نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بن لادن چا امریکا ته په لاس ورکړ؟
لاونګ
11.05.2011
سلامونه او نېکې هېلې ټولو ګرانو پښتنو ته وړاندې کوم،
دا څو ورځې کېږي چې په یوه چورت کې تللی یم - چې اسامه چا امریکا ته په لاس ورکړ؟ داسې سړی چې په یوه داسې کور کې یې شپې او ورځې تیرولې چې په هغه کور کې بیخي پټ پاتې کیدای شوای ، د تلیفون نه یې هیڅ وخت کار نه اخست او د کور نه د باندې هیڅ وخت نه کیدا، او ده یوازې خپله کورنی، دوه ساتونکي او یو څو دیوالونه لیدل، نو ما ته داسې مالومیږي چې چا بن لادن خرڅ کړی دی.
تاسو ته څنګه ښکاري؟
او که تاسو ته هم داسې ښکاري نو بیا دا کس او یا کسان به څوک وي، ولې به یې خرڅ کړی وي، او په څو؟
وسلام
-
11.05.2011
لاونګه زما په دې سیاست باندي هیڅ سرنه خلاصیږي خوزه چي فکرکوم اوقراین مطالعه کوم،اسامه چا خرڅ کړی ندی بلکه داداسامه او دحواشیو یي امنیتي بې غوري وه چي بالآخره امریکايي استخباراتو وشو کړای داسامه ځای ځایګی ته لارپیداکړي. دانو نشم ویلی چې دابي غوري څرنګه اوپه څه شکل وه. خودخرڅولو خبره يي زمازړه ته نه لویږي.
پتوال
11.05.2011
کليوال صيب ته سلام
[quote:2298d67470]دحواشیو یي امنیتي بې غوري وه [/quote:2298d67470]
له حواشيو نه مو په مشخصه توګه مطلب څوک دي ؟
ISI که بل څوک ، څوک کېدای شي ؟
په دغسې يوه پوځي ساحه کې د ISI د سپېږمو لاندې د اسامه امنيتي کسان له ISI پرته بل څوک کېدای شي ؟؟؟؟
که بل څوک نشي کېدای ولې يې دغه نوم نه اخلئ چې حواشيو ورته وايي،
له چانه خو به ويريږئ نه ؟
لوستونکي په ابهام کې غورځول خو به تاسوته هم سم کار نه ښکاري که څنګه ؟
نو که د ISI غړو په لاس ورکړی وي ، نو ولې به يې
پرې نه وي خرڅ کړی ؟ آيا ISI تاسوته ډيره تقواداره ښکاري که څنګه ؟؟؟؟
-
11.05.2011
پتوال صیب سلام ته مو علیک!
[quote:2011b6ca69]له حواشيو نه مو په مشخصه توګه مطلب څوک دي ؟
ISI که بل څوک ، څوک کېدای شي ؟ [/quote:2011b6ca69]
زه په مشخصه توګه نه پوهیږم چې حواشي یې څوک وه؟ او آیا آی ایس آی هم د بن لادن ګردچاپیره د امنیتي دایرو څخه کومه دایره تشکیلوله او که نه؟
او که فرض یې کړو تشکیلوله یي،آیا د آی ایس آی امنتي محافظوي دایره د بن لادن څخه په کومي فاصله کې وه؟ ایا د بن لادن څخه راتاوه ترټولو نږدې امنیتی حلقه د آی ایس آی امنیتي حلقه وه؟ اوکه د آی ایس آی امنیتي ذرې د بن لادن د هستې څخه په ترټولو لیرې قُطر کي خپل دوران بشپړاوه؟
خو زه دومره ویلی شم چي بې غوري د هغې امنیتي ډلې وه چي ترهرچا زیاته اسامه ته نږدي اوورسره دتماس په حد کي وه.
مینه پال
11.05.2011
کلیواله ته هم بد نه وایې او پتوال خو بیا بېخي د کاڼې کرښې لیکلې. ګورئ مړي په بدو مه یادوئ، خپل کار به کوي، خو دای اس ای مشرانو خوله د شاته اړولو ده.
نوروز خان
12.05.2011
یاره ماچې په دې فورم کې یوکال تیر کړ ،دومره پوه شوم ، چې دلته بحث او استدلال فایده نه کوي او نه یې څوک له چا سره مني ، ماچې لیدلي دلته په تیرو څو کلونو کې تراوسه یوهم له خپله دریځه یوانچ نه ده شاته شوی ، او نه یې حق او منطق ته تن ایښی .
نوچې داسې توره شپه ده ښه داده چې داوږدو پرپړو او استدلال په ځای یوازې خپل حساب ورپوره کړو .
نوبناء پتوال او مینه پال صاحب تاسوته له خدایه حیا نه درځي ،چې دبي ننګۍ له پالنګ څخه په هغو مجاهدینو باندې ړانده تورونه لګوئ ،چې ټول عمر داسلام او قران ننګ په مخه کړي ،خوب او ارام یې په ځان حرام کړی ،خپل وطن او مېنه ترې پاته او پردیو غرونو اوشیلو کې یوازې دهغه قران ددفاع په خاطر جنګیږي چې نه یوازې خپله بلکې تاسو دواړه هم پرې ایمان لرئ .
ګورئ ښاغلیو تاسو ته دوه لارې دي ، یابه له اسلام او پښتونوالې ځان خلاصوئ ، او یابه هغو ټولو ارزښتونو ، معتقداتو او ورسره تړلیو ستومانیو ته تن ږدئ ، چې له همدې دوو پدیدو سره لازم او ملزوم دي .
دمسلمان او پښتانه په کور چې پردۍ یا کافر وروخیږي ، نو مسؤلیت یې څه ده او تاسو څه کوئ ، ایا تاسو ته دخپل لیپ ټاپ درڅنګ دبې غمۍ خوب روا ده ؟
آیا تاسو ته دا رواده چې دهغوهیوادونو په آب هوا وپاییږئ چې فوځیان یې دلته زمونږ له سپین ږیرو سره لواطت کوي ، او پیغلي مو راتلاشي کوي ؟
آیا په اوسني پړاو کې چې اسلام او پښتو دواړه له خطر سره مخامخ دي ، دیوه پښتون او مسلمان مسؤلیت یوازې همدا دی ، چې په بحث فورم کې خپل عبقریت خلکو ته په اثبات ورسوي ، او یوازې دخپلې لغت پرانۍ او فصاحت بلاغت نندراه وړاندي کړي ؟
خیر دابه دهرچا شخصي دریځ او دمړانې ګراف وبولو ، مګرداپه کوم کتاب جایزوئ چې له همدې پریوتی دریځه بیا ددین او افغانیت دسوزیدلیوپتنګانو په سپیڅلیو ایرو کې مردار ډکي هم وهئ ؟
آیا ددې فورم له مؤمنو او افغانو کتونکو نه حیانه درځي ؟
اسامه څوک وه ؟
اې دټول افغان لوستونکو دخدای په خاطر خدای ته مخ کړئ او موږ ته شا خدایي قضاوت وکړئ
هغه چې له عربي جنت څخه یوازې خپل ایمان دننګ تاوده ډګر او شډل مورچل ته راکش کړی وه ، آیا تردې ستره بې انصافي به وي ، چې دننګ له ورځې او میدانه یو تښتیدلی (ګریزي ) دې دهغه په باره کې داسې بې ځایه قضاوت وکړي ؟؟؟
ماته داسي ښکاري چې دا ښاغلي له خپل ټیټ کلاسیک ذهنیت څخه کله هم ځان نه شي خلاصولی ، چې ددنیا هره پیښه استخباراتو په ترازو تلي ،سره له دې چې په قران کې سي آی اې او ای ایس اي نه دي راغلي
دوی تراوسه په دې نه پوهیږي چې په جهاد کې حتی ریا له دې وجې منتفي ده ، چې دسرلوبه ده او له سوچه للهیت او اخلاصه بل څه په کې نه ځاییږي ،
پتوال
12.05.2011
سلامونه !
دروند منلی او ښاغلی ورور نوروز خانه !
ته د خپل شعور او خپل منطق په سطحه بالکل سمې او پر ځای خبرې کوې ،
خو ډيرو پوښتنو ته په کې ځواب نه لرې او د غصې يا مايوسۍ
د احساساتو او جذباتو ښودلو ته پناه وړئ .ګوره ورور جانه :
که همدغه خبرې چې تا ليکلي کټ مټ د ISI يو غړی د اسلام په نامه افغانانو ته وکړي ، نو آيا افغانان به يې ور سره مني ؟
نه يې مني او هر افغان په دې پوهيږي چې په دې کې يې چل دی ، خپلې پنجابي سياسي ګټې يې په کې نغښتې دي .
نو اوس ته داسې فکر وکړه چې همغه د ISI خبرې تا دلته ليکلي ، ستا له خولې او ستا له قلمه همغه څه اورو، وينو او ګورو چې ISI پرې وطن لړلی
او د هغوی له خولې ، کونې او سپېږمو له هرې سوړې څخه راوځي ، نو آيا زه او ټول افغانان يې بيا ومنو خاص له دې کبله چې دا
زمونږ د صادق ، اخلاصمن ، په وطن او اسلام مين ساده نوروز خان ورور له خولې او قلم څخه راوتلې دي ؟؟؟؟؟
آيا بايد ويې منو ؟؟؟؟؟؟ او د ISI شعور، پلانونه او سياسي هدفونه صرف په دې سره قبول کړو چې د اسلام
په نامه يې ساده افغانانو ته کوي ؟؟؟؟او که برعکس بايد همت وکړو هغه رسوا کړو ، خپل غولېدلي ورونه د ISI له دوښمنانه سياست
څخه خبر کړو ، لومړی دغه غولېدلي ترې وژغورواو بيا د هغوی د خبرولو ، پوهولو او د فکر د روښانولو پواسطه خپل ځانونه ، وطن او
ملت وژغورو ، هم د ISI او هم د CIA د کرغېړنو دسيسو اوپوځي نادودو په وړاندې چې زمونږ په هيواد او هيوادوالو يې کوي !
دا دوه جهنمي استخباراتي سازمانونه کولی شي هم د القاعدې او هم د طالبانو مشران وغولوي، مستقيم يا غير مستقيم يې
استخدام کړي او هغو کارونو سرته رسولوته يې داوطلبانه چمتو کړي چې
پخپله يې هېڅکله يې هېڅکله نه کول او نه يې ممکن بلل .
افغان ملت اوس له يوې خوا د امريکا او CIA په لومه کې نښتی او له بلې خوا د پنجابي پاکستان يا ISI په دام کې داسې سخت نښتی دی
چې يو غلام به هم په کې نه وي نښتی . دا ټول د چا او کوم لوري پواسطه ؟؟؟؟؟
او داټول په کابل او کويټې کې د ا فغاني مشرتابه
له لارې ، چې يو يې د امريکا غلامي کوي او بل يې د يو غلام غلامي کوي !
پکار خو دادي چې افغانان ټول لر او بر
د خپلو نيکونو په لار سره يوموټي شي او دغه باداران دواړه په خپلو منځو کونجنګي سره واچوي ، د افضل خان او اکبر خان
غوندې دا دمېکناټن سپين او تور بچې لومړی داسې و ډبوي چې د اوګرې له خوراکه يې پرېباسي او بيا يې مردار کړي ! ومن الله التوفيق
افغان چارواکي وايي ځیني طالب مشران د القاعده د مشرانو په باب مالومات ورکوي
لاونګ
13.05.2011
افغان چارواکي وايي، د طالبانو ځیني مشران د القاعده شبکې په باره کې مالومات ورکوي څو ثابته کړي چې دوی د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو اترو کې جدي دي.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې د افغان مقاماتو دا ادعاوې د امریکايي ځواکونو له لوري په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د یوې نوې لوبې ښکارندويې دي.
بن لادن ته د پټنځای په برابرولو کې د پاکستان د لاس لرلو په باب د شکونو او ګومانونو په منځ کې دا ادعا چې طالبان د القاعده شبکې د مشرانو په باب مالومات ورکوي د افغان چارواکو د سولې هلې ځلې تاییدوي او دا تصور له منځه وړي چې ګواکي یوازې پاکستان طالبان خبرو ته حاضرولی شي.
هغو افغان چارواکو چې له طالبانو سره د ارتباط په باب توضیحات ورکړي، وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو د مشرانو مالوماتو په جنورۍ میاشت کې د اندونیزیايي تروریست عمرپاتیک په نیولو کې مرسته وکړه.نوموړی د اندونیزیا د بالي ټاپو د ۲۰۰۲ کال د تروریستي حملې په پلان کولو تورن دی چې په ترڅ کې یې تر دوه سوه زیات کسان ووژل شول.
پاتیک په ایبټ اباد کې نیول شوی وو چې اسامه بن لادن پکې ووژل شو.
وال ستریټ ژورنال ته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی یوه مقام وویل چې د افغان چارواکو څرګندونې بې اساسه دي او هغه یې پر امریکا د اغېز کولو لپاره د افغانانو د هلوځلو برخه بللي دي.
د طالبانو یوه ویندوی هم دا څرګندونې رد کړې.
د امریکا یوه دفاعي چارواکي په دې اړه چې پاتیک دې د افغانانود مالوماتوپر اساس نیول شوی وي، شک څرګند کړ.
خو په کابل کې د امریکا سفارت په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه.
ورځپاڼه لیکي، یوه امریکايي مقام چې له طالبانو سره له ارتباطاتو خبر دی، ویلي چې د طالبانو ځیني مشران د القاعده په باب ګټور مالومات ورکوي.که څه هم دغه مقام ونه کړای شول چې د پاتیک په باب شوې ادعا تایید کړي.
دغه امریکايي مقام ویلي، دوی نپوهېږي چې دا د پخلاینې د معاملې یوه برخه ده یا دا چې یوه سره پاشل شوې ډله اندېښنه لري چې د خاصو ځواکونو یوه ډله یې تعقیبوي.
له طالبانو سره روغه جوړه د ولسمشر کرزي یو لومړیتوب دی.د بن لادن له وژل کېدو وروسته افغان او امریکايي چارواکو له طالبانو په ښکاره وغوښتل چې د سولې په پروسه کې شامل شي کنې له ورته عواقبو سره به مخامخ شي.
له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا یو لوی شرط دا دی چې له القاعده سره اړیکې پرې کړي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار مرستیالې شاهدې محمد ابدالي وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، د بن لادن مرګ د طالبانو لپاره یو طلايي فرصت برابر کړی چې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې غوڅې کړي.
له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په چارو کې د ولسمشرکرزي سلاکار محمد معصوم ستانکزي ویلي چې دوی ته مهم کسان مراجعه کوي او د سولې په پروسه کې شاملېږي.
افغان چارواکي شکایت کوي چې د پاکستان استخباراتي اداره د سولې پر بهیر د کنټرول ساتلو لپاره د هغو اړیکو په وسیله چې له طالبانو سره یې لري، بیا بیا په دې لړ کې د کابل د هلوځلو د تخریبولو لپاره مداخله کړې ده.
اوس دې ګومان، چې د پاکستان په پوځ کې یوشمېرعناصرو په ایبټ اباد کې اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه، افغان چارواکو ته یو نوی سند په لاس ورکړی دی.
د وال ستریټ ژورنال له لیکنې سره سم افغان چارواکي وايي، د طالبانو یوغړی چې کابل ورسره په تماس کې دی، د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د صدارت مرستیال مولوي عبدالکبیر دی چې ویل کېږي د کوټې د شورا په نوم د طالبانو د قیادي شورا مهم غړی دی.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د حکومت چارواکو ویلي چې مولوي عبدالکبیر وروسته له دې چې تېرکال په پاکستان کې پرېښوول شو له افغان چارواکو سره د القاعده شبکې د غړیو په باب د مالوماتو په شریکولو کې مرسته کړې ده.
د پاکستان حکومت د مولوي عبدالکبیر نیونه هیڅکله تایید کړې نه ده.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=26508