د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تقلید او پر هغه دجناب موحداوپيروزسلفي اختلاف

شهاب الدین
12.05.2011

http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=42615
دسورة الفيل دتفسيرپه اړه مي دجناب موحدصاحب يوه ليکنه ترنظرتېره شوه چي دجناب عبدالغفورپېروزسلفي صاحب
دليکني په ځواب کي يې ليکلې وه دجناب موحدصاحب ليکنه دښاغلي حکمتيارصاحب دفاع وه چي دنوموړي پرتفسيرښاغلي پېروزسلفي صاحب نيوکي کړې دي .
له دې کبله مي وغوښتل چي په دې اړه څه وليکم دښاغلي پيروزسلفي صاحب دنيوکي لامل داښودل شوی چي ګواکي ښاغلي حکمتيارصاحب دده پرملګرواومعتقدينونيوکي کړې دي .
دلته زه غواړم چي دتقليدپه اړه څه وليکم چي جناب پېروزسلفي صاحب اودده ملګرې ترې انکارکوي اوپه دې وروستيوکي خوراپه توندۍ سره خپلې عقيدې ته دعوت کوي .
لومړی غواړم چي دتقليدمطلب واضح کړم څوهغه لوستونکي چي په دې اړه پوره معلومات نه لري هم په دې موضوع پوه شي اوپه دې اړه خپل موقف معلوم کړي .
تقلیدويل کيږي له څلورومذهبونونه ديوه تابعداري په دې عقيده سره کول چي دادقرآن اوحديث سره موافق دی اودامذهب يې تشريح اووضاحت دی .
که دهغه مذهب دلايل ورته معلوم وي اوکه نه وي معلوم .
دايوداسي کاردی چي له يوې خواټول مسلمانان په دې عقیده دي له بلي خواداسي قوي نظريه ده چي ډېرزيات دلائل ورباندي شته چي د هغوجمع کول يوستونزمن اوسخت کاردی دافغانستان ټول مسلمانان دامام اعظم صاحب رحمة الله عليه پرمذهب باندي روان دي اوددې مطابق يې ورته علماءکرام مسائل بيانوي .
خولکه څرنګه چي معلومه خبره ده چي په دې زمانوکي فتنې ډېري زياتي دي اوهرډول فتنې خورازياتي اوپه پراخه توګه شتون لري نويوه فتنه داهم ده چي داسي خلګ پيداشوي دي چي هغوی داناکامه هڅه کوي چي په څه توګه دامسلمانان له مذهبه متنفراوازادکړي،اودوی دې ته وهڅوي چي هرسړی بايددخپل اجتهاداوعلم مطابق عمل وکړي،کوم کاراوپه کومه طريقه چي عمل ورته اسان وي هغه دي وکړي .
دايوداسي کاردی چي ډېرانتهايې خطرناک دی اوډېري خطرناکي پايلي لري .
خوبياهم جناب پيروزسلفي اودده ملګري چي ځانوته سلفيان وايي په دې هڅه کي دي اوخپل مستعارژونديې دې کارته وقف کړی دی اوداورته خورادثواب کارښکاري .
دوی ټوله ورځ اوشپه دادعوت چلوي چي په څه توګه دامامانوپه اړه دخلګونظريه منفي وګرزوي .
ددوی مسائل په ځانګړې توګه دادي :
ديوه مذهب تابعداري کول شرک،بدعت اوحرام کاردی .
په لمانځه کي لاسونه پورته کول ضروري دي .
په امام پسې الحمدلله ويل فرض دي .
امين په لوړاوازسره ويل ضروردي .
داسي يولړنوري فروعي اختلافي مسائل بيانوي چي هغه له يوه خواکمزورې دي اوله بلي خواددغوسيمودمسلمانانوله عمل سره
توپيرلري .
دلته زه غواړم چي دجناب پېروزسلفي صاحب دمشرانوعالمانواقوال ورته وليکم څونوموړي ته دفکرموقع پيداشي .
مولانامحمدحسين بټالوي غيرمقلدصاحب وايي:
دپينځويښتوکالوتجربې داراته ثابته کړه چي څوک دمذهب تابعداري په بې علمۍ سره پرېږدي هغه په پايله کي اسلام ته هم سلام وايې او ترې وزی(اشاعة السنة)
جناب علامه نواب صديق حسن خان صاحب رحمة الله عليه وايي:
په دې زمانه کي يوه ډله(غيرمقلدين چي ځانوته اهل حديث اوسلفيان وايي)رياکاره اوځان ښودونکې پيداشوې،دوی دعوه لري چي په قرآن اوحديث عمل کووپه داسي حال کي چي دعوه يې غلطه اوبې ځايه ده اودحيرانتياخبره داده چي دوی ځان ته موحدين اونورومذهبي مسلمانانوته مشرکين وايي په داسي حال کي چي دوی ډېرزيات غاليان اوافراطيان دي (الحطة في ذکرالکتب الستة)
دادواړه عالمان دپېروزسلفي صاحب امامان دي هغوی ويلي چي دمذهب پرېښودل خطرناک اوغلط کاردی .
دجناب موحدصاحب سره هم اختلاف لرم هغه داچي نوموړی په داسي خبره ټينګارکوي چي دټولومفسرينوخلاف تفسيردی .
زماله دغودواړودرنوليکوالانوغوښتنه داده چي په سړه سينه تحقيق اومطالعه وکړي اوله داسي څه ځان وساتي چي هغه عوام مسلمانان په شک کي اچوي .
پای
شوکت علي شاهد


شهاب الدین
12.05.2011

داډېره شه لیکنه ده چی دیوې ستری فتنې په خلاف درانه ليکوال کړی ده


chaparharay
12.05.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
ګران ورور شهاب الدین خان تاسي چي کومه لیکنه کاپي کړي نو ټوله مي ښه ولوستله خو داسي کوم دلیل پکي نه وو چي زه يي ځواب ولیکم خو بس یو جاهل او وچکلک امي یو څو بدي بدي خبري عبدالغفورپیروز صیب ته لیکلي وي نو که دښکنځلو ځواب په ښکنځولو ورکړ شي نو بیا به د یو عالم اوجاهل توپیر په څه وشي ؟
که هغه صیب جاوید دی که څوک دی هرڅه لیکلي وي نو شهاب الدین خان ته بیا پکار نه وو چي داسي یوه بي معنی لیکنه يي راکاپي کړی وای خو ځه خیر چي څه يي کړي زه به ورباندی هڅ تبصیره ځکه نه لیکم چي نه ارزي او له عبدالغفورپیروز صیب څخه هم دا هیله کوم چي ځان ورسره برابر نه کړي او د عالم او جاهل فرق وکړي.
چپرهاری


عادل عادل
12.05.2011

السلام علیکم

خدای دې جوړ کړه تبصره سپینه وي که توره، ستا دا نه تبصره مې چې ولوسته نو د بیا اطمنان په خاطر مې یاده لیکنه یو ځل بیا وکته، ما چې ۳ ساعته مخکې کتلې وه، نو فکر مې وکړ چې کېدای شي دا ښکنځل یې اوس پکې ورزیات کړي وي، خو چې د خرید په سترګه مې یو ځل بیا ولوسته نه تنها چې ښکنځلې پکې نشته بلکه دواړو لوریو ته یې د ---- جناب او ښاغلي ----- القاب کارولي، نو که تاسو د یو عالم په توګه د نورو ښو او بدو خلکو په اړه خپلې ټولې خبرې او اقوال زمونږ مخې ته په ورته زیاتونې سره مخې ته ږدی، نو څه فکر کوی چې دا به ستاسو په امانتداری دلالت وکړي او یا به مو خبرې د چا په زړه کله هم پرېوزي؟

یو سلفي ورور راته پرون د مسېنجر له لارې یوه فتوی راولېګله چې له مخې یې د قران کریم ښکلول بدعت یاد کړی وو، ما ورته وویل چې وروره دا به بالکل بدعت وي، خو دا مفتي ته دې ووایه چې د عادي کتاب، جریدې، کتابچې او قران کریم په تعظیم کې باید غوڅ فرق موجود وي، ما وېل دا ستاسو د ورته فتواوو برکت دی چې په سلفي ټولنو کې خلک په جومات کې قبلې ته پښې اوږدې ځغولې او قران کریم د کتابچې په شکل په یوه لاس کې نیولی تلاوت یې کوي.


وزیري
13.05.2011

السلام علیکم:

عادل صیب دا خلک ولی دومره بی ادبه دی چی اوس دا هم دوی ته بد کار ښکاری چی سړی دی د الله جل جلاله کلام مچو کړی؟ دا څومره غټ جهالت ده!!!
مونږه څنګه هغه کار ته بدعت ویلی شو چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلفاء راشدینو کړیدی (علیکم بسنتی و سنتی خلفاء الراشدین المهدیین) د قرآن مچوکول خو حضرت عمر او حضرت عثمان رض کړیدی نو بدعت یی بیا څه شی ته وایی.
کما ھو ثابت بفعل عمر وعثمان رضي اللہ عنھما وکفی بنا قدوۃ (الشامي 9:552)

بله جالبه په کی لا دا ده چی پاپ یی مچو کوی او مسلمان ورته بدعت وایی، افسوس په جاهل. د عکس را اخیستلو طریقه می نه ده یاده کنه د پاپ عکس به می درته راچولی وه چی قرآن کریم مچو کوی.

والسلام


و.افغان
13.05.2011

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

په دې ليکنه کې ماته يو شيطاني حرکت ښکاري، چې ځيرک عادل عادل صاحب هم
ورته نه دی متوجه شوی.

خير، زه يو څو خبرې درته ليکم:
په افغان ټولنه کې عقيدوي او فقهي اختلاف لکه د نورو ټولنو غوندې واقعيت دی، زه
شخصا دا نظر لرم چې هر څوک حق لري خپل نظر مطرح کړي؛ البته د صحيح دليل او
سالم استدلال سره، يعنې بې دليله خبره دې نه کوي، او نه به د مقابل جانب سپکاوی کوي.

که چېرې تاسې دغه ليکنه په عامه توګه کړي وی؛ که تهمت وی يا حقيقت سترګې به
مو پرې پټې کړي وی.

خو تاسې يو مغرض کار ته لاس اچولی؛ د دروند او محترم عالم ورور عبد الغفور پيروز
تخريب پسې مو ملاتړلی.

لومړی مو د هغه او د ښاغلي حکمتيار تر منځ د سورة الفيل د ژباړې په اړه اختلاف ته
اشاره کړېده.

او بيا مو پرته له کومې مقدمې او تمهيده ټوپ وهلی دی، او د تقليد په مسئله مو يو
بې علمه بې دليله بحث پيل کړی، او له پيله تر پايه مو د اتهام ګوتې د ښاغلي دروند
ورور عبد الغفور پيروز په اړخ نيولي دي، درحاليکه چې نوموړي ورور له حکمتيار سره
په دغه اړه بيخي کوم بحث نه دی شوی؛ او نه يې دغه خبرې کړي؛ کومې چې تا د هغه
په ادرس ليږلي دي، چې موخه مو ترې يواځې تخريب ده او بس.

زه هيله کوم چې يا هغه ليکنه په ګوته کړئ، چې حکمتيار صاحب او مهاجر په کې
پر تقليد بحث کړی وي؛ او دغسې اظهارات يې په کې وړاندې کړي وي؛ او که داسې
کومه ليکنه ستاسې په لاس کې نه وي؛ نو لطفا خپلې پورتنۍ ليکنه کې بدلون راولی،
او د ښاغلي عبد الغفور پيروز صاحب په ادرس اشارې او تصريحات ترې لرې کړئ.
در غير آن ستاسې ليکنه به دلته د پاتې کېدو صلاحيت ونه لري.

په درنښت


و.افغان
13.05.2011

وزيري صاحبه:
اصلا د دغه غټ جهالت تصور يواځې ستاسو په فکر کې دی، کېدی شي چې د نورو
په افکارو کې د دغه نظر په اړه د غټ جهالت تصور رانشي.

محترمو: ډېر مسلمانان د خپل روزمره ژوند لپاره يعنې د 24 ساعته ژوند لپاره غواړي
چې د کتاب الله او سنت رسول الله صلی الله عليه و سلم تر سيورې لاندې تېر شي، البته
د سلفو صالحينو په فهم باندې.

دا خو کومه بده خبره نه ده، چې تاته لوی جهالت ښکاره شوی دی، بلکه کامل ايمان
او کامل اسلام همدا دی چې په هره وړه او غټه کې شرعي دليل ته غاړه کېښودل شي.
او د اسلام معنی هم داده: الاستسلام الکامل.
دا چې دغه محترم عالم د قرآن موچو کول بدعت بللي؛ نو دا د هغه نظر دی، محترم دی،
او له شرعي اصل په موافقت کې دی، نه په تضاد کې.

دی وايي ځکه چې دغه کار له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه ثابت نه دی.
پاتې د ځينو صحابه کرامو څخه د قرآن د موچو کولو روايت نو لومړی سندا ومتنا ثبوت
ته اړتيا لري؛ او بيا له ثبوت وروسته د اهل المذاهب الأربعة وو په دې اختلاف دی، چې
آيا د صحابي قول يا فعل دليل دی او که نه؟؟؟
د دغه قول مخالف به وايي چې: مونږ خو يې د تعظیم لپاره کوو، نو ځواب يې دا ورکول
کيږي، چې آيا دغه تعظيم صحابه کرامو ته نه وو ياد، آیا هغوی تر مونږ زيات د قرآن
تعظيم نه کاوه؟؟ او که دغه ډېر ښه، مرغوب فيه، او مطلوب وای؛ نو هغوی به له مونږ
څخه په کې مخکې وو، آيا همداسې نه ده؟؟؟

زما خپل نظر په دغې مسئله کې، چې دغه کار مباح دی، بدعت نه دی، زه يې خپله هم
کوم، خو د ثواب په نيت يې نه کوم، بلکه ثواب په هغه تعظيم غواړم؛ کوم چې زما په
زړه د قرآن کريم لپاره دی، کله کله داسې هم کيږي، چې په يوې مسئلې پسې ډېر وګرځم
او له ډېرو ګرځېدو وروسته يې يوه کتاب کې پيدا کړم؛ نو هغه کتاب موچو کړم، يا هغه
ځای يې موچو کړم، چې زما د مسئلې حل په کې ليکل شوی وي.
ډېر کرته پرته له ارادې د آيت څخه د تأثر په وجه يې سينې ته هم نږدې کوم، او يو ډول آرامي احساسوم.

خو که څوک داسې ووايي، چې زه يې نه کوم؛ ځکه چې دليل پرې نشته؛ نو له هغه سره
پرې د هيڅ جنجال حق نه لرم.

رب دې ما او هغه ته د خپل نيتونو په اساس اجرونه او درجې راپه برخه کړي.

په درنښت

[quote:2549f21945="وزیري"]السلام علیکم:

عادل صیب دا خلک ولی دومره بی ادبه دی چی اوس دا هم دوی ته بد کار ښکاری چی سړی دی د الله جل جلاله کلام مچو کړی؟ دا څومره غټ جهالت ده!!!
مونږه څنګه هغه کار ته بدعت ویلی شو چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلفاء راشدینو کړیدی (علیکم بسنتی و سنتی خلفاء الراشدین المهدیین) د قرآن مچوکول خو حضرت عمر او حضرت عثمان رض کړیدی نو بدعت یی بیا څه شی ته وایی.
کما ھو ثابت بفعل عمر وعثمان رضي اللہ عنھما وکفی بنا قدوۃ (الشامي 9:552)

بله جالبه په کی لا دا ده چی پاپ یی مچو کوی او مسلمان ورته بدعت وایی، افسوس په جاهل. د عکس را اخیستلو طریقه می نه ده یاده کنه د پاپ عکس به می درته راچولی وه چی قرآن کریم مچو کوی.

والسلام[/quote:2549f21945]


عبدالوكيل
13.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:e6c67b7aa4]زما خپل نظر په دغې مسئله کې، چې دغه کار مباح دی، بدعت نه دی، زه يې خپله هم
کوم، خو د ثواب په نيت يې نه کوم، بلکه ثواب په هغه تعظيم غواړم؛ کوم چې زما په
زړه د قرآن کريم لپاره دی،[/quote:e6c67b7aa4]
د مصحف د ښکلولو په اړه وهاج صیب د افراط او تفریط ترمنځ د وسط لار نیولی ، او زه یی هم په لاندی وضاحت سره تاییدوم :

الله جل جلاله فرمایی :
ومن یعظم شعائر الله فانها من تقوی القلوب
ژباړه: او هغه څوک چی د الله تعالی د دین د نښو نښانو احترام ساتی ، نو یقینا دا کار د هغی تقوی څخه منشا اخلی کومه چی په زړونو کی ځای لری .

د شعائرالله تعظیم او احترام لکه څرنګه چی وهاج صیب ویلی چی محل یی زړه دی ، باید په جوارحو باندی یی د دی تعظیم آثار او نښی څرګندی شی . هو! دا بیا د هری ټولنی په عرف او رواج پوری اړه لری چی په څه ډول عمل باندی د تعظیم اطلاق کوی او کوم عمل ته تعظیم نه شی ویلی ؟ .
د عربی ټولنی د تعظیم او احترام مظاهر تر ډیره حده زموږ د افغانی ټولنی د تعظیم د مظاهرو څخه فرق لری ، او همداسی هره ټولنه یو شی ته د احترام په څرګندونه کی خپل عرف او رواج ته رجوع کوی . د عربانو په اړه څه نه شم ویلی چی قرآن دی مچو کړی او که نه دی مچو کوی ، خو د افغانی ټولنی اوسیدونکو له پاره لازمه ده چی د قرآن سره د خپلی مینی او تعظیم د اظهار په خاطر یی مچو او په سترګو وموښی .

د تعظیم د مظاهرو د اختلاف به اړه به یو مثال ذکر کړم . اروپایان او امریکایان چی کله یو شی خوښوی نو د خپلی خوښۍ اظهار په داسی توګه کوی چی د لاس ټولی ګوټی یی موټی کړی وی او یوازی (ابهام) ګوته نیغه درولی وی او مخاطب ته پری اشاره وکړی چی دا یی د (well done) معنی لری . خو که همداسی یو حرکت زموږ په افغانی عنعنوی ټولنه کی ترسره شی ښایی د بی ادبۍ او بداخلاقۍ په معنی یی واخلی .

نو فلهذا (زما د معلوماتو پر اساس) په اسلام کی د تعظیم څرنګوالی نه دی مشخص شوی ، او د احترام مظهر نه دی تحدید شوی ، بلکه دا د هری ټولنی په عرف پوری اړه لری .

یوه ورځ قاضی د. محمد حکیم (حکیم) چی د حکمتیار د حزب یو جګپوړی چارواکی او زما استاذ هم دی ، په لمانځه کی د لاسونو د ایښودلو په موقعیت بحث کاوه چی په سینه ایښودل ښه دی او که په نامه او که تر نامه لاندی ؟ ، نوموړی هم په همدی نظر وه چی لمونځ الله جل جلاله ته د خشوع او عاجزۍ مظهر دی ، نو څرنګه چی په انسانی مجتمعاتو کی د خشوع او عاجزۍ د څرګندونی مظاهر بدلیږی رابدلیږی ، د همدی حکمت پر اساس پیغمبر علیه السلام د امت د پوهولو له پاره په سینه ، نامه ، او تر نامه لاندی لاسونه ایښی ، کیدی شی په یوه مجتمع کی د خشوع او انکسار اعظمی حد په سینه لاسونه ایښودل وی ، او په بله مجتمع کی تر نامه لاندی لاس ایښودل د اعظمی عاجزۍ څرګندویی کوی ،
نو آیا د هغه چا د خشوع او عاجزۍ په مقدار کی به مو څومره تغیر راوستلی وی چی یو چاته زیاته عاجزی تر نامه لاندی لاس ایښودلو کی ښکاری او تا ورباندی په سینه لاسونه ایښی وی ؟
نوموړی په دی اړه یوه په شاتو لړلی ټوکه هم وکړه چی بل وخت به یی د ټوکو په مجلس کی ووایم چی مقصد یی دا وه چی د ټولنو ترمنځ یو تربله د احترام مظاهر نه پیژندل کله کله د دوه کسانو ترمنځ غټ سوء تفاهم رامنځته کوی .

لنډه دا چی قرآن کریم چی د شعائر الله څخه ګڼل کیږی ، په افغانی عنعنوی ټولنه کی یی باید احترام او تعظیم په هغه شان وشی په کوم ډول چی په خلکو کی معمول دی .
هو! داسی یو مخ عرف او رواج پوری هم خبره محدوده نه ده بلکه هر کله چی په عرف او رواج کی احترام او تعظیم د افراط حد رسیږی ، مثلا خلک له ډیر تعظیمه قرآن ته سجده کوی ، دا ډول تعظیم که په ټولنه کی هرڅومره رائج شی کوم شرعی حیثیت نه لری . نو څرنګه چی د قرآن مچی کول هیڅکله د تعظیم هغی افراطی اندازی ته نه رسیږی چی شریعت تری منع کړی بناء د عرف مراعاتولو ته پام سره یی په خلکو مچی کول لازم دی .
یو وخت چی می د کلی په مسجد کی د ملا څخه (الم) سپاره ویله هغه وخت په ما لازمه وه چی قرآن کریم په ښکلی ټوکر راونغاړم ، ښایسته پوښ ورکړم او د تلاوت نه مخکی او وروسته یی یو ځل مچو کړم ، ځکه چی هلته می ذهنیت داسی جوړ وه چی بی پوښه قرآن کریم ، او نه مچو کول ، د الله کتاب ته د بی احترامۍ علامه ده . خو اوس که بی پوښه قرآن کریم د تلاوت له پاره راواخلم او یا یی مچو نه کړم ځان راته ګنهګار نه معلومیږی ځکه چی اوس زه د قرآن تعظیم په دی کی وینم په دواړو لاسو یی راواخلم او د ځمکی څخه اوچت په یو پاک شی یی د تلاوت له پاره کیږدم .
لنډه دا چی د قرآن کریم د مچو کولو په اړه یو اړخیز حکم هیڅکله سم نه دی ، نه ورته د همیشه له پاره بدعت ویلی شو ، او نه یی د وهاج صیب په شان داسی بی تفاوته ګڼلی شو چی نه پکی ثواب وینی او نه عذاب . زه شخصا په دی نظر یم چی د قرآن مچی کول د عربانو له پاره بدعت دی ، خو زموږ په افغانی مجتمع کی دا عمل د بدعت په نامه نومول او خلک تری راګرځول د قرآن بی احترامۍ ته د خلکو په زړونو کی لار هواروی . نو بناء بدعت خو نه دی نه دی ، که د تعظیم په نیت ترسره شی ثواب هم په کی وینم . (من يعمل مثقال ذرة خيرا يره) څوک چی د یوی ذری هومره د نیکۍ عمل ترسره کړی الله جل جلاله یی اجر ورکوی .


حمید هڅــاند
13.05.2011

[quote:484cdd84c2="عبدالوكيل"]
د همدی حکمت پر اساس پیغمبر علیه السلام د امت د پوهولو له پاره په سینه ، نامه ، او تر نامه لاندی لاسونه ایښی ، کیدی شی په یوه مجتمع کی د خشوع او انکسار اعظمی حد په سینه لاسونه ایښودل وی ، او په بله مجتمع کی تر نامه لاندی لاس ایښودل د اعظمی عاجزۍ څرګندویی کوی[/quote:484cdd84c2]

عبدالوکیل وروره سلامونه مې ومنه.
ورورجانه څنګه ویلی شئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو ډولونو لمونځ کړی دی؟ ایا هغه احادیث چې ددې ویاندوی دي، ټول په یوه پوړۍ کې ګڼئ او دلته د احادیثو هغه طریقه له پامه غورځوئ چې قوي او صحیح احادیث باید په لومړي ګام کې ومنل شي؟

عبدالوکیل وروره تاسو لیکلی دي:
[quote:484cdd84c2]د تعظیم د مظاهرو د اختلاف به اړه به یو مثال ذکر کړم . اروپایان او امریکایان چی کله یو شی خوښوی نو د خپلی خوښۍ اظهار په داسی توګه کوی چی د لاس ټولی ګوټی یی موټی کړی وی او یوازی (ابهام) ګوته نیغه درولی وی او مخاطب ته پری اشاره وکړی چی دا یی د (well done) معنی لری . خو که همداسی یو حرکت زموږ په افغانی عنعنوی ټولنه کی ترسره شی ښایی د بی ادبۍ او بداخلاقۍ په معنی یی واخلی . [/quote:484cdd84c2]
نو ځکه تاسو وایاست چې:
[quote:484cdd84c2]نو فلهذا (زما د معلوماتو پر اساس) په اسلام کی د تعظیم څرنګوالی نه دی مشخص شوی ، او د احترام مظهر نه دی تحدید شوی ، بلکه دا د هری ټولنی په عرف پوری اړه لری .
[/quote:484cdd84c2]
ورور جانه؛ زه نشم کولی چې په خپله څه ولیکم، ځکه خو د پوښتنې په ډول به یوڅه ولیکم، د تېروتنې په صورت کې به یې تاسو او نور دینپوهان سمونه وکړئ:
که چېري تاسو ووایاست چې د هرې ټولنې د ادب ډول او body language توپیر کوي، ځکه خو په اسلام کې د تعظیم څرنګوالی نه دی مشخص شوی. که راشو په لمانځه کې ستاسو ددې خبرو عملي اړخ ته نو، زما سره پوښتنه داده چې د لمونځ په څېر یو مهم عبادت او د اسلام دوهم رکن نه ښایې د پورته خبرو په اساس د خلکو دودیزو کړو ته پرېښودل شي. ختیځې ټولنې د بېلګې په توګه د ادب لپاره سر لوڅوي، نو ایا ددوی لمونځ کوونکو ته غوره دا شوه چې مسجد ته لوڅ سر ننوزي. یانې ددوی د لوڅ سر لمونځ نو بیا په پټ سر لمونځ باندي غوره شو؟؟

په درنښت


وزیري
13.05.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترم ساپی صاحب، ساده او لنډه به یی سره وایو. لکه څنګه چی محترم عبد الوکیل صاحب لیکلی چی الله جل جلاله فرمایی :
ومن یعظم شعائر الله فانها من تقوی القلوب.

ان شاء الله په دی به راسره موافق یی چی قرآن له شعائرو د الله جل جلاله ده.
نو دا به څنګه جهالت نه وی چی د الله جل جلاله شعائرو ته تعظیم بدعت وبلل شی؟

دوهم، تاسی لیکلی چی:
د اهل المذاهب الأربعة وو په دې اختلاف دی، چې آيا د صحابي قول يا فعل دليل دی او که نه؟؟؟

آیا د اهل المذاهب الأربعه په دی حدیث کی (علیکم بسنتی و سنتی خلفاء الراشدین المهدیین) کی هم اختلاف ده؟

والسلام


و.افغان
13.05.2011

وزيري صاحب: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
خبرې سمې كوې, خو لكى يې كږې كوئ.
محترما: د شعائرو احترام فرض دى، د شعائرو نه احترام انسان كفر ته باسي.
هر هغه چې د اسلامي شعائرو توهين كوي؛ نو له شكه پرته د اسلام له دائرې
څخه وتلى.

توهين هر چا ته معلوم دى، خو تعظيم يي څنګه وي؟
تعظيم يې هغسې وي څنګه چې مونږ ته قرآن او سنت ښوولي وي.

كومه جي دويمه مسئله ده، نو ته هم ملا يي؛ ولې له يوې مسئلې
څخه بلې مستقلې مسألې ته ټوپ اچوې؟
آيا د صحابي د قول په اړه چې كوم اختلاف دى, تاسو ترې منكر ياست؟؟

په درنشت


chaparharay
14.05.2011

السلام علیکم ورحمةالله
درونداو ښاغلی عادل صیب تاسي لیکلي چي چپرهاری ویلی ښکنځلي نودي کي خو ما ښکنځلي ونه لیدي!
هو دي کي دا نشته چي ستاښځه او ستا مور او ستاخوراو او او....
خو که سترګي پټي نه کړي نو دالیکنه له اول ترپایه ټولي ښکنځلي دي ځکه ښکلنځل هري هغي خبري ته ویل کیږي چي جانب مقابل ورباندي خفه کولو په موخه شوي وي او کوم فایده يي نه وي، اوس نو دا راته ووایه چي پدي لیکنه کي ښاغلي کومه فایده لیدلي ده او ایا پدي به مومن مهاجرصیب خفه کیږی که نه؟
که کومه فایده پکي وي او مومن مهاجرصیب هم پري خفه کیږو نو ستاسو و خوښۍ لپاره به يي حق وینا وبولو او وبه وایو چي پدي لیکنه اګرچي مومن مهاجر صیب به خفه شوي وي خو فایده هم ورباندي مرتبه ده!
اوچي کومه فایده يي هم نه وي او یو سړي [هغه هم د مومن مهاجرصیب غوندي ددي فورم ښه لیکوال او د اسلامي مسائیلو سترڅیړونکي] ورباندي خفه هم شي نو دا ښکنځل ته بیا څه شی ته وای؟
په هغه بل فورم کي مونږ تاسو ټول ولي د نورزي جهاني لیکني ردوو او وایو چي داي ولي لیکلي او دايي باید نه واي لیکلي ولي کومه خبره يي چاته کومه مشخصه ښکنځل لیکلي ده؟ کومه بي ادبه خبره يي لیکلي ده چي بیا مونږ تاسو ټول په یو تړ پسي راووځو او ټول يي ودګوو؟
خو همدا خبره ده چي په لیکنه يي کومه فایده نه وي مرتبه او خلک پري ازاریږي اوهمداسي ددي شهاب کاپي لیکنه هم ده چي کومه فایده يي نشته او نه کوم مدلل اعتراض دي چي ځواب يي کړو بس هسي سپوري خبري دي چي همدي ته ښکنځل واي.
نوربیا


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

دروند وهاج صاحب

زما په لیکنه کې د ورکړل شوي لینک په لیکنه بحث شوی نه د رانقلوونکي په مقصد، نیت او هدف.

ما چې همدا لیکنه ولوسته، داسې راته ښکاره شوه لکه زما نظر یې چې لیکلی وي، په دومره تفاوت چې هغه د په اصطلاح د سلفو د امامانو نومونه او اقوال راته نه وو زده، خو زما همدا نظر دی چې د هر چا دیني پوهه د اربعه امامانو څخه اوچته نه وي نو د نوموړو مذاهبو څخه د دوی کمپیوټري سبقت نیول یا اوور-ټېک کول به کله هم د دین په خیر تمام نشي بلکه خلک به په ناپوهی کې د دیني مسایلو سره په ګستاخه او بې پروا توګه د عامو شیعه ګانو په شان داسې روږدي کړي چې په هر ډول ښکاره او مبهمه دیني مسئله کې به وایي چې : اشکال نداره!!!!

د لیکونکي لنډه لیکنه په حقیقت کې دواړو لوریو ته له تفرقه امیزه بحثونو څخه د لاس په سرکېدو توصیه کوي، او زما هیله هم دا ده چې خدای ته وګوری دا د الله ج وسېع دین په خلکو مه راتنګوی!

ګران ورور وهاج صاحب که تاسو یې لیکنه ړنګول غواړی نو سل وارې خو یې ړنګه کړی، چې دا به مونږ ته ستاسو په تبعیض پوښلی یکجانبه قضاوت وبریښي.
-----------------------------------------------
دروند مشر ورور چپرهاري صاحب

دا به درسره ومنم چې که د لیکنې لیکوال د اشخاصو د نومونو له ذکر پرته ورته لیکنه کړې وای نو ډېره به ښه وه، خو دا چې د عزتمند ورور عبد الغفور پيروزصاحب نوم یې یاد کړی نو د همدې ټکي په بنا تاسو د لیکونکي له تنقید څخه د ښکنځلو تاویل کړی دی، چې دا تاویل مو، که لږ ځیر شی ! ، حتی چې عزتمند ورور مهاجر صاحب ته هم د منلو او ورپسې ستاسو څخه د مننې وړ نه دی!


chaparharay
14.05.2011

امرو صیب لیکي چپ لیاری
نو وروره که خبرنه يي نه خبرشه اوکه خبريي نو دریاد يي کړه چي [ولا تنابزوا بالالقاب] او تاسو یو بل ته بد نومونه او لقبونه مه اخلی تاسي چي کوم نوم ځما لیکلی نو د ا کار دشریعت خلاف دي که ته هرڅنګه يي خو ځمونو دعزت لحاظ وکه بیا داسي ونه لیکي.
او پدي نوره خبره دي پوه نه شوم چي تائید دي کړی که تردید؟
له خطاب نه دي مننه
چپرهاری


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more