د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د علم په اړه یوه پوښتنه

وزیري
11.05.2011

ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

له ټولو وروڼو نه په عاجزانه توګه سره خواهش کومه چی زما لاندی پوښتنه غلطه ونه انګیری او بله خوا ته یی بونځی لکه زما هغه بله پوښتنه چی ما د کافر مسلمانولو کی کومک غوښتی وه او خبره دومره بله خوا لاړه چی والله که بیا چا دا فکر هم کړی وی چی د بحث اصل څه وه. لاندینی پوښتنه ماته یو سوال ده، که څوک ښه سالم نظر لری نو مهربانی وکړی کنه دا به ستاسی لطف وی چی بالکل جواب ورته ور نه کړی.

روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی پر ما باندی دا حقیقت منکشف شه چی څوک مومن ده او څوک کافر ده. بیا چی کله منافقان په دی خبره باندی خبر شول نو په دی خبره باندی یی تمسخر وکړو چی دا څنګه پیغمبر ده چی د قیامت تر احوالو پوری خبر ده او په مونږه نه پوهیږی (یعنی چی مونږه منافقان دده په حضور کی شتون لرو او مونږه نه پیژنی). دا خبره چی کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیده نو په منبر باندی تشریف فرما شو او د الله جل جلاله حمد او ثناء یی وویله. بعد له حمد او ثنا نه پس یی وویل چی د هغو خلکو به څه حال وی چی زما د علم په باره کی طعنه زنی کوی. تر قیامته پوری چی د کوم شی تاسی له مانه سوال کوی زه به یی تاسی ته بیانوم. په دی وخت کی عبدالله بن حذافه السهمی ودرید او وی ویل چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! ځما پلار څوک ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چی ستا پلار حذافه ده. په دی وخت کی حضرت عمر رضی الله عنه ودرید او عرض یی وکړو چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږه په دی راضی یو چی الله جل جلاله زمونږه رب ده، اسلام زمونږه دین ده او قرآن زمونږه امام ده. او ته صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله نبی یی، ته مونږه ته بښنه وکړه الله جل جلاله به تا صلی الله علیه وسلم ته بښنه وکړی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی تاسی به بیا نه راځی؟ تاسی به بیا نه راځی؟

د حدیث عربی متن داسی ده:
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم عرضت علی امتی فی صورها فی الطین کما عرضت علی آدم و اعلمت و من یؤمن بی و من یکفر بی فبلغ ذالک المنافقین فقالا استهزاء زعم محمد انه یعلم من یؤمن به و من یکفر ممن لم یخلق بعد و نحن معه و ما یعرفنا فبلغ ذالک رسول الله صلی الله علیه وسلم فقام علی المنبر فحمد الله تعالی و اثنی علیه ثم قال ما بال اقوام طعنوا فی علمی لا تسئلونی عن شیء فیما بینکم و بین الساعة الانباتکم به فقام عبد الله بن حذافه السهمی فقال من ابی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال حذافة فقام عمر فقال یا رسول الله صلی الله علیه وسلم رضینا بالله ربا و بالاسلام دینا و بالقرآن اماما و بک نبیا فاعف عنا عفا الله و عنک فقال النبی صلی الله علیه وسلم فهل انتم منتهون فهل انتم منتهون.
(تفسیر خازن، ۱: ۳۰۸)

د حضرت ابوموسی رض په روایت کی ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ثم قال للناس سلونی عما شئتم (صحیح البخاری، کتاب العلم، باب الغضب فی الموعظة و التعلیم اذا رای ما یکره)

د حضرت انس رضی الله عنه په روایت کی ده چی:
فقال لا تسألونی الیوم عن شی الا بینته لکم. (صحیح البخاری، کتاب الدعوات، باب التعوذ من الفتن)

د امام ذهری رحمه الله د روایت الفاظ داسی دی.
قال من احب ان یسال عن شیء فلیسال فلا تسئلونی عن شی الا اخبرتکم ما دمت فی مقامی هذا فاکثرو الناس فی البکاء و اکثر ان یقول سلونی. وقال فی مقام آخر قال انس رضی الله عنه قال الیه رجل فقال این مدخلی یارسول الله قال النار.
(صحیح البخاری، کتاب مواقیت الصلاة)

پوښتنه او نظرغوښتنه له ټولو وروڼو نه دا ده چی په بعضو ځایونو کی رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان غلی کړیدی او خلکو ته یی داسی ځان ښودلی چی زه په هرڅه نه يوهیږم. لکه په یو حدیث کی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چی زه نه يوهیږم چی ذوالقرنین پیغمبر وه او کنه؟ و امثالها.
خو په دی حدیث کی چی کله دی صلی الله علیه وسلم لږ جلالی شویدی نو د هرقسم سوال او جواب لپاره یی ټټر وهلی ده او یو قسم چیلنج یی خلکو ته ورکړی.
څه فکر کوی چی که په دی موقع کی یو چا ترینه دا پوښتلی وای چی د قیامت ورځ کله ده؟ او یا داسی نور مفاتیح الغیب یی تری پوښتلی وای نو دده مبارک صلی الله علیه وسلم جواب به څه وه؟

یوځل بیا هم خواهش کوم چی پوښتنی ته د شک په سترګه مه ګوری او مه یی در په دره کوی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more