اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پرحجاب دعملي بنديز ترشا څه اهداف دي ؟
ابومحمدحنفي
15.05.2011
پرحجاب دعملي بنديز ترشا څه اهداف دي ؟
جمعه, 13 May 2011 13:21 شهیدزوی
نور پدې کې د هیچا لپاره د شک ځای پاتې ندی چې غرب د ځمکې پر مخ یواځې په ځانګړو جغرافیایې حدودو کې د راګیري کومې خاصی سیمې او خاورې نوم ندی بلکې دا د یو ځانګړي فکر ، فلسفې ، کلتور ، سلوک ، استحصالي او زبېښاکګر نظام نوم دی چې نوره ټوله نړۍ د خپل فکر او کلتور تابع کول غواړي ، پر نړۍ د دې نظام حاکمیت یې یواځینۍ هیله ده او همداورته اوس تر ټولو ستر هدف دی ، د زور او چل هره لار چې دا هدف پرې تر لاسه کېدای شي په کار یې اچولی ده او د اسلامي نړۍ په مختلفو هیوادونو یرغلونه ، پکې سترې ورانئ او د ملیونونو مسلمانانو وژل هم د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره شویدي او کېږي ، دوی د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د انجوګانو او خیریه موسساتو په نوم د خپلو ادارو له لارې ډېر زیات مصرفونه کوي ، په خپل ټول ځواک د همدې لپاره جنګېږي او د ابلاغ ټول وسایل یې هم د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره ځانګړي کړیدي ځکه چې لویدیځوال پدې ښه پوهېږي چې د خاورو د دایمي اشغال او د زېرمو د بشپړ قبضې په څېر نور ټول اهداف یې د همدې په ضمن کې تر لاسه کېدای شي ، کوم ولسونه چې غربي کلتور خپل کړي او فکري غلامي یې ومني نو د هغوئ په خاورو او زېرمو د لویدیځ قبضه ډېره اسانه وي او خامخا یې د قبضې لاندې راځي کله د دوی د مسلحو ځواکونو او فوځي اډو د شتون په صورت کې او کله د غلامو مشرانو او لاسپوڅو حاکمانو په واسطه .
او کوم ولسونه چې د لویدیځ فکري غلامي نه مني د افغان ولس په څېر غیرتي او سوچه مسلمان ولس وي او که د ویتنام یا شمالي کوریا په څېر کمونست ولس وي هلته که لویدیځ هر څومره خواري وکړي خواري یې نتیجه نه ورکوي او په هیڅ صورت هغه هیواد کې د اوږدې مودې لپاره نه شي پاتې کېدای او نه یې زېرمې قبضه کولای شي .
لویدیځ په نړۍ کې د خپل هدف د پوره کېدواو خپل فکر د خپراوي په وړاندې یواځینې خنډ اوس اسلام بولي او دا هسې د لویدیځ بې ځایه اندېښنه نده بلکې حقیقت هم همدا دی چې په نړۍ کې د غربي فکر د خپراوي مقابله یواځې اسلام کوي نو ځکه غرب هم د اسلام پر ضد هر اړخیز صلیبي جنګ اعلان کړی او په تیرو ۱۰ کلونو کې یې د دې جنګ په هر اړخ کې د تېرې نه بلې ورځ ته پدې هیله ډېروالی راوستی دی چې که اسلام او مسلمانان په نړۍ کې له منځه یو نه سي نولږترلږاه له پښو به یې وغورځوي ، په حربي ډګر کې په عراق او افغانستان کې دا جنګ مخامخ روان دی ، صومالیه ، سوډان ، پاکستان او لیبیا ته دا جنګ وررسېدلی دی او هوایې بمبار پرې دوام لري اودښمن په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دا جنګ د اسلامي نړۍ ټولو هیوادونو ته خپرول غواړي لویدیځ په کمین کې ناست دی د موکو نه ګټه پورته کوي ، خپل مداخلت ته لارې هواروي او تر کوموځایونو یې چې لاسونه رسېدای شي وراوږدوي یې
د حربي تر څنګ په ابلاغي ډګر کې هم دا جنګ روان دی او که رښتیا ووایو نو پدې ډګر کې دا جنګ د عسکري جنګ نه په څو چنده زیات ګرم دی او د دې وجه څرګنده ده او هغه دا چې په عسکري ډګر کې امریکا اواتحادیانویې مسلمانانو ته ښه ډېر تاوانونه رسولای شي ، ښه ډېر مسلمانان وژلای شي ، د مسلمانانو هیوادونه لوټی لوټی کولای شي ، دولتونه یې ړنګولای او نظامونه یې له منځه وړلای شي ، خاورې یې اشغالولای او ښه ډېر مادي تاوانونه وررسولای شي اوداهرڅه یې په تېرو۱۰کلونوکې ښه په خلاص مټ اوپراخه پیمانه ترسره کړل خو پدې لار کې بریالیتوب او له دې لارې هدف ته رسېدل تقریبا ناشوني دي ، لویدیځ ( چې په سر کې یې امریکا ده ) که څه هم دا تمه نه کوله چې مسلمانان به یې زور ته تسلیم نه شي خو په تېرو ۱۰ کلونو کې یې ولیدل چې مسلمانانو یې زور ته سرونه ټیټ نه کړل او په ډېرو کمو او کمزورو وسایلو یې نه یواځې دا چې د دوی مقابله وکړای شوه او د دوی پر ضد یې ۱۰ کلن اوږد جنګ جاري وساتلای شو بلکې پدې جنګ کې یې د دوی د خپلو اعترافونو له مخې ورته ماتې هم ورکړه نو ځکه اوس د هرې لارې چې وي د مسلمانانو سره د دې مخامخ او ځمکني جنګ ودرول او ځانونه د یو تاریخي شکست د اعلان نه ساتل غواړي .
دې جنګ کې د دوی زیات شمېر فوځیان مړه او معیوب شول ، ډېر زیات لګښتونه یې پرې وشول دومره زیات چې د برتانې او امریکا په څېر د نړۍ ستر او بډای هیوادونه یې په ملیاردونو ډالرو مقروض او دیوالیه کېدلو ته نېږدې کړل خو د دې ټولو سترو مالي او ځاني تاوانونو سره سره هم نتیجه صفر ده او دا جنګ ډېر بې ګټې دی نو ځکه لویدیځ اوس خپله زیاته توجه ابلاغي جنګ ته وراړولې ده کوم چې ځاني تلفات نه لري ، لګښت یې نسبتا ډېر کم دی او نتیجه یې د دوی په خام فکر مثبته ده .
مهمه دا هم ده چې عسکري جنګ اقدامي بڼه لري او ابلاغي جنګ د اقدام تر څنګ دوی دفاع هم ګڼي ځکه چې اوس په لویدیځ کې د اسلام مطالعه ډېره زیاته شویده او پکې تر بل هر وخت زیات وګړي مسلمانېږي یواځې په برتانیه کې د برتانوي ادارو د سروېګانو له مخې د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۰۸ پورې د انټرنیټ او کتاب له لارې د نویو مسلمانو شویو تنانو شمېر د ۱۰۰ زرو نه اوښتی دی د اسلام دې تېز خپراوي غرب ډېر ورخطا کړیدی او په هرې طریقې چې کېدای شي مخنیوی یې کول غواړي نو د غرب دا ابلاغي جنګ هم اقدام دی او هم دفاع نو ځکه ورته زیات اهمیت ورکوي ، د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو په موخه یې شپه او ورځ په نشراتو کې تبلیغات کېږي او په نړۍ کې د یو منظم پلان له مخې د اسلام نه د خلکو د متنفره کولو په موخه د اسلام د اصلي څېرې د مسخه کولو هڅې کوي ، د اسلام په احکامو او نظام ډول ډول بې بنسټه او نامعقوله اعتراضات کوي او اوس خو یې بشریت ته ددرناوي ، انساني کرامت او دینونو ته د احترام ټول اصول تر پښو لاندی کړي او د یو منظم پلان له مخې یې د اسلامي شعایرو او مقدساتو سپکاوی پیل کړیدی ، په یو زمان او یو ځای کې د سپکاوي ټولی پېښې نه رامنځته کېږي بلکې په ډېر چل او فرېب په مختلفو وختونو کې او جلا جلا هیوادونو کې په تدریجي شکل د یو بل پسې رامنځته کېږي ، د اسلام ستر پېِغمبر ته د سپکاوي په موخه د کارتونونو پیل د ډنمارک نه وشو ، په هالنډ کې د سپکاوي او ګستاخۍ ډک فلم جوړیدو خبره رامخې ته شوه ، په سویس کې د جوماتونو منارې ړنګې شوې په امریکا کې د قرآن کریم سوزولو بده او دردونکې پېښه رامنځته شوه او دا دی د مسلمانو مېرمنو د مخونونه د حجاب لری کولو کار د فرانسې نه پیل شو ، او دا سی ښکاري چې ټول لویدیځ ته به یې د خپرولو هڅې وشي .
په فرانسې کې مېشت مسلمانان خپله شمېره د ۱۰ میلیونونو په شاوخوا کې بولي خو د فرانسې د دولتي خپرو شوو ارقامو له مخې پدې هیواد کې نېږدې ۶ ملیونه مسلمانان ژوند کوي چې د مسلمانانو دومره زیاته شمېره په بل یو اروپایې هیواد کې هم نشته یانې مسلمانان د دې هیواد نېږدې ۲۰ فیصده نفوس تشکیلوي او دوی د دې هیواد په مذهبي اقلیتونو کې تر ټولو ستر اقلیت دی ، د فرانسې په مکتبونو اوکارځایونو کې خو لا له وړاندې مسلمانو مېرمنو د ټیکري په سرولو اجازه نه درلودله چې له امله یې ډېرې مسلمانې زده کونکې اوکار کونکې له زدکړو بې برخې شوی وې خو په نادولتي عامو ځایونو کې د مېرمنو پر حجاب د بندیز پر خبره په ۲۰۰۹ م کې فضیله عماره رامخې ته کړه ، فضیله عماره په خټه الجزایرۍ ده ، په فرانسې کې رالویه شویده ، ځان سېکولر مسلمانه بولي او د سرکوزي په کابینه کې د مدني ژوند د تعمیر وزیره ده ، فنا نشنل ټایمز نومې برتانوي اخبار سره په مرکه کې هغې ویلي و چې ٫٫ حجاب یا د مېرمنې مخ ورپټول د مېرمنو سره ظلم دی او طرفداران یې باید د راډیکالو مسلمانانو په قطار کې ودرول شي ٬٬ د نوموړې وزیرې د څرګندونو په ضد چې په فرانسې او د فرانسې نه بېرون په اسلامي او نا اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو له لورې غبرګونونه رامخې ته شول او ډېرو مذهبي مشرانو د دې څرګندونې په سختو ټکو وغندلې نو د اسرائیلو جاسوس فرانسوي ولسمشر سرکوزي ته موکه په لاس ورغله دا یې د بحث موضع جوړه کړه ،څو ځله یې پدې اړه څرګندونې وکړې چې له امله یې په هیواد کې پدې اړه ډېر بحثونه رامخې ته شول او قصداً دا یوه لانجمنه موضوع وګرځول شوه ، د کورنیو چارو وزارت پدې اړه سروېګانې پیل کړې ، په ۲۰۱۰ م کې په حجاب د بندیز لګولو هڅو د تحریک شکل غوره کړ او د پارلمان له لورې د دې موضوع لپاره د تعین شوې کمېټې له طرفه دا سپارښتنې رامخې ته شوې چې باید د کورونو نه بېرون د مسلمانو مېرمنو پر حجاب بندیز ولګول شي او د سرغړونکو مېرمنو نه باید د فرانسې تابعیت واخستل شي .
د دې کمېټې د سپارښتنو سره د حجاب پر ضد د بندیز لپاره په قانون جوړولو کار پیل شو ، په جولای کې ولسي جرګې ته او په اګست کې د سنا مجلس ته وړاندې کړای شو د دواړومجلسونو نه د منظورۍ اخستلو نه پس په فرانسې کې پر حجاب بندیز قانوني شکل غوره کړ او اوس دا دې د دې کال د اپریل په ورستیو کې یې عملي نفاذ پیل شو ، پدې نوي قانون کې راغلي دي چې سرغړونکې مېرمنې به پولیس خپلو مرکزونو ته راغواړي او د حجاب د لری کولو حکم به ورته کوي کومې مېرمنې چې حجاب نه لری کوي هغوي به ۱۵۰یورو جریمه کېږي کومې مېرمنې چې د مېړونو د فشار له امله حجاب کوي د هغوي مېړونه به هم ۳۰۰ یورو جریمه کېږي او څوک چې په زور کومې مېرمنې ته حجاب ورپه سروي هغه به په ۲ کاله بند محکومېږي او ۳ زره یورو به جریمه کېږي .
د سرکوزي ادارې ګومان کاوه د دې قانون د نافذېدلو نه پس به په فرانسې کې مسلمانې مېرمنې د مالي جریمې له ویرې حجاب پرېږدي او یوه مېرمن به هم په حجاب کې راونه وځي خو د سرکوزي د ادارې لپاره سخت د مایوسۍ ځای و چې د ظلم او جبرنه ډک د دې قانون د نافذېدلو په هماغه ړومبۍ ورځ د دې قانون سره د عملي مخالفت ښودلو او کرکې ښکاره کولو په اراده ګڼ شمېر مېرمنې د خپلو کورونو نه د سر نه تر پښو پورې په حجابونو کې پټې راووتې چې د ۱۹ مېرمنو په شمول ۶۱ مسلمانان د پولیسو له خوا ونیول شول د ناوړه سلوک ښکار شول او په راښکلو راښکلو پولیسو خپلو موټرو ته وخېجول ، یو فرانسوي مسلمان خورا بډای سوداګر مسلمانو مېرمنو ته اعلان کړیدی چې حجاب دې په هیڅ صورت نه پرېږدي او چې څومره جریمه کېږي ځه به یې ادا کوم تر څو نړۍ ته د فرانسې اصلي څېره څرګنده شي .
د فرانسې ولسمشر سرکوزي ویلي دي چې ٫٫ حجاب د مېرمنو سره زیاتې دی چې فرانسوي دودونه او اقدار هیڅکله د دې اجازه نه شي ورکولای ٬٬
دا څومره نامعقوله استدلا ل دی ؟! خو د لویدیځ په ګونګو شیطانانو کې هیڅوک نشته چې ورته ووایې حجاب په کوم اعتبار ظلم کېدای شي ، حجاب خو مسلمانې مېرمنې د خپل عفت ، عصمت او حیا چاردیوالي ګڼي ، د خپل رب حکم یې بولي د عزت لباس ورته وایې او په خپله خوښه یې کوي نو ظلم څرنګه شو ؟ که ظلم وای او په خپله خوښه یې نه کولای نو آیا د حجاب پر ضد به یې لاریونونه کړي وای ؟ او د پولیسو له لورې نیول کېدل او مالي جریمې به یې زغملای ؟
ظلم خو د فرانسې دولت کوي چې د مسلمانو مېرمنو مدني حقوق ، مذهبي ازادي او په لباس کې خپلواکي یې سلبوي .
فرانسه او ټول لویدیځ دعوه کوي چې دلته مذهبي ازادي ده نو حجاب خو د مسلمانو مېرمنو لپاره د لمونځ او روژې غوندې حیثیت لري او د مېرمنې د خپل ذات سره یې تړاو دی بل هیچا ته ترې ضرر نه رسېږي نو چې پرې بندیز ولګول شو مذهبي ازادي څه شوه ؟
د ملګرو ملتونو په ادارې کې منظور شوي او په ټول غرب کې منل شوي اصول دي چې د لباس په انتخاب کې هر څوک ازاد دی ځکه خو د فرانسې په شمول په ټول غرب کې ډېرې مېرمنې لارو کوڅو او بازارونو ته په هغه کوچنو نېکرونو کې راوځي چې مخصوص دواړه اندامونه یې هم نه وي پټ ، ډېرو پوهانو د خپلو دولتونو نه وغوښتل چې په کوچنو نېکرونو کې لارو کوڅو او بازارونوته د مېرمنو راوتل په ټولنې کې اخلاقي فساد زیاتوي نو باید بندیز پرې ولګول شي خو دولتونه د پوهانو دا غوښتنه پدې ردوي چې دا په لباس کې د خلکو ازادي سلبول دي ، نو پوښتنه دا ده چې حجاب خو هم په فرانسې کې د مېشتو مسلمانو مېرمنو لباس دی او په خپله خوښه یې د ځانونو لپاره انتخاب کړی او دا داسی لباس دی چې پرې په ټولنې کې د اخلاقي فساد مخنیوی کېږي نو په لباس کې د دوی د ازادۍ لحاظ ولی نه کېږي او ولی یې ازادي سلبولای شي ؟ ځکه چې دوی مسلمانانې دي او حجاب د اسلام حکم دی او دا دواړه په لویدیځ کې ستر جرمونه دي .
په فرانسې کې چې کومې مېرمنې په حجاب کولو ټینګار کوي وایې چې د دې وحشي قانون پر ضد به خپله مبارزه روانه ساتو که بریالیتوب مو په برخه نه شو په کورونو کې به کینو ګینې فرانسه به پرېږدو او کوم بل داسی اروپایې هیواد ته به ولاړ شو چې پکې په حجاب بندیز نه وي .
یانې د دې قانون د عملي کېدو له امله به یا مسلمانې مېرمنې کورونو کې کېناستلو او یا د فرانسې نه کډه کولو ته مجبورېږي دا څومره ستر ظلم دی ؟!
دوه کاله وړاندې چې په یوې جوړې شوې جعلي وېدیو کې ښودل شوي وو چې ګواکې طالبان د پردي سړي سره د ناروا اړیکو لرلو په جرم په سوات کې یوه مېرمن په درو وهي نو د امریکا ولسمشر د بشر د حقوقو په نوم جوړو شوو غربي ادارو ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نورو دا د بشریت پر ضد وحشت ګڼلی و او طالبان یې په ډېرو بدو القابو یاد کړي وو ولی ؟ ځکه چې که څه هم داجعلي عمل و خو د اسلام د سزا او جزا د قانون نوم ورکړل شوی و نوځکه یې وحشت ګڼلو او په فرانسې کې چې د مسلمانو مېرمنو مذهبي ازادي سلبېږي ، مدني حقوق یې تر پښو لاندی کېږي ، د کارونو نه بې برخې کېږي او په کورونو کې کېناستلو یا د دې هیواد نه کډه کولو ته اړ کېږي نو دا ځکه نه وحشت دی نه ظلم اوزیاتی دی چې داسلام رنګ پکې نشته ، په لویدیځ کې کېږي اودمسلمانو کمزورو مېرمنو پر ضد کېږي نو ملګري ملتونه ، د بشر د حقوقو ادارې ، د امریکا ولسمشر او اروپایې مشران نه یواځې دا چې پر ضد یې څه نه وایې بلکې تائيدوي یې او کاناډا ، بلجیم ، ډنمارک ، المان ، ایټالیا او هسپانیه هم غواړي چې په حجاب د بندیز په اړه خپلو پارلمانونو کې بحثونه وکړي .
بس دا غرب دی ، دا یې اصلي څېره ده ، دا یې روشن فکري ده ، همدا یې بشر دوستي او ازادي ده ، کاشکې ټول مسلمانان یې اصلي څېره وپېژني او نور یې په دروغجنو ناروو نه غولیږي .
د افغانستان اسلامي امارت
chaparharay
15.05.2011
جزاک الله خیرا ښه یادونه مو کړي الله جل جلاله دي په ټوله نړی او اول په
اسلامي هیوادو کي په صحیح صورت اسلامي امارت قایم کړي چي سوچه
او خالص کامل اسلامي امارت وي نه دا تش په نوم اسلامي حکومتونه د غربیانو غلامان او مزودران.