د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څو پوښتنې؟

محمود سعيد
12.05.2011

سلامونه.
له سهاره تر اوسه مې همدا د اسلامي بحثونو برخه پلټله تر څو خپلو څو پوښتنو ته ځوابونه ومومم. خو د هرې نوې موضوع په لیدلو پکې ښکیل کیدم او د خوږ بحث د لیدلو له کبله اړ کیدم چې ټول ولولم. ایله څلورمې پاڼې ته رسیدلی یم خو دا پوښتنې مې نه دي ځواب شوې. اوس دلته دا یو څو پوښتنې لیکم هیله ده دیني عالمان ېې په ښه توګه راته روښانه کړي:
ښځه په خپل کور د ننه بې پړوني (سرتوره) ګرزیدی شي؟
له کور دباندې ستر کیدای شي؟
که یوازې مخ او لاسونه ښکاره شي نو څنګه؟
ښځه په خپل مخ اضافي ویښتان په څه ډول لرې کولای شي؟ او که ېې لرې کول ناروا دي؟
په نوکانو رنګ موښل څنګه؟ ما اوریدلي چې که لومړی اودس وشي بیا ورنګول شي پروا نه لري.
په مخ د ښکلوونکو پوډرو موښل څه حکم لري؟ البته په داسې ډول چې د لمانځه په وخت بیا اودس وکړي؟
منندوی به مو یم که مو ژر ځواب راکړ.
په درنښت


حلیم
16.05.2011

سلام علیکم سعید وروره،
ډیری ښی پوښتنی مو کړیدی پدی هیله چی ټول ځوابونه یی پیدا کړی او موږ هم تری برخمن شو.
ستاسو د ځنو پوښتنو ځوابونه ما د ځان لپاره پیدا کړی ؤ او دلته یی درته لیکم خو مأخذ یا مفتی می په یاد ندی
د لمړی پوښتنی ځواب: هو، کچیری په کور کی د ننه یوازی میړه او ښځه ورسره یی ماشومان وی کوم باک نلری. خو که لیور، یا نور دی ته ورته څوک وی بیا نو....
په دوهمه پوښتنه سم پوه نشوم.
دریمی پوښتنی ځواب: پدی برخه کی د علماؤ اختلاف دی، ځنی مخ هم پټول فرض بولی او ځنی بیا مخ او د لاس او پښو څپړی لوڅ پریښودل ګناه نه بولی.
خو ضرورت ته په کتو سره د مخ په پټولو سره ښځه په ورځنی ژوند کی د بیخی زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کیږی نو لدی کبله ډیری علما د مخ د نه پټیدو فتوی ورکوی. که څوک یی پټوی دا ښه خبره ده. ددی برعکس ځنی علما بیا وایی چی د ښځی ټول یا زیات ښایست په مخ کی راټول دی - او سترګی بیا په شهوت پارولو کی تر بل هر څه مهم رول لری نو باید مخ پټ وی. پدی اړه کوم قرانی ایت او یا هم حدیث چی پوره صراحت ولری - ماته ندی معلوم.
د څلورمی پوښتنی ځواب: که مو د اضافی ویښتانو نه هدف داسی ویښتان وی چی هغه د ښځی ښایست تر تحدید لاندی راولی - خپل طبعی ښایست یی اغیزمن کړی وی - بیا د ډاکټر په مشوره کولای شی ځنی داسی درمل (هورمون) و کاروی چی اضافی ویښتان یی بیخی ورک شی. او که دا ممکن نه وی کیدای شی د عملیات بوسیله یی لری کړی. د کلولو یا خریلو حکم یی ندی راته معلوم.
مګر که ستاسو هدف - د وروځو نری کول وی - دا بیا ناجایز دی - او محمد رسول الله ددی ډول ښځو او هم د هغه ښځی لپاره چی د بلی ښځی وروځی نری کوی د سخت عذاب وعده ورکړیده. خدای د موږ ټول ځنی وساتی.

http://kohah.bloguna.tolafghan.com/posts/13165

پورتنی لینک به ډیر کمک درسره وکړی.

د پنځمی پوښتنی ځواب: د نوکانو رنګول بد دی، د اوداسه په صورت کی رنګ پوری کول او بیا هغی ته د زخم د پټی حکم ورکول او یا له هغه سره تشبه کول هسی بی ځایه خبری دی.

الله مو سر لوړی لره


محمود سعيد
16.05.2011

حلیم صیب ستاسو له ځواب څخه یوه نړۍ مننه
له دې سره هیله ده زموږ اسلامي درانه عالمان لکه مومن مهاجر صیب، وهاج صیب، حذیفه صیب، عادل عادل صیب، رښتینی صیب، حلیمي صیب او نور هم را موضوع وڅیړي او روښانه ېې کړي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more