! من ظلم أهل المدینة و أخافهم فأخفه، و علیه لعنة الله و الملئکة والناس أجمعین، لا یقبل الله منه صرفا ولا عدلا. (نسائی، السنن الکبری، ۲: ۴۸۳) (عبدالرازق، المصنف، ۹: ۲۶۴) (طبرانی، المعجم الکبیر، ۷: ۱۴۳)
ای الله جل جلاله! څوک چی پر اهل مدینه باندی ظلم کوی یا هغوی ډاروی نو ته یی وډار کړی. او په دوی باندی دی د الله جل جلاله، ملائیکه وو او ټولو خلکو لعنت وی. الله جل جلاله به له ده نه نه فرائض قبول کړی او نه نوافل.

والسلام


chaparharay
16.05.2011

السلام علیکم
وزیري صیب حدیث مو بیان کړي خو والله که پوه شوم چي خطاب مو چاته دي
او ددي لیکني نه مو موخه څه ده؟
او څوک اهل مدینه باندي ظلم کوي یا بد ورته ګوري ؟ شاید ستاسو اشاره یهودو نصاری ته وي که څنګه که لږ يي واضح کړي چي مونږ يي هم ډانډس کړو
ګوره ډبلي په لاس ولاړ یم ته دا ظالم راښایه چي اهل مدیني تعني انصارو ته سپک ګوري بیا يي ګوره چي دمالوچو غوندي يي باد باد کوم که نه!
ستاسو چپرهاری


وزیري
16.05.2011

السلام علیکم

چپرهاری صیب، په فورم کی خو چا اهل مدینی ته بد نه دی ویلی خو د اسامه بن لادن له وفات نه بعد چی ما له چاسره لیدلی اکثریت یی عربانو ته بد او رد ویل چی ډیر بیغرته دی، ډیر مردار قوم ده، داسی دی او هغسی دی. دوی ویلی چی ولی یی د اسامه مړی له امریکی نه ونه غوښت او په خپله خاوره کی یی دفن نه کړ لکه امریکا چی وایی چی چا په خپله خاوره کی د قبر اجازه نه ورکوله نو ځکه مو په دریاب کی خښ کړ. ګرچه دا ټول دروغ دی او دا خلک هم څه ناڅه ریښتیا وای، باید عربو ځان خوزولی وای.
دا لیکنه می په دی خاطر په دی فورم کی ولیکله چی که داسی کوم میلمانه چی دا سایټ مطالعه کوی او همچو فکر لری نو باید لږ فکر وکړی ترڅو د احساساتو کنترول وکړی چی خداینخواسته ګنهګار نشی.

والسلام


نوروز خان
16.05.2011

وزیري صاحب تاسو ته دې خدای خیر درکړي ،ډیر مهمې موضوع ته پام شوي دي ، مګر ګومان نه کوم چې دا ډول بې لارې خلک دي حق او حقیقت تن کیږدي اولږ دې له خدایه حیا وکړي .
همدا اوس نوره نړۍ څه دپښتو په ځینو ویب سایټونو کې په شهید اسامه ابن لادن پسې سپکې رواني دي ، هغه څوک چې پاک لمني څه بلکې ګرسره لمن نه لري ، په هغه چا پسې سپکې کوي چې خپله لمن یې په وینو ومینځله ، او په سره څادره کې خدای ته ورغی .
نه پوهیږم دا ډله خلک نور له شهید اسامه نه کوم ډول مسلماني او ایمانداري غواړي ، که ددې خلکو په وړاندې سړی له بالمثل غبرګون څخه کار اخلي ، نوبیا دجذباتي الزام پرې لګول کیږي ، او که پټه خوله ځان په تجاهل کې وساتي کیدای شي دخدای په نزد په مسؤل وبلل شي


م . ق
16.05.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
د تاریخ په اوږدو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک احادیث د یزیدانو او بنو امیه وو د هغه ظلمونو په باره کې چې د اهل مدینې سره یې کړي وو ډیر ښه ثابت شوي او د نورو لپاره د عبرت او پند درس ګرځیدلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more