اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د حديث د لوستلو نه ورسته صدق الله العظيم ويل څنكه دي؟؟؟
Kamil
13.05.2011
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
روغ،جوړ او خوشحاله اوسۍ.
زه هميشه نوى نوى هغه موضوع ګانى راوړم چى زه ورسره پخپله مخامخ شم د عادت مطابق نن بيا يوه نوى موضوع او يوه نوى پوښتنه چى زه ورسره پرون مخامخ شوم او هيڅ پرى پوه نشوم. خبر نه اوږدوم راځم خپلى بوښتنى ته:
قيصه داسى ده چى پرون 12.05.2011 باندى زمونږ د فاكولتى د هلكانو په مختلفو علومو كى مسابقه وه چى يوه يى د حديثو د حفظ وه د حديثو د حفظ مسابقه دير په زړه پورى وه خو ځيني پاكستاني ورونو به په اخر كى بل څه ويل مطلب چى احاديث به يى ختم كرل نو [color=red:9d03b53f1f]صدق الله العظيم [/color:9d03b53f1f] به يى اويل او كيناستل به زه او ملګرى مى دى صدق الله العظيم ته يقينا ډير حيران وو چى درسول الله صلى الله عليه وسلم قول الله ته راجع كول يو نوع شرك دى، هغى وخت كى ما هيڅ هم او نه ويل ځكه غټ علماء ناست وو ما ويل جى دوي څه نه وايي نو زما څه كار دى.
پروګرام ختم شو استاذانو خپلى ملاحظى بيان كړى خو دى ټكي ته يى بيخي په كى اشاره او نكړه نو نور هم شكي شوم اخر مجبور شوم چى له تاسو سره دا مسئله شريكه كرم تر څو حق راته جوت شي.
نو اوس بوختنه دا ده:
د حديث د لوستلو نه ورسته صدق الله العظيم ويل څنكه دي؟؟؟
ستاسو د جواب په انتظار
كـــــــــــــامـــــــــــــــــل
وزیري
14.05.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
کامل جانه وروره! بهتره خبره خو دا ده چی ویلو ته یی کوم ضرورت نشته خو که وویل شی نو بده به نه ده.
ځکه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری په اصل کی د الله جل جلاله خبری دی چی ورته وحی خفی ویلی شی. قرآن وحی جلی ده او احادیث وحی خفی ده.
الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری ځان طرف ته منسوبوی او وایی:
وما ینطق عن الهوی . ان هو الا وحی یوحی.
په دی ځای کی تفسیر المیسر لیکی:
ولیس نطقه صادرا عن هوی نفسه. مالقرآن و ماالسنة الا وحی من الله الی نبیه محمد صلی الله علیه وسلم
یعنی دا آیت شریف هم قرآن او هم سنت دواړو ته اشاره کوی چی دا د الله جل جلاله نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وحی کیږی. هو دا هم باید په نظر کی وساتل شی چی ټولی خبری د رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له طرفه نه وی.
والسلام
chaparharay
14.05.2011
السلام علیکم
کله کله یو مباح شی هم بدعت ګرځي او دا په هغه صورت کي چي التزام پري وشي نو فکر کوم چي د قرانکریم له تلاوت روسته ویل يي یو ښه کاردي خو التزام پري نشته که څوک يي خامخا والي کوي بیا دا خامخا والي يي بدعت او محض ویل يي حسن دي او پاتی شوه د حدیث نبوی نه روسته نو دا بیا د ملایانو نه بلکي د امیانو نعت خوانانو کاردی چي د نعت رسول الله نه روسته هم صدق الله العظیم واي. والله اعلم بالصواب
ستاسو چپرهاری
-
14.05.2011
[quote:4217592b87]کله کله یو مباح شی هم بدعت ګرځي او دا په هغه صورت کي چي التزام پري وشي [/quote:4217592b87]
تصحیح ته اړتیالري:
کله کله یو مباح شی هم بدعت ګرځي او دا په هغه صورت کي چي التزام پري [دثواب په نیت] وشي.
[quote:4217592b87]که څوک يي خامخا والي کوي بیا دا خامخا والي يي بدعت او محض ویل يي حسن دي [/quote:4217592b87]
همچنان تصحیح ته اړتیالری:
که څوک يي خامخا والي [په دي نیت چې په خامخاوالي (مواظبت) کي یی ثواب دی] کوي بیا دا خامخا والي يي بدعت...الخ
مباح کار چي دعبادت اوثواب په نیت پری مواظبت نه کیږي ،بدعت نه شي ورته ویل کیدای.مثلا چپرهاری دایم په ټول افغان فورم کي د chaparharay په اکاونټ لیکني کوی حال داچي نوراکاونټونه هم لري ،که نیت یي داوي چي په chaparharay کي ثواب زیات دی اوپه نورو کي نشته بدعت دی ،اوکه دايي نیت نه وي بیایومباح کاردی هرڅومره خامخاوالی چي پری کولی شي کوی دي...
وهاج صیب تاسي زماپه نظر کي څه نظرلرۍ؟
ترکومه حده صحیح اوترکومه حده غلط دی؟؟؟؟؟
chaparharay
14.05.2011
السلام علیکم ورحمةالله
کلیوال صیب له تصحیح نه مو یوه نړۍ مننه هو همداسي ده الله جل جلاله دي اجر درکړي.
اود نورو اکاونټونو خبره کي دا وایم چي زه د chaparharay په نوم اکاونټ برسیره یو بل اکاونټ چي د[ مومندافغان ]په نوم دي او یو شوخ غوندي اکاونټ دي او اکثر يي په ټوکو کي کار ورنه اخلم لرم بل هڅ اکاونټ نه لرم .
بیا هم مننه
ستاسو چپرهاری
Kamil
14.05.2011
ډيره مننه محترم وزيري او چپرهارى صاحبانو
وزيري صيب دا تا چى كوم ايت ذكر كړيدى همدى زما مخ كى يو شك اچولى و ځكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم قول د الله قول دى هغه صلى الله عليه وسلم خو له ځانه خبرې نه كوي :" وما ينطق عن الهوى.إن هو إلا وحي يوحى".
خو بل طرف ته دا چى صدق الله العظيم ته ضرورت څه دى؟
ايا صحابه و دا عمل كړيدى؟
ايا تابعينو دا عمل كړيدى؟
تبع تابعين او .....
جواب يى نــــــــــــــــــه دى.
نو هر هغه عمل چى په دين كى نوى وي هغه بدعت دى او هر بدعت ګمراهي ده.
"كل بدعة ضلالة وكل ضلالة في النار"
"من احدث في امرنا هذا ما ليس منه فهو رد"
كه مو په دى احديثو رڼا واچوله او خپل رأيه موذكر كړه منندوي به دى يم.
وزیري
15.05.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
کامل جانه! لکه څرنګه می چی پاس هم لیکلی دی د حدیث وروسته صدق الله العظیم ویل ضرور نه دی خو که وویل شی نو ګناه په کی نشته.
تا د بدعت ویلی دی، بدعت خو ډیره غټه ګناه ده، په دی ځای کی د بدعت سوال نه پیداکیږی. او هرکار ته د بدعت په سترګو مه ګوری.
په دی هم پوه شه چی دا بدعت اقسام لری. په بدعت کی ښه بدعت هم شته چی الله جل جلاله یی په کولو باندی سړی ته اجر ورکوی. د لازیاتو معلوماتو لپاره زما د بدعت په باره کی مفصله لیکنه وګوره ان شاء الله چی د پوښتل شویو احادیثو وضاحت به هم په کی وی. لینک دا ده:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6475
والسلام
Kamil
17.05.2011
ډيره مننه محترم وزيري صاحب
دى بدعت خو زمونږ طبيعت را خراب كړى دى چى هيڅ مو پرى سر نه خلاصيږي.
هم ګناه ده اوهم په كى ثواب دي او.....
[color=white:b28d0d5386]اليوم أكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا[/color:b28d0d5386]
و.افغان
17.05.2011
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: كل بدعة ضلالة.
(كل) د عموم مطلق افاده كوي، يعنې: هر بدعت ګمراهي ده.
له تلاوت وروسته د صدق الله العظيم الفاظ د عبادت په نيت راوړل كيږي، د قرآن تلاوت هم عبادت دى، همدرانګه له حديث شريف له لوستلو وروسته د عبادت په نيت لوستل كيږي، د دې داسې مثال دى، چې څوك په لمانځه كې له د الفاتحې له سورت يا له قراءت له ختميدا وروسته صدق الله العظيم ووايي.
په دواړه حالتو كې بدعت دى، و كل بدعة ضلالة.
كه چيرته دغه كار خير او بهتره واى؛ نو صحابه كرامو او سلفو صالحينو به ورته سبقت كړى وى.
بله دا چې د الله جل جلاله كلام انساني تزكيي ته اړتيا نه لري؛ زه پوهيږم چې ډېر خلك دغه الفاظ له محبت او ايمان له مخې وايي؛ خو په اسلام كې د عمل د قبول لپاره دوه شرطه اړين دي:
اخلاص.
متابعت د پيغمبر.
تنها په اخلاص كار نه كيږي، متابعت ضرور دى، متابعت قال الله تعالى وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم
د علم لرلو او بيا په قول او عمل كې د هغو د تمثيل له لارې رامنځته كيږي.
قرآن كريم خو روزانه نبي كريم صلى الله عليه وسلم لوسته؛ آيا له تلاوت وروسته هغه دغه الفاظ ويلي دي؟؟
آيا د هغه صحابه كرامو دا الفاظ ويلي دي؟؟
آيا مونږ له هغوى نه ډېر پوهه يا د دين په تابعدارۍ كې ډير مخلص يو؟؟
محترمو: د هر بدعت رامنځته كول يا پرې عمل كول، په حقيقت كې په نبي كريم صلى الله عليه وسلم باندې تهمت
لګول دي، د هغه په صحابه كرامو باندې تهمت لګول دي، چې العياذ بالله يا هغوى مونږ ته پوره دين نه دى رارسولى، يا يې په دين كې اخلاص تر مونږه كم وو، يا په دين باندې مونږ تر هغوى زيات حريص يو.
اما د دعوت په وسائلو كې اختلاف او وخت په وخت حسب الحال تجدد؛ نو دا بېله
مسئله ده، چې بدعت او ابتداع في الدين پورې هيڅ اړه نلري.
په درنښت
خیریوسی
17.05.2011
محترم وهاج افغان صاحب السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
تر تلاوت وروسته
سبحان ربك رب العزة عما يصفون . وسلام على المرسلين . والحمد لله رب العالمين .
ویل ځنګه دی ؟