د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ټول باید خپل نظر ورکړي.

محمود سعيد
10.05.2011

سلامونه!
تر اوسه مو فکر کړی چې دا بحثونه څومره ګټور دي او باید څه ډول نورو ته ورسول شي؟
زما په خپل اند په دې بحثفورمونو کې تر ټولو ډیر ګټور او اړین موضوعات شریک او شوي او ښکلي علمي بحثونه پرې شوي دي. خو هغه کسان چې انټرنیټ ته لاسرسی نه لري او دا ډول په سلګونه پوښتنو ته ېې ځواب نه دی ویل شوی څه به کوي؟
راځی چې په ګډه د بحثفورمونو په زړه پورې، ګټور او علمي موضوعات د جلا جلا کتابګوټو په شکل چاپ او خلکو ته وړاندې کړو. په دې سره به له یوې خوا د پښتو علمي پانګه بډایه شي او له بل لوري به ټول پښتانه له دې بحثونو ګټه پورته کړي او هم به دا بحثونه د تل لپاره خوندي شي.
ستاسو د رغنده نیوکو او نظرونو په هیله.


عادل عادل
10.05.2011

السلام علیکم

محترم ورور محمود سعید

ستاسو د وړاندیز مشابه وړاندیز مې په همدې اړه په لاندې لینک کې خوندي کړی دی:-

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=44493&highlight=%DA%86%D8%A7%D9%BE+%D8%A7%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B2#44493


محمود سعيد
11.05.2011

عادل صیب سلامونو ته مو وعلیکم وسلام.
ستاسو لیکنې او وړاندیز هم د قدر وړ دي.
هیله ده دا ځل ملګري په کلکه هڅه وکړي.
له ښاغلي چلوونکي هیله ده چې په دې اړه خپل غږ پورته کړي
په مینه.


Re: ټول باید خپل نظر ورکړي.

-
11.05.2011

[quote:77515b4c55="محمود سعید"]راځی چې په ګډه د بحثفورمونو په زړه پورې، ګټور او علمي موضوعات د جلا جلا کتابګوټو په شکل چاپ او خلکو ته وړاندې کړو[/quote:77515b4c55]
محمودصیب چې داسي وشي خوډیربه ښه شي.
خوهسې وایم چي دا کار به څوک شروع کړي اوڅوک به دومره لوی خدمت ته ملاوتړي؟
که تاسو داهمت کولای شئ فکر نه کوم چي څوک دې درسره مخالف وکړي اوبرعکس وبه مو هڅوي.


محمود سعيد
12.05.2011

کلیوال صیب مننه.
زه به په یوازې ځان څه و نه کړای شم.
دلته د ټولو ملګرو مرستې ته اړتیا ده.
که چیرې هر څوک خپله ونډه وښيي نو دا کار شونی دی.
د بیلګې په ډول سر هر کس یا څو کسان په ګډه به یوه ځانګړې برخه په نښه کړي.
هلته به ټول بحثونه ښه په غور چاڼ کړي. ګټور او په زړه پورې لیکنې او
ځوابونه دې ترې بیل کړي. او د یوه کتاب په شکل ېې دې تدوین کړي.
وروسته ېې د کره کتنې لپاره همدلته شریک کړي.
تر غوره والي وروسته به ملګري د چاپ لپاره مرسته وکړي.
زه خپله د څو کتابونو د چاپ پانګه په غاړه اخلم.
په مینه


حلیم
20.05.2011

محمود سعید ورور ډیر ښه وړاندیز مو کړیدی.
خو زه بیا بل څه وایم، زموږ هغه خلک چی انټرنیټ ته لاس رسی نلری هغه هرومرو بیسواده یا په لری پرتو سیمو کی اوسیږی. چی دا کتاب ور رسول هم ډیر مشکل دی.
که غواړی چی همدغه کتګوری خلک تر خپل پوښښ لاندی راولی بیا ددی په ځای چی کتاب جوړ شی ښه خبره ده چی دا مواد په غږیز ډول په کسټونو کی ثبت شی (البته دینی برخه یی) او د سیمی موټروانانو او موټرلرونکو ته وړاندی شی. او هغه نور مسلکی یا اجتماعی مواد یی د کتاب څخه د انټرنیټ په مخ راوستل او په انټرنیټ کی ساتل ډیر اړین او ګټور دی، ځکه پدی سره هم د خوندیتوب (ذخیری) امنیت او هم یی دوام په ډیر کم لګښت په لاس را ځی. او زه امید وار یم چی په نږدی راتلونکی کی به ډیر خلک لدی نعمت څخه برخمن وی او لدی موادو څخه به هرومرو ګټه اخلی.

بیا هم وایم چی: که څه هم دا بحثونه ډیر علمی او ګټور دی، خو د معتبرو کتابونو ژباړی (دینی او مسلکی) چی په هره موضوع یی په مفصله او علمی توګه یو په بل پسی تشریح کړی وی زموږ د خلکو لپاره ډیر ډیر اړین او ګټور کار دی.

پدی سره موږ کولای شی په لږ وخت کی ډیر څه وکړو، مواد، دلایل، ثبوت، قضیه،مثال، تعریف او تشریح هر څه شته یوازی یوه تخنیکی ژباړه یی پکار ده، مګر کچیری داسی ګډوډ بحثونه سره را ټولوو او هغه چاڼ او په یو منظم کتاب بدلوو فکر کړم چی زموږ زیات وخت به په ډیر لږ څه باندی مصرف شوی وی.

د نورو دوستانو د نظرونو په تمه
حلیم


و.افغان
20.05.2011

السلام عليکم
محترم محمود سعيد صاحب:
ډېر ښکلی وړانديز مو کړی دی.
لکه څنګه چې حليم صاحب مهرباني کړې؛ دا معلومات به ان شاء الله ډېر کم وخت کې
ډېرو افغانانو ته د نټ په مټ ميسر شي.
په دې ليکنو کې ډېر ليکنې مزيد تحقيق او توثيق ته اړتيا لري؛ او لوی سبب يې دا دی
چې دلته په مستعار نومونو باندې ليکل کيږي؛ او د مستعار نامه څخه مستفيد خپلو
ليکنو کې له هغه دقت او توثيق څخه کار نه اخلي؛ په کوم چې د هغه ليکنې عامو خلکو ته د يو کتاب په شکل کې د وړاندې کېدو جوګه ګرځېدلی شي.

په درنښت


محمود سعيد
24.05.2011

سلامونه!
ښاغلو ستاسو نظرونه د قدر وړ دي. ددې بحثونو په ویشلو او ټولو ته د رسولو لپاره باید هڅې وکړو. کیدای شي هر ورور ېې کره او مهمې برخې په څو پاڼو کې چاپ کړي او تر خلکو ېې ورسوي.
وهاج صیب دا لاسلیک مو داسې څرګندوي چې نور له موږ لرې کیږئ؟
خدای مو له موږ مه لرې کوه.


خالدمنصورهډا
24.05.2011

هډاوال ويب پیغام

لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده

___________________
http://hadawal2.net.ms/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more