د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یا أبابکر! والذی بعثنی بالحق! لم یعلمنی حقیقة غیر ربی

و.افغان
14.05.2011

یا أبابکر! والذی بعثنی بالحق! لم یعلمنی حقیقة غیر ربی
درنو وروڼو: دغه حديث چې وزيري صاحب خپل لاسليك كې راوړى دى؛ باطل دى، دروغ دى، موضوع دى، مكذوب على رسول الله صلى الله عليه وسلم دى.
هيڅ سند نه لري، او نه د حديثو په معتبرو كتابونو كې راغلى دى.
موضوعي حديث د ضعيفو حديثونو بدتره نوعه ده:
قال المحدث الحافظ عبد الرحيم بن الحسين العراقي رحمه الله في ألفيته المباركة:
شر الضعيف الخبر الموضوع
الكذب المختلق المصنوع
وحيث كان لم يجيزو ذكره
لمن علم ما لم يبين أمره

دا چې دغه موضوعي حديث څه معنا لري؛ او د څه لپاره وزيري مخصوصا په دې ورځو كې خپل لاسليك ګرځولى؛ نو دا ځواب به تاسې ته خپله وزيري صاحب دركړي.

د اوسنۍ زمانې په شمول له څلورم هجري قرن څخه را پديخوا تصوف ته منتسبين په
اغلبه توګه د خپلو عقايدو د اثبات لپاره په ضعيفو, كمزورو، شاذو، منكرو، بې سندو
او موضوعي يعنې درواغجنو روايتونو باندې استدلال كوي؛ در حاليكه صحيح ثابت
او مسند احاديث دومره ډېر دي، چې ضعيفو ته د مسلمان هيڅ نوعه حاجت نه پاتې كيږي.

په درنښت


وزیري
14.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

ساپی صاحب، خیر ده که ضعیف وی او یا موضوعی وی نو سند یی وړاندی کړه چی چا جرحه کړی ده؟

ما خو له ځان نه نه دی لیکلی چی له خپل ذهن نه می را کاپی کړی وی. د دووه کتابونو حوالی می ورسره لیکلی دی. د اولنی کتاب مؤلف خو کره محدث ده چی هغه په خپل کتاب کی لیکلی نو ته یی ولی بغیر له کره شواهدو تورنوی.

بیا ما ولی ملامتوی؟ مؤلف ته بد رد ووایه. ماته خو ښه روغ ښکاری او ښه خوند هم راکوی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more