د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دالجزیرې سره د امیرمحترم حکمتیارصاحب مرکه: اسلامي امت او صلیبي جنګونه

م . ق
14.05.2011

د لراوبر ویبپاڼې څخه په مننه
[url]http://larawbar.org/details.php?id=26647[/url]
لومړۍ پوښتنه: اسلامي امت دا وخت له يوې خطرناکي مرحلې تېريږي، د عربي اسلامي دولتونو د رواني وضعي په اړه ستاسو موقف څه دئ؟!
او دا چي ځيني عربي دولتونه له امريکايي او ناټو قواو څخه مرسته غواړي دا مرسته غوښتل روا دي او که ناروا؟!؟
1- ځواب: يقيناً چي امت د خپل تاريخ له سخت پړاو او ډېري خطرناكي او ستونزمني مرحلې تېرېږي، د اسلامي امت بدن زخمي زخمي دئ او له هر لوري تر بريدونو او گوزارونو لاندي، له ستر او پراخ سوړ او تود صليبي جنگ سره مخامخ دئ، ټول كفري ځواكونه د امت په ضد متحد شوي، د اسلامي هېوادو منافق مشران هم ورسره يو ځاى شوي، روافض او نوري انحرافي ډلي هم د مخكني صليبي جنگ په څېر د دښمن ملاتړ كوي، په هر ډگر كي د اسلام او مسلمانانو په ضد جنگ روان دئ، دا جنگ له افغانستانه پيل شو، عراق ته وغزېدو، ورو ورو ئې لمن نورو اسلامي هېوادو ته د غزېدو په حال كي ده، دا جنگ يوازي د القاعده يا د افغاني مجاهدينو په ضد جنگ نه دئ، په ټولي نړۍ كي د اسلام او اسلامي امت په ضد جنگ روان دئ، دوى د طالبانو حكومت نسكور كړ، اسامه بن لادن ئې له خپل زوى او مېرمني سره شهيدان كړل، تر يو سل شل زره زيات افغانان ئې ووژل، لس كاله ئې پر افغانستان او قبائلي علاقو بمونه او راكټي وورولې، خو لا ئې زړه نه دئ يخ شوى، او د مزيد پاته كېدو او جگړو ته د دوام وركولو گواښونه كوي!! نړۍ وال پوښتنه كوي چي له دې وروسته د جنگ د دوام دليل او توجيه څه ده؟ كه جگړه د اسامه د وژلو لپاره وه نو د هغه له شهادت وروسته ولي د جگړي پر دوام ټينگار كوئ؟!! ولي وايئ چي جگړه لا پاى ته نه ده رسېدلې!!
د ليبيا په اړه بايد ووايم چي اوس هلته د بهرني تېري قضيه مطرح ده نه د نظام په ضد د كورني پاڅون قضيه، دا د هر ملت حق دئ چي له خپلو حكامو سره محاسبه وكړي، يو حكومت پر بل بدل كړي، داسي كورنۍ لانجې بايد له بهرنيو مداخلو پرته حل شي، كه كورنۍ لانجې د بهرنيو بريدونو لپاره د توجيه او مبرر په توگه ومنو نو بيا خو بايد مصر، تونس، يمن، اردن، ايران، سوريې، سعودي، مراكش، او نورو ملكونو ته هم ناټو او امريكا خپل ځواكونه ولېږي او هلته هم جنگ پيل كړي.
پر ليبيا بريد په حقيقت كي د ليبيا د شتمنيو د غارت لپاره د امريكا او د هغې د مؤتلفينو گډ بريد دئ، غربي يرغلگر د معمر القذافي په ضد د پاڅون ملاتړ د دې لپاره نه كوي چي گواكي غواړي د كوم ديكتاتور په ضد د يوه ملي پاڅون ملاتړ وكړي، حاشا و كلا، كه داسي وى نو دوى به په بحرين، اردن، سعودي، يمن او سوريې كي هم د قيامونو ملا تړ كړى وو، بحرين ته د سعودي ځواكونو تلو مخه به ئې نيولې وه، په يمن او سوريې كي به ئې د بې گناه او بې دفاع مسلمانانو د وژلو مخنيوى كړى وو، سوريې ته د ايراني ځواكونو د تلو مخه به ئې نيولې وه چي د سوريې د مسلمان ولس په ضد د بشار الاسد د ملاتړ لپاره تللي. قذافي تر كوم ديكتاتور ډېر بد دئ، تر عبدالله صالح كه تر مالكي؟!! مالكي د امريكايي جهازونو تر وزر لاندي په تېرو څو كلونو كي نږدې درې لكه سنيان ووژل! دوى معمر القذافي ته د غرب په وړاندي د بغاوت سزا وركوي، د هغي وينا سزا چي د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه كي ئې وكړه، نه دا چي دوى د ديكتاتورانو مخالف دي!! د اسلامي هېوادو ديكتاتوران خو دوى مسلط كړي، دوى حمايه كړي، آيا حسني مبارك او ابن علي د دوى ذليل لاس پوڅي ديكتاتوران نه ول؟!! دوى په اقتدار كي نه وو ساتلي، د همدغو په لاس ئې ملي قيامونه نه وو ځپلي؟ آيا دا دوى نه ول چي په اروپا او امريكا كي به ئې د دغو رژيمونو مخالفين نيول او لاس تړلي به ئې دغو جلادانو ته سپارل؟!! دوى ولي په سوريې او يمن كي د جلادانو لاس آزاد پرېښى چي هره ورځ بې وسلې مظاهره كوونكي وژني؟ هغه څوك وو چي په پروان، كندهار، بلخ او د افغانستان نورو ښارونو كي ئې پر مظاهره كوونكو له زمكي او هوا ډزي وكړې، او په سلگونو خلك ئې په خپلو وينو كي ورغړول؟ آيا دا دوى او د دوى ديموكرات غلامان نه دي؟!! دا څوك دئ چي هره شپه زموږ پر كليو او بانډو راكټي وروي او په خوب ويده بې وزلي ماشومان، ښځي او سپين ږيري وژني؟ هغه به كوم ناپوه انسان وي چي د دوى پر منافقتونو نه پوهېږي؟!! دوى له خپلو استعماري گټو پرته په هيڅ څه باور نه لري، نه دين او مذهب لري او نه اخلاق او انساني عاطفه، د استعماري گټو لپاره له هيڅ وحشيانه جنايت څخه ډډه نه كوي.
زه ټولو مبارزينو ته وايم: له يرغلگرو سره هر راز ملگرتيا، په هر نامه او هره بهانه مردود او منفور عمل دئ، د داخلي حريف او رقيب د پرځولو لپاره پرديو او تر ټولو سترو دښمنانو ته د بريد بلنه وركول؛ نه شرعي مجوز لري او نه عقلي توجيه. موږ نه د روسانو په ضد تېر جهاد كي امريكايانو ته د فوځ رالېږلو بلنه وركړه او نه د امريكايانو په ضد اوسني جهاد كي د دوى كوم حريف ته، كومو ذليلو ناافغانانو چي دا كار وكړ هم ئې دنيا تباه شوه او هم آخرت، هغوى د همدغو امريكايانو په لاس له ذلت او سپكاوي سره مخامخ شول!!
‏2- پوښتنه: امريکايې او ناټو قواوى پرمختللى اسلحې لري او کولاى شي چې ملکي خلک بمبار او ووژني، چې دغه ملکي خلک په هغه جگړو کې چې د افغانستان په جنوب او شرق کې روانې دي وژل شوي ايا فکر کوي چې تاسو چې ډير زيات بين المللي روابط لري يوه ورځ به دغه قواوې محاکمې ته راکش کړى.
2- ځواب: د تېرو لسو كلنو تجربو وښوده چي افغانان او هر آزادي غوښتونكى ولس كولى شي د مجهزو او ځواكمنو يرغلگرو په وړاندي مقاومت وكړي، بريا تر لاسه كړي او دښمن له ماتې سره مخامخ كړي.
‏3- پوښتنه: د مقاومت اکثره قيادتونه په سختو شرايطو کې دې ايا دا ددې معنى ورکوي چې تاسو له سترو خطرونو سره مخ يې او په سختو شرايطو کې ژوند کوي او پر تاسو باندې فشارونه ډير دي؟!
3- ځواب: په دې كي هيڅ شك نشته چي ټول اسلامي امت او صالح او مؤمن قيادتونه ئې له ستونزو او كړاوونو سره مخامخ دي. خو إن شاء الله دا تياره شپه به حتماً او ډېر ژر پاى ته رسي.
4 ‏- پوښتنه: اسلامى امت او افغان ملت ته د توجيه لپاره څه توصيه لرى؟!
4- ځواب: افغان ولس او ټول اسلامي امت ته مي پيغام دا دئ چي آزادي او عزت له جهاد او قربانيو پرته نشي ترلاسه كېدى، ملتونه په شهادتونو سره نه بلكي له جهاد او قربانيو شا ته كېدا سره له ماتې او ذلت سره مخامخ كېږي، هغه ملتونه تل آزاد، سرلوړي او عزتمن پاتي شوي چي سنگرونه ئې دښمن ته نه دي پرېښي او له شهادتونو او قربانيو نه دي وېرېدلي، هغه ولسونه تل په ذلت او د پرديو په اسارت او غلامۍ كي پاتي شوي چي جهاد ئې پرېښى او دښمن ته تسليم شوي.
زه باور لرم چي امريكايان نه د اسامه په څېر د جهادي شخصيتونو په وژلو سره خپلو ناولو موخو ته رسېدى شي او نه د افغانستان او عراق په څېر نورو بريدونو سره، دا وژني، ترورونه او بريدونه نه د دوى كورنۍ ستونزي حل كولى شي او نه له اسلامي امت سره د دوى ستونزي. نه د شخصيتونو په ترور سره هغه مقاومت ځپلى شي چي د اسلامي امت ځوان نسل عزت او آزادۍ ته د رسېدو لپاره پيل كړى او نه د بريدونو له لاري د دې مقاومت د بريا مخه ډپ كولى شي.
آيا د اسلامي امت ځوان نسل به هغه څه هېر كړي چي دوى له اسامه بن لادن سره وكړل؟!! له هغه سره ئې د ټولو انساني، ديني او اخلاقي معيارونو خلاف او د وحشيانو او د ځناورانو په څېر چلن وكړ، له هغه سره ئې هغه څه وكړل چي د قريشو مشركينو له حمزه ﷻ سره وكړل، د اسامه له نيولو او وژلو وروسته ئې د هغه پر دواړو سترگو ډزي وكړې، پر مخ ئې د څو گوليو نښي ښكارېدې، د هغه مړى ئې نه خپلوانو ته وركړ او نه ئې دفن كړ، بلكي په سمندر كي ئې وغورځاوو، او دا له دې كبله چي د هغه سورى سورى جسد ئې نړۍ والو ته نشو ښودلى، د اسلامي امت د مزيد توهين او سپكاوي لپاره ئې اعلان وكړ چي د جنازې مراسم ئې له مذهبي قواعدو سم تر سره شول!! عجيبه ده!! نه پوهېږو د ځناورو له مذهب پرته كوم مذهب د مړي د مُثله كولو او د هغه د سترگو د ايستلو او په سمندر كي د هغه د جسد اچولو اجازه وركوي؟!! د اسامه مېرمني او زوى څه جرم كړى وو چي ووژل شول، د قذافي د زوى او لمسيانو څه جرم وو چي ووژل شول.
له اسامه سره دا چلن كوي، دلته په افغانستان او پاكستان كي د خلكو پر كورونو د شپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي راكټي وروي، ښځي، ماشومان او بوډاگان وژني، په ليبيا كي د قذافي پر كور هوايي بريد كوي، صدام حسين ئې شيعه وو ته وسپارو چي په پوره سپكاوي او اهانت سره ئې ووژني!! هغه څه چي دوى د ابوغريب، گوانتانامو، بگرام او كندهار په زندانونو كي له بنديانو سره وكړل، هغه څه چي دوى د خپلو مخالفينو له مړو سره په افغانستان كي وكړل، د مړو غړي پرې كول، ملنډي پرې وهل، حتى تيل پرې شيندل او سوزول، آيا په ټول انساني تاريخ كي چا تر دې زيات رذيل او ذليل فاتحان ليدلي؟ كله چي اوباما د اسامه د وژل كېدو اعلان كولو نو هر چا د هغه په څېرې كي د شرم او خجالت هغه نښي او آثار له ورايه احساسولې چي له اسامه او د ده له مېرمني او زوى سره د امريكايي كماندو وحشيانه او رذيلانه كړنو د ده پر زړه او دماغ خپل وزر غوړولى وو.
امريكايانو ته وايو: كه تاسو د يوه اسامه د وژلو لپاره داسي جنگ ته اړ شوئ چي لس كاله ئې دوام وكړ، يو نيم لك فوځ مو په كي برخه واخيسته، تر دېرش زره زيات مړي او زخميان مو درلودل، تر دوه ټريليون ډالر زيات جنگي لگښتونه مو وگالل، كه په هر اسلامي هېواد كي يو اسامه درته پيدا شو څه به كوئ؟!! آيا دا ډېر كچه او غلطه انگېرنه نه ده چي څوك گمان وكړي د نړۍ په يو نيم مليارد مسلمانانو كي به داسي غيرتي زلميان راپيدا نشي چي د اسامه په څېر شي، او د هغو اهانتونو او تحقيرونو غچ واخلي چي اسلامي امت ته مو اړولي؟!! كه داسي وي نو د دې امت پر بد حال بايد زموږ له سترگو د اوښكو پر ځاى ويني وبهېږي!! خو إن شاء الله د دې سر لوړي امت په هر ټبر كي داسي شازلميان شته چي د الله تعالى په لار كي هري قربانۍ ته چمتو دي. تاسو په دې هم ښه پوهېږئ چي اسامه نه د يولسم ستمبر عملياتو طراح وو، نه ئې قائد او نه ئې ممول، هم ئې طراح محمد عطاء وو او هم ئې قائد، هغه محمد عطاء چي له اتلسو نورو ملگرو سره يو ځاى په پېښي كي شهيد شو، د اسامه ونډه فقط دومره وه چي محمد عطاء له پېښي وړاندي خبر كړى وو.
تاسو مسلمانان سم نه پېژنئ، هغوى داسي نه دي چي د شخصيتونو په شهادت سره ئې په زړونو كي د مرگ وېره راولاړېږي او دښمن ته تسليمېږي، داسي شهادتونه ئې لا زياتو شهادتونو ته هڅوي، هغوى په دې باور دي چي مرگ په خپل وخت راځي او له الهي مقدراتو سره سم راځي، هيڅوك ئې وړاندي وروسته كولى نشي، امريكا او تر څلوېښتو زيات ائتلافي ملگري ئې د ډېرو اسلامي هېوادو د منافقو مشرانو په ملتيا ونه توانېدل چي په تېرو لسو كلونو كي اسامه بن لادن ووژني، د ده لپاره همدا شپږ پنځوس كاله عمر ټاكل شوى وو، له الهي مقدراتو سره سم په شهادت ورسېدو. مسلمانان داسي مشران خوښوي چي په سنگر كي شهيد شي، هغوى د ذليل حسني مبارك يا د پرديو لاس پوڅي مالكي پر ځاى صلاح الدين ايوبي او نورالدين زنگي خوښوي.
5- پوښتنه: د حزب اسلامي معظمو مسئولينو د کابل د ادارې سره د کارکولو خبرې کړي ددې معنى دا ده چې له هغه حکومت سره چې د امريکايى ټانگونو پر مټ راغلي د کارکولو موافقه موکړي؟د کرزي له ادارې سره ستا سود موافقې حقيقت څه دى؟!
5- ځواب: حزب اسلامي نه د كرزي له حكومت سره مذاكرات لري او نه كومه موافقه، په دې اړه تبليغات بې بنسټه دي او د غرضي كړيو له لوري خورېږي. د حزب اسلامي هيڅ مسئول دا خبره نه ده كړې چي حزب اسلامي د كابل له لاس پوڅي حكومت سره مذاكرات لري يا كومي موافقه .
‏6- پوښتنه: د طالبانو حرکت گومان کيږي چې په عملي ډگر کې قوي او د افغانانو د اکثريت ملاتړ ورسره دي او هغه پد ې چې دوى پر افغانستان حکومت کړى چې دې حکومت پر افغانستان د بين المللي تحالف ترحملې پورې ادامه لرله، ستاسو او د طالبانو ترمنځ اړيکې څه ډول دي ايا دا ممکنه ده چې تاسو يوه ورځ د ملامحمد عمر حکومت قبول کړى؟
6- ځواب: تاسو دلته درې پوښتني كړې چي د هري يوې بېل بېل ځواب دا دئ: 1- د طالبانو او حزب اسلامي تر منځ هيڅ ډول رابطه او معاهده نشته، 2- د هري ډلي قوت او د ولسي ملاتړ كچه هغه مهال معلومېدى شي چي ولس ته د انتخاب حق وركړى شي، او عملاً څرگنده شي چي كومه ډله تر نورو ځواكمنه او له ولسي تأييد او ملاتړ برخمنه ده، زه په ټول ډاډ او اطمئنان سره ويلى شم چي د افغانانو هيڅ ډله د قوت، ولسي نفوذ، جهادي سابقې او ښه تنظيم له پلوه له حزب اسلامي سره سيالي نشي كولى، نه حكومت كول د كومي ډلي د قوت نښه ده او نه د نظامي امكاناتو درلودل، ځكه ډېر ځلي دا دواړه د هغه چا په برخه كېږي چي بهرني ځواكمن او شتمن حاميان ولري. 3- موږ د هر هغه چا حكومت منلى شو چي مسلمان وي او د افغان مسلمان ولس له لوري د زعيم په توگه غوره شي، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور قدرت ته رسېدلي واكمنان نه منو. اوس د افغانانو لپاره اساسي موضوع دا ده چي خپل هېواد آزاد كړي، ډېر ناپوه كس به د دې اصلي قضيې پر ځاى پر نورو ثانوي قضيو تركيز كوي، ټول بايد دا د يوه قطعي اصل په توگه ومني چي د هېواد زعيم به د ملت له لوري غوره كېږي، نه د څو افرادو يا څو ډلو تر منځ د راكړي وركړي له لاري، همدا د قرآن او سنت لارښوونه ده او همدا د قيادت د انتخاب يوازينۍ صحيح او شرعي طريقه، هغه څوك به له دې پرته د نورو طريقو په لټه كي وي چي د اسلام له حقيقته بې خبره دي او د اموي او عباسي مستبدو واكمنانو غلطو او د شريعت خلاف طريقو ته اسلامي رنگ وركوي.
‏7- پوښتنه: د طالبانو سره ستاسو اړيکې او تعاون يوازې د دغې مرحلې لپاره دي؟! که نه څه نور ستراتيژيک تفاهم او تعاون هم شته چې په نتيجه کې به د طالبانو د اندماج سبب شى؟!
7- ځواب: موږ غواړو د ټولو مجاهدينو تر منځ د تفاهم او تعاون فضاء راپيدا شي، هم د رواني مرحلې په ارتباط او هم د راتلونكو مراحلو په ارتباط، كه طالبان دې ته چمتو وي نو موږ ئې استقبال كوو.
‏8- پوښتنه: د روسانو پرضد مقاومت کې ستاسو برخه اساسي وه او دا وخت تاسو امريکايې قواو ته مطلوب يې ددى معنى دا ده چې تاسو اوس هم د اشغال پرضد په بيلابيل شکل مقاومت کوي لکن پرتاسو څه نيوکې هم شته چې گويا تاسو له ايرانه مرستې ترلاسه کوي او بل نيوکه دا هم ده چې تاسو له پاکستانه مرستې ترلاسه کوي ددې حقيقت څه دى؟!
8- ځواب: ستا د پوښتني د لومړۍ برخي په اړه بايد ووايم: موږ پرون هم د بهرني تجاوز مقابله كوله او نن هم، دا مقاومت به تر هغه دوام كوي چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له هېواد په بشپړه توگه ووځي.
د دوهمي برخي په اړه مي عرائض دا دي: دا اتهامات په بشپړه توگه دروغجن، بې بنسټه او د حقيقت خلاف دي، ايران د هري ډلي مرسته كولى شي خو د حزب اسلامي نه، د هري ډلي حكومت منلى شي، د كمونيستانو، غربپالو او د كابل د اوسني امريكايي حكومت په شمول، خو د حزب اسلامي حكومت نشي زغملى، دا هغه څه دي چي د تېرو كلونو تجربو ښودلې او ايراني چارواكو په وار وار ويلي. پاكستان له هغي نېټي وروسته چي روسي فوځونه له افغانستان ووتل تر نن پوري تل د حزب اسلامي مخالفت كړى او د هغه ډلي او حكومت ملاتړ ئې كړى چي امريكايانو ئې د حمايت سپارښتنه ورته كړې. څوك چي دا دروغجنه ادعاء كوي چي ايران يا پاكستان له حزب اسلامي سره مرسته كوي يا ډېر ناپوه او بې خبره دي او يا ډېر په غرض او مرض مبتلا.
‏والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

ننګرهاری صاحب مننه چې د اسبق مشر مرکه مو را ژباړلې ده:-

د مرکې محتویاتو ته کتو سره به دوعا کوو چې:-

په نړیواله کچه:-

الله ج دې د اسلامي امت د خدمت لپاره د ښاغلي حکمتیار صاحب د استعداد نه په داسې ډول ګټه پورته کړي چې د ښاغلي بانکي مون په کرسی مقرر شي، آمین ثم آمین

د افغانستان په کچه:-

خدای ج دې بیا نه واک ورکوي او نه ځواک، آمین


م . ق
14.05.2011

وعلیکم السلام عادل خان وروره
[quote:e7237e5437]اسبق مشر[/quote:e7237e5437]هاهاهاها یره عادل خانه ډیر وران یې.
ما هم تر پرونه حکمتیار صاحب نه تاییدولو او نه حزبي یم خو دغه مرکه او معلومات مې د ده ډیر خوښ شو ځکه مې دلته رانقل کړل.
خو دومره به ضرور اعتراف کوو چې د امارت، سیاسي رهبرۍ او قیادت ښه پوره لیاقت لري.
[quote:e7237e5437]الله ج دې د اسلامي امت د خدمت لپاره د ښاغلي حکمتیار صاحب د استعداد نه په داسې ډول ګټه پورته کړي چې د ښاغلي بانکي مون په کرسی مقرر شي، آمین ثم آمین

د افغانستان په کچه:-

خدای ج دې بیا نه واک ورکوي او نه ځواک، [/quote:e7237e5437]
نو څنګه د اسلامی امت لپاره ډیر ګټور دې چې په افغانستان کې دې الله ج هیڅ واک او ځواک نه ورکوي؟ دا ولې وجه یې څه ده؟؟
او ستاسو په خبره کې دا دومره تناقض یعنې څه؟
که لږه مهرباني وکړﺉ او په دې اړه له مونږ سره خپل معلومات شریک کړې ترڅو مونږ هم ترینه مستفید شو.
والسلام علیکم


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

محترم ننګرهاري قراني صاحب

زما په دوهمه دوعا کې د ----- بیا ----- ټکی ستاسو قناعت حاصلولی شي :) .

په نړیواله کچه یې ځکه لوړ غواړم چې د خدای ج په دې وړه ټوټه ځمګه افغانستان کې نه ځاییژي :) .


ع.تسل
16.05.2011

محترم ګلبدين صاحب ته هم الله ډيره ستر ه حوصله وركړې او بايد چې وستايل شي پداسې حال كې چې د امريكايانو لخوا دى تر تعقيب لاندې دى او دده په وينا چې دى په داخل د وطن كې دى نو پداسې مشكلو حالاتو كې دى بيا هم دورځې دوه،درې ځايه مركې كوي او ددې تر څنګ څنګ د تنوير او شهادت دمكمل اخبار د ټولو مضامينو ليكنه چې په مختلفو نومو سره يې كوي هم دده له غاړې ده.
نو په رشتيا سره هم چې ستره حوصله لري بايد و ستايل شي


م . ق
16.05.2011

زه به پدې هکله صرف د رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې حدیث مبارک اکتفاء وکړم.
لا تجسسوا ولا تحسسوا ولا یغتب بعضکم بعضا وکونوا عبادالله اخوانا.


chaparharay
16.05.2011

السلام علیکم
که د ننګرهاری صیب اجازه وي ځکه چي د شرنه يي ویریږم.
دا حدیث دعامو مومنانو لپاره دي خو دیو قاید باره کي باید واضحه شي
څنګه سړی دی؟ او څه يي وکړه ؟اوڅه توقع ورنه کیږي ؟ترڅويي په انتخاب
او بیعت کي احتیاط وشي.
د عادل صیب خبره دلته ډیر وزن لري چي دبانکي مون په څوکۍ دي کیني
خو الله دي يي دافغانستان پاچا کوي نه!
زه هم وایم آمین
ستاسو چپرهاری


م . ق
16.05.2011

[quote:7e02664da3="chaparharay"]السلام علیکم
که د ننګرهاری صیب اجازه وي ځکه چي د شرنه يي ویریږم.
دا حدیث دعامو مومنانو لپاره دي خو دیو قاید باره کي باید واضحه شي
څنګه سړی دی؟ او څه يي وکړه ؟اوڅه توقع ورنه کیږي ؟ترڅويي په انتخاب
او بیعت کي احتیاط وشي.
د عادل صیب خبره دلته ډیر وزن لري چي دبانکي مون په څوکۍ دي کیني
خو الله دي يي دافغانستان پاچا کوي نه!
زه هم وایم آمین
ستاسو چپرهاری[/quote:7e02664da3]
وعلیکم السلام ورحمة الله
اجازي دي اجازي دروند چپرهاري صاحب،
او زه عاجز فقیر مسکین به څه یم او شر به مې څه وي، الله مو دې شر نه په امان کې وساتي.
هو دغه پوښتنه خو ما هم مخکې کړیوه چې د یو امیر په حیث دا باید واضحه شی چې څنګه سړی دی؟ څه یی کړي دي او څه به وکړي او څه یې نه دی کړي او څه باید وکړي او څه باید ونه کړي وغیره وغیره
خو تاسې په کې تفصیل ورنه کړو.
دیادوني وړ ده چې د هر بل امیر په باره کې به هم همدغه پوښتنې راپورته کیږي او که حیثیت یی د ټولو مومنانو په وړاندې د امارت وې نو شاید ډیري زیاتې پوښتنې ورته متوجه شي.
موفق اوسئ، سوکالي او خوشحالي مو د رب څخه غواړم.
په درنښت په مینه او مننه
ورور مو ننګرهاري


سوال اصلي الجزيره!!

تيمور
18.05.2011

بنام خداوند بخشاينده و مهربان،

نخست سلامهايي مملو از صفا و صميميت خويش را خدمت بردران و خواهران مسلمان افغان خود تقديم مي نمايم،اميدوارم بتوانيم ازين بحث ها به ملت مظلوم و ستمديدهء خويش و كشور ويران خود خدماتي خوب و اسلامي و انساني كرده بتوانيم.
بعد از سلام ميخواهم راجع به مصاحبهء الجزيره با حكمتيار نظر خويش را بنويسم،اميد وارم كه ما افغانها حوصلهء برداشت از حقايق تاريخ وطن مظلوم خود را داشته باشيم.
الجزيره منحيث يك شبكهء خبري مسلمان و بي طرف بايد از حكمتيار سوال ميكرد كه:
زمانيكه شما منحيث صدر اعظم جمهوري اسلامي افغانستان وظيفه اجرأ ميكرديد، كدام خدمات را به مردم مظلوم خود كرديد؟ به غير از راكت بارانهايي جاهلانه و وحشيانه كه فقد و فقد به دستور و خوشنودي باداران خود هزاران هزار باشندهء بي دفاع و مظلوم كابل را كشتيد، و وطن شانرا ويران كرديد. شما در برابرريختانيدن خون مظلومان در روز قيامت در حضور حق تعالي كدام جواب داريد؟؟؟
اينها همه كه دستهاي كثيف شان به خون مليونها افغان مسلمان اغوشته شده است، به خدا قسم كه جواب درست و اسلامي ندارند براي خدا و ملت سادهء ما.

ما نبايد تاريخ را به اين زودي فراموش بكنيم، واينها نميتوانند كه ازجنايات خويش با يك دو كلمهء خوب و خوش خود ما را فريب بدهند.

مردم ما اكنون به همهء اعمال انها ميدانند (انشأ الله).

زنده باد مردم مظلوم، مسلمان و سر بلند افغانستان.

با احترام،
تيمور


Re: سوال اصلي الجزيره!!

م . ق
19.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
وروره خبرې دې ښې دې، بدې نه دې خو که تاریخ یاد ساتې نو د ټولو تاریخ باید یاد وساتل شي، دغه ظلمونه یواځې حزبیانو نه دي کړي بلکه هرې یوې ډلې ترخپل وسه له هیڅ قسمه جنایت څخه دریغ نه دی کړی.
که هغه کمیونستان وو که اخوانیان وو که د جمیعت او شوری نظار لنډ غران ووکه دوستمیان وو ،که د هزاره ګانو قصابان او د چنګیز لمسیان وو او یا هم که اخندان وو، یواځینۍ هغه ډله چې د سیاست کولو نه بغیر یې د چاوینه نه ده توي کړې سره ددې چې ددوي د بې وسلې سولیز سیاستمدارانو او پوهانو ویني په ډیره بې رحمۍ سره توي شوي دي او مستقیما د بهرني استخباراتو په وسیله توي شوي دي هغه ډله ده افغان ملت (اګر چې زما ورسره دډیموکراسۍ ماډرنیزم او ازادۍپه وجه ورانه ده) خو دایو حقیقت دې چې هیڅوک ورنه سترګي نه شي پټولې او که څوک ورنه صرف د خپل ذاتي عناد او بغض په وجه سترګي پټوي او لکه د شوپرک غوندې سترګې یې د رڼا لیدلو توان نه لري نو داسي سترګي د راویستلو دي.
اګرچې په اوسني نظام کې شامل افغان ملتیان تیروتي او په یو فاسد او غلام نظام کې راښکیل شوي دي چې دا یې یوه ډیره تاریخي ګناه کړي ده چې باید جبران ېې کړي خو دوي ته زما دا مشوره ده چې ډیموکراسي پریږدﺉ ، د پښتنو کلتور او داسلام شریعت زمونږ لپاره کفایت کوي ځکه چې دا یوه داسې مجربه تاریخي نسخه ده چې زمونږ مشرانو لکه شیرشاه سوري ،خوشحال خان خټک ، بایزید روښان، میرویس هوتک او احمدشاه ابدالي ازمایلې ده خو پدې نسخه کې دخپلواکۍ او ځمکني پشپړتیا لپاره تورې ته لاس اچول او غلیم سره ښکر په ښکر کیدل یو اړین عنصر دی چې بغیر ددې عنصر نه نسخه ګټوره نه تمامیږي.
نو راځئ چې دغه مجربه تاریخي نسخه چې زمونږ نیکونو ترینه استفاده کړې وکاروو او د لراوبر افغان اسلامي امت ( پښتون مسلمان ملت) د خپلواکۍ اواتحاد لپاره یې په کار واچوو.
[color=white:99bf55abb0]دیادونې وړ ده چې دیموکراسي او عصریت یو غربي کلتور دی چې د داسې غربي کلتور خپلونه هیڅکله ملت پالنه نه بلکه ملت وهنه او ملت شرمونه ده.
زمونږ کلتور او دین هیڅکله د ټولنیزي لارې واک ته د رسیدلو او حکومت کولو مخه نه ده نیولي او نه یې د علمي او ساینسي پرمختګ مخه نیولي ځکه نو د غرب دیموکراسي او عصریت ته هیڅ ضرورت نشته بلکه زمونږ دین او کلتور یو بشپړ انساني تمدن او تهذیب دی چې باید غرب یې هم تقلید وکړي.[/color:99bf55abb0]

والله هو الموفق والمستعان.
ورور مو ننګرهاري


تيمور
19.05.2011

برادر محترم و ګرامی ننګرهاري صاحب سلام،

اګر متوجه شده باشید، من هرګز نګفته ام و نخواهم ګفت که (خدای نخواسته) کدام قوم و یا ملیت ما بهتر است و کدام بد تر است، من با شما بلکل موافق هستم که ما در هر قوم و ملیت خود انسانهای فاسد و از دین حق بر ګشته داریم.
چون موضوع بحث اینجا مصاحبهء حکمتیار بود، خواستم نظر خود را ابراز کنم.

امیدوارم که برادران حزبی من از حق و راستی چشم پوشی نکنند، که ما همه فردای قیامت در بارګاه اللهی جواب خواهیم داد.

خداوند بزرګ و توانا پشتیبان انسانهای مسلمان و راستین باشد، آمین یا رب العالمین.

با احترام،
برادر شما تیمور


م . ق
20.05.2011

[quote:ef27ed5acd="تيمور"]
اګر متوجه شده باشید، من هرګز نګفته ام و نخواهم ګفت که (خدای نخواسته) کدام قوم و یا ملیت ما بهتر است و کدام بد تر است.
[/quote:ef27ed5acd]
وعلیکم السلام ورحمة الله،
هو وروره ما هم دا نه دې ویلې چې ګنې تاسې ویلې کوم قوم بهتر او کوم قوم بدتر دی بلکه تاسو په ټولو پخوانیو او اوسنیو جنګسالارانو کې یواځې د حزب یادونه وکړه نو ما هم په خپل وار سره لازمه وګڼله چې د نورو پاتو یادونه هم وکړم ترڅو د انصاف او عدل نه مو کار اغیستی وي او په څنګ کې مې د زرینې موقع نه په استفادې سره د دوې ترمیځ نسبتا ښې ډلې ته هم اشاره وکړه.
[quote:ef27ed5acd="تيمور"]
خواستم نظر خود را ابراز کنم.[/quote:ef27ed5acd]
خوش امدید برادر محترم، هروقت بیاید، من به نظر همه برادران مسلمان خود احترام دارم وبه همه تن ګوش می دهیم.
تشکر.
برادر تان ننګرهاري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more